123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

Новости за 03.07.2021

میدان وردګ چارواکي: افغان ځواکونو د ټوپ دښتې له مرکزه شاتګ کړی

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت مرکز میدان ښار کې د ټوپ په دښته کې له پروت تعلیمي مرکزه تکتیکي شاتګ کړی دی.  د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان مصطفي مایار نن ناوخته (شنبه-د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې له یاد مرکزه نن د ورځې په نیمايي کې تر جګړې وروسته افغان ځواکونو وتلي دي.  دی وايي: "په خواشینۍ سره باید ووایم چې له یاد مرکزه زموږ نظامي قوتونو شاتګ کړی، فعلاً دښمن هم نه دی توانیدلی چې مرکز ته داخل شي، ځکه هوايي ځواکونه هلته موجود دي ، خو زموږ... Читать дальше...

"ټام، له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو ایستل لویه ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي"

Pa.azadiradio.com 

ګڼو لویدیځو ورځپاڼو او رسنیو افغان ځواکونو ته د بګرام د اډې د سپارلو په هکله مطالب خپاره کړي دي.  مېل انلاین مېل انلاین لیکي چې د بریتانیې د پارلمان یو محافظه کار غړي له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د خپل هېواد په پوځي مشرانو انتقاد کړی دی.  ټام توګینداټ له افغانستانه د ځواکونو ایستل یوه لویه ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي.  د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر چې څلور کاله یې په منځني ختیځ کې خدمت کړی وايي، له افغانستانه د ځواکونو ایستل دا معنی ورکوي چې بریتانیا دې په نورو هېوادونو اغېز خپرول هېر کړي. Читать дальше...

له پلاستیکي کڅوړو د ګټې نه اخیستو نړیواله ورځ او انساني ژوند ته د خطر ګواښ

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې نن د جولای درېیمه نېټه د پلاستیکي کڅوړو د نه استفادې نړېواله ورځ ده، د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره د پلاستیکي کڅوړو د زیات مصرف له امله د ککړې هوا او د انساني ژوند د خطر له ګواښ سره مخ کوي. فضل محمد په کابل ښار کې د تازه میوو یو پلورنځی لري چې په ورځني ډول شااوخوا ۱۵۰ پلاستیکي کڅوړو کې پر خلکو میوې پلوري. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، دا د هغه ورځنی کار دی او د دې ګاونډی هټېوال هم همدا چاره پر مخ وړي: " زه د تازه میوو پلورونکی یم، کله چې میوه پلورم نو خپلو پیرودونکو ته... Читать дальше...



د سرتیرو وتل؛چین: امریکا دې افغانستان کې د احتمالي ګډوډۍ مخه ونیسي

Pa.azadiradio.com 

چین د امریکا له متحدو ایالاتونو غوښتي دي چې له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو تر اېستلو وروسته په دې هېواد کې د احتمالي ګډوډۍ مخه ونیسي.  د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د  نړیوالې سولې په نوم کلني کنفرانس ته چې پېکېنګ یې د څینګوا Tsinghua پوهنتون او د بهرنیو اړیکو د تحقیقاتي انسټیټیوټ په مرسته جوړوي، د وینا پر مهال څرګندونې کولې. ښاغلي یي زیاته کړه: "امریکا د افغانستان د جګړې د ملامت په توګه باید سوله ییز پوځي انتقال په مسوولانه ډول یقیني کړي، نه دا چې ملامتي پر نورو واچوي او پښې سپکې کړي. Читать дальше...

روحاني: ایران ښايي د کرونا له بلې څپې سره لاس ګرېوان وي

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی چې هېواد یې ښايي د کرونا وبا له یوې بلې څپې سره لاس ګرېوان وي. دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو ویلي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس هندۍ بڼه په چټکۍ سره خپرېږي.  ولسمشر حسن روحاني دا څرګندونې نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د کرونا پر ضد د مبارزې د ادارې له چارواکو سره په کتنه کې وکړې. هغه وویل، دا وېره شته چې ایران د کرونا له پنځمې څپې سره لاس ګرېوان وي.  د ایران ولسمشر له خلکو وغوښتل چې د کرونا د نوې څپې، په تېره د هندۍ بڼې د مخنيوي لپاره د دوبي د رخصتیو سفرونه او غونډې وځنډوي.

د پکتیا اوسیدونکي: طالبانو مخابراتي خدمات ځنډولي؛ طالبان: امنیتي ستونزې دي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا اوسیدونکي وایي، وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو خدمات بند کړل، دې وضعیت دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې د ولس له ځورولو او عامه شتمنیو ته د زیان رسولو څخه ډډه وکړي. ۲۸ کلن احمد بهار د پکتیا هغه لوستی ځوان چې له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې په دنده بوخت دی وایي، له کله چې پکتیا کې مخابراتي شبکې بندې شوي، دی د خپلې کورنۍ او دوستانو هېڅ خبر نه لري او دې وضعیت ډېر اندېښمن کړی دی. بهار له مخابراتي شبکو ورپېښو ستونزو ته په اشارې وایي... Читать дальше...

