Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

Новости за 14.07.2021

اریانا سعید: افغان مېرمنې دې د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره هڅه وکړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له یو نا معلومه برخلیک څخه د اندېښنو په حال کې افغان مشهوره سندرغاړې اریانا سعید افغان مېرمنې اقتصادي ځان بسیاینې ته هڅوي. اریانا سعید له افغان مېرمنو وغوښتل چې د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره هڅه وکړي. مېرمن سعید د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳» د افغاني برنډ جامو د یو سوداګریز مرکز د پرانیستلو پر مهال ازادي راډیو ته وویل، د یوې روښانه راتلونکې په هیله‌یې په افغانستان کې پانګونه کړې ده. اغلې سعید زیاتوي: "زما هیله دا وه چې د هنر ترڅنګ په افغانستان کې پانګونه هم وکړم، زما... Читать дальше...

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د" بشري ناورین" د احتمال په اړه خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي چې د سږ کال له پیله په افغانستان کې تر دوه سوو زرو ډیر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دې سازمان مرستیال ویاند سه شنبه ماښام وویل چې په افغانستان کې د کورني بې ځایه شویو شمیر اوس مهال شاوخوا درې نیم ملیون کسانو ته رسیدلی. ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي نو افغانستان به له یو بشري ناورین سره مخ شي. په تیرو دوه میاشتو کې په افغانستان کې جګړو زرګونه تنه د خپلو اصلي مېنو پریښودو ته اړ کړي دي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي سکټور: دښمن سره مرسته کوونکي ملي خاینین به محاکمه شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند وایي، هر څوک چې په وینا یې له دښمن سره همکاري کوي هغوی ته به سخته سزا ورکړل شي. اجمل عمر شینواري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۳» کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له دې امر څخه هېڅوک مستثنی نه‌دي او له دښمن سره هر ډول مرسته کوونکي به د افغانستان د قوانینو له مخې محاکمه شي. ښاغلی شینواری زیاتوي: "هر څوک چې په جنګي شرایطو کې له دښمن سره مرسته کوی، ملي خیانت کوي او باید د ملي خیانت په جرم محاکمه شي. دا د محکمې صلاحیت دی چې دا ډول کسانو ته څه ډول... Читать дальше...



افغانستان کې تاوترېخوالی او د رسنيو له لارې تبليغاتي جګړه

Mashaalradio.com 

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له بهیر پیلېدو سره سم، په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی. طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي چې پکې ځینې ورڅخه افغان ملي اردو بېرته اخیستې دي. خو له دې سره سره په رسنیو کې تبلیغاتي جګړه هم روانه ده. د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره د تبليغاتي جګړې مختلف اړخونه څېړل شوي دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

بریتانیا: که طالبان د واک شریکان شي د افغان دولت په کچه ورسره کار ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا وايي، که طالبان په افغانستان کې د واک شریکان شي، دا هېواد چمتو دی چې د افغان دولت د رهبرۍ په کچه له دې ډلې سره کار کولو ته دوام ورکړي. د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس د سې شنبې په ورځ له ډېلي ټلګراف سره په یوه مرکه کې وویل، که په افغانستان کې هر دولت په واک کې وي، نو یوازې په دې شرط به ورسره همکاري وکړي چې نړیوالو ارزښتونو ته ژمن وي. بن والاس خبرداری ورکوي چې انګلستان به هر ډول اړیکه "چې د بشري حقونو سره په ټکر کې وي"، وڅېړي. هغه وویل: "د سولې لپاره تاسو باید ملګری اوسئ، که نه نو تاسو... Читать дальше...

افغانستان کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو او د جګړو په سیمو کې پر خلکو د تېریو د ادعاوو په اړه د یو شمېر راپورونو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په پراخه کچه د وژنو، ناسم چلند او تبعیض په اړه ځوروونکو راپورونو وېره او ناامني رامنځته کړې او د دغه ډول کړنو له ترسره کوونکو سره باید حساب وشي.  ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ښکېلې غاړې مسؤلې دي چې د افغانانو وقار او بشري حقونو ته درناوی... Читать дальше...

