123ru.net
World News in Pashto
Июль
2021

Новости за 27.07.2021

راشد خان د ۱۰۰ توپونو په لوبه کې غوره لوبغاړی اعلان شو

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړی راشد خان د ۱۰۰ توپونو په لوبه کې غوره لوبغاړی اعلان شو. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشد خان تېره شپه د روکېټس لوبډله بریالۍ کړه او غوره لوبغاړی شو. دا لوبه د ناردرن سوپر چارجرز او ټرینټ روکېټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. ناردرن سوپر چارجز په ۹۹ توپونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۲ منډې یې وکړې. د ټرینټ روکېټس لوبډلې په ۹۴ توپونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه. راشد خان د ۳ لوبغاړو په سوځولو او ۲۵ منډو په ترسره کولو غوره لوبغاړی شو.

افغانستان کې د ناامنیو او د جګړو شدت د استوګنځیو بیې راغورځولي

Pa.azadiradio.com 

د بهرنیانو له وتلو سره د جګړې شدت او د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ د ځینو ولسوالیو لاس په لاس کېدو اوس یو شمېر افغانان دې ته اړ کړي چې خپلې مېنې وپلوري او له هېواده ووځي. که څه هم هغه کسان چې خپل جایدادونه پلوري ښایي شمېر یې زیات وي، خو د دغو ناامنیو او د جګړو شدت د استوګنځیو په پېر او پلور منفي اغېز کړی. د جایدادونو ځيني سوداګر وايي، روان حالت‌یې په کار او بار ۵۰ سلنه منفي اغېز کړی او د ځمکو بیې رالوېدلې دي. د کابل مکروریانو سیمې اوسېدونکی مرتضی، هغه سیمه چې د خلکو ګڼه ګوڼه په‌کې زیاته ده،... Читать дальше...



مشهور افغان سندرغاړی ایوب استاد مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشهور سندرغاړي ایوب استاد د مړینې خبر ورکوي.  د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې ایوب استاد له څو کلونو راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت و چې نن یې د ژوند پور اداء او له دې نړۍ سترګې پټې کړې.  ښاغلي خوګیاڼي که څه هم د جنازې او خاورو ته د سپارولو دقیق وخت او ځای ونه ښود، خو په خبره یې، د ایوب استاد د کورنۍ له غړو سره په همغږۍ به د جنازې او خاورو ته د سپارلو پرېکړه وکړي.  ایوب استاد چې شااوخوا ۹ لسیزې عمر درلود، له تېرو... Читать дальше...

المپيکي لوبې؛ ځینو لوبغاړو له اسراییلي ورزشکارانو سره له لوبو ډډه کړې

Pa.azadiradio.com 

د توکیو په المپيک کې هم ځینو لوبغاړو له اسراییلي ورزشکارانو له لوبو ډډه کړې ده. له ډېر پخوا راهیسې د منځنۍ ختیځ او افریقا ځینې هېوادونه د اسراییل – فلسطین د شخړې په خاطر ښه ګڼي چې له لوبو لېرې شي، خو له اسراییلي لوبغاړو سره مخ نه شي. تازه یوازې له یوه اسراییلي جودوکار توهار بوتبول سره دوو لوبغاړو له لوبې ډډه کړې ده. توهار بوتبول د توکیو د المپیک په ۷۳ کیلو وزن کې د سوډان له جودوکار محمد عبدال رسول سره مخ وو. محمد د دوشنبې په ورځ لوبې ته حاضر نه شو. تردې مخکې هم د بوتبول پر وړاندې د افریقا... Читать дальше...

افغان مېرمنو ته د حقوقي چارو په برخه کې یوه ټیلیفوني شمېره فعاله شوه

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان د عدلیې وزارت ۱۸۸ شمېره فعاله کړې چې له لارې یې مېرمنې وکولای شي د دغه وزارت له مسلکي حقوقي چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړي. ‎د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت د سې شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې که څه هم تر دا مهاله دا شمېره وړیا نه ده، خو هڅه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې ۱۸۸ شمېره وړیا شي. ‎ښاغلی ریاضت وایي، د دې شمېرې د فعالېدو هدف د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې افغان مېرمنو ته د حقوقي مشورو او د هغو د حقونو په اړه معلومات ورکول دي. ښاغلي ریاضت زیاته کړه... Читать дальше...

ناټو: افغانستان کې امنیتي وضعیت ننګونو سره مخ دی او باید پر خبرې وشي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي وايي چې له افغان ولسمشر سره یې ټیلیفوني خبرې  کړي او ناټو به له افغانستان سره خپل مالي ملاتړ او له دې هېواده بهر د افغان ځواکونو د پوځي زده کړو ته دوام ورکوي.  ینس سټولټنبرګ په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ دی او باید په دې اړه خبرې وشي.  د تېرې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د دو اړخیزو همکاریو د دوام په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې.  بل خوا په داسې حال کې، چې د افغانستان په جګړه کې په ملي او نړیواله کچه... Читать дальше...



