په ضمني او سېنټ ټاکنو کې د پي ډي ایم ګډون څه معنا لري؟
مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په لاهور کې د تحریک د مشرتابه تر غونډه وروسته ویلي ول چې په تحریک کې شامل ټول ګوندونه تر پخوا لا ډېر متحد دي.
مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په لاهور کې د تحریک د مشرتابه تر غونډه وروسته ویلي ول چې په تحریک کې شامل ټول ګوندونه تر پخوا لا ډېر متحد دي.
د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکو د لږ تر لږه ۱۴ کسانو مړي د ولایت مخې ته وړي او وایي چې د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې وژل شوي. د ولایتي شورا رییس بازمحمد ناصر ازادي راډیو ته وویل وژل شوي ټول ملکیان دي. هغه زياتوي: "اوه ماشومان دي او اوه هم زنانه دي. تقریباً څوارلس جنازې دي. د دادخواهي لپاره یې راوړې دي. که هوايي حملې دي، په دښمن دي یا طالب هر ډول چې دي باید په دقت وشي او غیر نظامیان باید مړه نه شي." اخوا د میوند قول اردو چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان پوځیانو په خاشرود کې د... Читать дальше...
په هرات کې نن مازیګر یوې ټرافیکي پېښې شپږ کسان مړه کړي دي. د هرات د عامې روغتیا د ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل، چې دا شپږ کسان د هرات – اسلام کلا په لویه لار د دوو تیزرفتاره موټرو ټکر کې مړه شوي. د هرات – اسلام کلا لویه لار تل د داسې ټرافیکي پېښو شاهده ده چې پکې هر کال ګڼ کسان مړه یا ټپيانېږي. چارواکو اکثر د دغسې ټرافیکي پېښو علت د موټرچلوونکو بې پامي او تیزچلونه یادوي.
د پکتیا د مرکز ګردیز اړوند د تېرې سیمې لسګونه اوسېدونکو نن ورځ د دې ولایت د ځایي ادارې او د برښنا ریاست پر ضد سوله ییز لاریون وکړ. د پکتیا د مرکز ګردیز اړوند د تېرې سیمې لسګونه اوسېدونکو نن د کابل ګردېز عمومي سرک د څو ساعتونو لپاره د اعتراض په توګه تړلی و. دوی وایي، د برښنا ریاست یې غږ نه اوري او د بیا بیا ژمنو سره سره له برښنا بې برخې دي. د لاریون یو ګډونوال حکمت سحر وایي: "په تېره سیمه کې دېرش کلي موجود دي، یوازې دریو کلیو ته چې یو ابراهیم خېل دی او یو سره کلا ده، دغو ته برښنا ورکړل شوې ده،... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر د یو راپور په خپرولو سره اعلان کړی، چې اتلس اعشاریه څلورمیلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د هرات په حوزوي روغتون کې د خوار ځواکو ماشومانو د درملنې مرکز کې يو ماشوم د ناسالم خوراک له امله دلته روغتون ته وړل شوى دى. عبدالقیوم چې د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی د دې ماشوم پلار دی. نوموړی وايي، د ماشوم د پېدایښت په ورځ یې مور مړه شو، د مور د شېدو د نشتوالي او د بېوزلۍ له امله دا ماشوم ناروغه شو. هغه وویل: "کله مې چې ماشوم پیدا شو، مور یې مړه... Читать дальше...
د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي په متحده عربي اماراتو کې له ایرلند سره د لوبو لپاره تمرینونه کوي. د افغانستان او ایرلند لوبې د همدې جنورۍ په ۲۱، ۲۴ او ۲۶ مه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې ترسره کېږي. کرکټ بورډ په یوه بیان کې ویلي، چې افغان لوبغاړي به د لوبې دری واړو برخو توپ اچوونې، توپ وهنې او ډګرساتنې په برخو کې لنډې او ښې روزنې وویني څو له ایرلند سره لوبو ته چمتو وي. د افغانستان د کرکټ درې وتلي لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن هم چې د اسټرالیا په بېګ بش کې لوبېږي دې لوبو ته ورځي. ... Читать дальше...
