د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ایرلنډ په وړاندې دوهمه لوبه هم وګټله.
د یکشنبې په لوبه کې د ابوظبي په شیخ زاید سټډیوم کې وشوه افغان لوبغاړو د ایرلنډ ۲۶۰ منډې هدف په ۴۵ اوور کې پوره کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه و چې ۱۰۳ منډې یې جوړې کړې.
هغه وویل: "واقعاً څه پلان چې ما ته کوم پلان د روزونکي او کپټان له خوا راکړل شوی و چې خپله طبیعي لوبه به کوې ما ته توپ ډېر ښه جوړېده. خپل شاټونه مې نه دي درولي، کامیابه شوم او سلیزه مې ووهله. هر ټیم دا غواړي چې نړیوال جام ته ووځي موږ هم انشاالله کوښښ کوو څومره... Читать дальше...
د متحده عرب اماراتو د راس الخیمې له زندانه ۲۱ افغانان ازاد او کابل ته ورسېدل.
یو شمېر افغانان چې د بند مودې یې پای ته رسېدلې وې له دوبۍ افغانستان ته ولېږل شول.
دا خبره به دوبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل مسعود احمد عزیزي ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل: "خوشبختانه د افغانستان اسلامي جمهوریت د دوبۍ جنرال قنسولګري په دې وتوانېده هغه ۲۱ نفره بندیان چې په راس الخیمه کې و د هغوی کاغذونه طی مراحل کړي او د پولیسو، قضا، سي ای ډي او کډوالۍ ادارې سره یې تعقیب کړي څو د هغو محبس چې پوره شوی و د هغوی کارونه... Читать дальше...
د امریکا د کانګرس ډیموکراټ او جمهوريپالو غړیو ویلي، چې که کریملین د هغو شدیدو محدودیتونو او نغدي جریمې اقدامات چې په روسیه کې د ازادې اروپا - ازادي راډیو د روسیې د څانګې فعالیتونه له ګواښ سره مخامخ کوي عملي کړي، پر مسکو دې نوي بندیزونه ولګول شي.
پر روسیې د نویو بندیزونو غوښتنه د کانګرس غړیو په یوه لیک کې چې د جمعې په ورځ یې د جوبایډن ادارې ته استولی، کړې.
په دغه لیک کې دغه راز د دې غوښتنه هم شوې چې نوې اداره دې په بیلاروس کې چې له څو میاشتو راهیسې په کې د الکساندر لوکاشينکا د بیا ټاکل کېدو پر... Читать дальше...
چین په شمال کې د سرو زرو په یوه کان کې د ایسارو کان کیندونکو له ډلې یو تن نن ژغورل شوی دی.
د کیژیا سیمې د سرو زرو په کان کې څوارلس ورځې مخکې چاودنه شوې وه او تر اوسه پورې شاوخوا لس کان کیندونکي لا هم تر ځمکې لاندې ایسار پاتې دي.
د سرو زرو کان دا کان کیندونکي د ځمکې لاندې ۵۸۰ مترۍ کې په کار لګیا و چې چاودنه پرې وشوه او د وتلو لار یې بنده شوه.
په پېښه کې یو کان کیندونکی وژل شوی هم دی.
د چین دولتي ټلویزیون نن راپور ورکړی چې له دوه اونیو وروسته تر اوسه یو کس راژغورل شوی چې ډېر کمزوری شوی.
چارواکي... Читать дальше...
په پاکستان کې د سنوبورډینګ له نړیوالو لوبو یوه افغان لوبغاړي د سپینو زرو مډال وګاټه.
د سوات په مالم جبه کې د سنوبورډینګ نړیوالې لوبې پرون او وړمه ورځ وشوې چې پکې د پاکستان، افغانستان، فرانسې او بلجیم شاوخوا سلو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د افغانستان د سنوبورډینګ فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغان لوبغاړي احمد سروش سروش د دوو رونډونو په ګټلو فاینل کې دویم شو.
د مډالونو د ویش پروګرام هم نن جوړ شوی و.
۲۱ تنه افغانان د دوبۍ له زندانونو ازاد او نن کابل ته ورسېدل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د اعلامیې له مخې د افغانستان دا اتباع په دوبۍ کې د افغان جنرل کونسلګرۍ په هڅه او د متحده عرب اماراتو د عدلي او قضايي ارګانونو په همکارۍ خوشې شول.
اعلامیه زیاتوي چې په وروستیو څو میاشتو کې ۲۱۰ تنه افغانان د دوبۍ له زندانونو خلاص او هېواد ته رالېږل شوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې نه دي لیکلي چې دا افغانانو په کومو جرمونو بندیان و.
د جنورۍ پر ۲۲مه، لېکل شوي خط کې د ولسمشر جو بايډن پر ادارې دا غږ هم شوی چې په بیلاروس کې د ازادې اروپا ، ازادۍ راډيو نشريات پیاوړي کولو لپاره دې لا نور ګامونه پورته کړي.
افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ ډله به د سویس داوس کې د اقتصاد نړیوالې مجمعې کې هنري پروګرام وکړي.
«ما وګوره» د سويس په داوس کې «د اقتصاد د نړيوالې مجمعې» نړيوال کنسرت، د افغانستان د ملي موسيقۍ د انسټیټوټ ډله يې په مجازي ډول وړاندې کوي.
هغه کنسرټ چې نړۍ د تېر هر وخت په پرتله د یووالي، هیلو او د خلکو هڅولو په موخه ورته اړتیا لري.
دا کنسرت به د نړۍ اقتصادي مجمعې د ۲۰۲۱ کلنۍ جلسې د پرانيستې په مراسمو کې ترسره شي.
په دې جلسه کې به د افغانستان سربېره چین، سویلي افریقا، ایټالیا، امریکا، اتریش او برازیل هم په مجازي ډول ګډون په کې وکړي. Читать дальше...
د افغانستان پوهنې وزارت له زده کړو څخه د درې میلیونه او اویا زره ماشومانو بې برخې توب اندېښمن کړی دی.
نن د جنوري ۲۴ مه د ښوونې او روزنې نړیواله ورځ ده.
د ښوونې او روزنې د نړیوالې ورځې د رارسېدو سره سم د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتيريش له نړیوالو غوښتنه کړې چې د ماشومانو د زده کړو په وړاندې ستونزې ختمې کړي په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیونه ماشومان د بېلا بېلو ستونزو له امله له زده کړو بې برخې دي.
ښاغلي ګوتیریش ویلي، په روان ۲۰۲۱ کال کې باید دا حالات بدل شي.
هغه زياتوي: "ان د کرونا ویروس... Читать дальше...
د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو پېژندلی هنرمند شوکت پنيال دی. نوموړی ډېره اسماعيل خان ته نيږدې د پنيالې سيمې دی، خو له تېرو شاوخوا ۱۵ کالو راهيسې په پېښور کې اوسي. پنيال وايي، له خپل پلاره يې اول تورۍ يا سرنا او وروسته شپېلۍ زده کړې. نوموړی کلارنټ او سيکسفون هم غږوي او په وروستيو کې يې د پوکي يو نوی ساز هم ايجاد کړی چې نلوفون نوم يې ورته خوښ کړی دی. په خپرونه کې د پنيال د هنر په اړه د ده خبرې او غږولې ځينې نغمې يې اورېدای شئ.
په ټوله روسیه کې لسګونه زره مظاهرهچیان د جنورۍ په ۲۳مه د سړې هوا او د پولیسو د څپونکو اقداماتو په وړاندې په زړورتیا سره ودرېدل او د دغه هېواد د اپوزېسیون د مشر او د کرملېن د سرسخت سیاسي مخالف الکسي ناوالني د خوشې کېدو غوښتنهیې وکړه. ناوالني تېره اوونۍ له جرمني مسکو ته د راګرځېدو پر مهال ونیول شو.
د افغانستان د اقتصاد او صنعت او سوداګرۍ مسوولين وايي، ۲۰۲۰ کال د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره ښه کال نه و.
ملت د حساب ورکولو د لړۍ په دوام نن یک شنبه د افغانستان اقتصاد او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د ۱۳۹۹ مالي کال لاسته راوړنې او ستونزې د رسنیو له لارې له ولس سره شریکې کړې.
د اقتصاد وزیرې کریمه حامد فاریابي، د دې وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل ۲۰۲۰ کال د افغانستان د اقتصاد لپاره ښه کال نه و.
د نوموړې په خبره، کرونا ویروس په دې کال کې ډېری اقتصادي پروژې له بحران سره مخ... Читать дальше...
د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان په ګډون باید ټول نور نړیوال شریکان وسلهوال طالبان اوربند، د تاوتریخوالي کمولو او دغهشان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅوي.
د یاد وزارت اعلامیه کې راغلي چې په دې سره به د سولې خبرو او سیاسي هوکړې ته زمینه برابره شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي يي دي د امریکا... Читать дальше...
ایرلنډ د افغانستان لپاره په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې ۲۶۰ منډې هدف ورکړ.
په دې لوبه کې ایرلنډ لومړی توپ وهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو پاسنی هدف وټاکه.
لوبه د متحده عربي اماراتو په شېخ زایډ سټډیوم کې روانه ده.
د افغانستان او ایرلنډ لومړۍ لوبه وړمه ورځ د ۱۶ منډو په توپیر د افغانستان په ګټه پای ته رسېدلې وه.
د افغانستان او ایرلنډ دا لوبې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سوپرلیګ په لړ کې دي چې د هرې لوبې بریا په نړیوال جدول کې ګټونکي ته ۱۰ نمرې ور زیاتوي.
