د ګرجستان د پارلمان غونډه نن وروسته له هغه مختل شوه چې د اپوزېسیون ژورنالېستان د پارلمان ودانۍ ته ننوتل او ورسره د واکمن ګوند او اپوزېسیون د وکیلانو ترمنځ اخوډب پیل شو.
دا هر څه وروسته له هغه پېښ شول چې صدراعظم ایراکلي غَریبا شویلي او د هغه حکومت ته د استعفا لپاره د معترضو خبریالانو ورکړل شوی مهلت نن غرمه پای ته ورسېد.
خبریالانو دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې تېره اوونۍ د یوه ټلوېزیوني چینل یو کمرهمن په پلازمېنه تبلیسي کې د یوه پرېډ پر مهال ووهل شو او ورپسې یې د مړینې خبر ورکړل شو.
د پارلمان... Читать дальше...
لیتوانیا له اروپايي ټولنې غوښتي چې پر بلاروس او د دې هېواد پر ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکا له دې کبله نور بندیزونه هم ولګوي چې د بالتیک دې هېواد ته د غیر قانوني کډوالو جوپې استوي.
ویلینیوس پر مېنسک تور لګوي چې له غیر قانوني کډوالو څخه د اروپايي ټولنې د مخکېنیو بندیزونو په ځواب کې د دې ټولنې پر ۲۷ غړو هېوادونو د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لاندس بیرګیس نن د جولای په ۱۲مه په اروپايي ټولنه کې له خپلو سیالانو سره په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته له رسېدو سره سم وویل... Читать дальше...
د امریکا د مرکزي قواوو د قرارګاه قوماندان جنرال کېنت مککنزي وایي، د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره به د امریکا مأموریت دوام وکړي، خو هغه به د پخوا په نسبت یو څه ستونزمن وي.
جنرال مککنزي چې د امریکا په فلوریدا کې مېشت قومانداني یې په منځني ختیځ، عراق، سوریه او افغانستان کې پوځي مأموریت څاري، دغه څرګندونې کابل ته په سفر کې نن یو شمېر خبریالانو ته وکړې.
نوموړی په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره کابل تللی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د دندې د پای ته رسېدو په مناسبت جوړ شوي. Читать дальше...
د کمېشن اېډیشنل ډایرېکټر جنرل جاوېد اقبال خټک د جولای پر ۱۱مه مشال رېډیو ته وویل چې د ملک نورو صوبو تر څنګ د خیبر پښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې هم د ښځینه ووټرانو د اندراج شرح ۱۰ فیصده کمه شوې
په پېښور کې د مرمرو د کارخانو مالکانو او کارکوونکو د بجلۍ لوډشېډېنګ (پارچاو) ضد مظاهره کړې. دوی د جولای پر ۱۲مه د مظاهرو پر وخت مشال راډیو ته وویل، د برېښنا د تولید او وېش له ادارو د کارخانو لپاره د بجلۍ د جلا نظام غوښتنه کړې چې تر اوسه نه ده پوره شوې. د پاکستان د اوبو او انرژۍ اداره (واپډا) وايي، د ګرمۍ له وجې د برېښنا زیات استعمال له وجې د بجلۍ د شاوخوا ۸،۰۰۰ مېګاواټه کمی پیدا شوی چې ژر به یې پوره کړي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح او د دغه هېواد د ولسي جرګې یو غړي ترمنځ لانجې د دغې جرګې د غړو پرلهپسې تند غبرګونونه راپارولي دي.
د ولسي جرګې ځیني غړي، د امرالله صالح او په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي امیرشاه نائبزاده د هغو ټیلیفوني خبرو په خواله رسنیو خپرېدل چې ښاغلی صالح پهکې، امیرشاه نائبزاده د دغه ولایت د سقوطولو په تړاو له طالبانو سره پر همکارۍ تورنوي، ناقونونه وبللې.
دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱» په خپله عمومي ناسته کې د ښاغلي صالح دغه څرګندونې د قانون خلاف او صحرایي محکمه وبلله. Читать дальше...
په پاکستان کې خلک د لوی اختر لپاره د څارویو له لوړو بیو شکایت کوي.