امریکا یو شمېر هېوادونو ته د سفر په تړاو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتونو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز سي.ډي سي او بهرنیو چارو وزارت اسپانیې، پرتګال، قبرس او قرغزستان ته د سفر په تړاو خبرداری ورکړی دی. د دې کار علت په یادو هېوادونو کې د کووېډ- ۱۹ د پېښو ډېروالی ښودل شوی. سي ډي سي یا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز یادو هېوادونو ته د سفرونو د نه کولو په تړاو خپلې سپارښتنې په څلورمه کټګوري یا درجه کې راوستي. څومره چې د سفرونو د نه کولو کټګوري ډېریږي ورسره په سفرونو محدودیتونو هم زیاتیږي. هاخوا د بهرنیو چارو وزارت بیا په ټوله کې دغو څلورو... Читать дальше...

زرګونه سیلانیان سوات ته روان دي

Mashaalradio.com 

د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د محدودیتونو تر ختمېدو وروسته په اختر کې زرګونه سیلانیانو سوات ته مخه کړې چې له وجې یې پر سړکونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د سیمې د تېلو په پمپونو کې پېټرول او ډیزل هم کم شوي دي. ویډیويي رپورټ.

طالبانو منلې چې لوګر کې یې یو ماشوم وژلی

Pa.azadiradio.com 

وسله والو طالبانو ومنله چې په لوګر کې یې یو ماشوم وژلی او یوه نجلۍ یې ټپي کړې ده. دا پېښه وړمه ورځ ماسپښین مهال د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوې ده. نورالله چې د وژل شوي ماشوم د کاکا زوی دی، ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی ماشوم هغه مهال د وسله والو طالبانو له لوري ووژل شو چې وسله والو طالبانو چک پاینټ اچولی و او پر دوی یې ډزې وکړې. دی وایي، دوی لا هم نه پوهیږي چې ولې یې د کورنۍ غړي په نښه شوي دي، په داسې حال کې چې د خپلې کورنۍ هېڅ غړی یې دولتي او نظامي دنده نه لري. د وسله... Читать дальше...

د اوبو ملي اداره: ۹ ولایتونو کې پر۴۰  پروژو کار پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

دافغانستان د اوبو ملي اداره وایي، په ۹ ولایتونو کې تر ۴۰ زیاتو پروژو باندې کار پيل کړی. د دغې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن سې شنبه (د زمري په ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژې کوچني بندونه دي چې د ۱۸ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت جوړیږي: "د اوبو مدیریت، د موسمي سیلابونو د کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پیاوړي کولو او خلکو ته د کاري زمینو پیدا کولو په هدف په ۹ ولایتونو کې جوړیږي."   د اوبو د زېرمه کولو دا کوچني بندونه په پنجشیر، پروان،تخار او یو شمېر نورو ولایتونو کې جوړیږي. د... Читать дальше...

د کرنې وزیر: افغانان د خوړو نه خوندیتوب په لومړی کرښه کې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وایي، افغانان د خوړو د نه خوندیتوب په لومړۍ کرښه کې دي. انوارالحق احدي دا څرګندونې د افغانستان په استازولۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو سیسټمونو 'UNFSS' په غونډه کې وکړې. دغه غونډه پرون ناوخته په انلاین ډول جوړه شوې وه چې د افغانستان ترڅنګ ۱۱۱ نورو هېوادونو هم په کې ګډون کړی و. ښاغلي احدي وویل، د لوږې کړکېچ د منځه وړلو لپاره تر ۲۰۳۰میلادي کاله پورې جدي هلو ځلو ته اړتیا ده. د کرنې وزیر وویل چې افغانستان کې د وچکالۍ او جګړو له امله د بې وزلۍ او د خوړو نه خوندیتوب کچې د لوړېدا اندېښنې موجودې دي. Читать дальше...

دفاع وزارت: تخار کې د ۳ طالب قوماندانانو په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې تخار کې یې د طالبانو د درېیو مهمو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۲۸ وسله وال وژلي دي. د وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې دغه شمېر طالبان تېره ورځ د دوی هوایي ځواکونو د تخار د مرکز اړوند خسپکه، چشمه شېر، ګاومالي او خطایان کلیو کې په نښه کړل. وزارت د طالبانو وژل شوي ځایي قوماندانان کوچ بای، درویش او ابو داود بللي دي. دفاع وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې ځواکونو یې د غزني مرکز اړوند ګنج نو اباد سیمه کې هم د حنظله په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان له ۵ ملګرو سره وژلی دی. Читать дальше...

