Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

Новости за 30.01.2021

ايران د ځينو افغان کډوالو بانکي کارتونه بند کړي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، لس ورځې کېږي چې د دوی بانکي کارتونه تړل شوي او د دې هېواد بانکونه ورته پیسې نه ورکوي. د غور ولایت اصلي اوسېدونکې مریم چې ۱۳ کاله کېږي ایران کې ژوند کوي، وايي لس ورځې کېږي چې په تهران کې له بانک څخه خپلې پيسې نه شي ایستلی. مریم وايي، دې کار له ستونزو سره مخ کړې. د دې په وینا دا کار د دوی د شتمني په یرغمل نيول دي او په ایران کې د افغانستان له سفارت غواړي چې ژرترژره دا ستونزه حل کړي. هغه زياتوي: "لس ورځې کېږي چې بدبخته شوي یو، ټولو پرته له ویلو زموږ بانکي کارتونه بند کړي. Читать дальше...

چارواکي: امنیتي ځواکونو په ارزګان کې ۷ مشکوک وسله وال نیولي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان والي وايي، امنیتي ځواکونو په خپلو عملیاتو کې ۷ تنه مشکوک وسله وال، نشه يي توکي او ماینونه نیولي دي. والي محمد عمر شېرزاد نن ازادۍ راډيو ته وویل: "افغان ځواکونو په عملياتو کې ۷ تنه وسله وال ۶ کړۍ ماينونه او زيات شمېر نشه يي توکي نیولي. زموږ د افغان ځواکونو ددغو هڅو ستاينه کوو."  دوې ورځې وړاندې هم په ارزګان کې د درېیو مشکوکو ماین ښخوونکو د نیولو خبر ورکړل شوی و.



ملي امنیت ځواکونو د کابل لپاره د طالبانو نومول شوی والي نیولى

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د کابل لپاره د طالبانو د نومول شوی والي نیول شوی دی. دغه ریاست نن په یوه اعلامیه کې وویل، محمد چې په حاجي لالا مشهور و، د میدان وردګ، ننګرهار، لوګر، پروان او کابل لپاره د پوځي مسوول په توګه دنده ترسره کوله. د اعلامیې په وینا، دغه مشکوک کس په دغو پنځو ولایتونو کې د هدفي وژنو، ترورونو او ناامنیو به اړه د طالبانو نورو مشرانو ته لارښوونې کولې. وسله والو طالبانو لا د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.

په ميدان وردګ کې د ٩ کسانو د وژنې په اړه ضد او نقيض راپورونه خپرېږي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۹ وژلو شویو او ۲۰ کسانو د ټپې کېدو په اړه ضد او نقيض راپورونه خپرېږي. د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ له رامنځته شوې پېښې وروسته اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، یو شمېر غیر مسول وسله وال چې مشرۍ یې یو سیمه يیز قومندان عليپور کوي په پولیسو او ملکي کسانو ډزې کړي. د دې وزارت د اعلامیې له مخې، په دې پېښه کې پولیس او ملکي کسان ټپیان شوي او ۹ نور وژل شوي دي. خو ددې وزارت ویاند طارق ارین د شنبې... Читать дальше...

په کابل کې د معاشونو برابرۍ په اړه د ولسي جرګې له پرېکړې ملاتړ وشو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې لسګونو کسانو د ملي شورا مخ ته د ولسي جرګې له دې پرېکړې چې د دولتي کارکونکو معاشونو دې یو شان شي، ملاتړ وکړ. په داسې حال چې، د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې پر سر حکومت او ولسي جرګه لا کومې پرېکړې ته نه دې رسېدلي، لسګونو کسانو نن د ملي شورا مخ ته په راټولېدنې سره ، له دغې جرګې وغوښتل چې پر خپل دریځ ودرېږي. دا راټولېدنه د افغانستان او منځنۍ اسیا ټولنې په نوم د یو غیر دولتي سازمان لخوا شوې وه. په افغانستان کې د دې ټولنې مسوول احمد رومل کریمي وویل: "ملي شورا باید په بودجه کې په خپل دریځ ودرېږي او هیڅ معامله و نه کړې. Читать дальше...

