Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

Новости за 29.01.2021

"افغانستان ته تر راتلونکو ٦ میاشتو د کرونا ضد واکسین رارسېږي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دغه هېواد به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې کرونا ضد واکسین ته لاسرسۍ ومومي. ټاکل شوې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې افغانستان د کرونا ضد واکسین ته لاسرسى پیدا کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، هند ژمنه کړې چې تر شپږو میاشتو پورې له دې هېواد سره ۵۰۰۰۰۰ دوز واکسین مرسته وکړي. د دغه وزارت په وینا د هند ترڅنګ نړېوال بانک به د افغانستان ٢٠ سلنه د اړتیا وړ واکسین برابر کړي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وويل: "هند ژمنه کړې چې افغانستان... Читать дальше...

لا هم د خوست، پکتیا او پکتیکا خلک خپلې ستونزې په جرګو او مرکو حلوي

Pa.azadiradio.com 

په خوست، پکتیا او پکتیکا کې لا هم د خلکو او ډلو تر منځ شخړې او ټولنیزې ستونزې د نرخ یا د سیمه ییزو قوانینو په چوکاټ کې د جرګو او مرکو له لارې حلېږي. "لویه پکتیا د جرګو او مرکو کور" دغه جمله ډېری وخت د پکتیا، پکتیکا او د خوست د ګڼو سیاستوالو، چارواکو او د خلکو په خوله وي. خو ایا رښتیا هم د دې ولایتونو اوسېدونکي خپلې ستونزې له دې لارې حلوي؟ د پکتیا اوسیدونکی مخلص احمدزی د هغې پېښې کیسه کوي، چې موده وړاندې یې یو ماشوم په موټر وواهه او قضیه یې د ترافیکو پرځای په سیمه ییزو قوانینو خلاصه کړه. هغه وویل... Читать дальше...

په بوسنيا کې د مهاجرو ژوند

Mashaalradio.com 

په بوسنیا هرزګوینا کې په لسګونه کډوال له سختې يخنۍ د بچ کېدو او لمبلو لپاره د اوبو ګرمو چينو ته ورځي. کډوال وايي، په بلزوج کېمپ کې د ګرمو اوبو سهولت نه شته خو د ایلیدزا په ښارګوټي کې د چينو اوبه ګرمې دي. دا د کډوالو لنډ مهاله استوګن ځای دی چې د بوسنیا تر واک لاندې دی خو د مهاجرت نړیوال سازمان يې چارې مخې ته وړي. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د بوسنیا پر چارواکو نیواکې کړي چې په ژمي کې زرګونه کډوالو او پناه غوښتونکو ته په اسانتياو ورکولو کې پاتې راغلي دي. نور په دې ویډیويي راپور کې



په زابل کې ۴۰کيلوګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو سره يو ځای نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې څلوېښت کيلوګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو سره يو ځای ونيول شول. د زابل ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو مدير عبدالرازق خدام رسنیو ته وويل، د دوی پولیسو کلات ښار ته د ننوتلو په دروازه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۳ کيلوګرامه ښیښه، نژدې لس کيلوګرامه هرويين او ۱۸ لېټره تېزاب ونيول. دا تېزاب په يوه مازدا موټر کې پټ ایښودل شوي وو. د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

پاکستان له افریقه مېچ وګټلو

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر ۲۹ مه په کراچۍ مېدان ترسره شوي د ټسټ مېچ په څلورمه ورځ پاکستانۍ لوبډلې په خپل دويم اننګز کې د ۸۸ رنزونو هدف د درېیو وکټو په تاوان پوره کړ.

امریکا پخوانی ډیپلوماټ "رابرټ مالي" د ایران لپاره ځانګړى استازى نوموي

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي وايي، د جوبایډن نوې اداره غواړي پخوانی ډیپلوماټ رابرټ مالي د ایران لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه ونوموي. دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر بایډن او د بهرنۍ پالیسۍ په چارو کې د ده همکاران د ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست په دوره کې له ایران سره په اړیکو کې له څو کلن کړکېچ وروسته د دې هېواد لپاره پر نوې تګلاره کار کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي او څو نورو باخبره کسانو پرون د جنوري په ۲۸مه نېټه وویل، تمه ده چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن به نن جمعه د پخواني... Читать дальше...

د رومانیا په یوه روغتون کې د اور لګېدو له کبله ۴ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

رومانیايي چارواکي وايي، چې په پلازمېنه بخارست کې د کوېډ١٩ د ناروغانو په یوه روغتون کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه څلور کسان مړه شوي دي. دا په تېرو دریو میاشتو کې په رومانیا کې د اور لګېدو دوهمه خونړۍ پېښه ده. د رومانیا په کورنیوچارو کې د دولت وزیر راعد عاطف نن وویل چې درې تنه ناروغان ځای پرځای او څلورم د ژغورونکو له هڅو سره سره مړه شول. د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ژغورونکو ډلې۶۰ ناروغان یوې بلې څېرمه ودانۍ ته او ۴۴ نور د بخارست یوه روغتون ته لېږدولي دي.