له پاکستان د چین غوښتنه: د وژل شویو چینايي کارکوونکو عاملانو ته سزا ورکړئ

Pa.azadiradio.com 

چین له پاکستانه غوښتي چې د هغه بس چادونې عاملانو ته سخته سزا ورکړي چې د پاکستان په شمال کې د چین پولې ته نږدې د اوبو د برېښنا د یوې پروژې یو شمېر چینایي انجنیران او کارګران په‌کې ووژل شول.  په خېبر پښتونخوا ایالت کې د داسو پروژې تطبیق د چین د «یوه کمربند، یوې لارې» د سترې پروژې یوه برخه ده.  د پاسني کوهستان ولسوالۍ د پولیسو یوه افسر ازادي راډیو ته وویل چې دغه چادونه پر هغه بس شوې چې چینایي کارګران‌یې داسو بند ته لېږدول. تر اوسه نه‌ده څرګنده دا په لاره کې خښ شوی بم و چې پر دې بس چاودلی او که... Читать дальше...

د ننګرهار ځینو رسنیو کې پاتې ښځینه ژورنالېستانې: له امنیتي ننګونو خوندي نه‌یو

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په یو شمېر رسنیو کې د ګوتو په شمېر پاتې ښځینه ژورنالېستانې چې په شکل د اشکالو له رسنیو سره کار کولو ته دوام ورکوي، وایي چې له امنیتي ننګونو خوندي نه‌دي.  په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب یو شمېر ټولنې هم چې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې ګواښونو اندېښمنې کړي، له ټولو اړخونو غواړي چې د ژورنالېستانو خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي.  د دغو ټولنو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په رسنیز ډګر کې شااوخوا ۲۰ ښځينه ژورنالېستانو کار کاوه چې دمګړۍ یې ټولې په کور ناستې دي. Читать дальше...



کوهستان: چاودنې چينايي او پاکستاني وګړي وژلي

Mashaalradio.com 

د چين بهرنيو چارو وزارت وايي، پاکستان ته یې ويلي چې د دوی د وګړو او پروژو خوندېتوب په موثر ډول ترسره کړي. دا تر هغې وروسته ده چې د جولای پر ۱۴مه په بر کوهستان کې په یوه بس کې چاودنې لږ تر لږه ۹ چينايان او ۳ پاکستاني وګړي ووژل. دوی د داسو ډیم د برېښنا جوړونې پر پروژې کار کاوه. پاکستاني چارواکو ويلي‌ چې د چينايي‌ وګړو حفاظت ته یې پام دی او د پېښې پلټنې کوي. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو دا راپور جوړ کړی دی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو نن د غونډې په دوهمه ورځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دوی د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د ثبات لپاره دې خپل دریځ پیاوړی کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د دې غونډې چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه‌یې کوربنه ده، یو ګډونوال دی. افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا د دې سازمان څارونکي غړي دي.  چین، هند، روسیه، تاجکستان، پاکستان، قرغزستان، ازبکستان او قزاقستان د دې سازمان دایمي غړي دي. Читать дальше...

بریتانیا: طالبانو سره ګډ کار کوو خو په یو شرط

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا دفاع وزیر بین والس وایي، بریتانیا به له طالبانو سره کار وکړي که دا ډله په افغانستان کې په قدرت کې شریکه شي او د بشري حقونو درناوی وکړي.  والس دا خبره بریتانوۍ ډيلي ټیلګراف ورځپاڼې ته کړې او ویلي یې دي، له دې پرته چې راتلونکی حکومت به څه بڼه ولري، که هغه د مهمو نړیوالو نورمونو رعایت وکړي، د بریتانیا حکومت به ورسره کار وکړي.   والس دغه راز ویلي چې د سولې ټولې پروسې بالاخره دا اړتیا په ډاګه کوي چې له دښمن سره روغه وشي.   په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له دولت... Читать дальше...

چارواکی: طالبانو پر سلما برښنا بند د هاوان ۳۵ مرمۍ ویشتي دي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د سلما بند د امنیتي چارو یو مسول وایي، له تېرې ورځې راهیسې وسله والو طالبانو پر دې بند د هاوان ۳۵ مرمۍ ویشتي دي. دغه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ویلي چې که طالبان دغو بریدونو ته دوام ورکړي، د سلما بند د تاسیساتو د وراني خطر زیات دی. د سلما بند چې د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې پروت دی، له څلورو خواوو وسله والو طالبانو محاصره کړی. په وروستیو ورځو کې د دې بند شااوخوا له لسو زیاتې امنیتي پوستې طالبانو نیولي دي.  دغه امنیتي چارواکي... Читать дальше...

