وروسته له دې چې د تونس ولسمشر قیس سعید د حکومت صدراعظم لیرې او پارلمانیې منحل کړ، نن د دې هېواد د پارلمان مخې ته د نښتو راپورونه ورکړل شول.
په همدې حال کې پوځ ته دنده سپارل شوې چې د دولتي ودانیو ساتنه وکړي.
ولسمشر سعید، صدراعظم هشام المشیشي نن له دندې ګوښه او پارلمانیې د یوې میاشتې لپاره بند کړ، خو د تونس تر ټولو لوی اسلامپال سیاسي ګوند النَهضه دې اقدام ته د پوځي کودتا نوم ورکړ.
د وروستیو راپورونو له مخې پوځیانو د پارلمان ودانۍ بنده کړې او دولتي ودانۍ یې کلابندې کړې دي او په عین حال کې... Читать дальше...
د توکیو د المپیک تنظیموونکي وايي، د دې لوبو له پیل راهیسې د ۱۹ لوبغاړو په ګډون د المپیک اړوند ۱۵۳ کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي دي.
د المپیک نړیوالې کمېټې نن د جولای په ۲۶مه نېټه وویل چې له دې ډلې څخه ۱۶ کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
چارواکو ویلي دي چې په ویروس اخته کسان د توکیو د قرنطین مرکز ته بیول شوي دي.
د المپیک د ۲۰۲۰ کال لوبې له یو کال ځنډ وروسته د جولای په ۲۳مه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې پیل شوې.
دا لوبې سږ کال د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د نندارچیانو له حضور پرته ترسره کېږي.
د افغانستان حکومت له کونړ څخه د پاکستان چترال سیمې ته د ۴۶ افغان پوځیانو د اوښتو راپورونه رد کړل.
د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري نن په یوه خبري غونډه کې په دې اړه راپورونه بېبنسټه وبلل.
دی وايي: "دا رښتیا نهده چې زموږ پوځي پرسونل دې کوم هېواد ته پناه وړې وي، هغه هم پاکستان ته. هغه حساسیت چې د افغانستان خلک، په تېره زموږ پوځیانیې د پاکستان پر وړاندې لري ټولو ته ښکاره دی."
له دې مخکې د پاکستان پوځ په یوه بیان کې وویل چې د ۵ افسرانو په ګډون ۴۶ افغان پوځیانو تهیې پناه ورکړې ده. Читать дальше...
امریکا د راتلونکې اګسټ میاشتې له ۳۱مې وروسته هم پر طالبانو د هوایي حملو خبرداری ورکړی. د اګسټ ۳۱مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې وروستۍ نېټه ده.
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مککنزي ویلي چې د هېواد هوایي ځواکونو یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په دې وروستیو څو ورځو کې د طالبانو څو پوستې هدف ګرځولي او که طالبانو د حملو د زیاتېدو هڅه وکړه، دغه حملې به لا زیاتې کړي.
د تېرې اوونۍ په وروستیو کې امریکایي هوايي ځواکونو په کندهار او هلمند کې طالبان... Читать дальше...
د کمې تنخا لرونکي خبریالان وايي، حکومت چې د جرنلسټس وېلفېیر فنډ په نامه دې سکیم له مخې د مرستو لپاره څومره پیسې او د دې پیسو ترلاسه کولو کوم معیار ټاکلی دی هغه مناسب نه دی. د دوی په وینا، په ملک کې د اوسنۍ ګرانۍ په مقابل کې دا مرستې ډېرې کمې دي.
افغان حکومت وايي، له سقوط شویو ولسوالیو یې تر دا مهاله له ۳۰ زیاتې بېرته نیولې دي.
د افغان وسلهوالو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۴» په کابل کې رسنیو ته وویل، له هغې ورځې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د یرغلیزو عملیاتو د پیل امر شوی له طالبانو یې دا ولسوالۍ بېرته نیولې دي.
شینواري وویل، سره له دې چې په ۲۵ ولایتونو کې جګړه روانه ده، خو په تېره یوازې یوه اوونۍ کې ۱۵۴ عملیات د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ترسره شوي چې په پایله کې یې نږدې ۱،۵۰۰ طالبان وژل شوي او شااوخوا ۱،۰۰۰ نور یې ټپان شوي دي. Читать дальше...