کونړ چارواکي: طالبانو د یوه قوماندان په ګډون خپل ۵ وسله وال ملګري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون خپل پنځه وسله وال ملګري وژلي دي. د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ضیاالرحمن په نوم د طالبانو نظامې مسئول تېرماښام په دېوه ګل سیمه کې له خپلو څلورو ملګرو سره د طالب وسله والو په کمین کې ووژل شو.  هغه زياتوي: "قوماندان ضیاالرحمن نظامي مسئول و. دی په یو شخصي کرولا کې روان و، په لاره کې بل ګروپ کمین ورته نیولی و. د دې قوماندان په ګډون پنځه کسان وژل شوي. په وژل شويو کسانو کې دوه... Читать дальше...



طالبانو د سولې مذاکراتو د بیا پیل لپاره خپل نوي شرایط وړاندې کړل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر وايي، چې د سولې مذاکراتو د بیا پیل لپاره باید د دوي زندانیان ازاد او او د دې ډلې د مشرانو نومونه له تور لېسته لیرې شي. ​په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، د سولې خبرو د پرمخ بیولو لپاره باید د دوي زندانیان ازاد او د مشرانو نومونه یې له تور لیسته بهر شي. شیر محمد عباس چې مسکو ته د طالبانو د یو تللي پلاوي مشري کوي دغلته په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې دا به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي. دی وايي، طالبان له امریکا سره پر خپله هغه ژمنه... Читать дальше...

روسي مخالف مشر "الکسي نوالني" له خپلویانو بیا د لاريونونو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي نوالني پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې یو وار بیا د لاريونونو لپاره واټونو ته راووځي. ده دا غوښتنه په داسې وخت کې وکړه، چې حکومتي چارواکو د کریملین د منتقدانو ځپلو ته دوام ورکړی او په واټونو کې یې د مظاهرو په وړاندې خبرداری ورکړی دی. وروسته له دې چې محکمې د نوالني د نیونې خلاف غوښتنه رد کړه، ده په یوه لیک کې چې نن یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړی، پر روسانو غږ وکړ چې ونه بېرېږي او تازه مظاهرې وکړي. ده لیکلي:"راووځئ، له هیڅ شي مه ډارېږئ. هیڅوک په داسې هېواد کې ژوند نه غواړي چې هلته ظلم او فساد وي. Читать дальше...

په ټولنه کې د بشرپالنې روحیه په لوړېدو ده: خوستي فعالان

Mashaalradio.com 

دوی وايي، کله چې د کرونا وبا په اوله څپه کې ځینو خلکو خپل کارونه دلاسه ورکړل، نو دوی ډېر ناهیلي ول، خو همدا مدني فعالان او ځايي ځوانان وو، چې له شتمنو يې مرستې راټولې او د اړمنو دروازو ته يې ورسولې او هغوی ته هیله مندي ورکړه.

له سويلي افريقا وروسته په امریکا کې هم د کرونا ویروس نوې بڼه ثبت شوه

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس هغه نوې بڼه چې لومړی په سويلي افریقا کې وموندل شوه د لومړي ځل لپاره په متحدوایالتونو کې ثبت شوې ده. په سويلي کارولینا کې په دوو کسانو کې، چې نه یې له یوبل سره تماس درلود او نه یې بهر ته د سفر نږدې سابقه لرله د سويلي افریقا د بڼې موندل ښيي چې دا ویروس پرته له دې چې پته یې ولګېږي، په ټولنه کې سرایت کوي. له دې سره دا اندېښنې زیاتې شوې، چې د دې ویروس نوې بڼه ښايي د اوسنیو واکسینونو او د وجود د دفاعي سیسټم په وسیله د علاج پر وړاندې مقاومه شوې وي. روغتیايي چارواکو مخکې خبرداری ورکړی... Читать дальше...

ولسمشر غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلينکېن سره پر افغان سوله غږېدلی

Mashaalradio.com 

اېنټوني بلينکېن پرون ماښام د جنورۍ پر ۲۸مه پر ټویټر ولیکل چې نوموړي په دې ټېليفوني خبرو کې د امریکا دا هيله تکرار کړه چې ټول افغان رهبران به د ۲۰ کلونو پرمختګونو په ساتلو سره دې تاريخي فرصت ملاتړ وکړي.

