123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

Новости за 07.01.2021

امریکايي کانګرس په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایډن بری تایید کړ

Mashaalradio.com 

د امریکا د کانګرس ګډې غونډې د انتخاباتي استازو (الېکټورل کالج) د رایو شمېر له لارې د ډېموکراټ ګوند جو بایډن د اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د نومبر درېیمې د ولسمشریزو انتخاباتو رسمي ګټونکي په توګه اعلان کړ. د جنورۍ اوومې اقدام د منتخب ولسمشر بایډن او د هغه د مرستیالې کاملا هیرېس په حق کې د انتخاباتي بهیر وروستی پړاو دی. دوی دواړه به د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلو دندو لوړه کوي. کانګرس خپله غونډه د جنورۍ پر شپږمه شپې ناوخته د بلوه ګرو تر مظاهرو ساعتونه وروسته بیا پیل کړه. د ولسمشر ټرمپ ګڼ پلویان د کانګرس په ودانۍ ورننوتي ول. Читать дальше...

څلور تنه د " امریکا پر ولسواکۍ حمله " کې ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو په یرغل کې څلورتنو ژوند بایللی. د نړۍ مشرانو دا حمله غندلې. د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن دا یرغل " شرمونکی " او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل دا" د امریکا پر ولسواکۍ برید " بللی دی. په دې راپور کې نور ولولئ

کونړ چارواکي: د کورني تاوتریخوالي ځپلو مېرمنو ته امن خونې نه لرو

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې یوه داسې مېرمن چې خسرګنۍ یې له کوره شړلې او له وېرې نه خپل نوم اخیستی شي، نه د خپل خاوند، نه د ولسوالۍ، نه هم د کلي. دغه مېرمن چې شااوخوا ۲۵ کاله عمر لري وايي، په کور کې له خواښې او خسر څخه نېولې ان د کور هر غړي ټولو وهله او رټله. دی وايي، ژوند یې تریخ شوی او خپل شکایت یې د ښځو چارو ریاست ته راوړی دی: "بچي مې ما ته د لسو افغانیو هم څه نه اخلي، خسر، خواښې او خاوند مې وهي او رټي، بيخې قید او تنګه شوې یم، هلته مې ژوند نه تېرېږي." یاده مېرمن چې درې ماشومان هم لري او شپږکاله وړاندې... Читать дальше...



کرکټ؛ د اسټرالیا او هند ترمنځ د ټېسټ سیالۍ روانه ده

Pa.azadiradio.com 

په سېډني کې د اسټرالیا او هند د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالیو درېیمه لوبه روانه ده. پچه اسټرالیا ګټلې او د توپ وهنې پریکړه یې کړې. د دې سیالیو لومړۍ لوبه اسټرالیا او دوهمه يې هندوستان ګټلې ده. ټاکل شوې چې د دې لړۍ وروستۍ ټېسټ لوبه د روانې میلادي میاشتې په ۱۵ مه نېټه ترسره شي.

هرات کې د فوټسال وروستۍ لوبه؛ د پوهنتون او ابرسانۍ ترمنځ ده

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د دولتي ادارو ترمنځ د فوټسال د پیل شوېو سیالیو وروستۍ لوبه نن پنجشنبه(د مرغومي ۱۸مه) ناوخته ترسره کېږي. ضیاالحق ضیا د دې ولایت د سپورټ ادارې فني مسوول ازادي راډیو ته وویل چې وروستۍ لوبه د پوهنتون او ابرسانۍ ادارې د ټیمونو ترمنځ ترسره کېږي. دا سیالۍ د 'سولې له پروسې د ملاتړ' په نامه د هرات ولایت د بېلابېلو دولتي ادارو د ۲۴ ټیمونو ترمنځ د لړم د میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوې وې.

ډونالډ ټرمپ: د جنوري په شلمه به واک جو بایډن ته وسپارم

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د الېکټرول کالج راییو تر شمېرلو وروسته وویل چې د جنوري په شلمه به واک جوبایډن ته وسپاري. تمه ده چې جوبایډن د امریکا د متحد ایالتونو د ۴۶م ولسمشر په توګه د جنوري په شلمه د لوړې مراسم ترسره کړي. کانګرس د نوومبر د درېیمې نېټې په ټاکنو کې جوبایډن د ولسمشر او کمالا هاریس د هغه د مرستیالې په توګه تایید کړل. د امریکا د استازیو جرګې غړیو نن دا تایید کړه چې بایډن په ټاکنو کې درې سوه شپږ الېکټرول کالج رایې خپلې کړي دي او... Читать дальше...