سولې خبرو ته تازه هڅې؛ سرچینه: راتلونکې جمعه یو حکومتي پلاوی دوحې ته ځي

Pa.azadiradio.com 

‎ټاکل شوې چې له یو شمېر افغان چارواکو او مطرحو سیاسي شخصیتونو جوړ یو پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي. ‎په افغان حکومت کې دننه ځینو باخبرو سرچینو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ټاکل شوې دا پلاوی د جمعې په ورځ دوحې ته ولاړ وشي. ‎سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړه چې د دې سفر هدف په لوړه کچه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو بېرته پیل او چټکتیا ده. ‎سرچینه زیاتوي، دغه پلاوي کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، مخکینی... Читать дальше...

طالبان د پاکستان لپاره د حفاظتي دېوال په څېر دي: مفتي عبدالشکور

Mashaalradio.com 

فغان حکومت د شکور د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. البته د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان په جګړه کې د هېڅ ډلې پلوي نه کوي او خپله خاوره د افغانستان ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

پاکستان: د داسو برښنا بند ۶ چینايي انجینران وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په شمال کې چین پولې ته نژدې د اوبو د برښنا د یوې پروژې د چینایي انجینرانو او کارګرانو د سپرلۍ پر یوه بس چاودنه شوې او څو تنه په کې وژل شوي دي.  په خېبر پښتونخوا ایالت کې د 'داسو پروژې' تطبیق د چین د یوه کمربند یوې لارې د سترې پروژې یوه برخه ده.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې پېښه کې د شپږو چینایانو او دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.   په سیمه کې یوه پاکستاني جګپوړي چارواکي د خپل نوم نه افشاکېدو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه بس له ۳۰ زیات... Читать дальше...

افغانستان کې روان کال د بادرنګو تولیدات زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، روان کال د بادرنګو په تولیدات کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او ښه بازار هم لري. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د روان کال تردې دمه چې لاهم د حاصل وخت یې دی د ټول هیواد په کچه یو لک او اتیا زره مټریک ټنه بادرنګ تولید شوي دي. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال افغانستان د څه باندې شپږ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت، نږدې ۵۱ میلیونه ټنه بادرنګ پاکستان، تاجکستان او عربي متحده اماراتو ته صادر کړي وو او د سږ کال د صادراتو کچه لا تر اوسه نه ده معلومه. Читать дальше...

د سوداګرۍ وزارت: له افغانستانه چین ته ۶۴ سلنه صادرات زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېرکال د لومړۍ ربع پرتله روان کال په همدې موده کې له افغانستانه چین ته په صارداتو کې ۶۴ سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډيو ته وویل، له افغانستانه چین ته وچه مېوه، قمیتي او نیمه قیمتي ډبرې، چلغوزي، طبي بوتي، لاسي صنایع او نور تولیدي توکي صادرېږي. ښاغلی احمدزي زیاتوي، د افغان حکومت په ځانګړي توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه او پالیسي دا ده چې بهر ته خپل صادرات زیات کړي. دا یوازې چین نه دی چې روان کال ورته له افغانستانه صادارت... Читать дальше...

کرونا ډېلټا؛ کولمبیا، اندونیزیا، بریتانیا، اسپانیا او امریکا کې ۳۰ زره پېښې

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ځینو هېوادونو کې په هغو کسانو کې چې نه دي واکسین شوي د کرونا ویروس د هندۍ بڼې یا ډیلټا د سرایت راپورونه ورکړل شوي.  د کولمبیا، اندونیزیا، بریتانیا، اسپانیا او امریکا روغتیايي چارواکو پرون د ورځې له ۳۰ زرو زیات نوي مواردو تایید کړل. د دې هېوادونو چارواکي له خلکو په ټینګار سره غوښتي دي چې ځانونه واکسین کړي او وايي چې د کرونا د ډېلټا بڼې ډېری نوي موارد په هغو سیمو کې لیدل شوي چې د واکسیناسیون کچه په کې ټیټه ده.  په امریکا کې په تېرو درېیو اونیو کې د کرونا د مثبتو مواردو شمېر دوه چنده زیات... Читать дальше...

کیوبا کې د حکومت ضد د اعتراضونو په لړ کې یو تن مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

په کیوبا کې چارواکو د روانې اوونۍ په پیل کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو پر مهال د یوه کس مړینه تایید کړې ده.  د کیوبا د کورنیو چارو وزارت پرون سې شنبې (د چنګاښ ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې د دوشنبې په ورځ پلازمېنې هاوانا ته په یوه نژدې ناحیه کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ په اخ و ډب کې یو تن وژل شوی دی. په بیان کې د وژل شوي ۳۶ کلن سړي نوم دیوبیس لاورینسیو تیجیدا ښودل شوی. په بیان کې همدا راز د نامعلوم شمېر معترضانو د نیولو یادونه هم شوې ده.  ولسمشر میګویل دیاز کانیل ویلي چې په روانو مظاهرو کې د امریکا لاس دی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Денис Мацуев