هانګ کانګ د چين وروستیو نيوکو ته غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د هانګ کانګ د عدلیې وزیرې د چینايي چارواکو د مخکنیو انتقادونو په دوام وویل، بریتانیا د خپلې پخوانۍ مستعمرې هانګ هانګ د کومې ځانګړې څارنې حق نه لري. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پر هانګ کانګ، د چین د شدید امنیتي کنټرول پر سر کړکېچ زیات شوی دی. چنايي چارواکو ویلي، په پام کې لري هغه زړه پالیسي ختمه کړي، چې له مخې یې د هانګ کانګ د وګړو لپاره هغه پاسپورټونه رسمیت لري، چې د بریتانیا له خوا جاري شوي دي. د هانګ کانګ د عدلیې وزیرې تیرزا چینګ د خپل بلاګ په یوه لیکنه کې د هانګ کانګ به تړاو د چین... Читать дальше...

په کابل کې د زعفرانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د زعفرانو درې ورځنی نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو. ‎د افغانستان د با ارزښترینه بوټي، زعفرانو نندارتون د کورنیو او بهرنیو چارواکو په ګډون نن د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې پرانیستل شو. ‎د دغه نندارتون د پرانیستې هدف بازارموندنه، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د زعفرانو د صادراتو پراختيا او په دې برخه کې د پانګونې جذب بلل شوې دی. ‎ټاکل شوې دا نندارتون درې ورځې دوام وکړي او زعفران یا د افغانستان سره زر په کې نندارې ته وړاندې شي. ‎د دغه نندارتو د پرانیستونکي شرکت مدرین میتود... Читать дальше...



ارګ: طالبان د سولې نیت نه لري

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري ریاست یو چارواکی وايي، وسله وال طالبان د سولې نیت نه لري. د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار او رئیس وحید عمر نن په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: "د طالبانو له خوا تر اوسه داسې د حساب وړ قدم چې هغه وښيي طالبان سولې ته یو کوچنی نیت لري نه دی پورته شوی. د نیت ښوولو لپاره اولنی ګام په افغانستان کې اوربند دی."  وسله والو طالبانو د حکومت او ځینو نورو سازمانونو له غوښتنو سره- سره په افغانستان کې اوربند ته لېوالتیا نه ده ښوولې. تر دې مخکې د دولت مذکراتي ډلې ویلي وو،... Читать дальше...

د ښځینه لوبغاړو د کرکټ لوبه؛ سویلي افریقا له پاکستانه وګټله

Pa.azadiradio.com 

د سویلي افریقا او پاکستان ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د افریقا په کوربتوب د ۳ شل اوريزو سیالیو لومړۍ لوبه افریقا لوبډلې د ۸ ویکټو په توپير وګټله. په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه پاکستانۍ ښځېنه کرکټ لوبډلې وکړه چې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره شل اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ. په مقابل کې د افریقا ښځېنه لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۹م اوور کې د دوو وېکټو په زیان پوره کړ. له دې وړاندې د درېيو پنځوس اوريزو سیالیو سیریز هم افریقا درې د صفر په مقابل کې ګټلی.

هرات کې د تکواندو ورزشي سیالۍ پای ته ورسیدې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د تکواندو ورزشي سیالۍ نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) پای ته ورسیدې. د دغه ولایت د ورزش ادارې فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل، د هرات د تکواندو دغه سیالۍ چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې وې، نن سهار پای ته ورسېدې. ښاغلی ضیا وایي، د تکواندو په یادو سیالیو کې له ٢٥ کلپونو ٧٠ لوبغاړو ګډون کړی وو چې په پای کې استقلال رزم کلپ په ٧٧ نمرو لومړی مقام او جومونګ کوندو کلپ په ۴۴ امتیازونو دوهم مقام خپل کړ. همدارنګه انسجام کلپ په ٢٣ امتیازاتو درېیم ځای خپل کړی. د ښاغلي ضیا په خبره... Читать дальше...

کندهار کې د فوټبال د داورۍ روزنیز سیمینار پیل شو

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د فوټبال د داورۍ روزنیز سیمینار پیل شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې د دغه سیمینار موخه د داورانو د ظرفیت لوړول او له نوېو قوانینو سره د دوی بلدتیا ده. ښاغلی مشعوف وایي، دغه روزنیز پروګرام درې ورځنی دی چې ۲۴ داورانو او روزنکو په کې برخه اخېستې ده. دغه پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوو روزونکو شېرزاد او فېروز حلیم له لوري پرمخ وړل کېږي. ښاغلی مشعوف وایي، له دغه روزنیز پروګرامه فارغېدونکي کسان به لوبغاړو ته روزنه ورکوي.