‎"د تېر سفر ژمنې لا نه دي پرځای، ولسمشر غني ننګرهار کې نورې ژمنې وکړې"

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې ننګرهار ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال د سفر ژمنې لا پرخپل ځای پاتې دي، نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) یې د ننګرهار له ولسونو سره ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به د امنیت، بیارغونې، برېښنا، ټرانزیټ او نورو برخو کې جدي اقدامات وکړي. ولسمشرغني دغه راز په دې ولایت کې په ملکي او نظامي ادارو کې هم د پراخ اصلاحاتو پر پلي کېدو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې باید ځایي اداره له ولسونو سره په ګډه ورته د اصلاحاتو د راوستو لپاره یوه طرحه جوړه او وسپاري. ښاغلي غني زیاته کړه: "والي صاحب! یوه... Читать дальше...

د کوټې هزاره ګانو احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی او د مړو ویر کوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مچ کې د وژلیو هزاره ګانو کورنیو د جنورۍ پر اوومه هم پرلت ته دوام ورکړی. سلګونه مظاهره کوونکو د جنورۍ شپږمې شپه هم تر شنه اسمان لاندې په سخته یخنۍ کې تېره کړه. دوی وايي، د وزیر اعظم عمران خان تر ورتګه خپل مړي نه ښخوي. چارواکي وايي، د جنورۍ پر درېیمه د وسله والو په برید کې ۱۱ کانکیندونکي ووژل شول. د حملې ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې. د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د جنورۍ څلورمې پر ماخوستن د کوټې پر غربي بای پاس سړک پرلتوالو ته ورغلی وو او ورته یې وویل چې د پاکستان حکومت یې د خوندیتوب هڅې کوي او د امنیت غوښتنې یې مني. Читать дальше...



داسې سوله غواړو چې جمهوریت او نظام پکې خوندي وي: ولسمشر غني

Mashaalradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح او يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکو په ملتیا د جنوري پر اوومه جلال اباد ته راغلی و او په یوې غونډې کې يې د ننګرهار د خلکو ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په کابل کې د نجونو د والیبال سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د "کابل جام" په نوم د نجونو د والیبال سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د المپیک د ملي کمیتې غړي مجیب قاري زاده نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دې سیالیو کې له کابله شپږ لوبډلو ګډون کړی او درې ورځې به دوام وکړي. په خبر کې ویل شوي چې هره ورځ دوه لوبې ترسره کېږي او هدف یې د کابل منتخبې لوبډلې ته د تکړه لوبغاړو موندل دي.

کرکټ؛ د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د سیالۍ وخت بدل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو د مسابقو وخت تغییر شو.  په پام کې وه چې د دوی لومړۍ مسابقه د جنورۍ په اتلسمه پیل شي، خو اوس ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جنورۍ په ۲۱مه په لومړۍ مسابقه کې سره مخامخ شي.  دواړه ټیمونه متحده عربي اماراتو ته رسېدلي او نړیوال جام ته د غوراوي په لړ کې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ته تیاري نیسي.

د پکتیا یو شمېر سیمه ییز سرتیري: که معاشونه رانه کړي، ډله ییز دنده پریږدو

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې یو شمېر هغه پولیس چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې یې له کلونو راهیسې دندې ترسره کړي وایي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاشونه ورک دي. دوی چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي، له منځه یې د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د منتظره قطعې سرګروپ حمید الله ځواکمن ځاځي ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې په نظامي دنده مصروف دی، خو د تېرو اتو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی. نوموړی وايي: "یو زه یم بل مې ورور دی، دا اته میاشتې کېږي چې معاشونه مو ورک دي، کمینونه مو نیولي، وظیفې مو کړي،... Читать дальше...

روغتیا وزارت: وروستیو څو اونیو کې د کرونا مثبتې پېښې د پام وړ کمې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې(د مرغومي ۱۸مه) په ورځ په یوه خبرې ناسته کې وویل، په وروستیو څو اونیو کې د کرونا ويروس مثبتو پېښو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.  ښاغلی مجروح زیاتوي، په ۴۹مه اوونۍ کې د کرونا ویروس ډېری پېښې ثبت، خو اوس چې ۵۳ مه اوونۍ روانه ده دا پېښې کمې شوي دي: "له نېکه مرغه د ۴۹مې اوونۍ څخه تر دې دمه چې ۵۳مه اوونۍ روانه ده، موږ د کرونا ویروس مثبتو پېښو کې د کمښت شاهدان یو، هم ثبت او هم د مثبتو پېښو کچه ټیټه شوې، په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر هم کم شوی."... Читать дальше...

