د افغان حکومت چارواکي وايي چې د خوست ښار د پراخولو او په عصري بڼه د دې ښار د جوړولو پروګرام لري.
نن د سې شنبې(د سلواغې ۷مه) په ورځ د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي په خوست کې د کارموندنې د پروګرام په پیل غونډه کې خلکو ته وویل چې خوست ښار به د اوسني حالت په پرتله درې برابره پراخ شي.
ده وویل، دې کار لپاره بودجه شته او د دې مهم پلان پلي کول به زیات نه زیات درې کاله وخت ونیسي.
شمیم خان کټوازي دا هم وویل چې خوستوال په بهر کې د پام وړ پانګه لري او هغوی تیاری څرګند... Читать дальше...
په غزني کې یو قومي مخور او ټولنیز فعال ناڅرګنده کسانو وژلی دی.ددې ولایت چارواکي وايي، پر ډګروال عبدالرازق اندړ وسله والو کسانو د خپل کور مخې ته برید کړی دی.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د سې شنبې (د سلواغې ۷مه) ورځ ماښام ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "نن ماښام مهال د غزني مرکز اړوند د څلورمې حوزې په قلعه نو سیمه کې ناپېژانده وسله والو د غزني یو قومي مخور او پخوانی ډګروال د خپل کور مخې ته په شهادت رسولی دی."
تر اوسه پورې کومي ډلې د دغه پېښې پړ پر غاړه نه ده اخیستې.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې بمي چاودنې یو ملکي کس وژلی دی.
د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي ازادي راډیو ته وویل د پېښې له ځایه ورته ۹ کسان وروړل شوي چې یو په کې وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، په ټپیان کې ۶ تنه ملکیان دي او دوه تنه پولیس دي چې ده د ټپیانو روغتیايي حالت ناسم ښودلی.
دا پېښه نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) ماښام اته بجې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار د منار څلور لاري د ملي پوستې سره نږدې شوې ده.
د پېښې نوعیت لا معلوم نه دی.
د ارزګان ولایت ولایتي... Читать дальше...
غزني کې د نورو کلونو پرتله په دا وروستیو کې د الوبخارا کښت کې څو چنده زیاتوالی راغلی. د انګورو، مڼو، زردالو، ځمکني توتانو، زعفرانو او ځینو نورو توکو ترڅنګ الوبخارا د غزني مهم کښت دی، خو د دغه ځای بزګران وايي، د کرنې چارواکي دې د دوی دې مهم پیداوار ته بازار پیدا کړي.
۵۰ کلن محمدامير د غزني مرکز سوېل لور ته په شااوخوا څلور کیلومترۍ واټن کې د سفندې کلي کې د الوبخارا بڼوڼه لري.
دی د الوبخارا له سږنیو حاصلاتو او ډېروالي څخه خوشحاله دی.
نوموړی زیاتوي، د دغه باغونو د پرمختګ یو لوی لامل هم د کرنې... Читать дальше...
که څه هم قطر کې د افغان سولې مذاکرات پڅ روان دي، خو هغه ولایتونو کې چې اوسېدونکي یې جګړو زیات ځپلي بیا هم د مذاکراتو روان بهیر ته خوشبین دي.
غزني هم هغه ولایت دی چې سختې جګړې په کې تېرې شوي دي.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، تمه لري چې نور افغانستان کې د وینو تویول بس او د سولې مذاکرات بریالۍ پایلې ولري.
د مدني ټولنو یو شمېر فعالان، قومي مشران او د غزني ولایت اوسیدونکي د طالبانو او افغان دولت د استازو تر منځ د سولې خبرو روانې پروسې ته خوښ او وايي، د سولې د بریالي بهیر لپاره د دوی هیلې بیا ژوندۍ شوي دي. Читать дальше...
