د کندهار میرویس روغتون چارواکي وايي د روانې جګړې د ټپیانو درملنې لپاره عامو خلکو ۳۰۰ یونټه وینه ډالۍ کړې.
لسګونه کسان تېر دوه ورځې د وینې د ډالۍ لپاره میرویس روغتون ته ورغلل. دغه روغتون ته هره ورځ د جګړو ګڼ ټپیان ورانتقالېږي چې اکثر یې وینې ته شدیده اړتیا لري.
د وینې ډالۍ کوونکي اکثر هغه ځوانان دي چې جګړو غمجن کړي. دوی ټينګار لري چې د خلکو ژغورنې ته له خپلې وینې تېر دي.
زمری څرګند د کندهار اوسېدونکی وايي: "په دغسې جنګي ماحول کې خلک ډېر ځپل شوي. وینې ته ضرورت لري. تاسو په جریان کې یئ چې دلته... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې یوه لوړپوړي استازي په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشاره ویلي چې د ملکیانو مرګژوبله زیاته شوې او جګړې لا هم له افغان ملکیانو قرباني اخلي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي تګلارو لوړپوړي استازي جوزف بورېل په افغانستان کې د سولې د رښتینو او ټولشموله خبرو د پیل غوښتنه وکړه.
هغه دا خبرې پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وکړې.
ښاغلي بورېل په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د شورا له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د جګړې دوام د ناستې د بحث له موضوعګانو وه. Читать дальше...
د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزی وایي، افغانان به ډیرژر د طالبانو او د افغانستان د دولت ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلیدو شاهد واوسي. په قطرکې د دواړو لورو ترمنځ خبرې، له افغانستانه د ناتو او امریکایي ځواکونو د وتلو د مهال ویش تراعلان وروسته په ټپه دریدلې. دغه خبرې د تیرکال په سپټمبرکې پیل شوې وې خوپکې د پام وړپرمختګ ندی شوی. کرزي نن په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې دغه راز په افغانستان کې د جګړې د بندیدو او د بنسټیزو تاسیساتو د نه ویجاړیدو غوښتنه وکړه.
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې څلورمه غونډه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، په دې ناسته کې چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو ده، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ګډون کړی او د افغانستان روان امنیتي وضعیت بهیې د بحث اجنډا وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۲» ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای همکاریو سازمان... Читать дальше...
مشال راډيو د جولای پر ۱۳مه د پنجاب ټيکسټ بک بورډ د دې اقدام په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د دې ادارې چارواکو او هم د پنجاب تعليم وزير مراد راس ته د هغوی پر ټيليفون شمېرو زنګونه ووهل، خو په خبرو ورسره بريالی نه شو.
په سلګونه قومي مشران او ځوانان د جولای پر ۱۳مه د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست انګړ ته ورټول شوي ول او د افغانستان د ملي او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ يې له مرکزي حکومته وغوښتل چې هر هغه څوک چې د ملي امنیتي ځواکونو په سر سودا کوي.
د افغان ښځو شبکې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې تاوتریخوالی ودروي او د سولې خبرو مېز ته وګرځي.
دغې شبکې ملکي وګړي په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان د جګړې اصلي قربانیان وبلل او له حکومتیې وغوښتل، پرېنهږدي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د جګړې قرباني شي.
د دغې شبکې یوې غړې فرشتې فرح وویل: "د جګړې له دواړو غاړو غوښتنه کوو چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او اوربند وکړي، د بېګناه ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي او اوربند وکړي، مذاکرات پیل کړي څو دوامدارې سولې ته ورسېږو."
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد... Читать дальше...
د طالبانو استازو ترکيې ته خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې ځواکونه پاتې نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې انقرې اعلان کړی چې د کابل هوايي ډګر چې رسمي نوم یې حامد کرزی نړيوال هوايي مېدان دی، د ساتنې لپاره د ځواکونو په پاتې کولو غور کوي.
د مې له لومړۍ نېټې له کله نه چې امريکايي ځواکونو له افغانستانه وتل پېل کړي دي نو طالبانو د افغانستان د ۴۲۳ ولسواليو دريمه برخه نيولې او د افغان حکومت د ممکنه سقوط په اړه یې اندېښنې موندلې دي.
دې حالاتو د جولای... Читать дальше...
زلمی خلیلزاد چې د یکشنبې پهورځ د سیمې په سفر راوتلی، دوحه کې یې د افغانستان د سولې په اړه له بېلابېلو لوریو سره خبرې کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي وايي، دواړه لوریو له خلیلزاد سره کتلي دي.
په دې لیدونو کې پر نورو موضوعاتو سربېره، هر څه ژر د شخړې په سیاسي حل بحث شوی او ترخوا یې د سولې خبرو په چټکتیا او اغېزمنتوب هم خبرې شوي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، لیدنه کې د سولې خبرو د روان بهیر د ستونزو په اړه هم بحث شوی. Читать дальше...
د افغانستان مخکینی جمهور رییس حامد کرزی روانو حالاتو ته خوشبین دی. هغه د سې شنبې (د چنګاښ ۲۲مه) په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل، روان حالات بدلیدونکی دی او د سولې خبرې به ډېر ژر په جدي ډول پیل شي.