د جولای پر ۲۶مه د یوناما په رپورټ کې راغلي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر پایه په افغانستان کې ۱،۶۵۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۳،۵۵۴ ټپیان دي.
د پاکستان پوځ هغو ۴۶ افغان پوځیانو ته پناه ورکړې چې د پاکستان چترال سیمې ته اوښتي وو.
د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، د افغان پوځ ۴۶ سرتېري چې پنځه افسران هم پهکې دي پرون شپه چترال ته واوښتل.
د کونړ د ولایتي شورا غړي شېر زمین خان ازادي راډیو ته وویل، د سرحدي ځواکونو او ملي اردو دا سرتېري د کونړ ولایت له ناړۍ ولسوالۍ څخه د چترال ارندو سیمې ته تښتېدلي دي.
د پاکستان پوځ وايي، افغان پوځیانو تهیې ډوډۍ، استوګنځای او درمل برابر کړي دي.
د پوځ په بیان کې راغلي چې دا سرتېري به د لازمو پړاوونو له بشپړولو وروسته افغانستان ته وسپارل شي. Читать дальше...
مکنزي؛ د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه پر طالبانو د امريکا هوايي بريدونه اغيزمن دي.
په منځني ختيځ کې د امريکا متحده ايالاتو مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال منت مکنزي په کابل وايي، هغه هوايي بريدونه چې اړتيا ده ترسره کوي يې ترڅو له طالبانو سره په روانه جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی وايي د افغانستان د ملي امنیت ادارې څلور خبریالان چې په کندهار کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته د راپور برابرولو په مقصد تللي وو، نیولي دي.
په کندهار کې د نی مسؤل عبدالسمېع غیرتمل ازادي راډیو ته وویل چې دا خبریالان د طالبانو تر ولکې لاندې بولدک ولسوالۍ ته تللي وو چې د راستنېدو پر مهال ملي امنیت ونیول. ښاغلي غیرتمل وویل چې د دې خبریالانو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.
دی زیاتوي: "د ملي امنیت شورا ته خبر ورکړل شوی او خبرې ورسره روانې دي. موږ هڅه کوو چې ډېر ژر... Читать дальше...
په افغانستان کې چې شااوخوا ۴۷ فیصده اوسېدونکي یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، مرسته رسوونکي پهکې له ډېرو سختیو سره مخ دي حتی کله کله وژل کېږي هم.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۱کال دوهمه ربعه، د بشردوستانه فعالانو لپاره تر ټولو خونړۍ ربع ګنلې ده.
د دغه دفتر په تازه راپور کې راغلي چې که څه هم د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي او ګواښونو اقدامات له ۱۱۵ موردو څخه په دوهمو درېیو میاشتو کې ۶۵ موردو ته کم شوي، خو په دغه موده کې ۱۶ مرسته رسوونکي وژل او ۳۹ ټبیان شوي دي. Читать дальше...
پر چمن وره سوداګري د جولای پر ۱۴مه تر هغې وروسته بنده شوه چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده. هغه مهال د چمن ور د خلکو پر مخ هم تړل شوی وو خو بیا د پاکستان چارواکو پرانیست.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په افغانستان کې سلګونه جريبه کروندو ته اوبه برابرېږي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت هلې ځلې کوي او ټاکل شوې ده د دغو کروندو اوبه د ۴۵ زېرمو د جوړولو له لارې برابرې شي.
دغه زېرمې د لوګر، غزني، پکتيا، پکتيکا او د ميدان وردګو په ولايتونو کې جوړېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې ټاکل شوې ده دغه زېرمې په راتلونکو درې مياشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
وزارت وایي، د دغو زېرمو په ګټې اخیستنې سره به د بزګرانو په سلګونو جريبه کروندې خړوبه شي. Читать дальше...
چین ته د امریکا د لوړپوړې ډیپلوماتې سفر په ترینګلتیا پیل شوی.