اسپانیې، پرتګال، قبرس او قرغزستان ته پر امریکايي وګړو بندیز

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز او د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته د اسپانېې، پرتګال، قبرس او قرغزستان د سفرونو په اړه خبرداری ورکړی دی. دوی په دغو هېوادونو کې د کووېډ-۱۹ د پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي او ویلي یې دي چې امریکایان باید سفر ورته ونه کړي. له دغو څلورو هېوادونو وروسته ارمنستان، هنګري او اوکراین کې هم د وبا کچه لوړه ښودل شوې او له امریکایانو غوښتل شوي چې له اړتیا پرته دې نه ورځي. په تېر جون میاشت کې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز څه باندې ۱۱۰ هېوادونو ته د سفرونو... Читать дальше...

مسیر ورځپاڼه: د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې عاملین څوک دي؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې د ملکي مرګ ژوبلې، د طالبانو له لوري ګواښونه او د پکتیا پر ناامنیو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي. د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی، د دې تړوني په کېکاږلو سره یې ولولئ: مسیر مسیر ورځپاڼې پوښتنه کړې چې د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې عاملین څوک دي؟ وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ 'یوناما' راپور ته اشاره شوې چې د روان کال شپږو میاشتو کې ۵۱۸۳ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان دي. د لېکوال په... Читать дальше...

د ارزګان کروندګر: وچکالۍ زرګونه جریبه ځمکه له کښته پاتې کړې

Pa.azadiradio.com 

په ۲۱مه پېړۍ کې د وچکالۍ ستونزه د نړۍ یو تر ټولو لویه او اصلي ستونزه ده، ګڼ هېوادونه د اوبو له کمښته همدا اوس کړېږي او د چاپيريال ساتنې ماهرين اټکل کوي چې نېږدې راتلونکې به د اوبو پر سر شخړې د بل هر وخت پرتله زياتې شي. افغانستان هم سږکال د وچکالۍ د جدي ګواښ سره مخ دی چې خلک یې زیات اندېښمن کړي دي. د دغه هېواد په سویلي ولایت ارزګان کې پر جګړو او کرونا سربېره خلک وچکالۍ هم زیات زیانمن کړي، د خلکو شنه باغونه د اوبو د نشتوالي له امله د وچېدو له ګواښ سره مخ دي. ۴۷ کلن شیراغا د ارزګان ولایت د مرکز... Читать дальше...

د تکواندو افغان لوبغاړي له خپل کوریایي سیاله ماته وخوړه

Pa.azadiradio.com 

افغان تکواندو لوبغاړي فرزاد منصوري نن سهار سې شنبه (د زمري په ۵مه) د المپیک په سیالیو کې له خپل کوریایي سیال ان کیو دان سره مخامخ شو. دا سیالۍ چې د کابل پر وخت د سهار ۷:۴۵ پیل شوه، کوریایي لوبغاړي وکولی شوی چې خپل افغان سیال ته د یوه امتیاز په توپیر ماته ورکړي. فرزاد منصوري د افغانستان لپاره څو مډالونه ګټلي چې وروستی یو یې د اسیايي لوبو نایب اتلولي یا د سپینو زرو د مډال ګټل وو. د المپیک لوبې د جمعې په ورځ د جاپان په توکیو ښار کې پیل شوې. په پام کې ده چۍ له ۲۰۴ هېوادونو څخه ۱۱ زره لوبغاړي په دې سیالیو کې ګډون وکړي.

بایډن: عراق کې د امریکايي سرتیرو ماموریت د پای ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، عراق کې یې د سرتیرو پوځي ماموریت د روان کال په وروستیو کې پای ته رسېږي.  بایډن پرون سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدر اعظم مصطفی الکاظمي سره د کتنې پر مهال وویل، د عراقي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې ماموریت به یې دوام ولري.  د دې لیدو کتو ګډه اعلامیه د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپره کړې چې په کې راغلي، د عراق او امریکا راتلونکې اړیکې به د عراقي ځواکونو د روزنې او استخباراتي معلوماتو په شریکولو ورټولې وي.  امریکا داسې مهال عراق کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي چې لا هم دغه هېواد کې د داعش وسله والې ډلې ګواښ پاتې دی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Певец

Певца Николая Баскова заметили на публике с обручальным кольцом по цене квартиры в Москве





Персональные новости
Россия

Случай на концерте Metallica в России





تهران کې مظاهره چیانو "خامنه اي حیا وکړه او واک پرېږده" شعارونه ورکول

Pa.azadiradio.com 

مظاهره چیانو په تهران کې د "خامنه اي حیا وکړه او واک پرېږده" او "مرګ په دیکتاتور" شعارونه ورکول. موټر سایکل سپرو او موټرچلوونکو هم د مظاهره چیانو په ملاتړ هارنونه وهل. د ایران د والي مرستیال حمید رضا ګودرزي ویلي، خلک په جمهوري واټ کې لاریون ته وتلي وو او علت یې بي برقي ښودل شوې. د لاریون یوه عیني شاهد د ازادې اروپا راډیو فردا څانګې ته چې د ایران اړوند خپرونې لري په یوه پیغام کې داسې ویلي: "زه د جمهوري او حافظ واټونو منځ کې ووم. ډېر بېروبار و. مظاهره چیان په پیاده رو کې وو. عسکر هم د څلورلاري شمال خوا ته ولاړ وو. Читать дальше...