پنتاګون: طالبانو له امریکا سره د کړې هوکړې ژمنې عملي کړي نه دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، وسله وال طالبان باید پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي، چې تېر کال یې له امریکا سره په شوې هوکړه کې کړې وې. د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو تېر کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په قطر کې موافقه لاسلیک کړې ده. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل: "وسلوالو طالبانو خپلې هغه ژمنې چې د اورکم لپاره او له القاعده سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې یې کړې وې، نه دي پرځای کړي." د امریکا د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه له ټروریزم سره د اړیکو پرې کولو او پر... Читать дальше...

امریکا د پاکستان د سترې محکمې په وروستۍ پرېکړه غوسه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د سترې محکمې پر هغه پرېکړه غوسه وښوده، چې په بریتانیا کې د یوه زېږېدلي پاکستاني الاصله سړي په باب یې اعلان کړې ده. د احمد عمر سعید شیخ په نوم دغه سړی په ۲۰۰۲م کال د والستریت ژورنال ورځپاڼې د خبریال دانیال پېرل په وژنه تورن و، چې سترې محکمې یې د خوشې کېدو پرېکړه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د محکمې دا پرېکړه په پاکستان او نورو ځایونو کې د ټروریزم د قربانیانو سپکاوی وباله. په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن پساکي ویلي،... Читать дальше...

نوواکس شرکت په بریتانیا کې د "کوېډ١٩" ضد واکسین ۹۰ سلنه اغېزناک وباله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د درمل جوړولو شرکت نوواکس اعلان وکړ چې په بریتانیا کې د شوې ازموینې له مخې، د کوویډـ۱۹ ناروغۍ ضد واکسین یې نږدې ۹۰ فیصده اغېزناک دی. نوواکس پرون دا هم وویل، چې ظاهراً یې واکسین د کرونا ویروس د نویو بڼو په وړاندې هم اغېزناک ثابت شوی دی. خو دغه شرکت وايي په جنوبي افریقا کې د ويروس د نوې بڼې په وړاندې دغه واکسین خلکو ته لږ خوندیتوب ورکړی دی. دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې لا هم روغتیايي چارواکي نه پوهېږي چې د دغه واکسین ورکول به خلک د وایروس د هغې نوې بڼې په وړاندې... Читать дальше...

"چین ته د افغانستان په صادراتو کې ۸۶ سلنه زیاتوالی راغلی"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې چین ته د افغانستان په صادراتو کې په سلو کې ۸۶ زیاتوالی راغلی. دې وزارت پرون د سلواغې په نهمه د افغانستان د ګمرکونو د ادارې د ارقامو په اساس وویل، چې په تېر ۲۰۲۰ کال کې افغانستان چین ته د ۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې دا رقم یوازې ۲۹ میلیون ډالر و. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال افغانستان چین ته ځنغوزي، پخته، وچه میوه، قیمتي ډبرې او ځینې نور اقلام صادر کړي دي.

د دایکندي چارواکي: په کجران کې ماين چاودنې ٢ ماشومان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د دایکندي ولایت چارواکي وايي چې په کجران ولسوالۍ کې دوه ماشومان د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. د دایکندي د والي ویاند نصرالله غوري آزادۍ راډیو ته وویل، چې چاودنه پرون پنجشنبې ماسپښین مهال د کجران د (هزار بُز) غره په سیمه کې وشوه.  ښاغلی غوري وايي، دې ماشومانو په ورشو کې خپل څاروي څرول. د دایکندي د والي ویاند زیاتوي، چې ښايي دا ماین به له پخوانیو جګړو هلته پاتې و.


Музыкальные новости
Джиган

Рэпер Джиган вызвал Тимати на поединок после публичных насмешек в свою сторону прямо во время шоу





Персональные новости
БГАТОиБ

Школьники могут принять участие в конкурсе видеороликов «Байкал без пластика»





چارواکي: په بغلان کې ۱۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د بغلان امنیه قوماندان په دې ولایت کې ۱۳ طالب وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي. جنرال ویس احمد صميمي آزادۍ راډیو ته وویل، افغان دفاعي امنیتي ځواکونو دا وسله وال پرون- پنجشنبې پلخمري ښار ته نژدې په نښه کړل.  هغه وویل: "په بغلان کې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت د فعالیت په نتیجه کې دښمن ته درې ضربې ورکړل شوې چې په نتیجه کې یې اوه وسله وال وژل شوي او شپږ ټپیان دي. په مړو او ټپیانو کې د دوی سرګروپان هم شامل دي."  طالبانو تراوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. د افغانستان د جګړې ښکېل... Читать дальше...