د هرات والي: د انسان تښتوونکو دوه ډلې نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات والي د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د انسان تښتوونکو د دوو ډلو د نیولو خبر ورکوي.  عبدالصبور قانع نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۱۱ کسان په دې دوو ډلو کې د غړیتوب په تور نیول شوي دي. ښاغلي قانع زیاته کړه: "د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ملي امنیت ځواکونو د انسان تښتوونکو پرضد ۱۳ عملیاتونه ترسره کړي چې د دې عملیاتو نتیجه د یوولسو کسانو نیول و."  د هرات والي وايي چې د دې عملیاتو پر مهال د سید محمد په نوم یو کس چې تښتوونکو نیم میلیون ډالر ترې غوښي وو، هم هم ازاد... Читать дальше...

د اروپا فوټبال؛ چک-ډنمارک او انګلستان د اوکراین پر وړاندې سیالۍ ته وځي

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د ملتونو جام د فوټبال د نن شپې په سیالیو کې چک جمهوریت د ډنمارک او انګلستان د اوکراین پر وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي.  ګټونکې لوبډلې به د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.  اسپانیا او ایټالیا له وړاندې د دې سیالیو نیمه پایلوبو پړاو ته لاره کړې ده، تېره شپه اسپانیا سویزر لینډ ته ماتې ورکړه او ایټالیا بلجیم ته.  لومړۍ لوبه چې د اسپانیا او سویزرلینډ ترمنځ ترسره شوه، د یو-یو ګول په کولو مساوي پایته ورسېده، خو د پننالټي ګولونو په وهلو سره اسپانیا وتوانېده چې دغه لوبه وګټي.  د همدې... Читать дальше...



افغانستان کې په ۳ کسانو کې د تورفنګس په نوم ناروغي پېژندل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو درې ورځو کې په دې هېواد کې په درېیو کسانو کې د تورفنګس په نوم ناروغۍ پېژندل شوې ده.  د دې وزارت سرپرست وزير وحيد مجروح نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال خبريالانو ته وويل، دغه کسان په کرونا ویروس اخته شوي وو.  د ښاغلي مجروح په خبره دغه ناروغي، د انسان ټول بدن، تنفسي سيسټم او دماغونه نيسي ان تر دې چې خونريزي هم ورته پيدا کوي.  د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ناروغي په خوسا ميوو، د انسان د پوستکي په سر او طبيعت کې... Читать дальше...

۱۹بنسټونه: ملګري ملتونه دې د افغان ملکیانو پر وړاندې شوي جنایتونه وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

د ملکیانو پر وړاندې د جرمونو د څېړولو لپاره له ملګرو ملتونو د افغانستان د بشر حقونو له غوښتنې د ۱۹ ملي او نړیوالو بنسټونو ملاتړ وشو. ‎دغو بنسټونو ملګرو ملتونو ته په یو لیک کې ویلي چې د افغانستان د بشر د حقونو غوښتنه پرځای ده او په ‌‌‌‌‌‌ډېریو مواردو کې په دې هېواد کې د ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنایتونه شوي دي. ‎د ارمان شهر بنسټ مشرې او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون نایبې ګیسو جهانګیري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغو ټولو سازمانونو د افغانستان د بشر د حقونو له کمېسیونه خپل ملاتړ اعلان... Читать дальше...

نی: کندهار کې له ۱۰ زیات ښځینه خبریالانو د شته ګواښونو له امله دندې پريښي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، په دغه ولایت کې تر لسو زیاتو ښځینه خبریالانو د تهدیدونو له امله خپلې دندې پریښي دي. اريا رحمت کندهار کې د يوې خصوصي راډيو د ټولنیزو خپرونو پروډیوسره ده وایي، د ناامنۍ ترڅنګ کلتوري محدويتونه او د ښځینه خبریالانو د کار او فعالیت پر وړاندې د یو شمېر خلکو منفي لیدلوری د دوی د کار پر وړاندې لوی خنډونه دي. اغلې رحمت وړاندې وویل: "که یوه خبریاله په ټلویزیون یا راډیو کې کار وکړي، زموږ د خلکو ذهنیت منفي لوري ته ورګرځي او پر دوی خراب نومونه ږدي وايي،... Читать дальше...