کوم کسان چې نیت لري قرباني وکړي له بازاره شکایت کوي او وايي د څارویو بيې څو برابره لوړ شوي دي.
د قیمتونو د لوړوالي لامل د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي محدودیتونه بلل شوي دي.
د اېن سي او سي په وینا، دا د مې له ۳۰مې راهیسې لومړی ځل دی چې په هېواد کې د کورونا وایرس د معاینو د مثبتېدو شرح دومره زیاتېږي.
په بدخشان ولایت کې د سرشهر د اوبو کانال د رغونې چارې نن پیل شوې.
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظامالدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د دې پروژې له عملي کېدو سره به ۵۲۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
ښاغلي خپلواک که څه هم د دې پروژې د ټول لګښت په اړه څه ونهویل، خو زیاتهیې کړه چې د سرشهر کانال د بیارغونې پروژه د اسیا پراختیايي بانک او اروپايي ټولنې په مالي مرسته د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې تطبیقېږي.
په کابل کې د امریکا سفارت، په روانې اوونۍ کې دې هېواد ته د مهاجرت د ویزې د ورکولو په هدف د مرکو د پیل خبر ورکوي.
د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن پر ټویټر لیکلي چې دی زیار ګالي څو امریکا ته د مهاجرت د ځانګړو ویزو چارې پر مخ ولاړې شي.
ښاغلي وېلسن لیکلي چې له اپرېل میاشتې راهیسې، له شاوخوا ۱،۶۰۰ کسانو او د هغو له کورنیو سره چې د ویزو لپارهیې غوښتنلیکونه سپارلي دي، مرکې شوي.
ښاغلی وېلسن زیاتوي، اوس چې د دې ویزو لپاره د مرکو لړۍ پیل شوې د نورو غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو تمه لري. ... Читать дальше...
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او سازمان وايي، په دغه هېواد کې د جګړو اکثره قربانیان عام وګړي دي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې روان جګړهییز وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
د دغه کمېسیون د رسنیو برخې مشر ذبیحالله فرهنګ د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱» ازادي راډیو ته وویل چې کمېسیون په دې اړه په خپل شپږ میاشتني راپور کار کوي چې ډېر ژر به بشپړ او له خلکو او رسنیو سره شریک شي.
د افغانستان د بشر حقونو سازمان هم په دې اړه اندېښنه ښيي.
د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل وايي... Читать дальше...
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو په درشل کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د قوماندانۍ بدلون.
په افغانستان کې د پاتې امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ مشري له سکاټ مېلر په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک کېنت مککنزي ته ولېږدول شوه.
نوموړی به تر دې وروسته دوه دندې پر مخ وړي، په منځني ختیځ کې به د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندنۍ او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ مشري په غاړه ولري.
ښاغلي مککنزي وویل چې په افغانستان کې د امریکایي... Читать дальше...
د ایټالیا د فوټبال لوبډله نن د اروپايي ملتونو له جام سره کور ته ستنه شوه.
ايټالیا برايي شپه د اروپايي ملتونو د جام په پایلوبه کې انګستان ته په پنالټي شوټونو کې ماتې ورکړه او دا جامیې وګاټه.
ایټالوي لوبغاړي په روم کې له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.
بلخوا د برتانیا صدراعظم بورېس جانسون له بېګانۍ ماتې وروسته د انګلنډ د لوبډلې پر غړو د نژادپالنې بریدونه وغندل.
جانسون پر ټویټر ولیکل، انګلیسي لوبغاړي باید د اتلانو په څېر وستایل شي، نه دا چې پر ټولنیزو شبکو په نژاد پالونکو تبصرو وغندل شي.
په کیوبا کې زرګونه کسانو د حکومت پر ضد په یوه بېساري اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړ.
د کمونېست حکومت پر ضد په دې لاریون کې ډېری ځوانانو برخه درلوده چې د دیکتاتورۍ پر ضد او د ازادۍ په پلوۍ شعارونهیې ورکول. دا په څو لسیزو کې د کارابین په دې ټاپو کې د حکومت ضد تر ټولو پراخ لاریون دی.
