123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

Новости за 30.07.2021

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: افغانستان کې روانې جګړې خبریالانو ته اندېښمن کړي یو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې روانو جګړو د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان او له رسنیو یو شمېر ملاتړ کوونکې ادارې اندېښمن کړي دي. د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان مسؤلینو د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۸» د یوې ناستې پر مهال وویل چې ممکن روان امنیتي وضعیت په افغانستان کې د بیان ازادي هم زیانمنه کړي. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو د جګړې پر ښکېلو غاړو د فشار راوړلو له لارې د خبریالانو امنیت خوندي کړي.  د رسنیو د ملاتړ دغه سازمان وایي، هڅه کوي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره یوه لار ومومي. ... Читать дальше...

پېښور کې لاسي بم برید یو پولیس وژلی او بل تن ژوبل

Mashaalradio.com 

د پېښور په کارخانو مارکیټ کې د جولای پر ۳۰مه د پولیسو پر یو ګاډي په لاسي بمي برید کې یو پولیس وژل شوی او یو لاروی ژوبل شوی دی. د پولیسو خپور کړی بیان وايي چې د ضلعي انتظامیې له چارواکو سره پولیس په کارخانو کې د کورونا د احتیاطي لارښوونو د عملي کولو د څارنې په چارو بوخت ول چې پر دغه مهال د سړک غاړې ته ولاړ د پولیسو پر ګاډي یوه نامعلومه تن لاسي بم وغورځاوه. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.



د امریکا ملاتړ کوونکو ته د پناه ورکونې عملیاتو پیل؛ ۲۰۰ افغانان امریکا ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

امریکا دغه هېواد ته 'ملاتړ کوونکو ته د پناه ورکونې عملیات' نن پیل کړل. هغه چې له مخې يې هغو افغانانو ته په امریکا کې پناه ورکول کېږي چې په افغانستان کې يې له امریکایانو سره کار کړی وي. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې په درشل کې به دغه افغانان هم له دې هېواده په ځانګړو پروازونو کې ووېستل شي. د دې پروګرام له لارې نن د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۸» په یو پرواز کې د دغو افغانانو لومړنۍ ۲۰۰ کسیزه ډله د امریکا ویرجینیا ایالت فورت لي پوځي کمپ ته واستول شوه او ټاکل شوې چې ۲،۵۰۰ افغانان... Читать дальше...

د امریکا سفارت: افغان مشرتابه باید له افغان ځواکونو د دفاع یوه ستراتېژي جوړه کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره په کابل کې د امریکا سفارت له افغان رهبري غواړي چې له افغان ځواکونو او اسلامي جمهوري څخه د دفاع لپاره یوه ستراتېژي جوړه کړي. د دغه سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن د جمعې ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۸» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی د طالبانو د پرمختګونو په اړه اندېښمن دي، خو د افغان ځواکونو پر وړتیا باور لري. نوموړي د داسې یوې ستراتېژۍ د جوړولو غوښتنه وکړه چې افغانانو ته د ځواکونو پیاوړتیا ډاډمن کړي. ښاغلی وېلسن زیاتوي: "د افغانانو په دفاع کې... Читать дальше...

نی: طالبانو د ارزګان 'دهراوود غږ' راډیو وسایل لوټ کړي او ودانۍ یې ورنړولې

Pa.azadiradio.com 

د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی وايي، وسله‌والو طالبانو د ارزګان د دهراوود له نیولو وروسته په دې ولسوالۍ کې د دهراوود غږ راډیو وسایل لوټ کړي او ودانۍ یې ورنړولې ده.  د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل هم تأیید کړې چې طالبانو د دهراوود غږ راډیو ودانۍ نړولې او د راډیو وسایل‌یې لوټ کړي دي.  د رسنیو د ملاتړ ادارې، نی پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې رسنیو او خبریالانو ته زیان وانه‌ړوي. نی وايي، سره له دې چې طالبانو ویلي و چې له خبریالانو او رسنیو سره کار نه‌لري، خو اوس لیدل کېږي چې دوی د خپلو ژمنو خلاف... Читать дальше...