ټرمپ: د بایډن حکومت ته به له قاعدې سره سم واک وسپارم

Pa.azadiradio.com 

په واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له یرغله یوه ورځ وروسته د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه چې د جوبایډن حکومت ته به له قاعدې او نظم سره سم واک وسپاري.  ډونالډ ټرمپ به دوه اوونۍ نور هم د امریکا ولسمشر وي.  ده په یوه اعلامیه کې چې د کانګرس له لوري د جوبایډن او کاملا هریس له تایید کېدو سره په یو وخت خپره کړې، ژمنه کړې چې د جنورۍ په شلمه به نوي حکومت ته واک وسپاري.  ټرمپ په عین حال کې ویلي چې لا هم د انتخاباتو له پایلو سره بشپړ مخالف دی.

"ازبکستان د بشري حقونو په برخه کې ځینې اصلاحات کړي"

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ډله یا هیومن رایټس واچ وايي، ازبکستان په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې ځینې اصلاحات کړي، خو د خپلواکو غیر حکومتي موسسو د کار په برخه کې لا هم له سختۍ کار اخلي.  د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې په نیویارک کې دی ویلي، د ولسمشر شوکت میرضیایف حکومت باید قانون تعدیل کړي او خپلواکو ډلو ته اجازه ورکړي چې هغه غیر حکومتي موسسې راجسټر شي چې د بشري حقونو او جبري کار په شمول پر حساسو مسئلو کار کوي.  هیومن رایټس واچ په عین حال کې تاییدوي چې د ازبکستان حکومت، له هغه مهاله چې... Читать дальше...

د امریکا کانګرس ټاکنو کې د جوبایډن بری رسماً تایید کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جوبایډن بری رسماً تایید کړ.  د دموکرات ګوند کاندید جو بایډن به د جنورۍ په شلمه د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.  د کانګرس ګډې غونډې د ده بری نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) سهار وختي تایید کړ.  د کانګرس د دواړو جرګو غړیو تایید کړه چې جوبایډن او مرستیالې یې کاملا هریس د ۲۳۲ رایو په وړاندې ۳۰۶ کالج الیکترول رایې ګټلي دي.  لومړی د امریکا په سنا جرګه کې د ایرزونا ایالت د انتخاباتو پر نتیجې د جمهوریپالو پر اعتراض غور وشو. د دوی اعتراض د ۶ موافقو رایو په وړاندې په ۹۳ مخالفو رایو رد شو. Читать дальше...

ټویټر، انسټاګرام او فيسبوک د ټرمپ اکاونټونه په مؤقت ډول بندوي

Pa.azadiradio.com 

ټویټر، انسټاګرام او فیسبوک پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۷مه) وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکاونټونه په مؤقت ډول بندوي.  ټویټر وايي، د ډونالډ ټرمپ د درېيو ټویټونو له ډیلیټ یا ړنګولو وروسته د ده ټویټرپاڼه د ۱۲ ساعتونو لپاره بندیږي.  ټویټر دا هم ویلي، که ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې د ورځې خپل وروستي ۳ ټویټونه ړنګ نه کړي، پاڼه یا اکاونټ به یې په همدې ډول بنده پاتې شي او دا امکان هم شته چې د نوموړي ټویټرپاڼه د تل لپاره بنده کړي.  ډونالډ ټرمپ په دې درېيو ټویټونو کې خپل پلویان سوله ییزو مظاهرو ته د... Читать дальше...

