123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

د ننګرهار ځینو رسنیو کې پاتې ښځینه ژورنالېستانې: له امنیتي ننګونو خوندي نه‌یو

0
د ننګرهار ځینو رسنیو کې پاتې ښځینه ژورنالېستانې: له امنیتي ننګونو خوندي نه‌یو

د ننګرهار په یو شمېر رسنیو کې د ګوتو په شمېر پاتې ښځینه ژورنالېستانې چې په شکل د اشکالو له رسنیو سره کار کولو ته دوام ورکوي، وایي چې له امنیتي ننګونو خوندي نه‌دي. 

په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب یو شمېر ټولنې هم چې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې ګواښونو اندېښمنې کړي، له ټولو اړخونو غواړي چې د ژورنالېستانو خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي. 

د دغو ټولنو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په رسنیز ډګر کې شااوخوا ۲۰ ښځينه ژورنالېستانو کار کاوه چې دمګړۍ یې ټولې په کور ناستې دي.

هدیه نګاه په ننګرهار کې د یوه خصوصي ټلوېزیون ویانده ده، کومه چې شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې په جلال‌اباد کې له یوې امنیتي ننګونې سره مخ او له اندېښنې یې په کور ناستې ته اړ شوه.

هدیه نګاه ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وایي، لا هم د خبریالانو په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانو ژوند خوندي نه‌دی او د هغې ورځې په ارمان ده چې یو ځل بیا لکه د پخوا پشان بې‌اندېښنې کار او خپلو ژورنالېستیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

هدیه نګاه د هغې صحنې کیسه کوي، کومه چې ۱۰ ورځې وړاندې کله چې له کوره دفتر ته پر لاره ورسره مخ شوه: "درې کسانو راپسې رامنډې کړې، یو کس چې وسله‌یې په لاس کې وه، بېخي مې څنګ ته رانږدې شو، دوه نور یې چې وسله‌وال وو، لږ وروسته وو، خو دا یو چې بېخي مې نور لاسته رانږدې و، د تفنګچې مرمۍ یې کش کړه او رکشا چلوونکي ته مې چې زه‌یې دفتر ته بیولم، وویل چې ودرېږه! کله چې رکشا چلوونکی په وضعیت پوه شو چې دا خو اوس برید کوي، نو په ډېره بېړه او تېزۍ سره وتوانېد چې له سیمې ووځي."

هدیه نګاه زیاتوي، دې پېښې یې د دې او د دې د کورنۍ اندېښنې زیاتې کړي او غواړي چې تر یو څه وخته په یوه خوندې ځای کې له خپلې کورنۍ سره واوسي.

ثنا بیا په ننګرهار کې د یوه خبري اژانس خبریاله وه، کومه چې له تېرو شااوخوا پنځو میاشتو راهیسې یې د امنیتي ننګونو له کبله کار پرېښی دی.

دا په ټولو ښکېلو لورو د افغان خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځينه ژورنالېستانو د خوندیتوب غږ کوي: "له حکومت څخه مې جدي غوښتنه دا ده چې د خبریالانو امنیت ته دې پاملرنه زیاته کړي، له ډلو چې خبریالان په نښه کوي، غواړم چې خبریالان نور په نښه نه‌کړي ځکه چې د خبریالانو دنده یوازې ټولنې ته خدمت کول دي."

په ننګرهار کې د ښځينه ژرونالېستانو دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې په تېرو څو میاشتو کې په دغه ولایت کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون ۴ تنه ښځینه کارکوونکې ووژل شوې کومې چې دغلته‌یې د نورو ښځينه ژورلېستانو زړونه مات، په کور ناستې او یا له کورونو کار کولو ته اړ کړې.

دغو پېښو د خبریالانو د خونديتوب او ملاتړ ټولنې هم اندېښمنې کړې دي. 

په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر یوسف ظریفي ازادي راډيو ته وویل، په مکرر ډول‌یې تر ځایي مسؤلانو خپل غږ رسولی، خو په وینا یې، له هڅو سره سره بیا هم وضعیت داسې حد ته رسېدلی چې نږدې ټولو ځایي ښځينه ژورنالېستانو یې دنده پرېښې او په کورونو ناستې دي.

ښاغلی ظریفي زیاتوي: "په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې اندېښنې ډېرې زیاتې شوې دي، خطرات شته دي، اوس د ډېری رسنیو ښځينه کارکوونکې په کور ناستې دي."

بل لور ته د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې ولایتي اداره د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې په ټول توان کار کوي او ټولو امنیتي حوزو ته لارښوونه شوې چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي: "په ننګرهار کې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب او نورو برخو کې د پاملرنې په موخه ولایتي اداره په ټول توان کار کوي، خپله د ننګرهار والي له خبریالانو سره مستقیمې اړیکې لري، د دوی غوښتنو ته ځوابونه وایي، همدا شان‌یې اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې هم د خبریالانو د امنیت خوندیتوب لپاره کار وکړي او هم په کاري چاپېریال کې یې د سهولتونو په برابرولو کې پوره همکاري وکړي."

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې تر ۱۰ ډېرې راډيوګانې او درې ټلوېزیوني شبکې فعالیت کوي چې په‌کې د ننګرهار د خوندیتوب ټولنې د معلوماتو له مخې، تر ۲۰ زیاتې ښځينه کارکوونکې په‌کې په دندو بوختې وې چې دمګړۍ نږدې ټولې یې په کور ناستې دي.






Загрузка...


Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о достижениях медицины


Спорт в России и мире
Москва

Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Вторая ракетка Казахстана опустилась в чемпионской гонке WTA


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Московскую компанию заподозрили в хищении 103 млн рублей при реализации нацпроекта в Орле





Путин в России и мире
Москва

Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Шнуров

Кормухина объяснила, почему не считает Шнурова музыкантом



Москва

Чернышенко считает, что санкции являются подарком для российского спорта

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net