د المپيک لوبې؛ افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي نوی ریکاډ ثبت کړ

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي د توکیو په المپیک لوبو کې نوی ریکاډ ثبت کړ.  کیمیا یوسفي په المپیک لوبو کې د ۱۰۰ مترو واټن په ۱۳،۲۹ ثانیو کې وواهه او د خپل ۹ کسیز ګروپ اووم مقام‌یې وګاټه.  تر دې وړاندې کیمیا یوسفي همدومره واټن په ۱۳،۳۳ ثانیو کې کچ کړی و او په دې توګه‌یې په المپیک لوبو کې د ځان په نوم نوی ریکاډ ټینګ کړ.

د خلیج همکارۍ شورا: ایران دې د سیمې هېوادونو کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي

Pa.azadiradio.com 

د خلیج د همکارۍ شورا له ایران څخه وغوښتل چې د سیمې هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي.  د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي نایف الحجرف پر ایران غږ وکړ چې د سیمې د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې د بس کولو ترڅنګ د «ترورېزم» ملاتړ ودروي. ده د امریکا متحده ایالاتو او د خلیج د همکارۍ شورا ترمنځ همکارۍ د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره اړینې وبللې.  سعودي عربستان او امریکا په ځلونو ایران تورن کړی چې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي.



د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې زرګونه روزلي جګړه مار د چا لپاره ګواښ دی؟

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د [بهرنيو وسله والو په اړه د افغان طالبانو نقطه نظر] تر سرلیک لاندې په یوه برخه کې راغلي، که څه هم د ټي ټي پي تګلارې او  فعالیتونه د پاکستان پرضد دي خو په افغانستان کې د افغان حکومتي ځواکونو پروړاندې د افغان طالبانو ملګري دي.

د المپيک لوبو کوربه جاپان کې د کرونا تازه ریکارډ؛ تېره ورځ ۱۰ زره پېښې ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

د المپیکي لوبو کوربه جاپان نن د کرونا وبا د زیات خپراوي د مخنیوي په هدف یو لړ تازه ګامونه اخلي.  په دې کې د پلازمینې توکیو د بېړني حالت تمدید او په څلورو نورو ولایتونو کې د بېړني حالت اعلان شامل دي.  جاپان تېره ورځ د جولای په ۲۹مه د 'کووېډ-۱۹' د ۱۰ زرو تازه پېښو راپور ورکړ چې یو نوی ریکارډ بلل کېږي. په ټول هېواد کې د کرونا دومره مثبتې پېښې په یوه ورځ نه‌وې ثبت شوې، نو ځکه هم حکومت اړ شوی چې د وبا د خپراوي د مخنیوي لپاره په یو لړ تازه اقداماتو لاس پورې کړي. جاپاني چارواکي په پلان کې لري چې... Читать дальше...

سیګار: د امریکا او طالبانو موافقه د طالبانو د بریدونو د زیاتېدا سبب شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې د امریکا او طالبانو موافقه د دې پر ځای چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ سبب شي، د طالبانو د بریدونو د زیاتېدا سبب شوې ده. په دې راپور کې راغلي چې له موافقې وروسته د طالبانو حملې دوه برابره ډېرې شوي او ورسره د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې ډېرې شوې دي. پرون د افغانستان د سولې وزارت په یوه راپور کې وویل چې د سږ کال له پیله تر اوسه طالبانو هره میاشت کابو ۳۵ سلنه حملې ډېرې کړې دي.

د افغان ترجمانانو او سلاکارانو لومړۍ ډله له خپلو کورنیو سره امریکا ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د هغو افغانانو چې د امریکا له پوځ سره‌یې د ترجمانانو او سلاکارانو په توګه کار کړی وو، لومړۍ ډله د خپلو کورنیو له غړو سره د امریکا خاورې ته ورسېده.  دا ډله به چې شمېر یې ۲،۵۰۰ تنه دی، تر هغو پورې چې د مهاجرت د ویزې پروسه‌یې بشپړېږي، د ویرجینیا ایالت په فورټ لي پوځي اډه کې په موقت ډول دېره شي. له دې سره هم‌مهاله د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د رایو په لوی اکثریت هغه اضطراري لایحه تصویب کړه چې له مخې یې په افغانستان کې هغو کسانو ته د ویزو شمېر زیاتېږي چې له امریکايانو سره‌یې کار کړی دی. د دوو... Читать дальше...

