بغلان کې دوه زره او ۶۸۵ کيلوګرامه نشه يي توکي وسوځول
په دې نشه يي موادو کې دوه زره او ۶۸۵ کيلوګرامه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ، چرس او تارياک شامل وو. دا هغه نشه يي مواد وو چې په تېرو دوو کلونو کې په ۱۲۴عملياتو کې په بغلان ولایت کې نيول شوي وو.
د بغلان امنیه قوماندان جاوېد بشارت ازادي راډيو ته وويل چې د دې عملیاتو په بهير کې ۲۰۶ تنه نيول شوي او د عدلي او قضايي ادارو له خوا په مجازاتو محکوم شوي دي.