افغان چارواکي: د سولې خبرو کې د بل پړاو د ځنډ مسوول طالبان دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې مذاکرو د بل پړاو د ځنډ مسوولیت پر طالبانو واچاوه.  د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې وویل، د دولت مذاکره کوونکی هیئت، له لومړۍ ورځې د مذاکرو اصولو ته ژمن دی: "مقابل لوری تر اوسه د مذاکرو مېز ته کښېناستلو ته حاضر نه دی. له دې امله په روانه جګړه او تاوتریخوالي کې د ملکي وګړو د تلفاتو بدې پایلې د هغو کسانو پر غاړه دي چې د سولې مذاکرو په بهیر کې د ځنډ لامل دي."  په پام کې وه په قطر کې د دولت او طالبانو... Читать дальше...

ایراني چارواکو یو بلوڅ وګړی اعدام کړ

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) یو بلوڅ وګړی چې د ایران د امنیتي ځواکونو په وژنه محکوم شوی و، اعدام کړ.  دا اعدام په داسې حال کې عملي شو چې ملګرو ملتونو د دې او نورو اعدامونو د بندولو غوښتنه کړې وه.  د ایران د قضایيه قوې رسمي وېب سایټ راپور ورکړی چې جاوېد دهقان په سیستان بلوچستان ولایت کې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د دوو غړو د پنځو کلونو مخکې د وژنې په تور اعدام شو.   په وېب سایټ کې اعدام شوی کس د جېش العدل په نوم د یوې سُني افراطي ډلې رهبر بلل شوی دی.  د بشري حقونو لپاره د ملګرو... Читать дальше...

محب: موقت حکومت د پردیو لاسوهنو د دایمي فُرصت معنی لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت جوړېدل، د پردیو د لاسوهنو د دایمي فُرصت معنی لري. حمد الله محب نن شنبه(د سلواغې ۱۱مه) په ټوټیر کې لیکلي، که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د اوربند پر بنسټ به یې د سولې بین الافغاني مذاکرې جاري ساتله. تر دې مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه مشر شېر محمدعباس ستانکزي ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني باید استعفا وکړي. بل خوا د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن شنبه ازادي راډیو ته وویل: "افغانان... Читать дальше...

مسکو د ناوالني ورور او ګڼ نور متحدان په کورونو کې نظربند کړل

Pa.azadiradio.com 

د مسکو یوې محکمې د اپوزیسون د زنداني شوي مشر الکسي ناوالني ورور اولګ ناوالني او ګڼ نور متحدان د دوو میاشتو لپاره په کورونو کې نظربند کړل.  دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې روسي چارواکي هڅه کوي د دوهمې اوونۍ په مخه په ملي سطحه د مظاهرو مخه ونیسي.  دغه مظاهرې د کریملین د منتقد الکسي ناوالني په وړاندې حکومت پر چلند د اعتراض لپاره کېږي.  د ناوالني پر متحدانو دا پروني اقدامات په داسې حال کې اعلانېږي چې د مسکو پولیسو په مسکو کې پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه اعلان کړي دي.   پولیسو د غیرمجاز مظاهرو په درشل کې، د میټرو اووه تمځایونه تړلي دي. Читать дальше...

محب: که طالبانو ولسي بنسټ لرلای، بین الافغاني خبرې به يې جاري ساتلې وای

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تازه په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، افغانان د ولسواکي په ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلي او دده په وینا نور دلته د هېڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقع نه شته. نوموړی وايي: "مؤقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنی لري، که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جارې ساتله." په ورته... Читать дальше...