ښایي دا به مو تر اوسه نه وي اوریدلي چې یو څوک دې په ښیښه کې د خپل مخ په لیدو پر خپل مخ ګوزارونه وکړي، خو دا کار یوې کوچنۍ مرغۍ په ټایلنډ کې کړی.
یوه کوچنۍ مرغۍ چې کله په لوی سړک کې ولاړ د یوه موټر د چپ لاس دروازې په کوچنۍ ښیښه کې خپل ځان ویني، پرې سم لاسي د مشوکې ګوزارونه کوي.
چا چې ټایلنډ کې د دغې صحنې ویډیو فلم اخیستی او رویترز اژانس یې هم یوه کاپي خپره کړې، وایي، دغه مرغۍ چې د موټر د چپې دروازې د لویې ښیښې د لاندني چوکات پر سر د ډریور د شا لیدلو کوچنۍ ښیښې ته نژدې ناسته وه، د موټرو او د لارویانو... Читать дальше...
د جنورۍ پر ۲۶مه د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي په خوست کې د کارموندني د پروګرام په پیل غونډه کې خلکو ته وویل، چې خوست ښار به د اوسني حالت په پرتله درې برابره پراخ شي.
هند افغانستان ته د کرونا پنځه سوه زره ډوزه واکسین ورکوي.
په هند کې د افغانستان سرپرست سفیر طاهر قادري په ټویټر کې لیکلي دي چې دا واکسین به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي او د کرونا د مخنیوي په بیړنیو چارو کې به ګټه ترې واخېستل شي.
په افغانستان کې تر اوسه په کرونا ویروس څلورپنځوس زره اووه سوه پنځوس تنه اخته شوي دي او د دې ناروغۍ د تلفاتو رسمي شمېرې دوه زره درې سوه نهه اتیا ته رسیدلي دي.
د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) د کندز ښار په دوهمه ناحیه کې ټپي شو.
چاودنه سهار د نهه نیمو بجو خوا ته د ولایتي شورا د مرستیال کور ته نژدې وشوه. دې پېښه کې د ښاغلي امیري دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ماین په یوه بایسکل کې ځای پرځای شوی وو.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.
له ایرانه راغلي راپورونه وایي چې د غېږنیونې یو اتل د قتل په تور اعدام شو.
د راپور له مخې ۳۰ کلن مهدي علي حسیني د ایران په جنوب لویدیځ کې د 'دزفول' په ښار کې د دوشنبې په ورځ په دار ځړول شوی دی.
حسیني چې د سیمې په کچه پیژندل شوی غېږ نیونکی و، پنځه کاله مخکې د یوه ځوان د وژلو په تور تورن شوی و.
ایران د نړۍ له هغو څو ګوتو په شمارو هېوادو څخه دی چې ډېر کسان په کې اعدامېږي.
د بښنې د نړیوال سازمان په وینا په ایران کې په دوه زره نولسم کال کې تر دوه سوه یو پنځوس ډېر کسان اعدام شول.
افغان ځواکونه په لوګر کې د طالبانو له زندانه د ۲۲ کسانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.
د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایي: "امنیتي ځواکونو تېره شپه د لوګر چرخ ولسوالي کې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال اووه تنه امنیتي کسان او پنځلس ملکیان د طالبانو له یوه زندانه خوشې کړل."
ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې د دې عملیاتو پر مهال درې طالبان نیول شوي هم دي.
طالبانو د دې زندان د ماتېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د مسلم ليګ نواز دې مشر د پاکستان احتساب قامي ادارې "نېب" تور پورې کړ چې د ده په وينا، د سياستوالانو د بدنامولو هڅې يې پېل کړې دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په روسیه کې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني، د حکومت ضد اعتراضونو ځپلو او په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو په خاطر اندېښنه څرګنده کړه.
جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د دوشنبې په ورځ وویل: "زما په اند موږ کولی شو چې د دواړو هېوادو د دوه اړخیزو هدفونو لپاره د نوي سټارټ پر تړون کار وکړو، روسیې ته روښانه کړو چې موږ د دوی د چلند په خاطر، که د ناوالني په اړه وي، یا هم په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو په خاطر د انعامونو ورکړه وي، ډېر اندیښمن یوو."