سپینه ماڼۍ: د اګسټ تر پایه له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو وتل بشپړیږي

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وايي، تمه لري چې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر پایه بشپړ شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره وروسته له هغې وکړه چې د امریکا او ناټو پوځي ځواکونه له بګرام هوايي اډې په بشپړ ډول ووتل او اډه یې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارله. مېرمن ساکي زیاته کړه چې متحد ایالاتونه به افغانستان ته په راتلونکو میاشتو کې بشري مرستو او د امنیتي سیستمونو چمتو کولو ته دوام ورکړي. ولسمشر جو بایډن پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو... Читать дальше...

بلخ والي: د ځینو هېوادونو قونسلګرۍبندې شوي یا یې فعالیت محدود کړی

Pa.azadiradio.com 

د بلخ والي وايي، په مزارشریف کې د ځینو هېوادونو قونسلګرۍ یا بندې شوي  او یا یې خپل فعالیت محدود کړی دی.  فرهاد عظیمي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه ) خبریالانو ته وویل چې د ترکیې قونسلګري کابل او د روسیې قونسلګري د حیرتان بندر او ترمز ښارګوټي ترمنځ سیمې ته کډه شوي دي.  ښاغلي عظیمي وویل، د ایران قونسلګري د تهران د خپلې پالیسۍ او پرېکړې پر اساس خپل جګپوړي ډیپلوماتان له مزارشریفه اېستلي او یوازې د ټیټې کچې کار کوونکي یې پاتې دي.  خو یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي هویت یې... Читать дальше...

سرچینه: د بدخشان د ۸ ولسوالیو له سقوط سربېره ۲نورې هم سقوط شوې

Pa.azadiradio.com 

سرچینې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بدخشان ولایت د اتو ولسوالیو له سقوط وروسته طالبانو اوس جرم او راغستان ولسوالۍ هم نیولي دي.  د جرم ولسوالۍ ښاروال عبدالناصر بهادر ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) ماسپښین د طالبانو لاس ته ولوېده او دولتي ځواکونه ترې په شا شول او د راغستان ولسوالۍ اجراییه مدیر مولوي حیات الله وویل چې طالبانو له یوې درنې جګړې وروسته پردې ولسوالۍ ولکه ټینګه کړه.   له دې مخکې یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي ازادي راډیو ته ویلي و... Читать дальше...

د لېتوانیا چارواکو ۱۱۶ غیر قانوني کډوال نیولي

Pa.azadiradio.com 

د لېتوانیا چارواکو د هغو ۱۱۶ غیر قانوني کډوالو د نیولو خبر ورکړی چې دوی وايي، بلاروس د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې په عمدي ډول د ګډ سرحد له لارې دې هېواد ته اړولي دي.  د لېتوانیا د سرحدي امنیت د دولتي خدماتو ادارې نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) همدا راز وویل چې د دې هېواد سرحدي ګارډ د یوې ډلې کډوالو د توقیف پر مهال اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه. سرحدي ګارډ وايي، له دې سره په تېرو دوو ورځو کې د نیول شوېو غیرقانوني کډوالو شمېر ۱۷۹ ته او په روان کال کې د ټولو نیول شوېو کډوالو شمېر ۹۳۸ ته لوړ شو. Читать дальше...

فلورېډا کې د نسکورې شوې ودانۍ پېښه کې د مړو شوېو کسانو شمېر۲۲ شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په فلورېډا ایالت کې د یوې لوړې ودانۍ د نسکورېدو په پېښه کې د مړو کسانو شمېر وروسته له هغه ۲۲ ته لوړ شو چې څلور نور مړي د ودانۍ له کنډوالو څخه راواېستل شول.  میامي ښار ته نژدې د استوګنې د دې ۱۲ پوړیزې ودانۍ زیاته برخه د جون په ۲۴مه نېټه ونړېده او له هغه مهاله تر پرونه پورې د ژغورنې ډلو هېڅوک د ودانۍ په کنډوالو کې نه وو، موندلي، خو تر اوسه هم د ۱۲۶ کسانو نومونه د هغو کسانو په لېست کې دي چې تري تم دي.  د دې څلوېښت کلنې ودانۍ له نړېدو وروسته په نورو ښارونو کې چارواکو د لوړو زړو ودانیو د... Читать дальше...

روسیه کې د کرونا له کبله د مړینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

روسیې د پنځمې پرله پسې ورځې لپاره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو په شمېر کې د بې ساري زیاتوالي راپور ورکړی.  په داسې حال کې چې د روسیې حکومت د کرونا ویروس له نوې څپې سره د مبارزې هڅه کوي د دې هېواد مسوولو روغتیايي چارواکو نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶۹۷ کسانو د مړینې او د ۲۴۴۰۰ نوېو مواردو خبر ورکړ.  روسیې هم د نورو هېوادونو په څېر ویلي دي چې د کرونا ویروس د هندۍ بڼې په مثبتو مواردو او له دې کبله د مړینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.  کارپوهان وايي، د کرونا ویروس هندۍ... Читать дальше...