Мацуев — о московском дерби: Бездарное зрелище. Уснул на 15-й минуте





Персональные новости
Актёр

«Поборол это гнусное чувство». Актер Галкин — о своей маленькой дочке, зависти и настоящей любви





پولیس: نامعلومو کسانو کاپیسا کې یو دیني عالم وواژه

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا ولایت پولیس وايي، نامعلومو کسانو د دې ولایت یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.  د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې د امام اعظم د دارالعلوم او مدرسې استاد او د کاپیسا د کوهستان د دوهمې حصې د ولسوالۍ د ظفرخېلو کلي امام قاري جان اغا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) سهار وختي جومات ته روان و چې پر لاره، وسله والو کسانو برید پرې وکړ او ویې واژه.  د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

کورنیو چارو وزارت: پر سپین بولدک بندر د طالبانو برید په شا وتمبېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د کندهار پر سپین بولدک بندر د طالبانو برید په شا وتمباوه. د دې وزارت ویاند طارق ارین فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو بندر ته نژدې سیمه کې یو څه تحرکات درلودل، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. د کورنیو چارو وزارت پر دې بندر د طالبانو د برید د په شا تمبولو خبره وروسته له هغې کوي چې طالبانو نن سهار وختي ادعا وکړه چې سپین بولدک بندر یې تر کنټرول لاندې راوستی. د سپین بولدک او چمن ترمنځ لاره یوه د سوداګرۍ مهمه لاره ده چې د چارواکو... Читать дальше...

اوسیدونکي: له ۴ کلونو وروسته د غزني- پکتیکا لار پرانیستو ته خوښ یو

Pa.azadiradio.com 

د وسله والو طالبانو له لوري له پرله پسې څلورو کالو بندېدو وروسته د غزني ـ پکتیکا ترمنځ لاره خلاصه شوه.  د پکتیکا او غزني یو شمېر اوسیدونکي وايي، اوس د خامه لارو پرځای پر پاخه سړک تګ راتګ کوي.  دغه سړک څلور کاله وړاندې وسله والو طالبانو له هغه وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتاړه چې د غزني اندړو ولسوالۍ مرکز میری یې ونیو.  خو د سیمې او دواړو ولایتونو ولسي خلکو ته یې په کلیو او خامه لارو د تګ راتګ اجازه ورکړې وه.  د غزني اندړو ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالباري حميدي چې پردغه لارې له خلاصون وروسته... Читать дальше...

د دندې نه پیدا کېدو یو خبریال رکشې چلولو ته اړ کړی

Mashaalradio.com 

د قبایلي ضلعې خیبر سبیل خان په ژورنالېزم (صحافت) کې ماسټري کړې. دی وايي، خبریالي یې خوښه ده خو پر تعلیم سربېره یې دنده ترلاسه نه کړای شوه. نوموړی اوس په پېښور کې رکشه چلوي خو وايي، کله چې وخت پیدا کړي نو پر ټولنیزو رسنیو د خلکو پر مسلو خبرونه هم خپروي. ویډیويي رپورټ.

د کندز جګړه ځپلي کډوال: ۳ وختونو کې یو وخت هم خپل کوچنیان نه شو مړولی

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې له یوې میاشتې راهیسې د ښار په نږدې څنډو کې سختې جګړې روانې دي چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو کډوالۍ ته اړې شوي دي. د کندز ښار اړوند د ناصریو سیمې اوسېدونکې ۴۰ کلنه نسیمه وايي، روانې جګړې ور څخه خاوند اخیستی چې په وینا یې له ۶ ماشومانو سره له نامعلوم برخلیک سره مخ ده: "نارینه مو نشته، جګړې پر موږ رڼا ورځ توره شپه کړه، د خدای هېلې ته پراته یو." دغه مېرمن د جګړو شدت له کبله له خپلې اصلي مېنې د کندز ښار ته را کډه شوې او دا مهال د دورې سر ښارګوټي کې د څلورو دیوالونو ترمنځ اوسېږي چې نه خونې لري او نه هم اوبه... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

WTA озвучила Елене Рыбакиной условия для становления второй ракеткой мира


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии





Путин в России и мире
Москва

Строители мостов и дорог удостоены государственных наград


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Валерий Гергиев

Валерий Гергиев — о судьбе театров после объединения Мариинки и Большого



Москва

Гуцул попытались допросить в аэропорту Кишинева

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net