په قزاقستان کې د ټاکنو په ورځ پولیسو لسګونه کسان نیولي دي. خلک په دې پاڅېدلي چې په ټاکنو کې هېڅ کوم مخالف کاندید ته د ګډون چانس نه دی ورکړل شوی. ډېر کسان نن په پلازمینه نورسلطان کې نیول شوي. د راپورونو له مخې خپلواک څارونکي نه یواځې په ټاکنو د نظارت لپاره نه دي پرېښودل شوي بلکې پولیسو نیولي هم دي. مخالفو ګوندونو د دې ټاکنو په غبرګون په ټول هېواد کې د لاریونونو غږ کړی دی. داسې ښکاري چې د پخوانی واکمن ولسمشر نورسلطان نظرباییف په ولسي جرګه کې چې دوی یې مجلسي بولي خپل نفوذ او واک ساتي ځکه له... Читать дальше...
د افغانستان په جَنوب کې د ۲۱۵ میوند قول اردو وايي په نیمروز کې د ملکیانو د مرګژوبلې د ادعاو په اړه څېړنې کوي. دا خبره نن د یادې قول اردو په فیسبوک پاڼه په یوه اعلامیه کې راغلې ده. د نیمروز د ولایتي شورا رییس بازمحمد ناصر ازادي راډیو ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې افغان هوایي ځواکونو په خاشرود کې پر هستوګن کورونو بریدونه کړي چې پکې ۱۲ تنه ملکيان وژل شوي. هغه وویل نن ځینې جنازې هم ښار ته راوړل شوي او دوی به وروسته په دې اړه بشپړ معلومات شریک کړي. د میوند قول اردو چارواکو بیا په خپله اعلامیه... Читать дальше...
د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ مطبوعاتي مسئول ضیا ودان په یوه چاودنه کې ووژل شو. د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ مطبوعاتي مسئول ضیا ودان نن ( يکشنبه) سهار په یوه چاودنه کې ووژل شو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پېښه د یکشنبې په سهار اتمه نیمې بجې د کابل په کارته نو سیمه کې رامنځته شوه. دې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې چاودنه د ودان په موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي ماين وه چې په کې د نوموړې دوه نور همکاران هم وژل شوي او درییم ټپي دی. ضیا ودان د خوست ولايت اصلي اوسېدونکی و، او اوس د کابل په کارته نو سیمه کې اوسېده. Читать дальше...
د ننګرهار د شینوارو قومي مشران وایي، په دې وروستیو څو لسیزو کې له مرګونو او جنازو پرته بل هېڅ نه دي ورکړل شوي. د ننګرهار قومونو او ولسونو په ځانګړي ډول د شینوارو د شپږو ولسوالیو اوسېدونکو وروسته له شااوخوا دوه لسیزو نامنیو د نسبي امن او کرارۍ ساه اخیستې. خو د شینوارو اوسېدونکي او قومي مشران وایي، وروستیو جنګ جګړو او نا ارامیو یې کورونه، ښوونځي، سړکونه او کلینیکونه وران او دوی یې د کډوالۍ ژوند ته اړ کړي دي. دوی نن په جلال اباد کې د حق غوښتنې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، ځوانانو یې دا شل... Читать дальше...
په بامیانو کې د فوټبال پنځه ورځنی روزنيز پروګرام نن پای ته ورسېد. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه روزنیز کورس کې ۲۴ روزونکو برخه اخیستې وه. ښاغلی مشعوف وایي، د دغه روزنیز پروګرام د جوړولو هدف له نویو قوانینو سره د روزونکو بلدتیا وه.
