Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

Новости за 08.01.2021

د بشر حقونو کمېسیون: هلمند کې پر طالبانو برید، د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ملکیانو وژنه د منلو وړنه ده.   دغه کمېسیون نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د روانې لمریزې میاشتې په ۱۷مه نېټه د هلمند په لښکرګاه ښار کې پر طالبانو د هوايي برید په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۵ غړي چې ۳ ماشومان دي وژل شوي  او ۵ نور چې ۴ یې مېرمني دي ټپیان شوي.   د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې پرمهال دې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.   دغه کمېسیون په ټینګار سره وايي چې دواړه اړخونه دې ژر تر ژره اوربند وکړي. Читать дальше...

پاکستان د هند د ممبي برید کې تورن 'لکوي' په بند محکوم کړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یوې محکمې د هند په مومبي ښار کې د ۲۰۰۸ میلادي کال په وسله وال برید کې د تورنې افراطي ډلې یو مخکښ مشر په حبس محکوم کړی دی.  د پنجاب ایالت د ترورېزم ضد ادارې نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) په ورځ اعلان وکړ چې د لاهور یوې محکمې ذاکر رحمان لکوي په پنځه کاله بند او د ترورېزم د مالي ملاتړ په جلا مورد کې په سل زره روپۍ نقدي جریمه محکوم کړی دی.  لکوي چې د جماعت الدعوه د خیریه بنسټ مخکښ غړی دی تېره اوونۍ په دې تور ونیول شو چې په لاهور کې یې د جبهې د لومړۍ کرښې د وسله والو لپاره چنده ټولوله. دا بنسټ... Читать дальше...



غورځېدلې اوکراینۍ الوتکه؛ له ایرانه د افغانستان په ګډون د ۵ هېوادونو غوښتنې!

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او څلورو نورو هېوادونو له ایرانه غوښتي چې په تهران کې د یوې اوکراینۍ الوتکې د لوېدو د پېښې له کبله د قربانیانو کورنیو او حکومتونو ته د شفافیت او حساب ورکولو په اړه اقدام وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نن د جمعې (د مرغومي ۱۹مه) په ورځ د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ورکولو او همغږۍ د نړیوالې ډلې د غړو له لوري په خپره کړې اعلامیه کې له ایرانه غوښتنه کړې چې باید د یادې پېښې بشپړ او هر اړخیز راپور وړاندې کړي. د افغانستان، کاناډا، اوکراین، بریتانیا او سویډن په دې ګډه اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره همدردي ښودل شوې. Читать дальше...

ایران ته له امریکا او بریتانیا د کرونا ضد واکسین پر واردولو بندیز!

Pa.azadiradio.com 

د ایران مذهبي مشر له امریکا او بریتانیا څخه د کروناویروس ضد واکسین پر واردولو بندیز اعلان کړی او ویلي یې دي چې دی پر دې هېوادونو باور نه لري.  ایت الله علي خامنه يي نن جمعه(د مرغومي ۱۹مه) په یوه وینا کې وویل، ده چارواکو ته ویلي چې له امریکا او بریتانیا څخه د واکسین واردول حرام دي، خو اوس یې علني وايي.  د کرونا پر ضد واکسینونه د امریکا فایزر او مودرنا کمپنیو او انګلیسي کمپنۍ استرا زینیکا جوړ کړي، خو روسیې، چین او ځینو نور هېوادونو هم خپل خپل واکسینونه تولید کړي دي.  خامنه یي وویل چې دی د امریکا... Читать дальше...

هنګري د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد لګېدلي محدودیتونه وغځول

Pa.azadiradio.com 

هنګري د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد لګېدلي محدودیتونه د فبروري تر لومړۍ نېټې پورې تمدید کړل.  په دې محدودیتونو کې د شپې له اتو د سهار تر پنځو بجو ګرځبندیز، د خلکو پر  راټولېدو بندیز او د رسټورانټونو او کافي ګانو د تړلو تدابیر شامل دي.  د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) د هنګري له دولتي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا تدابیر به تر هغه وخته دوام وکړي چې د کرونا ضد واکسین خلکو ته په پراخه کچه ورکړل شي.  په هنګري کې په کروناویروس د اخته کسانو ټول شمېر له ۳۳۷ زرو اوښتی او د دې... Читать дальше...