د بشري حقونو فعالې، کريمې بلوڅ مړی بلوچستان ته لېږدول شوی او د تربت په تومپ کلي کې به خاورو ته سپارل کېږي.
د هغې ورور سمیر بلوڅ نن د ازادي راډيو ته وويل چې ځايي چارواکو د دوی په کلي کې ګرځبندیز لګولی او خلک نهپرېږدي چې تر جنازې وروسته په پلان شوې مظاهره کې برخه واخلي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
کريمه بلوڅ د پاکستان پر پوځ د نيوکو لپاره پېژندل کېده.
هغه د کاناډا په تورانتو کې د ډسېمبر په ۲۰مه لادرکه او يوه ورځ ورستهیې مړی د يو سيند سره په خوا کې وموندل شو. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو او بلوچستان د زده کونکو وینا ده چې دا د دوی حق دی نو باید حکومت ورته دا حق ورکړي ګني دوی به بیا په احتجاجونو لاس پورې کړي.
په روسیه کې د حکومت د سیاسي مخالف مشر الکسي ناوالني د نیول کیدو پر ضد پراخو اعتراضونو کې زرګونه کسان نیول شوې دي. د راپورونو پر بنسټ تر نن ( یکشنبې) د نېول شویو کسانو شمېر ۳۴۰۰ تنو رسېدلی. په ټوله روسیه کې د اعتراض کونکیو شمېر تر سل زرو زیات ښودل شوی دی.
د افغانستان بانک په یو خبرپاڼه کې تایید کړې چې عبدالله دورانی او یو بل کس ټپيان او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
مظاهره کوونکو د روس پر کریملین د نیوکو کوونکي اپوزېشن مشر الیکسي ناوالني له بنده د خوشې کېدو غوښتنه کوله.
په کابل ښار کې یوې ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
چاودنه د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل د کمېسیون د رئیس عبدالله دوراني په موټر شوې ده.
د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې تأیید کړې چې ښاغلی دوراني او یو بل کس ټپيان او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم ازادي راډیو ته ویلي و چې د مقناطیسي ماین دا چاودنه سهار شاوخوا اته بجې د کابل په شاه شهید سیمه کې شوې ده.
چا د دې ماین چاودنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
افغان او امریکايي... Читать дальше...
کريمه بلوڅه د کاناډا په ټورانټو کې د دېسېمبر په ۲۰مه لادرکه او يوه ورځ پس یې مړی د يو سيند سره په خوا کې وموندل شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر دې وړاندې ویلي وو چې د امريکا نوی حکومت دې د افغانستان د سولې بهیر روان وساتي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس وایي چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهر سراج ولسوالیو کې کروندګرو ته ۱۶۶ شنې خونې جوړې شوې دي.
د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډیو ته وویل چې په هلمند کې د کرکېلې لپاره د شنو خونو له جوړېدو سره سم د بزګرو کار غوړېدلی.
زلمی الکو وايي چې د شنو خونو په جوړېدو سره د سبو کرکېلې نوې بڼه خپله کړې چې بزګرانو هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده.
نوموړی وايي، شنې خونې بزګرو ته ښه عاید لري.
دوى وايي، د شنو خونو په پراختيا سره کولای شي... Читать дальше...
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره په ١٣٩٩ لمریز کال کې د عوایدو له کمېدو اندېښمنه ده.
د دغې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کال کې عواید ٩ سلنه راټیټ شوي دي.
نوموړي وویل چې په ١٣٩٩ لمریز کال کې د کرونا ویروس او قرنطین له امله پروازونه کم شول چې دې ادارې د ترانزیټي الوتنو له کمېدو څخه ٦٠ ملیونه افغانۍ زیان کړی.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې په وینا، په دغه کال کې په ټوله کې ۵۳ زره کورني او ۳۵ زره نړیوال پروازونه ترسره شوي دي.
د خوست په ګلان کیمپ کې میشت وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي چې د افغان حکومت د ملي دسترخوان او داخلي بې ځایه شویو سره د مرستو په پروګرامونو کې دې ونډه ورکړي. دوی دړکه ورکوي، که يې غوښتنه ونه منل شوه نو د غلام خان په صفري نقطه او د خوست د ولایت مقام مخې ته به اختجاج وکړي.
Спорт в России и мире
Москва
Росгвардия обеспечила правопорядок во время футбольного матча «ЦСКА» - «Спартак» в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперты дали советы по выбору идеального района для семейной жизни в Москве
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время движения поездов от Москвы до курортов Черноморского побережья до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Оззи Осборн
Своим трудом: Келли Осборн отрицает, что похудела с помощью препаратов
Москва
Стало известно о работе полиции в «Институте кроссовок и любви» в Москве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net