ولسمشر میګویل دیاز کانېل پرون د جولای په ۱۱مه پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې په پلازمېنه هاوانا کې د معترضانو پر ضد مبارزه وکړي.
د فرانسپرس خبري اژانس راپور له مخې د مظاهرو پر مهال پولیسو له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست او خلکیې په پلاستیکي پیپونو وهل. Читать дальше...
افغان چارواکي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړو پر مهال د نږدې ۱۱۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کاپیسا امنیه قومانداني ادعا کوي چې ۴۰ طالبان تېره شپه په تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ووژل شول.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي دي چې د ملي امنیت صفر یو قطعې په تګاب کې د ښځو په ګډون څلور ملکي وګړي وژلي دي.
همداراز چارواکو د کندهار په ډنډ او ارغنداب ولسوالیو کې د ۲۶، د هلمند په کجکي او نهر سراج ولسوالیو او مرکز لښکرګاه کې... Читать дальше...
افغان چارواکي وايي، د تخار ولایت پر مرکز تالقان ښار د طالبانو پرونی برید یې په شا تمبولی دی.
د تخار والي عبدالله قرلق د دې حملو د شنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې جګړه کې ۵۵ طالبان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د تالقان ښار په څنډو کې اوس هم د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده.
دی زیاتوي: "جګړه د ښار څنډو ته رارسېدلې ده. تېره ورځ هم د ښار په لوېدیځه برخه کې درنې جګړې وشوې. د تخار امنیتي چارواکي وايي د لوېدیځ لوري تهیې عملیات هم پیل کړي دي او ځینې... Читать дальше...
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت دوه حماسي سندرې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره بیا ویل شوي، دغو ځواکونو ته ډالۍ کړې.
"ای سربازه یاره" او "په مینه د وطن" هغه دوه سندرې دي چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره بیا ویلي دي.
د دې انستیتوت مشر ناصر سرمست د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱» د یادو دوو سندرو د ډالۍ کولو په مراسمو کې وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې ساتونکي دي او باید ترې ملاتړ وشي.
ښاغلي سرمست وویل، د افغانستان د... Читать дальше...
د جاپان توکیو ښار چې ټاکل شوې د المپیک د دوبنیو لوبو کوربهتوب وکړي، سر له نن ورځې یې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بېړنی وضعیت اعلان کړی.
دغلته بېړنی وضعیت داسې مهال اعلانېږي چې په جاپان کې د کرونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.
د المپیک د دوبنیو لوبو تنظیموونکو تېره اوونۍ وویل، د دې لوبو له ټولو لوبغالو به نندارچیان منعه وي. بهرني نندارچیانو ته لا دمخه ویل شوي وو چې د توکیو د المپیک په سیالیو کې په لوبغالو کې نندارې ته نهشي کېناستلی.
د جاپان د کابینې عمومي منشي کاڅسَنوبو کَتو د یکشنبې په ورځ وویل... Читать дальше...
د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر او د جمهور رئیس غني سلاکار ورځ تر بلې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښيي.
وحید عمر وايي، پر افغانانو تپل شوې جګړه په داسې ډول مخ ته وړل کېږي چې هېڅ ډول اصول او نړیوال قوانین پهکې نهمراعت کېږي.
افغانستان کې جګړې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال زور اخیستی دی. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې ډګر تود دی او دواړه خواوې ادعا کوي چې د هېواد ډېرې برخې یې په لاس کې دي.
ښاغلي عمر چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال... Читать дальше...
محمود خان اڅکزي د جولای پر ۱۱مه د بلوچستان په شېراني سیمه کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، په پاکستان کې پښتانه له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.
ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې پوښتنه کړې چې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني ولې په وروستيو کې د ډيورند کرښې سره دلچسپي پيدا کړې او په خپلو ويناوو کې په یو ډول نه يو ډوليې نوم اخلي؟
ليکوال په خوست کې د هوایي ډګر پرانیست غونډې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې ښاغلي غني په طالبانو غږ وکړ چې د ډيورند کرښې سره دې مخالفت وکړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ډيورند کرښې د اغزن تار د تېرېدو چاره پيل شوې او ان تر دې چې نږدې ده بشپړه شي، خو افغان... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو په فلوریدا ایالت کې د څلورو نورو جسدونو په موندل کېدو سره د یوې دنګې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۹۰ ته زیات شو.