فراه کې په نشه يي توکو ښځینه روږدي درملل کیږي

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې د ښځینه معتادینو درملنه کېږي. دا وروسته له هغې کېږي چې ازادي راډیو یوه اوونۍ وړاندې د دوی پر ژوند راپور جوړ او خپور کړ. د ژمې په دې سړه هوا کې د دې ولایت د ښځینه معتادینو ژوند خورا ستونزمن دی، خو اوس د فراه ولایتي چارواکي اړ شوی چې د دوی درملنه وکړي. بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ:


Музыкальные новости
Концерт

Концерт "Crush string quartet "с программой «Мировые рок - хиты»





Персональные новости
Спартак

Metaratings: "Спартак" может уволить Абаскаля по ходу сезона, клуб ищет тренера





د چین هیبي ولایت کې پر تګ راتګ محدودویتونه ولګول شول

Pa.azadiradio.com 

د چین په هیبي ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) پر تګ راتګ محدودویتونه ولګول شول.  په چین کې له څه باندې ۵ میاشتو وروسته کرونا ویروس یو وار بیا په پراخه پیمانه په خپرېدو دی.  د کرونا ویروس لومړی ځل د دغه هېواد په ووهان ښار کې خپور او تثبیت شو او اوس په دې هېواد کې د کرونا ټولې ثبت شوې پېښې ۸۷ زره ۲۷۸ ته رسېږي.  د چینايي چارواکو په وینا په دغه هېواد کې په کرونا ۴ زره ۶۳۴ تنه مړه شوي دي.

جوبایډن به د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د دیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن به د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي.  د کانګرس ګډې غونډې د ده بری نن پنجشنبه(د مرغومي ۱۸مه) سهار وختي تایید کړ.  د کانګرس د دواړو جرګو غړیو د ۲۳۲ پر وړاندې د ۳۰۶ کالج الېکترول رایو په ترلاسه کولو د جوبایډن بری تایید کړ.  تردې مخکې پرون د واشنګټن پولیسو وویل، د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل پرمهال څلور کسان مړه شوي دي.    د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې یوه مېرمن په ډزو وژل شوې او درې نورهم د بېړني روغتیایې وضعیت له کبله مړه شوي دي. ... Читать дальше...

د ارزګان والي: د طالبانو بریدونو کې ۵ سرتیري او ۱۱ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان والي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې ۵ افغان سرتیري او ۱۱ طالبان وژل شوي دي.  والي محمد عمر شېرزاد نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) ازادي راډيو ته وویل، طالبانو د صوفیانو په سیمه کې د پاڅونوالو یا سُنګریانو او ملي اردو پر یوه قرارګاه د موټربم برید هڅه هم کړې چې هدف ته تر رسېدو مخکې چاودلی دی. ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "تېره شپه د ترینکوټ ښار په صوفیانو او چینارک سیمه کې د وسله والو طالبانو د بریدنو پر مهال ۵ افغان سرتیري چې درې پولیس او ۲ د ملي اردو سرتیري دي، وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي. Читать дальше...

بلخ کې د غیر مسوول وسله وال قوماندان سره نښته کې ۲ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې له پولیسو سره د یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان په نښته کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.  د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، د لویې څارنوالۍ د حکم پر اساس ځانګړو پولیسو تېره شپه په مارمل ولسوالۍ کې پوځي عملیات وکړل چې د غیر مسوول وسله وال قوماندان له مقاومت سره مخامخ شول.  د عادل په وینا، پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې غیر مسوول قوماندان محمد نسیم او ۴ تنه نور ونیول او د نوموړي دوه وسله وال ووژل شول.  پولیس وايي، نیول شوي کسان د ځمکې په غضب، وسله والو غلاوو... Читать дальше...

د پي ډي اېم مشرانو په قبایلو او بلوچستان کې پر ناامنیو اندېښنه ښوولې

Mashaalradio.com 

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان په قبایلو کې پر ناامنیو او بریدونو اندېښنه ښوولې او وايي چې د امنیت ټینګولو حکومتي وعدې نه دي پوره شوي. دا خبره نوموړي د جنورۍ پر شپږمه په بنو کې جلسې ته په وینا کې وکړه چې ورته د غورځنګ زرګونه پلویان ورغلي ول. ده وویل، که له حکومتي وینا سره سم، امنیتي حالات ښه شوي وي نو په قبایلو او بلوچستان کې پوځيان ولې تر اوسه ځای پر ځای دي؟ د پاکستان حکومت او پوځ د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو رسمي دریځ یې دا دی چې د وسله والو ضد یې تېر... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Чесноков оценил шансы Александровой в борьбе за выход в финал турнира WTA в Майами


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию





Путин в России и мире
Москва

Путин спросил Беглова о причинах снижения популярности Петербурга у туристов


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Шапка

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)



Москва

Американские спецслужбы утаили подробности, которые знали о теракте в "Крокусе"

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net