بیجېنګ وايي چې د امریکا متحده ایالات چین "شر اچوونکی" معرفي کوي او دا چلند باید بدل کړي.
دا خبره د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شي فینګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شېرمن ته د دوشنبې په ورځ کړې ده.
چین د هغه څه له کبله چې ویل کېږي د شینجن ایالت کې یې یو ملیون اویغوریان او نور مسلمان اقلیتونه د سیاسي زدهکړو په نوم په کمپونو کې بندیان کړي، له نړیوالو انتقادونو او په ځینو مواردو کې له بندیزونو سره مخ دی. چین ټینګار... Читать дальше...
په ترکیه کې په تېرو دوه اوونیو کې ١٦٠٠ ناقانونه افغان پناه غوښتونکي کې نیول شوي. دا افغانان چې د ایران له لارې ترکیې ته تللي غواړي د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ولاړ شي. دوی وايي، په افغانسان کې د تاوتریخوالي، بې وزلۍ او بېکارۍ زیاتېدو هېواد پرېښودو ته اړ کړل. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
په احتجاج کې د پاکستان له رياسته غوښتنه وشوه چې د هېواد د وګړو، په تېره د ښځو او لږکيو د ژوند او حقونو د خونديتوب خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، د امریکا او چین په اړیکو کې د کړکېچ عمده علت دا دی چې امریکایان له چین سره د "خیالي دښمن" په څېر چلند کوي.
شي فانګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شرمن (Wendy Sherman) ته نن ویلي چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې چین د اهریمن په توګه وښيي او په کار ده دا چلند یې بدل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي شي او مېرمن شرمن سره تر کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا دې د خپلو جوړښتي ستونزو ملامتي پر چین نهاچوي.
وروسته له هغې چې واشنګټن... Читать дальше...
د تونس ولسمشر د سیاسي بحران د زیاتېدو په لړ کې صدراعظم له دندې لیرې او پارلمان منحل کړ چې د ده سیاسي مخالفانو دغه کار، کودتا بللې ده.
د تونس ولسمشر قیس سعید، پرون په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د نوي صدراعظم په مرسته به خپل اجرائیه صلاحیت ته دوام ورکوي.
تر دې اقدام څو ساعته مخکې د شمالي افریقا په دغه هېواد کې مظاهرهچیانو د حکومت د استعفا او د پارلمان د منحلېدو غوښتنه وکړه.
ولسمشر سعید ویلي، د ده د اقداماتو هدف د تونس خوندیتوب او د اساسي قانون په چوکاټ کې د هغوی دفاع ده.
په دغه هېواد کې د اقتصادي... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په خپل تازه راپور کې وايي، د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې.
يوناما د ملکي تلفاتو په اړه د خپل شپږ میاشتني راپور په خپرولو سره ویلي، که روان حالت دوام وکړي روان ۲۰۲۱ میلادي کال به د ملکي تلفاتو له اړخه له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا تر ټول خونړی کال وي.
د یوناما په تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۴» یې خپور کړ راغلي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له... Читать дальше...
مسیر
مسیر ورځپاڼې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه لیکلي چې طالبان پرلهپسې هڅه کوي چې لا زیاتې سیمې لاندې کړي او حکومت هم د سیمو د بېرته نیولو لپاره هڅې کوي او په ډېرو ولایتونو کې یې سخت هوايي بریدونه او بمبارۍ هم پیل کړې دي.
خو لیکوال پوښتلې چې ولې دواړه لوري خبره د سولې کوي، خو تمرکز یې بیا پر جګړه دی؟
د لیکوال په اند دواړه لوري فکر کوي چې لا هم په اوس وخت کې سوله د دوی په ګټه نهده او طالبان فکر کوي چې که اوس سوله کوي، نو اړ دي چې ډېر مسایل ومني، ځکه چې لا هم حکومت شته، جغرافیه لري، له سیمې او نړۍ سره اړیکې او مشروعیت هم لري. Читать дальше...
په ایران کې د اوبو د کمښت په اعتراض مظاهرې او اعتراضي غونډې پراخې شوې دي.
پر خوزستان سربېره د ایران له نورو سیمو هم د مظاهرو راپورونه ورکول شوي دي.
