پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو ځل بیا په بلوچستان کې د ګوند صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مړینې پلټنو لپاره د سپریم کورټ د قاضي فایز عیسا یا د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د عدالتي کمېشن غوښتنه کړې. د ګوند مشرانود جولای پر ۲۵مه په پښین کې د جلسې پر وخت وویل، په جون کې د کاکړ مړینه طبعي نه وه بلکې وژل شوی. خو هغه مهال د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو ویلي ول چې کاکړ په طبعي مرګ ومړ. هلته د بلوچستان های کورټ وار له مخه د کاکړ د ژوبلېدو او مړینې پلټنو لپاره دوه کسیزه عدالتي کمېشن جوړ کړی. Читать дальше...
د ننګرهار والي وايي په جګړو کې د وژل شویو ۳۹ پاکستاني وګړو جسدونه رسماً د سرې میاشتې له لارې پاکستان ته وړل شوي.
د افغان ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل نن ویلي دغو پاکستانیانو د وسلهوالو طالبانو په لیکو کې جګړه کوله.
هغه زیاته کړې په دغو ۳۹ پاکستانیانو سربېره چې رسماً یې جسدونه سرې میاشتې وړي د لسګونه نورو پاکستاني جنګیالیو مړي هم له نورو بېلابېلو لارو پاکستان ته لېږدول شوي.
امرخېل ویلي افغان پوځیان د خپل هېواد دفاع کوي او که څوک د وژنو او لوټماریو لپاره راځي د ده په خبره همداسې بهیې جسدونه لېږدول کېږي. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د المپیکي لوبو په دوهمه ورځ د تکواندو په برخه کې د سرو زرو یو مډال وګاټه.
دا مډال اناستاسیا زولوتیک د ۵۷ کیلو وزن په پایلوبه کې د روسۍ لوبغاړې تاتیانا مینینا په ماتولو خپل کړ.
د تکواندو په بله پایلوبه کې ازبکستاني لوبغاړي اولګبیګ رشیدوف په ۶۸ کیلو وزن کې بریتانوی لوبغاړی برډلي سنډن مات کړ او د سرو زرو مډالیې وګاټه.
د المپيکي لوبو په دوهمه ورځ په ۱۰ ورزشي رشتو کې د سرو زرو د ۱۸ مډالونو په سر لوبې شوي.
سهار وختي بیا په نښې ویشتلو کې د افغانستان استازي مهدي یاوري ماته وخوړه. Читать дальше...
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په کندهار کې د جون له ۲۴مې د جولای تر ۶مې پورې ۳۳ مدني فعالان، قومي مشران او خبریالان وژل شوي.
دا خبره د یاد کمېسیون ویاند ذبیحالله فرهنګ نن ازادي راډیو ته کړې.
هغه ویلي د راپورونو په اساس چې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ټول کړي دا هدفي وژنې په دواړو هم د طالبانو او هم د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغو وژنو جدي اندېښنه ښودلې او له طالبانو او هم حکومتي چارواکو یې غوښتي چې د ملکیانو خوندیتوب ته پوره پام وکړي.
تر دې څو... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۷۵ طالبان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن په خپل ټوېټر په دې اړه یو بیان ورکړی.
د امان په خبره وسلهوالو طالبانو ته دا مرګژوبله په ننګرهار، پکتیکا، لوګر، غزني، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، هلمند، بدخشان، کندز او بغلان کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په بریدونو کې اوښتې ده.
د دفاع وزارت دغه ویاند همداراز ویلي چې افغان پوځیانو د سړک غاړې نهه ماینونه هم شنډ کړي دي.
وسلهوالو طالبانو... Читать дальше...
هندي چارواکي وايي په مهاراشترا ایالت کې ځمکې ښویېدنې او د سېلابونو راوتلو ۱۱۳ کسان مړه کړي.
د مهاراشترا د حکومت یوې ویاندې ساندیا ګرواري نن رسنیو ته ویلي چې ۵۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د هغې په خبره ژغورونکي ټیمونه په دې توانېدلي چې له شااوخوا ۹۰۰ زیانمنو شویو کلیو نه یو لک او ۳۰ زره کسان وژغوري او خوندي ځایونو تهیې بوځي.
