Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

Новости за 23.07.2021

پنټاګون: امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو بمبار کړی

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکو ویلي چې په وروستیو کې یې د افغان ځواکونو په ملاتړ افغانستان کې هوايي بریدونه کړي دي. د پنټاګون ویاند جان کربي پرون پنجشنبه(د چنګاښ ۳۱مه) خبریالانو ته وویل چې امریکايي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف په افغانستان کې هوايي بریدونه کړي، خو ډېر جزییات ورنه کړل. طالب ویاند ذبیح الله ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړه چې د کندهار ښار ته نژدې امریکايي ځواکونو د دوی پر اهدافو هوايي بمبارۍ کړي دي. نوموړي زیاته کړه: "هو، د کندهار ښار نژدې یو څو ځایه بمباري شوې دي. Читать дальше...

د المپیک لوبې پیل شوې، افغانستان په کې ۵ لوبغاړي لري

Pa.azadiradio.com 

په جاپان کې د المپیک دوبنۍ سیالۍ تر یو کال ځنډ وروسته نن جمعه پرانیستل شوې. د کرونا وبا له کبله دغه لوبې تر خاصو شرایطو لاندې ترسره کېږي. په ۱۱،۰۰۰ لوبغاړو کې پنځه کسان په څلورو ورزشي رشتو کې د افغانستان استازیتوب کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې:

طالبانو په زور له موږه ډوډۍ غوښته: کډوال

Mashaalradio.com 

د افغانستان په فراه ولایت کې جګړو او ناامنیو په زرګونه خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي. په دې ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښتو زور اخیستی دی. د رسمي شمېرو له مخې د کال له پیله تراوسه د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو درې زره کورنۍ بې ځایه شوې دي. نور حال په دې ویډیو يي راپور کې کتلای شی.



د افغانستان او پاکستان اړیکې پر څه حال دي؟

Mashaalradio.com 

د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات پر داسې مهال ترینګلي شوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او او افغان حکومت تور پورې کوي چې پاکستان د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي خو پاکستان دا نه مني.

امریکا د کیوبا پر دفاع وزیر ایلوارو لوپیز میرا بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) د کیوبا پر دفاع وزیر او د ځانګړو ځواکونو پر قطعې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د دولت-ضد مظاهرو پر مهال له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو له کبله بندیزونه ولګول. د امریکا خزانې وزارت د کیوبا د دفاع وزیر ایلوارو لوپیز میرا (Álvaro López Miera) او د کیوبا د کورنیو چارو وزارت اړوندې د ځانګړو ځواکونو پر قطعې دغه بندیزونه اعلان کړل. د دغو بندیزونو له مخې په لوپیز میرا او د ځانګړو ځواکونو په قطعې پورې اړوندې هر ډول شتمنۍ کنګل کېږي، د امریکا... Читать дальше...

امریکا: د ماسکونو کارونې په اړه غوښتنه نه ده ترلاسه شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې ادارې ویلي، د ماسکونو کارونې په اړه د لارښود په بدلون کې یې لا کومه غوښتنه نه ده ترلاسه کړې. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد کې د چارواکو په خبره د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. ګڼ هېوادونه د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې د خپرېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي. په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او وقایې ادارې مشرې راشل والینسکي پرون ویلي، تر اوسه د اوسني لارښود د بدلېدو لپاره کومه پرېکړه نه ده شوې. هغې ویلي، هغو کسانو چې بشپړ واکسین لګولی، اړتیا نه... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې یوه مسوده رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې له خوا د پېشنهاد شوي پرېکړه لیک مسوده رد کړه.  په دغه پېشنهاد کې د ځانګړي نړیوال استازي د څوکۍ د لغوه کېدو غوښتنه شوې وه چې د ۱۹۹۵میلادي کال د سولې موافقې د تطبیق د څار مسوولیت لري.   د سولې هغه موافقه د بوزنیا د جګړې د پای ته رسېدو سبب شوې وه.   د پرېکړه لیک دغې مسودې، د تصویب لپاره د امنیت شورا د ۱۵ رایو له ډلې نهو رایو ته اړتیا درلوده، خو یوازې یې د روسیې او چین رایې ترلاسه کړې او د امنیت شورا ۱۳ نورو غړو سپینې رایې وکارولې.   تر دې رایې اچونې مخکې غربي... Читать дальше...