اوکراین کې د هغې الوتکې د قربانیانو یاد ته درناوی وشو چې تهران کې نسکوره شوه 

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په پلازمېنه کییف کې نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) د هغې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو یاد ته درناوی وشو چې پوره یو کال مخکې په تهران کې نسکوره شوه.  په دې غونډه کې له پېښې د زیانمنو هېوادونو سفیرانو، د قربانیانو د کورنیو غړو او اوکرایني چارواکو ګډون کړی وو.   د ازادي راډیو د فردا څانګې خبریاله هانا رایسکایا له کییف څخه په راپور کې وايي چې په دې غونډه کې د پېښې د قربانیانو کورنیو له تهرانه پر خپلو غوښتنو یو ځل بیا ټینګار وکړ: "ټول سترګې په لاره دي چې ایران به د قربانیانو د کورنیو دې پوښتنو ته... Читать дальше...



د سولې په اړه پیلیدونکي بحثونه؛ "۲۰ ولایتونو کې طالب ضد عملیاتونه پیل شوي"

Pa.azadiradio.com 

په داسې کې چې ټاکل شوې سبا شنبه (د مرغومي۲۰مه) په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالب مذاکراتي پلاوېو ترمنځ د سولې د خبرو په اجنډا بحثونه پیل شي، لا هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې روانې دي او ښکېل اړخونه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي. د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد په شلو ولایتونو کې د طالب ضد پوځي عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی. د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان د جمعې (د مرغومي ۱۹مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل:" د افغانستان امنیتي... Читать дальше...

د لر او بر یو افغان نعره

Mashaalradio.com 

دا تبصرې ځکه پیل شوې چې پر همدې نېټه د پاکستان جمهوري غورځنګ د بنو په جلسه کې چې کله د عوامي نیشنل ګوند یوه مرکزي مشر او د قامي اسمبلۍ غړي امیر حیدر هوتي وینا کوله نو د لر او بر یو افغان نعرې ووهل شوې.

پکتیاوال: د ۶ ولسوالیو لویې لارې دې امن شي او کلیدي ځایونو کې دې پوستې جوړې شي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د شپږو ختځیو ولسوالیو هغه لار چې له تېرو نږدې اوو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وه، نږدې درې اوونۍ وړاندې یې د پرانیستلو لپاره عملیات وشول. د دې ولایت اوسیدونکي وایي، د دې لویې لارې د امن کولو لپاره باید د لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو ترمنځ واټن را کم شي او یو شمېر نوي رامنځته شي، په ضمن کې د امنیتي ځواکونو تر منځ باید پیاوړې همغږي هم رامنځته شي. د لویې پکتیا فرهنګي ټولنې مشر سیدجمال الدی اصف خېل وایي: "په ټوله کې که د دې لارې په اوږدو کې پوستې جوړې نه شي، په دغه... Читать дальше...

د نسکورې شوې اوکرایني الوتکې په اړه د بشري حقونو سازمان غبرګون

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان په تهران کې د اوکراین د هوايي شرکت د یوې الوتکې له نسکورېدو یو کال وروسته وايي چې ایراني چارواکو د دې پېښې په اړه د شفافو او موثقو څېړنو پر ځای د دې پېښې د قربانیانو کورنۍ ځورولې دي. د اوکراین د هوايي شرکت یوه الوتکه د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري په اتمه د تهران له هوايي ډګره له الوتو لنډه شېبه وروسته وغورځېده او په کې سپاره ټول ۱۷۶ مسافر چې د افغانستان، ایران، کاناډا، بریتانیا، جرمني او سویډن وګړي وو، ووژل شول. ایران له دې پېښې څو ورځې وروسته اعتراف وکړ چې د هوايي مدافعې ځواک یې دا الوتکه سهوا ویشتلې ده. Читать дальше...

'ترکېش ایرلاین' له استانبوله کابل او بلخ ته الوتنې بیا پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې هوايي شرکت 'ترکېش ایرلاین' له استانبوله کابل او مزارشریف ته خپلې الوتنې سر له نننه بیا پیلوي.  دې شرکت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په اوونۍ کې دوه الوتنې به کابل او دوه به مزارشریف ته کوي. دې شرکت ویلي، هغه کسان چې غواړي په دې ایرلاین کې سفر وکړي باید د کرونا داسې منفي ټېسټ ورسره وي چې نتیجه یې ۷۲ ساعته مخکې ترلاسه کړي وي، خو دا هغه کسان چې د ټرانزیټ هدف ترکیې ته سفر کوي، له دې شرطه معاف دي.  ترکېش ایرلاین د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ په ۲۷مه نېټه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړي وې.