په فلوریدا ایالت کې د میامي ډېد سیمې ښاروالې، دانییلا لیوین کاوا وویل، تر اوسه د موندل شویو مړو له ډلې د ۷۱ تنو هویت معلوم شوی او کورنیو تهیې اطلاع ورکړل شوې ده.
د جون پر ۲۴مه د دې ۱۲ منزله ودانۍ د یوې برخې تر نړېدو وروسته لا هم ۳۱ کسان د تري تم شویو کسانو په لېست کې دي.
تر اوسه د ودانۍ د نړېدو علت معلوم نهدی.
د نایجر په جنوب لوېدیځ کې د وسلهوالې شخړې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۹ کسان وژل شوي چې ۴۰ تنهیې وسلهوال حمله کوونکي دي.
چارواکي وايي، دغه وسلهواله شخړه د مالي پولې ته څېرمه شوې ده.
د نایجر دفاع وزارت پرون یکشنبه وویل، په وسلو سمبالو شااوخوا ۱۰۰ ترورېستانو چې پر موټرسایکلونو سپاره وو، ماسپښین پر چوما بانګو کلي حمله وکړه.
وزارت وايي دفاعي او امنیتي ځواکونو په چټک اقدام سره وتوانېد حمله شنډه او دښمن ته درنه مرګژوبله واړوي.
چوما بانګو په تیلابیري سیمه کې هغه کلی دی چې د مالي سرحد ته څېرمه پروت... Читать дальше...
د مصر استېناف محکمې د ممنوعه ګوند اخوانالمسلمین ۱۰ غړو ته د ۲۰۱۱م کال د انقلاب پر مهال د زندان د ماتولو او د پولیسو د وژنې له کبله د عمري بند د سزا ملاتړ وکړ.
په هغو کسانو کې چې پرون دغه حکمیې په باب صادر شو د اخوانالمسلمین مخکښ لارښود محمد بدیعي هم شامل دی.
په اصل کې دغو ۱۰ کسانو ته په ۲۰۱۹م کال کې د عمري بند سزا چې په مصر کې ۲۵ کلن بند دی، اورول شوې وه.
دوی د ۲۰۱۱م کال د انقلاب پر مهال چې له واک څخه د دیکتاتور حسني مبارک د راپرځولو سبب شو، د تاوتریخوالي له کبله په ۱۵ کلن بند محکوم شول. Читать дальше...
تېره شپه د اروپا د ملتونو جام د ۲۰۲۰م کال د فوټبال پایلوبه یا فاینل مسابقه ایټالیا وګټله.
د انګلستان په وړاندې دغه مسابقه تېره شپه د افغانستان پر وخت ۱۱ نیمې بجې د لندن په ویمبلي سټوډیوم کې وشوه.
مسابقه تر پایه یو د یو په وړاندې مساوي روانه وه، خو په پنلټي شوټونو کې انګلستان دوه، خو ایټالیا وتوانېد درې ګولونه ووهي او اتلولي خپله کړي.
د اروپا د ملتونو جام دغه سیالۍ چې تېر کال د کرونا وبا له کبله وځنډېدې د جون پر ۱۱مه پیل او پرون د جولای پر ۱۱مه پای ته ورسېدې.
Спорт в России и мире
Москва
Игра в футбол на каблуках: как блогеры резко стали футболистками и решили завоевать новые горизонты
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Елена Рыбакина стала чемпионкой турнира WTA-500 в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Регоператор провел экологический телемост между школьниками Подольска и Москвы
Путин в России и мире
Москва
Шойгу рассказал о формировании Московского и Ленинградского округов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленскому предложили не ограничиваться Бандерой и захоронить на капище под Киевом молекулы Гитлера
Навальный в России и мире
Москва
Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Кто вредитель? Эксперты раскрыли, почему в России долго выдают Шенген в ЕС
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net