کرونا؛ توکیو کې المپیکي سیالۍ ترسره کېږي، د پرانیستې مراسم‌یې پراخ نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د توکیو د المپیک د لوبو د پیل رسمي مراسم په ځايي وخت د ماښام په اتو بجو چې د کابل درې نیمې بجې کېږي پیل شي. د کرونا د وبا له کبله تمه نه کېږي چې دا مراسم د المپیک د پرانیستې د نور پخوانیو مراسمو په څېر پراخ او شاندار وي. د توکیو د المپیک تنظیمونکو د پرانیستې د مراسمو ډېر جزییات نه دي خپاره کړي، خو دوی ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت محدودیتونو له کبله به د ۶۸ زره کسانو لپاره جوړ شوي د المپیک سټوډیوم  کې یوازې ۹۵۰ تنه راټول شي چې په کې د نړۍ شا اوخوا ۱۵ مشران هم برخه ولري. Читать дальше...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چین ته تللی دی

Mashaalradio.com 

بیان زیاتوي، د دواړو لوریو چارواکي به په دوه ورځنیو خبرو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د چین پاکستان اقتصادي لار پر پروژو، پر دفاعي او امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې غږېږي.

لغمان چارواکي: قرغیو کې چاودنې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په لغمان ولایت کې چاودنې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ټپیان کړل. د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه ) ماسخوتن شااوخوا ۸ بجې د قرغیو ولسوالۍ د کندې حسن خېلو سیمه کې د ملکي وګړو پرهغه مرسډیز موټر وشوه چې په خبره یې، د وسله والو مخالفانو له خوا پر ځای پرځای شوي ماین وربرابر شو. افغانیار په دې پېښه کې د ۳ ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکوي، خو د لغمان د عامې روغتیا رئیس عبدالمعروف جلیلي بیا ازادي راډیو ته وویل چې له یادې پېښې... Читать дальше...

د تخار پولیس: د ښيښې جوړولو یوه کارخونه ويجاړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت پولیسو د ښيښې جوړولو يوه کارخونه ويجاړه کړه. د تخار سرپرست امنيه قوماندان شمس الحق سادات ازادي راډيو ته وويل چې د دوی پولیسو د کېمياوي موادو جوړولو پر يوه کارخونه عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د ښیښې جوړولو د کارخونې پر ويجاړېدو سربېره ۴۲ لېټره تېزاب، نژدې درې کيلوګرامه ښیښه او د نوشادرو په نوم ۱۴۶ کيلوګرامه کېمياوي مواد ونيول شول. د دې کارخونې د جوړولو په تور يو تن هم نيول شوی دی.

کورنیو چارو وزارت: طالبانو په سپین بولدک کې سل ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په طالبانو تور لګولی چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې لږ تر لږه ۱۰۰ ملکیان وژلي دي.  دا خبره د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي طلوع نیوز ته کړې.  د کندهار له سپین بولدکه د ملکیانو د وژنې او د خلکو د کورونو د لوټ د ادعاو په تړاو په لومړنیو غبرګونو کې د ولسمشر مرستیال امرالله صالح دا کار یو غچ اخیستونکی قتل عام یاد کړی.  ښاغلي صالح نن سهار پر خپل ټوېټر زیاته کړې چې ډېری قربانیان ورزشکاران، مدني فعالان، سوداګر او هغه خلک وو چې له دولت سره په خواخوږي تورن وو. Читать дальше...

طالبان: د واک انحصار نه غواړو، افغانان دې د هېواد امنیت او سوکالۍکې ونډه واخلي

Pa.azadiradio.com 

له طالبانو د نړیوالې ټولنې له‌خوا یو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو او اوربند له غوښتنې وروسته، د دې ډلې یو پلاوي د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، بریتانیا، فرانسې، ناروې، د ناټو ملکي استازي، یوناما او د قطر استازو سره غونډه کړې. د دې انلاین غونډې کوربه‌توب د ایټالیې ځانګړي استازي جیانفرانکو پټروزیلا کړی او په کې د افغانستان په روان وضعیت، سولې پروسې، د طالب بندیانو پر ازادۍ، له تور‌ نوم‌لړه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي. دې غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال... Читать дальше...