په عراق کې د داعش یو مهم قوماندان وژل شوى

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو مهم قوماندان په عراق کې وژل شوی دی. د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي پرون پنجشنبې وویل، چې د داعش ډلې جګپوړی قوماندان ابو یاسر العیساوي د استخباراتي معلوماتو په اساس د عراقي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. العیساوي د کرکوک ښار په لویدیځ کې چې ویل کېږي اوس هم د داعش جنګیالي پکې فعال دي، وژل شوی دی. د عراق د تروریزم پرضد د مبارزې ادارې پر خپله فیسبوکپاڼه خبر ورکړی، چې د العیساوي د وژنې د عملیاتو مشري دې ادارې د استخباراتو په مرسته کوله. اسلامي دولت ډلې تېره اونۍ د... Читать дальше...

ایران ١٧ کیلوګرامه یورانیم تولید کړي

Pa.azadiradio.com 

ایران اولس کیلوګرامه یورانیم چې په سلو کې شل غني شوي، تولید کړي دي. د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف پرون له فردو اټومي بټۍ څخه د لیدنې پرمهال دا اعلان وکړ.  هغه وویل: "که څه هم پخوانی بحث په کال کې د ۱۲۰ کیلو ۲۰ فیصده غني شویو یورانیمو و، خو اټومي اداره مو له یوې میاشتې په لږه موده کې وتوانېده چې نژدې اولس کیلوګرامه یورانیم غني کړي یعنې له ټاکلي مهالوېش څخه مخکې دي."  په ډسمبر میاشت کې د ایران سخت دریځي پارلمان په یوه لایحه کې د دې هېواد اټومي ادارې ته دنده وسپارله چې په کال کې ۱۲۰ کیلوګرامه شل فیصده غني شوي یورانیم تولید کړي. Читать дальше...

ایران: د اټومي پروګرام د لانجې حل لپاره لومړی باید واشنګټن اقدام وکړي

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، د لویدیځ له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د دې هېواد د اټومي پروګرام د لانجې د حل لپاره لومړی باید واشنګټن اقدام وکړي نه تهران. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف پرون پنجشنبې پر ټویټر ولیکل، چې د ایران اټومي تړون ته، د راستنېدو په برخه کې لومړی باید متحدایالات چې په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووت اقدام وکړي نه ایران. ظریف دا غبرګون وروسته له هغه څرګند کړ چې واشنګټن تهران له دې تړون څخه په سرغړونه تورن کړ او غوښتنه یې وکړ چې خپله پرېکړه بېرته واخلي. د امریکا د بهرنیوچارو نوي وزیر انتوني... Читать дальше...

د غني او بلېنکېن خبرې؛ د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې ته بیا کتنه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ولسمشر ته ویلي، دي چې واشنګټن به د امریکا او طالبانو د سولې موافقې ته بیا کتنه وکړي. د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکېن وايي، چې له ولسمشر اشرف غني سره په ټلفوني خبرو کې یې له افغانستان سره د متحدوایالتونو د دوامدار مشارکت د ژمنې په اړه بحث کړی. ښاغلي بلېنکېن تېره شپه پر ټویټر ولیکل، چې په دې خبرو کې یې د امریکا دا هیله تکرار کړه چې ټول افغان رهبران د تېرو شلو کلونو د پرمختګونو د خوندي ساتلو ترڅنګ باید د دې فرصت ملاتړ وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند... Читать дальше...

"په اجتماعي شبکو کې د نشه يي موادو تمثيل او ننداره ځوانان نشو ته هڅوي"

Pa.azadiradio.com 

په اجتماعي شبکو کې د نشه يي موادو استعمال او ننداره د دې سبب کېږي چې ځوانان نشو ته وهڅول شي. معتادین د ښار په هره څنډه کې راټول شوي دي، آن دا چې د تعليمي مرکزونو څنګ ته يې هم ډډه لګولې او د خلکو په مخ کې نشې کوي، خو پر دې سربېره اوس په اجتماعي شبکو کې هم داسې ويډيوګاني ليدل کېږي چې معتادين نشه يي مواد استعمالوي او د دې کار ننداره وړاندې کوي، په تېره بیا چرس او ټابلیټ کا ګولۍ ډېرې په اجتماعي شبکو کې ښودل کېږي. په دې ويډيوګانو کې معتادين په درواغو ځانونه داسې ښيي چې ګواکي دوی ته نشې ډېر خوند ورکړی،... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Вероника Кудерметова завершила выступление на турнире WTA в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте





Путин в России и мире
Москва

Путин поручил сократить время движения поездов от Москвы до курортов Черноморского побережья до 16 часов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

Девушке сделали предложение на концерте Басты: "Бери кольцо"



Москва

Электростальские спортсмены приняли участие в турнире по хоккею на траве

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net