دی وايي: "دا حالت تیریدونکی دی، جګړه د پردیو ده، د دې پردۍ جګړې څخه د وتلو لاره ورورولي او سوله ده، موږ سولې ته رسېږو، تاسو به ډېر ژر د سولې د جدي خبرو د بیا پیل شاهدان واوسئ او د سولې خواته به ولاړ شئ."
ښاغلی کرزی وايي، په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې يوه غوغا خپره... Читать дальше...
د امریکا روغتیايي چارواکو اعلان کړی هغه خلک چې په بشپړه توګه واکسین شوي اړتیا نه لري چې تقویتي/درېیم ډوز واکسین ترلاسه کړي.
چارواکو دا اعلان د واکسینونو له یوه لوی تولیدوونکي شرکت فایزر مسوولینو سره تر ناستې وروسته کړی.
پرونۍ (دوشنبه-د چنګاښ ۲۱مه) ناسته داسې وخت وشوه چې تېره اوونۍ اوونۍ فایزر شرکت حیرانوونکی اعلان وکړ او ویې ویل چې په پام کې لري له امریکا متحده ایالاتونو وغواړي د کووېډ- ۱۹ تقویتي/یا بوسټر ډوز/شاټ منظور کړي.
فایزر شرکت ویلي چې درېیم شاټ کولی شي په ډراماتیک ډول معافیت ته وده... Читать дальше...
د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت یو شمېر محدودیتونه اعلان کړي دي.
د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د پهلوانۍ (یا ملاکړې) سیالۍ روانې دي چې ورته د سیند د بېلا بېلو برخو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د شانګلې یو پهلوان غلام حسین هم ورغلی دی. نوموړی یوازینی پښتون دی چې په ټول سیند کې د پهلوانۍ ښه لوبغاړی بلل کېږي. حسین د پهلوانۍ لپاره د سیند مختلفو سیمو ته ځي. په سیند او پنجاب کې خلک پهلواني د خپل تاریخ او کلتور برخه ګڼي او هر کال په بېلا بېلو سیمو کې د پهلوانۍ د سیالیو تابیا کوي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکي وايي، د دې پوښتنې ځواب د هغو سیمو له حالاتو لګېدای شي چې طالبانو تازه تر خپل واک لاندې راوستلې دي.
له کابله چاپېدونکو یو شمېر ورځپاڼو د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خلکو د ژوند، د جګړو له امله د بې ځایه شوېو خلکو او د حکومت په وروستیو اقدام لیکنې او تبصرې کړي دي.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د طالبانو له واک لاندې سیمو د خلکو د ژوند په اړه کره اطلاعات په لاس کې نشته، خو هغه څه چې په دې اړه طالبان او دولت یې راپور ورکوي، متناقض دي.
د ورځپاڼې له قوله، تر اوسه کوم خپلواک بنسټ په دې نه دی بریالی شوی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو نه د خلکو د ژوند په اړه راپور ورکړي چې په خلکو... Читать дальше...
هېل
د امریکا هېل ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د ماموریت په پای ته رسېدو یوه لیکنه خپره کړې ده.
دا جنرال درې کاله وروسته داسې حال کې خپله دنده پای ته رسوي چې ټاکل شوې د اګسټ تر ۳۱مې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي.
د مېلر ځای ناستی اوس جنرال کېنټ فرانک مککنزي دی، د ورځپاڼې په باور، مککنزي به د فلوریډا ایالت له تامپا څخه خپل څارونکی ماموریت مخته وړي.
ورځپاڼې د طالبانو په جګړو په ځانګړي ډول په شمال کې د زیاتو ولسوالیو پر سقوط هم اندیښنه څرګنده کړې ده. Читать дальше...
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د نوي عمومی قوماندان او افغان ولسمشر تر منځ په ناسته کې د امریکا او افغانستان د همکاریو په نوي باب بحث شوی دی.
جنرال فرانک مککنزي پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) د جنرال سکاټ مېلر ځای ناستی شو.
ارګ ماڼۍ پرون په یوه بیان کې ویلي چې جنرال مککنزي او افغان ولسمشر د امریکا او افغانستان د همکاریو د نوي فصل او هم د افغانستان د هوایي ځواک په ګډون، د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د واشنګټن د همکاریو په تړاو خبرې وکړې.
د مککنزي او افغان ولسمشر د لیدنې زیات جزییات نه دي رسنیز شوي. Читать дальше...
د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې څلورمه ناسته نن سې شنبه(د چنګاښ ۲۲مه) په تاجکستان کې پیلېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون لري.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حامد تهذیب پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) ماښام ازادي راډیو ته وویل:
"په شانګهای سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب مساله، له ترهګرۍ او تُندلارۍ سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره د شانګهای سازمان همکاري، د افغانستان اوسنۍ وضعه او د سیمې په سوکالۍ باندې یې پر اغېزو... Читать дальше...
فنلنډ له دغه هېواده د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ درولې ده.