پکتیا کې ځینې نجونې: د ښځینه ښوونکو کموالي د ډېرېو نجونو د زده کړو مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې یو شمېر نجونې زده کوونکې وایي، په دې ولایت کې د ښځینه ښوونکو د کموالي له امله یو شمېر کورنۍ خپلو لوڼو ته د منځنیو او عالي زده کړو اجازه نه ورکوي. د پکتیا د مرکز ګردېز اوسېدونکې ۲۱ کلنه نازیه وایي، یوه لسیزه وړاندې هغه مهال چې په ښوونځي کې یې زده کړې کولې، له ګڼو اسانتیاوو بې برخې وه. دا وایي، د زده کړو پر مهال یو شمېر کورنیو د هغې ټولګیوالې نجونې له دې امله له منځنیو او عالي زده کړو منع کولې چې په ښوونځيو کې د نجونو زده کوونکو لپاره د تدریسي چاپېریال او درسي موادو د نشتوالي تر څنګ... Читать дальше...

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر نن پاکستان ته سفر کوي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو پرون یو لنډ بیان ورکړی. په بیان کې راغلي چې د شاه محمود قریشي په بلنه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د جولای پر ۲۷مه له یوه لوړپوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورځي. تمه ده شهزاده فیصل له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او نورو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې پر حالاتو غږېږي.

ملګرو ملتونو تونس کې د ارامۍ د برقرارېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونه په تونس کې د ارامۍ د برقرارېدو غوښتنه کړې ده. دا وروسته له هغه چې د تونس جمهور رییس قیس سعید صدراعظم هشام المشیشي له دندې لېرې کړ او پارلمان یې هم وځنډاوه. ولسمشر سعید وروسته له هغه صدراعظم لېرې کړ چې خلکو د کرونا وبا په تړاو د حکومتي د مدیریت په غبرګون مظاهرې وکړې. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش یوه ویاند فرهان حق ویلي چې ټولې خواوې باید له زغمه کار واخلي، تاوتریخوالی پرېږدي او ډاډمنه کړي چې وضعه ارامیږي. هغه زیاته کړې هر راز جنجال باید د خبرو له لارې هوار شي.

دفاع وزارت: د بلخ کلدار ولسوالۍ د۲۰ طالبانو په وژلو بېرته ونیول شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بلخ کلدار ولسوالۍ د شااوخوا شلو طالبانو په وژلو سره بېرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شوه. د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان په خپل ټوېټر افغان پوځیانو د ولسي پاڅون په ملاتړ کلدار ولسوالي ازاده کړه. هاخوا په بلخ کې د مېشتې شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند حنیف رضايي په دې اړه دوشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې چې د ولسي پاڅون همکاري هم ورسره وه شل وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه یې ټپیان دي. یو شمېر وسلې او مهمات یې هم افغان پوځیانو ته په لاس ورغلي. Читать дальше...

نی: کندهار کې نیول شوي خبریالان لا نه دي خوشې شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي، د ملي امنیت له خوا نیول شوي خبریالان لا هم نه دي خوشي شوي. د نی ادارې د کندهار څانګې مشر عبدالسمېع غیرتمل بېګا ازادي راډیو ته وویل چې څلور افغان خبریالان د طالبانو تر ولکې لاندې بولدک ولسوالۍ ته تللي وو چې د راستنېدو پر مهال ملي امنیت ونیول، خو د دوی له هڅو سره سره لا نه دي خوشې شوي. غیرتمل زیاته کړه: "موږ که څه هم بار-بار غوښتنه وه، خو تراوسه پورې زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی. نه هغه دلایل چې د ملي امنیت اداره یې لري موږ ته روښانه کوي چې په کوم دلیل باندې دوی نیول شوي دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Расплата за расточительство! ФК «Оренбург» на домашнем поле уступил ФК «Динамо» (Москва) – 1:2


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Дарья Касаткина

Теннисистка Касаткина выразила сожаление, что у нее нет коннекта с Шараповой


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Ивлеева

Блогер Ивлеева не явилась в суд на заседание по делу о дискредитации ВС России



Москва

Самарское село вошло в топ-7 живописных мест России с полотен художников

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net