پاکستان د طالبانو ویاند نه دی: عمران خان

Mashaalradio.com 

افغان حکومت بیا بیا پر پاکستان تور پورې کوي چې له طالبانو سره مرستې کوي او په دا وروستیو کې یې په زرګونه جنګي کسان افغانستان ته وراړولي دي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

امریکا کې د بایډن تازه سپارښتنه: هر څوک چې کرونا واکسین کوي ۱۰۰ ډالره ورکړئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد د ایالتونو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا واکسین ته د خلکو د هڅولو لپاره هر چا ته چې واکسین کوي، ۱۰۰ ډالره ورکړي. ده همداراز امر کړی، هغه دولتي کارکوونکي چې واکسین نه‌کوي باید پرله‌پسې ټستونه ورڅخه واخیستل شي او ماسک دې جبري شي. د نویو مقرراتو پر اساس، که د فدرالي حکومت مأمورین د واکسین کارت ونه‌لري، باید تل ماسک ولري او مجبوره به وي چې پرله‌پسې ټسټ وکړي. په متحده ایالاتو کې ۳۴۳ ملیون ډوزه واکسین تزریق شوی دی.

نورستان کې انساني ناورین؛ د سېلابونو له امله د مړو او ورکو شویو شمېر له ۲۵۰ اوښتی

Pa.azadiradio.com 

په نورستان ولایت کې د تېز باران او د سېلابونو د راوتلو له امله رامنځته شوی انساني ناورین! د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله د انساني تلفاتو شمېرې د زیاتېدو په حال کې دي. چارواکي وايي د مړو او ورکو شویو کسانو شمېر له ۲۵۰ اوښتی او ښايي دا شمېرې لا زیاتې شي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډيو ته وویل چې دوی سیمې ته د سرې میاشتې ډله استولې چې د تلفاتو دقیق شمېر معلوم کړي ترڅو دوی مرستې ورته ورسوي. نوموړی وايي تر دې دمه نږدې ۶۰ جسدونه له سینده راویستل شوي او او... Читать дальше...

دوه ځايه محصول ورکول راته ستونزمن دي: تاجران

Mashaalradio.com 

د دوی په وينا يو خوا طالبان په سپين بولدک کې له دوی په نغدو پيسو محصول اخلي او بلخوا کندهار ښار ته په ننوتو د افغانستان ګمرک چارواکي د انټرنېټي بانکدارۍ له لاري دوی محصولوي.

پاکستان کې افغان کډوالو ته د سمارټ کارډ ورکولو بهیر روان دی

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته د پینځو کلونو تر ځنډ وروسته نوي سمارټ کارډونه ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، د نويو کارډونو نېټه به د ۲۰۲۳ز کال په جون کې بشپړېږي. اداره زیاتوي چې د دې بهیر ترسره کولو لپاره یې په پاکستان کې ۴۰ مرکزونه جوړ کړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

زابل کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدلو له امله درې ملکیان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د زابل ولایت مرکز کلات اړوند په کلا کلي کې پر یوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدلو له امله درې ملکیان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر نظیر حریفال نن ازادي راډیو ته د تېرې شپې له پېښې د لېږدول شویو مړو او ټپیانو په اړه وویل: "ولایتي روغتون ته ۱۱ کسان راوړل شوي چې له دې ډلې درې تنه شهیدان او اته تنه ټپیان وو. دوی اوس په ولایتي روغتون کې بستر دي." د زابل امنیه قوماندان جنرال ویس صمیمي رسنیو ته ویلي هاوان مرمۍ د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوې ده، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


Музыкальные новости
Концерт

Концерт лауреатов музыкального конкурса «Волшебные звуки» прошел в Воскресенске





Персональные новости
PR sound

Музыкант удивляет публику: Революционный ремикс Бянки и Птахи - Тук Тук





کانګرس له امریکا سره کارکوونکو افغانانو ته د ویزو د زیاتولو لایحه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د رایو په لوی اکثریت هغه اضطراري لایحه تصویب کړه چې له مخې یې په افغانستان کې هغو کسانو ته د ویزو شمېر زیاتېږي چې له امریکايانو سره‌یې کار کړی دی. د دوو میلیارد او ۱۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت دغه لایحه په قانون د بدلېدو لپاره د ولسمشر جو بایډن توشېح ته اړتیا لري. د امریکا مشرانو جرګې دغه لایحه د پنجشنبې په ورځ تصویب کړه چې وروسته د استازو جرګې هم سم د لاسه تصویب کړه. د دې لایحې له مخې هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی، ۸،۰۰۰ نورې ویزې... Читать дальше...