د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) ویلي، دا پرېکړه یې د افغانستان د ناسمۍ امنیتي وضعې په خاطر کړې ده.
دې ادارې زیاته کړې، د جولای له نهمې هرهغه پرېکړه درول شوې چې له فنلنډه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو باعث ګرځېده.
فنلنډي چارواکو ویلي، دا پرېکړه تر هغه جاري پاتې کېږي چې د افغانستان د وضعیت په تړاو ارزونه بشپړه او د ایستل کېدونکو کډوالو د امنیت د خوندیتوب په اړه ډاډ حاصله شي.
د فنلنډ د کډوالۍ ادارې یوه مسوول... Читать дальше...
روسي ډیپلوماټان په بلخ کې د روسیې له کونسلګرۍ وتلي دي.
انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې روسي ډپلوماتان د حیرتان بندر له لارې د ازبیکستان پلازمېنې تاشکند ته انتقال شوي دي.
خو روسي چارواکو له افغانستانه د ډیپلوماتانو لېږد یو "مؤقتي اقدام" بللی دی.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت هم انټرفاکس ته تایید کړې چې روسی ډیپلوماتان ازبیکستان ته ور رسیدلي دي.
تر دې دمخه په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژارنوف ویلي و چې په بلخ ولایت کې د هغه هېواد کونسلګري به تر هغه پورې وتړل شي چې د افغانستان وضعیت روښانه نه شي. Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان مشر نیوکه کړې چې د کرونا د واکسین د تمویل په برخه کې د هېوادونو تر منځ توپیر ډېر زیات او نابرابره دی.
ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس هغو هېوادونو ته د تقویتي ډوزونو د ورکړې په اړه خبرداری ورکړ چې وختي يې خپل خلک واکسین کړي.
هغه پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) د کووېډ-۱۹ د واکسین په اړه په یوه غونډه کې وویل: "په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو لا واکسیناسیون نه دی پیل کړی، یو شمېر هېوادونو خپل اکثر خلک واکسین کړي دوه ډوزونه او اوس درېیم تقویتي ډوز پیلوي. دا جداً د خواشینۍ وړ ده."
ټېډروس... Читать дальше...
عراقي رسنیو راپور ورکړی چې له ایرانه دغه هېواد ته د وارداتي برښنا دوه ستنې په بمونو الوزول شوي دي.
په دې سره د دیاله ښار د ګڼو سیمو برښنا پرې شوې ده.
عراقي چارواکو ویلي، وسله والو کسانو چې ګمان کېږي د داعش ډلې غړي به وي پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) په دیاله ښار کې د برښنا دوه لویې ستنې په بمونو والوزولې.
تر دې مخکې په صلاح الدین، کرکوک او دیاله ښارونو کې د برښنا څو پایې الوزول شوي چې د اکثرو بریدونو پړه داعش ډلې منلې ده.
عراق د ایران د وارداتي برښنا لوی پیریدونکی دی.
پاکستاني چارواکو یو وار بیا د هغوی په خبره د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان ملاتړ ته خپله ژمنتیا تکرار کړه او ویې ویل چې "اسلام اباد غواړي په افغانستان کې د سولې ملګری شي ، نه د شخړې ملګری".
د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد حسین، د انرژۍ وزیر حماد اظهر او د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار شهزاد اکبر د افغانستان د روانو حالاتو په اړه پرون دوشنبه (د چنګاښ ۲۱مه) په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته وغږېدل.
چوهدري فواد حسین وویل، اسلام اباد د افغانستان اوسني وضعیت ته جدي پام کوي او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د راتلو غوښتونکی دی. Читать дальше...
د جګړو په اوج کې د افغانستان جمهور رییس ډاډ څرګند کړی چې هوایي ځواکونه به د جنګ لوری بدلوي او اړین ثبات به راولي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ځواکونو د لا زیاتې اغېزمنتیا لپاره له دې پرېکړې هم خبر ورکړی چې د ځانګړو ځواکونو قطعه او د هوایي ځواکونو ځانګړې لوا به سره یوځای کړي.
ولسمشر غني پرون دوشنبه (د چنګاښ ۲۱مه) مازیګر د هوايي ځواکونو د ځانګړې لوا له ځينو پیلوټانو سره په دې تړاو خبرې کړي.
د دغو خبرو ویډیو ارګ په خپله فیسبوک خپره کړې: "خاص قوتونه به مطلق خاص پاتې شي. نوم مو الماس دی [الماس ۷۷۷ لوا] هماغسې به پاتې کېږئ. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
"Спартак" сыграет с "Динамо" в 1/2 финала Пути Регионов Кубка России
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Лидер социалистов вступился за Ладожское озеро
Путин в России и мире
Москва
Первый пуск «Ангары-А5М» с Восточного запланирован в 2027 году
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
У помощника Лукашенко по общим вопросам нашли три квартиры в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В Киеве обвинили Зеленского в неспособности добиться нового пакета помощи от США
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Песня
Акция «Песни наших отцов» пройдет в Химках ко Дню Победы
Москва
Штрафы и тюрьма: Построивших дамбу оренбуржцев накажут за самовольное спасение от наводнения
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net