ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې چاودنې یو تن وژلی او ۸ نور یې ټپیان کړي
د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي ازادي راډیو ته وویل د پېښې له ځایه ورته ۹ کسان وروړل شوي چې یو په کې وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، په ټپیان کې ۶ تنه ملکیان دي او دوه تنه پولیس دي چې ده د ټپیانو روغتیايي حالت ناسم ښودلی.
دا پېښه نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) ماښام اته بجې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار د منار څلور لاري د ملي پوستې سره نږدې شوې ده.
د پېښې نوعیت لا معلوم نه دی.
د ارزګان ولایت ولایتي اداره او امنیتي ادارې تراوسه په دې اړه له خبرو ډډه کوي.
د دغه پېښې مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