... Читать дальше...
د افغانستان بانک په وینا د تېر مالي کال په ترڅ کې د کرونا وبا سربېره پر بانکونو د افغانانو باور زیات شوی دی.
د دې بانک د تادیاتو د برخې مشر میر عزیز برکي په کابل کې ملت ته د حکومتي ادارو د حساب ورکونې په پروګرام کې نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) وویل: "د هغو کسانو شمېر چې په بانک کې پیسې امانت ږدي، د هغوی شمېر څلور اعشاریه درې میلیونو ته لوړ شوی دی."
د دې بانک د چارواکو په خبره، تېر مالي کال کې د بانکي سکټور په دارايي برخه کې ۱۳ میلیارده افغانۍ زیات والی راغلی او دې بانک درې دیرش میلیارډه افغانۍ نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.
د تاجیکستان ولسمشر خپل هېواد له کرونا وبا پاک وباله او ویې ویل چې روانه میاشت د کرونا یوه مثبت پېښه هم نه ده ثبت شوې.
امام علي رحمان نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) پارلمان ته د وینا پرمهال دا ادعا وکړه، خو د تاجیکستان روغتیا وزارت د دې میاشتې په پیل کې ویلي و چې د کرونا یو شمېر نوې مثبت پېښې د نوي کال له پیله را وروسته ثبت شوي دي.
په تاجیکستان کې د کرونا رسمي مثبتې پېښې ۱۳ زره درې سوه اتو ته رسېږي او تلفات یې نوي تنه ښودل کېږي.
د انسانانو قاچاق په نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې تر ټولو نوی کړاو دی.
جنوري مياشت په نړۍ کې د انسانانو د قاچاق او د غلامانو د ساتلو د مخنیوي میاشت ده.
۳۰ کلن فهیم هغه ځوان دی چې انساني قاچاق کوونکو تېر ایستلی او ډېر په سختۍ ترکیې رسېدلی.
دی وایي چې قاچاق کوونکو ۵ کاله وړاندې په بېلابېلو درواغو او پلمو دی تېر ایستلی، پیسې یې ترې اخیستي او د لارو د ستونزو په اړه یې ورته هېڅ هم نه دي ویلي.
فهیم د ترکیې د لارو د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه مهال چې موږ ولاړو له موږ سره... Читать дальше...
په سروې خپرونه کې د ایبټ اباد اوسېدونکې ډاکټر رابعه نور مېلمنه ده. هغې له برتانيا د ولسي روغتیا زدکړې کړي او دا مهال په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو او ښځو لپاره یوه غیر سرکاري اداره چلوي. له ډاکټرې رابعې سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده خبرې کړي دي.
نړیوال بانک په تازه راپور کې ویره څرګنده کړې چې په پاکستان کې ښايي د کورونا وبا له کبله شاوخوا نهه لکه او ۳۰ زره ماشومان په مستقله توګه له سکولونو بهر پاتې شي.دا په داسې حال کې ده چې په پښتونخوا کې شاوخوا دوه نیم میلیونه ماشومان له وړاندې له سکولونو بهر دي. د کرښې پر غاړه کې دا موضوع بحث شوې چې کوربه يې شاهین بونیری دی
د هالنډ په امستردام کې پولیسو اویا کسان وروسته له هغه ونیول چې د شپې د ګرځ بندیز پرضد یې درېيمه شپه هم اعتراضونو ته دوام ورکړ.
په ځینو ځایو کې لاریون په تاوتریخوالی اووښتی او لاریون کوونکو پولیس په ډبرو وویشتلي.
پولیسو ویلي چې لاریون کوونکو د کورونا ویروس د معاینې یوه ځای ته اور ورته کړ.