د کابل د ښځو د والیبال سیالۍ نن د سرې میاشتې لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن ازادي راډیو ته وویل چې پایلوبه د سرې میاشتې او امېد لوبډلو ترمنځ وشوه چې په نتیجه کې يې سرې میاشتې لوبډلې ٣ د یو په وړاندې لوبه وګټله او د اتلولۍ مقاميې خپل کړ. ښاغلي قاریزاده وایي په یادو سیالیو کې امېد لوبډلې دوهم او د کابل ښاروالۍ لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ. دا سیالۍ د والیبال سیالیو د ودې او د ښځینه والیبال لیګ ته د غوره څېرو د پېژندلو په هدف پیل شوې وې. Читать дальше...
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (ای اېف سي) نن د نړیوال جام او اسیایي جام د غوراوي پړاو سیالیو کې د افغانستان د راتلونکو دوه لوبو لپاره مهالوېش اعلان کړ. د دې پلان له مخې به افغان لوبډله د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ په ۲۵مه نېټه له بنګلهدېش سره مخ شي. دغه لوبه به د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۵:۳۰ دقیقو ترسره شي. همدارنګه افغانستان به د مارچ په ۳۰مه بله لوبه له عمان سره ولري. د فوټبال کنفدراسیون بیا د دغو لوبو د ترسراوي ځای نهدی مشخص کړی.
د اریانا افغان هوایي شرکت چارواکي وايي ۲۰۲۰ کال کې یې نږدې درې نیم میلیونه ډالره ګټه کړې ده. دا خبره د یاد شرکت تجارتي مرستیال سلیم رحیمي نن ازادي راډیو ته وکړه. هغه وویل ۲۰۲۰ کال کې سره له دې چې کرونا وبا ګڼ کاروبارونه زیانمن کړي، خو بیا هم اریانا هوايي شرکت درې میلیونه او څلور لکه خالصه ګټه کړې ده. ښاغلي رحیمي وویل چې دا ګټه د لګښتونو کمول او د سپما له امله ترلاسه شوې. اريانا افغان هوايی شرکت د افغانستان لومړنی دولتي هوايی شرکت دی چې د کورنيو الوتنو سربېره يو شمېر بهرنيو هېوادونو ته هم پروازونه لري.
ضیا ودان د جنورۍ پر ۱۰مه له خپلو دوو نورو همکارانو سره د کابل په کارته نو سیمو کې په یوه مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو.
افغان ولسمشر پر مدني فعال او د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان باندې برید او د هغه وژل کېدل غندلي دي. ارګ ماڼۍ د افغان ولسمشر اشرف غني په حواله په یوه اعلامیه کې لیکلي: "پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو بریدونه د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی." ضیا ودان د افغانستان د عامه ساتنې تصدۍ ویاند و او مدني فعالیتونهیې هم کول چې نن له خپلو دوو نورو همکارانو سره د کابل په کارتې نو سیمه کې په یوه مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو. د ولسمشر په حواله د ارګ په اعلامیه کې زیاته شوې چې "د... Читать дальше...
د پاکستان د انتخاباتو ادارې – الیکشن کمېشن اف پاکستان – د دې خبرې پخلی کړی دی چې د اسد قیصر له خوا یې د علي وزیر د نااهله کولو لپاره ریفرنس ترلاسه کړی دی.
نن د جنورۍ په لسمه لا هم په ټول پاکستان کې هغه بجلي نه ده بحال شوې چې بيګا پرې شوې ده. چارواکي وايي ځينو ځايونو ته په تدريجي ډول د بجلۍ بحالي روانه ده خو خلک دې له صبره کار واخلي. چاروکو دا هم ويلي چې د بجلۍ د يو دم تګ د سببونو په معلومولو بوخت دي. ويډيو: رويټرز راپور او ايډيټ: ګل ایاز
د بجلۍ وفاقي وزیر عمر ایوب خان پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د بجلۍ د ترسیلي نظام فریکونسي له ۵۰ څخه صفر ته د راتللو له وجې بجلي بنده شوې ده.