پروان چارواکي: کابل ته د چرسو د قاچاقو مخه ونیول شوه

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت پولیسو کابل ولايت ته د چرسو د قاچاقو مخه ونيوله. يو تن چې ۱۵ کيلوګرامه چرس يې په يوه موټر کې پټ ایښي وو او غوښتل يې چې کابل ته يې قاچاق کړي، په چاريکار ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، په چاريکار ښار کې يو بل تن هم نيول شوی چې پر معتادينو يې هيرويين پلورل.

انتوني بلېنکن د قطر مرستیال صدراعظم سره پر افغان سولې غږیدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې د پروسې او څو نورو مسالو په تړاو د قطر د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي.  انتوني بلېنکن او محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني بېګا په واشنګټن کې لیدلي.   ښاغلي بلېنکن په خپل ټوېټر لیکلي چې یوه سیاسي حل ته د رسېدو په هدف د افغانستان د سولې د خبرو د چټکتیا لپاره د قطر په سخاوتمندانه ملاتړ، له یمن سره په مرستو او ځینو نورو مسالو باندې له ښاغلي ال ثاني سره وغږېد.  بلېنکن ویلي: "موږ ژمن یو چې په سیمه کې د سولې لمن پراخه کړو."  د قطر... Читать дальше...

د ننګرهار پولیس: یوه کور کې ۴۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولايت په يوه کور کې نژدې څلور سوه کيلوګرامه نشه يي او کېمياوي مواد ونيول شول. د ننګرهار له نشه يي موادو د مبارزې ځانګړو پولیسو پر يوه کور د عملیاتو په نتیجه کې ۱۹۰کيلوګرامه تارياک،۹۰ کيلوګرامه چرس، ۵۹ کيلوګرامه هيرويين، ۱۵ کيلو ګرامه ښیښه، ۲۲ کيلوګرامه جامد کيمياوي مواد او ۸ لېټره تېزاب د پولیسو لاس ته ورغلل.   د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه يي موادو د توليد او ساتلو په تور يو تن هم نيول شوی دی.

هرات چارواکي: کَرُخ ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیول شوه

Pa.azadiradio.com 

د هرات چارواکي وايي، کَرُخ ولسوالي یې بېرته له طالبانو ونیوله.  دا خبره د یاد ولایت پوځي شورا نن په یوه اعلامیه کې کړې ده.  په اعلامیه کې راغلي چې د کَرُخ د بیا نیولو لپاره سهار وختي عملیات پيل شول چې په نتیجه کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او افغان پوځیانو د کَرُخ د ولسوالۍ مرکز ونیوه.  د هرات پوځي شورا ادعا کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.  وسله والو طالبانو لا تراوسه د افغان چارواکو د دې ادعا په تړاو څه غبرګون نه دی ښوولی.

بغلان کې دوه زره او ۶۸۵ کيلوګرامه نشه يي توکي وسوځول

Pa.azadiradio.com 

په بغلان ولايت کې تر دوه زره کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول. په دې نشه يي موادو کې دوه زره او ۶۸۵ کيلوګرامه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ، چرس او تارياک شامل وو. دا هغه نشه يي مواد وو چې په تېرو دوو کلونو کې په ۱۲۴عملياتو کې په بغلان ولایت کې نيول شوي وو. د بغلان امنیه قوماندان جاوېد بشارت ازادي راډيو ته وويل چې د دې عملیاتو په بهير کې ۲۰۶ تنه نيول شوي او د عدلي او قضايي ادارو له خوا په مجازاتو محکوم شوي دي.


Музыкальные новости
Пианист

Пианист из Электроуглей получил областную премию





Персональные новости
Актёр

«Поборол это гнусное чувство». Актер Галкин — о своей маленькой дочке, зависти и настоящей любви





د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له خپل بريتانوي سيال سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بریتانیا د ملي امنیت سلاکارانو د سولې، امنیت او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.  حمدالله محب له سر سټېفن لاوګرو سره پرون پنجشنبه په لندن کې ولیدل.  د افغانستان د ملي امنیت شورا له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي لاوګرو له افغانستان سره د بریتانیا د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ، ویې ویل، هېواد به یې له افغانستان سره د نورو هېوادونو د ملاتړ په خپلولو کې همکاري وکړي.    په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې دواړو چارواکو سلا وکړه چې له خپلو سیمه ییزو سیالانو سره همکاري به ګډ امنیتي هدفونه پیاوړي او ګډې بریاوې خوندي کړي. Читать дальше...