د دې هیواد صدراعظم د دوشنبې په ورځ فساد او ګډوډي وغندله.
راین لینډسې د ایرلنډ دی، خو اوس امستردام کې اوسي او هلته کار کوي او غواړي چې د هالنډ حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر رامنځته کړي محدودیتونه لېرې کړي. Читать дальше...
د پاکستان کرکټ بورډ وياند عماد حميد وايي چې په دې هېواد کې نړيوال کرکټ بيا پیل شوی دی چې د ده په خبره دا د دوی لپاره ډېره لويه بريا ده.
په کونړ کې د لومړي ځل لپاره د بډوډو د وینځلو او درملنې مرکز پرانېستل شو، دغه مرکز د اسعداباد په مرکزي روغتون کې دی.
د بډوډو دا څانګه د دولت د پراختیايي بودجې په ۷ اعشاریه ۶ میلیونه افغانیو جوړه شوه.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس ډاکټر محیب الله ځېر په نوې جوړه شوې څانګه کې د شته اسانتیاوو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د فارميسې څانګه، د 'ای.سي.جي' څانګه، د الټراساونډ څانګه، د اوبو د پاکولو څانګه، د ګردو د وینځلو او نور مجهز وسایل موجود دي چې دې سره به بډوډې وینځي او درملنه به یې... Читать дальше...
د امریکا د خزانې وزارت د امریکا دفاع وزارت ته په یوه لیک کې په افغانستان کې د القاعدې او داعش فعالیتونو له مالي سرچینو پرده پورته کړه.
د امریکا د خزانې وزات عمومي مفتش ګرېګوري سلېوان د دې هېواد د دفاع وزارت د دفاع وزارت مفتش ته په افغانستان کې د القاعده شبکې او داعش خراسان څانګې د فعالیتونو او تمویل په اړه استولي یادښت کې د امریکا د خزانې وزارت په حواله وايي: "له ۲۰۲۰میلادي کال راهېسې القاعده شبکه افغانستان کې پیاوړې شوې او دې شبکې د طالبانو تر ولکې لاندې له هغوی سره خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی."... Читать дальше...
کندز کې د رسنیو مسولین وايي یو شمېر کارکونکیو یې د خوندیتوب د اندېښنو له کبله دندې پريښې دي.
د کندز د رسنیو کارکوونکي، چې لا د مخه خبریالانو ته پېښو امنیتي ګواښونو اندېښمن کړي وو، وايي، دغلته پر یوه سیمه یيزه راډیو له برید وروسته نور هم وېرېدلي دي.
د یو شمېر سیمه ییزو رسنیو مسئولان وايي، چې ځینو کارکوونکو یې له دې پېښې وروسته خپلې دندې پرېښې دي.
د جدي په 26 مه نېټه یو شمېر پارېدلي لمونځ کوونکي د کندز په ښار کې د فیروز کوهی جامع جومات ته څېرمه د زهره په نوم راډیو ته ننوتل، او د دې راډیو وسایل یې مات کړل. Читать дальше...
د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري څو ورځې وړاندې ويلي ول چې دوی غواړي د عمران خان حکومت د عدم اعتماد له لارې ختم کړي .
هرکال په سلګونو زره کسان له تاجکستانه د کار لپاره روسیې ته ځي. بیکارۍ د تاجکستان د خلکو ژوند سخته کړی دی او د هغو کسانو شمیر ورځ تر بلې ډيریږي چې کار نه لري.
په دې راپور کې تاسو هغه بازار ته ورولو چې تاجک میرمنې هلته هره ورځ د کار موندلو لټه کوي.
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Арина Соболенко
Арина Соболенко призналась в том, что не любит женский теннис
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии
Путин в России и мире
Москва
Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Эстрада
Смешарики и «Академия Эстрада Тинс» выпустили трек «Попурри»
Москва
Эксперты рассказали о ценах на жилье на территории «Большого Сити»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net