اندونیزیا د هغې مسافر وړونکې الوتکې ټوټې او د مړو پاتې شونې موندلي چې پرون له پلازمېنې جاکارتا له پورته کېدو څو دقیقې وروسته په سمندر کې راولوېده. د اندونیزیا د دغې مسافر وړونکې الوتکې ټوټې پوځي لامبوزنو د جاوا سمندرګي په تل کې ۲۵ متره تر اوبو لاندې موندلې دي. د اندونیزیا د هوايي ځواکونو مارشال هادي تایانتو په یوه بیان کې وویل چې د پلټونکي ټیم لهخوا یې راپورونه ترلاسه کړي چې وایي، د سمندر اوبه رڼې دي، هر څه ښه لیدل کېږي او دا دوی ته اجازه ورکوي چې د الوتکې یو شمېر ټوټې ومومي. نوموړي د دغې... Читать дальше...
د ملي اردو د ۲۱۷ پامیر قول اردو چارواکو ویلي د بغلان-تخار په لویه لار یې د طالبانو په چک پاینټونو په بمبار سره اته وسلهوال طالبان وژلي او نهه نور یې ژوبل کړي. د دې قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې هوايي ځواکونو د بغلان لویې لارې په چشمه شیر او د کندز-تخار لویې لارې په ګلستان هدیره سیمه کې د طالبانو چک پاینټونه هدف ګرځولي او دا مرګژوبله یې وراړولې. د اعلامیې له مخې طالبانو په دې سیمو کې د خلکو موټر درول او تلاشي کول یې. وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د کابل د نننۍ چاودنې په غبرګون ویلي چې د خلکو وینې تویول باید ودرېږي. د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د عامه ساتنې د تصدۍ د ویاند ضیا ودان په شمول د دوو نورو کسانو د وژنې په غبرګون پوښتنه کړې چې څوک د هېواد ځوان او تحصیل کړی قشر لهمنځه وړي؟ هغې زیاته کړې چې زموږ همنسلي وژني او د حذف په مخته وړلو سرهیې راتلونکي ته هیلهمن دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تأیید کړې چې په پلازمېنه کابل کې نن سهار په یوه چاودنه کې د عامه ساتنې تصدۍ د ریاست ویاند ضیا ودان او دوه نور کسان وژل شوي دي. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د سوات په کالام کې ځینو خلکو په واوره کې د کبډي سیالۍ پیل کړې دي چې د جنورۍ پر شپږمه یې پایلوبه وشوه. دوی وايي، که چیرې حکومت ورسره مرستې وکړي نو دغه لوبه د صوبې او ملک په کچه کولای شي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
مسیر مسیر ورځپاڼې د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي واک یوازې د ټاکنو له لارې نوي راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي او له دې پرته به واک پرې نهږدي. د لیکوال په وینا، ښاغلي غني دا خبرې له هغه وروسته کړې دي چې له بېلابېلو لورو د سولې په پروسه کې پر موقت یا انتقالي حکومت د بحث خبرې راپورته شوې دي. وړاندې دغو خبرو ته په اشارې لیکل شوي،کله چې ولسمشر غني وايي چې واک به بل ټاکل شوي ولسمشر ته سپاري، دا په دې معنی ده چې نوموړی به خپله د واک موده پوره کوي او بیا به ټاکنې کېږي چې پهکې به نوی ولسمشر راځي او بیا به واک ورسپارل کېږي. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اعلان وکړ چې هېواد یې له تایوان سره د تماس لپاره په ډیپلوماتیکو اړیکو کې محدودیتونه پای ته رسوي. دا خبر په داسې حال کې اعلان شو چې په وروستي یو کال کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د امریکا او چین په اړیکو کې ترینګلتیا ډېره شوې ده. د چین ولسي جمهوریت، تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي او د خپلواکۍ لپاره د تایوان د هرې هڅې په وړاندې غبرګون ښيي. سره له دې چې امریکا د ډېرو نورو هېوادونو په شان له تایوان سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نهلري، د ډونالد ترمپ حکومت د تایوان ملاتړ زیات کړی دی. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.