امریکا په افغانستان کې د طالبانو پرضد څو هوايي بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي وايي، د دغه هېواد پوځ په دې اوونۍ کې د افغانستان د حکومت په ننګه د کندهار په شمول په افغانستان کې د طالبانو پرضد څو هوايي بریدونه کړي دي.  د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکايي ځواکونو دا هوايي بریدونه د هغو الوتکو په وسیله چې له افغانستانه بهر دي، د طالبانو پر ضد په جګړه کې د امریکا د ملاتړ د دوام اراده ښيي.  امریکا د خلیج په هېوادونو کې راز-راز جنګي الوتکې لري چې په افغانستان کې هدفونو ته ځان رسولی شي.   دا له کله چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو... Читать дальше...

امریکا ته د ځینو افغانانو د ویزو په اړه کانګرس لایحه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو جرګې پرون پنجشنبه یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې هغو افغانانو ته چې له امریکايي او ايتلافي ځواکونو سره یې مرسته کړې ده، د ځانګړو وېزو د ورکولو پروام پراخیږي او چټکېږي.   دا لایحه په لوی اکثریت یعنې د ۱۶ مخالفو رایو پر وړاندې په ۴۰۷ موافقو رایو تصویب شوه.  اوس به دا لایجه سنا جرګې ته وړاندې شي.  زرګونه افغانان چې تېرو شلو کلونو کې یې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره مرسته کړې او اوس احساس کوي چې د طالبانو له لوري له جدي خطر سره مخامخ دي. دوی د امریکا او نورو هیوادونو وېزو ته انتظار دي.

د پوهنې وزارت د ښوونځیو د ازموینو وخت اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونځیو د ازموینو وخت اعلان کړ.  د دې وزارت ویاند نجیبې ارین په دې اړه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د اسد په شپږمه په سړو او ډېرو سړو سیمو کې د کال د نیمايي ازموینې اخلو. په تودو ولایتونو کې کله چې رخصتۍ پیل شوې، لا وروستۍ ازموینې بشپړې شوې نه وې او څو مضمونه پاتې دي، د اسد په شپږمه نېټه به د تودو ولایتونو وروستۍ ازموینې هم په بشپړ ډ‌ول واخیستل شي او بیا به د کال وروستۍ یا دوبنۍ رخصتۍ پیل شي."  له بلې خوا د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښوونځیو ته د زده... Читать дальше...

افغانستان او اسټرالیا د ډیپلوماټانو پر بېرته راتګ سره غږیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیران افغانستان ته د استرالیايي دیپلوماتانو د بېرته راتګ د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، په افغانستان کې د خپل دیپلوماتیک حضور د بیا پیلولو په باب د اسټرالیا د حکومت د پرېکړې هرکلی کوي.  د بیان له مخې، د افغانستان حکومت له اسټرالیا سره له نژدې کار کړی چې په کابل کې د اسټرالیايي دیپلوماتانو د ماموریت د بیا پیلېدو سریزې برابرې شي.  استرالیا دوې میاشتې پخوا په دې خاطر چې د افغانستان... Читать дальше...

د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ د وضعیت په اړه ضد و نقیض راپورونه

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د وضعیت په اړه لاهم ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.  پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) وسله والو طالبانو ادعا وکړه چې دا ولسوالۍ یې نیولې ده خو تېره شپه ناوخته د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل چې افغان هوايي ځواک په دې ولسوالۍ کې د طالبانو مورچې بمباري کړي دي. ده طالبانو ته د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه بې خبرې وښوده.  پرون سهار طالبانو او د سیمې اوسېدونکو تایید کړه چې د ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته ورغلی خو وروسته ځايي خلکو ازادي راډیو ته وویل چې هوايي ځواک په ولسوالۍ کې پر طالبانو بمباري وکړه. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Мария стала соперницей Азаренко на турнире WTA в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года





Путин в России и мире
Москва

Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Михаил Кутушов

Токсиколог Кутушов рассказал почему возникает похмелье



Москва

Открыт прием заявок на конкурс лекторов от Российского общества «Знание»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net