مهاراشترا ایالت د هند یو مهم اقتصادي مرکز هم ګڼل کېږي.
معمولاً د کال همدې میاشتو جولای یا تر هغه مخکې جون کې د هند موسمي اورښتونه یا مونسن فصل پیلېږي چې پهکې پخوا... Читать дальше...
په ښوونځیو کې د حضوري درسونو له پیل سره، د ناامنو سیمو د ښوونځیو نامعلومې راتلونکې، زدهکوونکي اندېښمن کړي دي.
تیره ورځ د پوهنې وزارت په سړو او ډېرو سړو سیمو کې د ښوونځیو حضوري زدهکړې پیل کړې، خو ډېر زدهکوونکي شته چې یا له خپلو سیمو بېځایه شوي او یا د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي، د دوی برخلیک به څه کېږي؟
په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو دوام د ډېرو زدهکوونکو پر مخ د زدهکړو دروازې تړلې دي.
د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې د یوولسم ټولګي یوه زدهکوونکې ازادي راډیو ته وايي، د راتلونکې په اړه اندېښمنه ده. Читать дальше...
په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې پراخېږي او وسلهوال طالبان د پراخو سیمو د نیولو ادعاوې کوي، د امریکا دفاع وزیر وايي، افغان ځواکونه د سیمو د بېرته نیولو ممکنه هڅو نه وړاندې باید د طالبانو د پرمختګ ځواک او تحرک مخه نيولی وای.
روېټرز خبري اژانس لیکلي چې لوید استېن پرون الاسکا ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونه د مهمو ګڼ مېشتو مرکزونو په اطراف کې راټول شوي.
ښاغلی استېن زیاتوي: "موږ د دوی [افغان ځواکونو] پرمختګ ته په تمه يو. دوی د دې ظرفيت او وړتيا لري چې پرمختګ... Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، له لوی اختر وروسته په کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې د تېر په پرتله زیاتوالی راغلی.
دغه وزارت وایي چې د اختر په ورځو کې د کرونا ویروس د مخنیوي له خبرداري سره سره بیا هم د اختر په درې ورځو کې خلکو د یو بل کورونو ته تګ راتګ کاوه.
د دغه وزارت ویاند وايي، که څه هم په اختر کې د کرونا ویروس د خپراوي د کچې په اړه د اوس مهال سنجش له وخت مخکې دی، خو د اختر په ورځو کې د دغه ویروس په اړه د ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر ته په کتو په اختر کې په کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی لیدل کېږي. Читать дальше...
په تېرو دوه اونیو کې ١٦٠٠ غیر قانوني افغان پناه غوښتونکي د ترکیې په وانت ولایت کې نیول شوي.
د افغان ځوانان چې نوې د ایران له پولې ترکیې ته اوښتي وايي د تاوتریخوالي زیاتوالي، په افغانستان کې د فقر او بیکارۍاو د طالبانو له ویرې یې هیواد پرېښی.
د افغان حکومت له خوا دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې ویل کېږي طالبانو د افغانستان لسګونه ولسوالۍ او له حکومتي ځواکونو څخه پر پوله د تګ راتګ مهم ځایونه نیولي دي.
د وبا د څار او پر وړاندې یې د مبارزې ملي ادارې (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا سي اېن او سي) د جولای پر ۲۴مه ویلي چې خلک باید د روانې میاشت تر پای پورې واکسین وکړي او سرټېفېکېټ یا د واکسینو تصدیقنامه ترلاسه کړي.
د چين بهرنيو چارو وزیر وانګ يي او د هغه پاکستاني سيال شاه محمود قریشي د جولای پر ۲۴مه پر دې موضوعاتو په چینګدو کې د ملاقات پر مهال غږېدلي دي.
د امریکا دفاع وزیر ویلي افغان ځواکونه په دې برلاسي دي چې د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي.
لوید استېن چې په الاسکا ښار کې د افغانستان د وضعیت په تړاو خبریالانو ته غږېده دا خبره وکړه.