په ننګرهار کې رضاکاره ښوونکي ماشومانو ته تعلیم ورکوي

Mashaalradio.com 

د "ځوانانو غږ" خپرونه کې مو په ننګرهار ولايت د "تعليمي اشر" په نامه پروژې ته کتنه کړي. د ولايت پوهنې رياست وياند وايي، د کورونا وايرس وبا له وجې د ژوند نورو برخو په شان د زده کوونکو تدريس ته هم زيان رسېدلی. په دي لړ کې پوهنې وزارت له تعلیمیافته خلکو وغوښتل چې په رضاکارانه توګه په ښوونځيو کې د درس ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي. د وزارت وياند محمد اصف شینواری وايي، د ۴۰۰ ښځو په ګډون، شاوخوا ۱،۵۰۰ رضاکارانو ورسره نومونه لیکلي او په ښوونځیو کې ماشومانو ته تعلیم ورکوي. ناحکومتي ادارو د دې ګام هرکلی کړی او په دې کې ونډه هم لري. Читать дальше...

کندز چارواکي: د طالبانو برید کې ۳ سرتیري ۶ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز والي په امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواک پر پوستو د طالبانو د برید په نتیجه کې د درېیو سرتېرو او شپږو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.   عبدالستار میرزکوال نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مرګ ژوبله تېره شپه وروسته له هغه پېښه شوه چې طالبانو په شمس کول سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر قرارګاه برید وکړ. ښاغلي مېرزکوال زیاته کړه: "له شپږو تر نهو پورې شهیدان او په همدې شمېر زخمیان لري. موږ هم له بده مرغه شهیدان لرو چې تعداد یې درېیو ته رسېږي او دوه ټپیان لرو. جګړه په یوه نیمه بجه پای ته ورسېده. Читать дальше...

د هرات د غوریان امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ امنیه قوماندان نقیب الله سلطانزوی د دې ولسوالۍپه بازار کې د طالبانو په ډله ییز برید کې وژل شوی.  د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر طالبانو  چې له فراه ولایته غوریان ولسوالۍ ته راغلی وو، هڅه کوله د دې ولسوالۍ پر عدلي او قضايي مرکزونو برید وکړي: ښاغلي قتالي زیاته کړه: "له بده مرغه د ولسوالۍ امنیه قوماندان ټپي شو، خو د علاج لپاره د هغه په رسولو کې ځنډ راغی او شهید شو. درې طالبان هم وژل شوي، خو دوی ونه شو کړای چې زموږ عدلي او قضايي مرکزونو ته ننوځي."... Читать дальше...

حنیف اتمر او خلیلزاد د سولې پر اړوندو مسایلو غږېدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې پر اړوندو مسایلو خبرې کړي.  د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ویډیو کنفرانس له لارې د پرون ماښام په خبرو کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم حاضر و، د سولې د بهیر پر وروستیو پرمختګونو او ستونزو بحث وشو.  په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اتمر او خلیلزاد د سولې د روان بهیر د بریا لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو له دوهمې مرحلې څخه د نړیوالو د ملاتړ پر زیاتېدو هم بحث وکړ.


Музыкальные новости
Земфира

Сын Орбакайте и Преснякова посетил концерт Земфиры, закрыв себе дорогу в Россию





Персональные новости
Бизнес

Бизнес-астролог Александра Секачева дала интервью журналу “Фокус внимания”





ولسمشر ټرمپ پر لومړي ځل خپله ماتې ومنله

Mashaalradio.com 

ټرمپ د جنورۍ پر اوومه په ټويټر خپرې کړې يوې ويډيو کې ويلي کانګرس د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتيجو تصديق وکړو او نوې اداره به د جنورۍ میاشتې پر۲۰مه نېته لوړه وکړي. او اوس يې تمرکز په ارامۍ او منظم ډول د واک د انتقال يقيني کول دي.