Музыкальные новости
Денис Мацуев

Мацуев — о дерби ЦСКА — «Спартак»: бездарное зрелище, я уснул на 15-й минуте





Персональные новости
Подмосковье

«Текстильный букет Поочья» стартует в Подмосковье 28 апреля





د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو اندېښنې او د یو شمېر هېوادونو نوي محدودیتونه

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس د درېیو نوېو موندل شوېو بڼو د خپرېدو له کبله په ټوله نړۍ کې اندېښنې په زیاتېدو دي. کاناډا، برېتانیا،فرانسه، جرمني، پرتګال او چک جمهوریت د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د دې نوې څپې د مخنیوي لپاره یې پر نړیوالو سفرونو تازه محدودیتونه لګولي دي.  په اروپا کې چې هسې هم محدودیتونه لګېدلي، حکومتونه د لا سختو بندیزونو د لګولو په برخه کې اقدامات کوي ځکه د کرونا د نوېو بڼو موندل ښيي چې دا ویروس په چټکۍ سره د نړۍ ډېرو هېوادونو ته رسېدلی دی.  په برېتانیا، برازیل او جنوبي افریقا کې د کرونا د... Читать дальше...

دفاع وزارت: هلمند کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په هلمند کې د ۳۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.  دغه وزارت وايي، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته پرون جمعه (د سلواغې ۱۰مه) په ناوې کې پوځي عملیات کړي دي.  وزارت نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغو عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو د یوه پوځي مسوول عبدالولي او د طالبانو د سرې قطعې د مرستیال عبدالخالق په ګډون ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.  وزارت وايي، په دغو عملیاتو کې د طالبانو ۳ موټرونه او ۸۲ میله ډول- ډول وسلې او مهمات تخریب کړای شوي دي. Читать дальше...

د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د همغږۍ شورا اعتراضیه ناسته!

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د همغږۍ شورا د ټرانسپورټي فعالیتونو پر وړاندې پرتو خنډونو او ستونزو له امله نن  اعتراضیه ناسته جوړه کړه. د دغې شورا مشر طلا محمد اتمانزي نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوی دغه اعتراضیه ناسته د مخ په زیاتېدونکو ننګونو او د ستونزو د هواري په برخه کې د ټرانسپورټ وزارت د نه پاملرنې له امله ده. خو نوموړي د دغه ستونزو په اړه په جزئياتو سره څه ونه ويل. په دغه ناسته کې د هرات، تورخم، حیرتان او غلام خان بندر استازو ګډون کړی وو. د نوموړي په وینا که د ټرانسپورت... Читать дальше...

کابل کې د زعفرانو نندراتون پرانېستل شو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن شنبه(د سلواغې ۱۱مه) د زعفرانو نندارتون پرانېستل شو. د دغه نندارتون د جوړوونکي شرکت مشر سمیر متین نن ازادي راډیوته وویل، د دې درې ورځني نندارتون موخه د افغانستان زعفرانو ته بازار موندنه ده. د ښاغلي متین په خبره په دغه نندارتو کې کې نږدې۳۰ شرکتونو په ۳۵ غرفو کې زعفران نندارې ته ایښې دي. د نوموړي په وینا، دغه درې ورځنی نندارتون د امریکا د نړيوالې پراختیایې ادارې او د مدرین مېتود له خوا جوړ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان زعفران د ښه کیفیت او ذايقې له... Читать дальше...

بلينکېن پر پاکستان ټينګار کړی چې د پرل د وژنې مسولينو احتساب وکړي

Mashaalradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې انتوني بلېنکین له شاه محمود قریشي سره په دې خبرې کړي چې څنګه د پرل تښتونې او وژنې په قضیه کې د دغو ښکېلو "ترهګرو" د مسوول ګرځولو خبره یقیني شي.

کندهار چارواکي: پنجوایي کې د ماین چاودنې ۳ ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون درې ملکیان وژل شوي.  د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل، چاودنه نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) سهار شوې ده: "د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو چمن سیمه د ملکي وګړو یو زرنج موټر سایکل د وسله والو ترهګرو پر ښخ شوي ماین وربرابر شوی چې چاودنه یې کړې چې یو ماشوم او دوه نور کسان یې شهیدان کړي دي." د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، دغه ماین وسله والو طالبانو ځای پرځای کړی و، خو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

Спорт в России и мире
Москва

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Самсонова победила Осаку и вышла в третий круг турнира WTA 1000 в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте





Путин в России и мире
Москва

Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черноморья до 16 часов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Елена Волкова

ПРОЕКТ «КЛАССИКА: ИСТОРИЯ И СОВРЕМЕННОСТЬ»



Москва

За карьеру в МО Тимур Иванов с супругой купил дом в 1500 "квадратов" и ЗИС

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net