ترکیه کې اور لګېدو لږترلږه ۳ کسان مړه کړي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې په جنوبي ساحل کې د اور لګېدو په نتیجه کې لږترلږه ۳ کسان مړه شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. د مدیترانې سمندرګي په اوږدو کې د انتالیا په ختیځ کې دا تر ټولو پراخه اور لګېدنه بلل شوې ده. په دې ځای کې خورا زیات هوټلونه او تفرېحي ځایونه شته. دغه اور پرون پنجشنبه بل شو چې د مړه کولو لپاره‌یې په سلګونو اور وژونکي او څرخي الوتکې لاس په کار شوې دي.

د تخار چارواکي: پر تالقان ښار د طالبانو ډله‌ییزه حمله په شا وتمبول شوه

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت چارواکي وايي چې پر تالقان ښار یې د وسله‌والو طالبانو ډله‌ییزه حمله په شا تمبولې ده. د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه له څو لورو پر دغه ښار حملې پلان کړې وې چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول. د اسیر په وینا، په وسله‌واله نښته کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د تخار ولایت چارواکو د درېیو سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم تأیید کړی دی. وسله‌والو طالبانو د دې موضوع په اړه تبصره نه‌ده کړې.

افغانستان کې د ناامنۍ او د بهرنيو ځواکونو وتو سره انساني قاچاق په زیاتېدو دی

Pa.azadiradio.com 

د جولای ۳۰مه د انساني قاچاق نړیواله ورځ، خو په افغانستان کې د انساني قاچاق مسئله څه نوې خبره نه‌ده، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره اوس دغه مسئله له پخوا په زیاتېدو ده او اندېښنې یې راپارولې دي. په توره شپه کې مزل او‌ د لارې لوړې او ژورې، هغه مزل‌ چې ښایي وهونکي یې کله ناکله د وحشي حیواناتو خوراک هم شي. عمر او ملګري یې چې د دغو لارو مسافر وو او په قاچاقي ډول‌یې ځان یونان ته رسولی وو، په لاره کې د قاچاقبرانو د دوکو کیسې کوي. دوی وايي: "کله چې د حرکت وخت راته، نو موږ ته به ویل کېدل چې ځو، قاچاقبرانو... Читать дальше...

طالبانو د کندهار-ترینکوټ عمومي لار پر خلکو 'بنده' کړې

Pa.azadiradio.com 

وسله‌والو طالبانو د کندهار او ارزګان د ترینکوټ ترمنځ عمومي لار پر خلکو بنده کړې ده. د سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو له درې ورځو راهیسې دا لار بنده کړې او له کبله‌یې دوی له سختو کړاوونو سره مخامخ شوي دي. ډېر موټر چلوونکي او مسافر په ترینکوټ کې بند پاتې دي او د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

عمران خان: د پاکستان حکومت د طالبانو ویاند نه‌دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د پاکستان حکومت د طالبانو ویاند نه‌دی او اسلام‌اباد له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حالاتو مسؤلیت په غاړه نه‌لري.   عمران خان پرون/ پنجشنبه په اسلام‌اباد کې د افغانستان د رسنیو له استازو سره په کتنه کې همداراز وویل، پاکستان به له هر هغه چا سره ښې اړیکې ولري چې افغانان‌یې غوره کوي.  ده زیاته کړه: "څه چې طالبان کوي یا یې نه‌کوي، زموږ سره ارتباط نه‌لري. موږ یې مسؤله نه‌یوو او نه د طالبانو ویندویان یوو."  د افغانستان حکومت... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

«Радио Зенит» – информационный партнер форума «Мы вместе. Спорт»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Россиянка покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Москве прошла эковыставка Hydrate The World





Путин в России и мире
Москва

Наблюдательная миссия ЕС в Армении превращается в миссию НАТО.


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Джиган

Джиган раскрыл свой вес и описал причину похудения словами «надоело быть жирным»



Москва

Центральную систему водоснабжения модернизируют в Подольске

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net