د ټرمپ د ولسمشرۍ ۱۲ ورځې پاتې؛ خو له واکه د ژر لېرې کېدو ګواښ سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل استیضاح او له واکه د فوري لېرې کېدو له ګواښ سره مخامخ دی.  له دې سره په یو وخت ډونالډ ټرمپ پرون مازدیګر یوه ویډیو د ټویټرله لارې خپره کړه او په هغې کې یې بې له دې چې د جوبایډن نوم واخلي، وویل چې نوی حکومت به د جنورۍ په شلمه کار پیل کړي.  یوه ورځ وروسته له دې چې د ټرمپ یو شمېر پلویان د کانګرس ودانۍ ته ننوتل او له تاوتریخوالي یې کار واخېست، د استازو جرګې رئيسې ننسي پلوسي او همدا راز په سنا جرګه کې د ډیموکراټ ګوند مشر چاک شومر پرون پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه)... Читать дальше...

په قاهره کې په مارانو د خلکو مالش او چاپي

Mashaalradio.com 

د مصر په پلازمېنه قاهره کې یو کس په مارانو خلک چاپي کوي. د مالش د مرکز مشر صفوت صدقي وايي، په دې طریقه له چاپۍ سره خلک بدني، روحي او رواني ارام او سکون ترلاسه کوي او خوشالېږي. ځینې خلک له مارانو وېره لري، خو وايي، چاپۍ ورباندې ښه اثر کړی. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

کریسچن ساینس مانیټور: ناټو د افغانستان له شل کلنې جګړې څه زده کړي؟

Pa.azadiradio.com 

کریسچن ساینس مانیټور کریسچن ساینس مانیټور ورځپانې په خپله تازه ګڼه کې دا پوښتنه کړې، ناټو د افغانستان له شل کلنې جګړې څه زده کړي؟  په دې مطلب کې راغلي دي چې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له لومړیو مهمو کارونو څخه به یو دا وي چې د افغانستان په مسئله کې د پرمختګ د لارې لټه وکړي، څو د ناټو د ماموریت لپاره د لارې یوه پراخه نقشه مشخصه شي.  په دې لیکنه کې وړاندې راغلي دي چې نور د طالبانو ډله او د القاعده شبکه د امریکا د امنیتي ګواښونو د لېست په سر کې ځای نه لري او ناټو هم په دې باور ده چې تر دې... Читать дальше...

لیکوالان او فلم جوړونکي هڅه کوي د کونډې زوی سریال نورې برخې جوړې کړي

Pa.azadiradio.com 

د پښتو ژبې یو شمېر لیکوالان او فلم جوړونکي هڅه کوي چې د کونډې زوی سریال نورې برخې جوړې کړي. علم ګل سحر، واحد نظري، کاتب پاڅون، وفا سمندر، د لیکوالانو هغه ډله ده چې د کونډې زوی سریال شل نوي برخې یې لیکلي دي. د کونډې زوی سریال چې لسیزې وړاندې جوړ شوی وو، په افغانستان کې د جګړو له امله يې نورې برخې له جوړېدو پاتې شوي. د افغان فلم مسولین وايي، د هر هغه فلم یا سریال جوړېدو هرکلی کوي چې په افغاني ارزښتونو ولاړ وي. بشپړ راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

څېړنه: د امریکا ۲ برخې سیندونو خپل رنګ بدل کړی

Pa.azadiradio.com 

یوه نوې څېړنه ښيي چې د امریکا له درېیو دوه برخې سیندونو په تېرو څه باندې ۳۵ کلونو کې خپل رنګ بدل کړی دی.  د جغرافيايي څېړنیز لیک په نوم ژورنال د ناسا له خوا د سټلایټ په وسیله د څه باندې ۲۳۰ زره اخېستل شويو تصویرونه په حواله وايي چې په خاص ډول په امریکا کې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د سیندونو په رنګ کې د پام وړ بدلون راغلی.  د دې څېړنې له مخې د امریکا د سیندونو رنګ اوس د پخوا پرتله ډېر زرغون دی او حتی د بنفش خواته نژدې شوی.  په دې څېړنه کې راغلي چې د ځینو سیندونو رنګ نور هم سور شوی دی. د څېړنې موندنې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Дарья Касаткина

Теннисистка Касаткина заявила, что скучает по России, но пока не может приехать


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

При каких обстоятельствах может затопить Петербург и Москву? Отвечает гидролог





Путин в России и мире
Москва

Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Земфира

Сын Орбакайте и Преснякова посетил концерт Земфиры, закрыв себе дорогу в Россию



Москва

Московский ветеринар спас зрение кролику, которому грозило удаление глаза

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net