پرون یکشنبه د ایران په خوزستان ولایت کې مظاهرو د ۱۱مې ورځې لپاره هم دوام وکړ.
د خوزستان خلک لومړی د اوبو د کموالي په اعتراض کې سړکونو ته راوتلي و، خو وروسته مظاهرو سیاسي بڼه خپله کړه.
په وروستیو ورځو کې د مظاهرو لمن بوشهر، تهران، اصفهان، لرستان او کرمانشاه ولایتونو ته هم وغځېده.
مظاهرهچیانو شعارونه ورکول چې "ایرانی مړ کېږي، خو ذلت نهقبلوي"... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو یوه مخکښ قوماندان وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ به د امریکا هوايي حملې دوام کوي.
دغه امریکايي قوماندان دا خبره داسې مهال کړې چې له افغانستانه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو وتل روان دي.
جنرال کېنت مککنزي (General Kenneth McKenzie) چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان دی او د افغانستان په ګډون په سیمه کې د امریکايي ځواکونو مشري هم کوي، پرون ناوخته په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: "د امریکا متحده ایالاتو د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په وروستیو ورځو کې خپلې هوايي حملې زیاتې کړې دي. Читать дальше...
د فرانسې پارلمان هغه قانون تصویب کړ چې روغتیايي کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین جبري کوي.
د دې قانون له مخې د هغو ځایونو لېست پراخېږي چې خلک اړ دي د ورتګ لپاره په اصطلاح روغتیايي جواز ولري.
دا بدلونونه وروسته له هغې راځي چې د حکومت لهخوا د کرونا وبا له کبله د لګول شویو مقرراتو پر خلاف په ملي سطحه خلکو مظاهرې وکړې.
د ولسمشر امانوئل مکرون هدف دا دی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره واکسین د یوې عمده وسلې په توګه وکاروي.
د ده حکومت غواړي زیانګالي خلک خوندي او په روغتونونو کې د بستر شویو د ګڼه ګوڼې مخه ونیول شي. Читать дальше...
په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې روانو پوځي عملیاتو ته ژر تر ژره پای ورکړي.
دې سفارت پرون یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا پوځي تحرکات د خبرو له لارې یوه جوړجاړي ته د رسېدو هڅې شنډوي.
سفارت له طالبانو اوربند غوښتی او زیاته کړې ده چې روانې جګړې ملکیان زیانمنوي او له خپلو مېنو یې بېځایه کوي.
بلخوا د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، د افغانستان د سولې په اړه د نړیوالو ګډ دریځ به دا پروسه خوځنده کړي.
ښاغلي ستانکزي دا خبرې پرون په کابل کې د اروپایي... Читать дальше...
لسګونه بلجیم مېشته افغانانو پرون په بروکسل کې د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره وکړه.
دوی په اسلاماباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې عليخېل د تښتونې او شکنجې پر ضد شعارونه ورکول او پاکستانیې د طالبانو په ملاتړ او د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورن کړ.
له دې وړاندې په افغانستان او خپله پاکستان کې هم د سلسلې عليخېل د تښتونې او ربړونې پر ضد مظاهرې شوې دي.
نوموړې شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې په اسلاماباد کې وتښتول شوه او له شکنجې وروسته بېرته خوشې شوه.
له دې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو ډيپلوماتیکې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
RU.TV превращает Русскую Музыкальную Премию в Мюзикл
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Новак Джокович в пятый раз получил спортивный «Оскар» как атлет года
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Мокрый фасад: как сделать отделку по технологии СФТК
Путин в России и мире
Москва
Путин сказал Алиеву: "Пора!". Новый БАМ пройдет через Кавказ. Транспортным коридором "Север — Юг" Россия и Азербайджан перешли дорогу Западу
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Проводивший панихиду по Навальному* священник запрещен в служении
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Фрэнк Синатра
Леонардо ДиКаприо может сыграть Фрэнка Синатру в новом байопике Мартина Скорсезе
Москва
Синоптик Вильфанд: в Москве завтра и послезавтра ожидаются дожди с грозами
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net