عالمان: طالبان دې د 'اسلام او جهاد' په نوم جګړه ودروي او اسلام دې 'نه بدناموي'

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان علماوو سرتاسري شورا په هېواد کې د وروستي وضعیت ته په کتو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او روانه جګړه یې یو ځل بیا ناروا وبلله. ‎د دغې شورا سرپرست مولوي سردارځدران د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یو پرېکړه لیک په خپرولو وویل چې د جګړو دواړه خواووې باید ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي. ‎ښاغلي ځدران پر طالبان غږ وکړ چې د 'اسلام او جهاد' په نوم جګړه دې ختمه او اسلام دې 'نه بدناموي'. نوموړي وويل:"د دواړو اړخونو په ځانګړي... Читать дальше...

له منځني ختیځه په رخصتۍ کور ته تللو پاکستانیانو روزګار په خطر کې دی

Mashaalradio.com 

دوی وايي، د منځني ختیځ هیوادونه ترې د اسټرازنیکا، بایو اېنټېک او د موډرنا واکسینو کارتونه غواړي خو دوی یې ورته نه شي ورکولی ځکه چې په پاکستان کې د چین جوړ ساینوفام، کنسینو بایو او ساینوویک واکسین خلکو ته ورکول کېږي. پښتانه مساپر وايي، د منځني ختیځ هیوادونه چینايي واکسین نه قبلوي.


Музыкальные новости
Моргенштерн

Моргенштерну* не нужны деньги? Рэпер рассказал о своем отношении к богатству





Персональные новости
10

Доходность инвестиций в недвижимость в Пскове составляет 10%





پنټاګون د خپلو ډیپلوماتانو د ساتنې او افغان پوځ لپاره نوې طرحه عملي کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له تر ټولو ستر پوځي او هوايي اډې بګرام نه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته، پنټاګون افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د بدلون طرحه تایید کړې ده. د دې طرحې موخه، کابل کې د امریکا د ډیپلوماټیک حضور د امنیت ساتنه او تر خوا یې له افغان پوځ سره د اړیکو ساتل دي. د پنټاګون ویاند جان کربي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) رسنیو ته وویل، د امریکا دفاع وزیر جنرال لوېډ اسټن دا طرحه منلې ده او ژر به په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر خپل ټول پرسونل جنرال فرانک مککېنزي ته وسپاري. Читать дальше...

د بګرام هوايي اډې په اړه پينځه د پام وړ خبرې

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو تر ټولو سترې "بګرام" هوايي اډې چارې د جولايي پر دويمه افغان پوځ ته وسپارل شوې. دا په داسي حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی و چې سږ کال د سېپټمبر تر ۱۱مې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه باسي. هم په دغه ورځ پر امریکا د القاعده وسله والې ډلې د حملې ۲۰ کاله پوره کېږي. ويډيو: اسوشي اېټېډ پرېس اژانس

کچلاغ: د عبيدالله کاسي د تښتونې پرضد احتجاجي پرلت دوام لري

Mashaalradio.com 

د بلوچستان له سرښار کوټې څخه پر ۲۶ کلومیټره واقع کچلاغ کې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړي عبیدالله کاسي د تښتولو پر ضد احتجاج دوام لري. جرګې حکومت ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی چې کاسی دې راخوشې کړي، ګنې نو دوی به په سخت احتجاج لاس پوري کړي. نور حال په دې وېډیویي راپور کې.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر څو ورځو کې نه بشپړېږي: بایډن

Mashaalradio.com 

بایډن دغه څرګندونې د جولای پر دویمه نېټه په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او په دې توګه یې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د ځواکونو د وتلو رسمي بهیر به له ټاکلي نېټې مخکې په څو ورځو کې بشپړ شي.

امریکا پاکستان ته د موډرنا واکسین ۲۵ لاکه خوراکونه ورکړل

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د امریکایي سفارتخانې پر وېبپاڼې هم د جولای پر دوهمه نېټه ورکړل شوي دي چې دا د کوېکس پروګرام لاندې د پاکستاني ولس لپاره د واکسینو خوراکونه دي او په دې لړ کې به امریکا نور واکسین هم دغه هېواد ته ورکوي.

Спорт в России и мире
Москва

Сотрудник ОМОН «Крепость» стал бронзовым призером на соревнованиях Центрального округа Росгвардии по боксу


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Новак Джокович в пятый раз получил спортивный «Оскар» как атлет года


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Московская железная дорога присоединилась к экоакции





Путин в России и мире
Москва

Площадь трех вокзалов в Москве переименуют


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Байден заверил Зеленского в скорых поставках новых пакетов помощи


Навальный в России и мире
Москва

Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Желдорреммаш

Команда АО "Желдорреммаш" стала призером СпортЛиги ТМХ



Москва

Пенсионеров Подмосковья пригласили на конкурс «Спасибо интернету»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net