ده وویل: "هغوی وړتیاوې لري. دا ظرفیت لري چې پرمختګ وکړي او واقعاً په دې وتوانېږي چې د طالبانو د ځینو پرمختګونو مخه ډب کړي، خو وبه ګورو چې څه کېږي."
هغه زیاته کړه افغان مشرتابه په دې لګیا ده چې د ګڼ مېشتو سیمو شاوخوا خپل پوځ ځای پر ځای کړي.
د استېن په خبره مهمه دا ده چې د طالبانو د مخنیوي لپاره ډاډ حاصل شي چې د دې ډلې سرعت کم کړای شي. Читать дальше...
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د اختر په لومړۍ ورځ د راکټي بریدونو طراحیې نیولی دی.
دا خبره د یاد وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن په پيغام کې رسنیو ته کړې ده.
ښاغلی ستانکزی وايي: "د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځانګړي ځواکونه وتوانېدل چې د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د طالبانو د ترهګرې ډلې یو سرګروپ د مومن په نامه سره له درېیو تنو نورو همکارانو یې ونیسي. دا ترورېستان د اختر په ورځ د راکټي بریدونو له طراحانو او ترسره کوونکو څخه دي. دوی د پغمان ولسوالۍ په نورو هدفي وژنو او ترهګریزو بریدونو کې... Читать дальше...
د توکیو په المپيکي لوبو کې د افغانستان لومړني استازي مهدي یاوري ماته وخوړه.
یاوري د ۱۰ متره بادي ټوپک په نښې ویشتلو کې ګډون کړی و.
هغه له نورو نه کمې نمرې واخیستې او وروستیو پړاوونو ته له ورتګه پاتې راغی.
د توکیو په المپیکي لوبو کې پنځو افغان لوبغاړو برخه اخیستې. تمه ده سې شنبه فرزاد منصوري د تکواندو په برخه کې سیالۍ پيل کړې.
د جولای په ۳۰مه فهیم انوري لامبو کوي او کیمیا یوسفي هم په ۱۰۰ متره منډو کې برخه اخلي. د جولای په ۳۱مه به شاه محمود نورزی د ځغاستې یا اتلتیک لوبو کې ګډون وکړي.
په اروپايي هېوادونو کې هغو خلکو چې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د حکومتونو له نویو تصویبېدونکو مقرراتو سره موافق نهدي، مظاهرې وکړې.
لسګونه زره دغه اعتراض کوونکي پرون/ شنبه د اروپايي هېوادونو واټونو ته راووتل. تر ټولو لویې مظاهرې په فرانسه کې وې چې له اټکل سره سم، یو لک او ۸۰ زره مظاهرهچیانو پهکې برخه اخیستې وه.
دوی له هغې لایحې سره مخالفت ښوده چې پر اساسیې باید هر څوک رستورانونو او نورو عامه ځایونو ته د ننوتو لپاره ځانګړی کارت ولري او همداراز د روغتیايي سکټور ټول کارکوونکي باید د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې واکسین شوي وي. Читать дальше...
هېواد
هېواد ورځپاڼې د ملګرو ملتونو امنيت شورا وروستي راپور ته اشاره کړې چې د القاعده شبکې مشر ايمنالظواهري په افغانستان کې دی!
وړاندې راغلي، دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د بهرنيو ځواکونو له وتو سره سم په افغانستان کې د ترهګرۍ پر بېرته فعالېدا ستره وېره او اندېښنه ښکاره کېږي.
د لیکوال په باور، د ملګرو ملتونو دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې پاکستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو له بهير سره سم په ټول زور هڅه کوي چې افغانستان ناامنه کړي، د افغانستان ګڼې سيمې طالبانو لاندې کړي او ان د دې... Читать дальше...
ترکیه وايي، دوه پوځیانیې د سوریې په شمال کې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د ترکیې دفاع وزارت پرون/ شنبه وویل، پوځیانو تهیې هغه مهال مرګژوبله واوښته چې د هغو پر کاروان برید وشو.
دغه وزارت همداراز ویلي چې له دې پېښې وروسته د ترکیې ځواکونو غچ اخیستونکي عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.
ویل شوي چې پر ترک پوځیانو د ترکیې د شمال په الباب سیمه کې برید شوی دی.
د عراق صدراعظم مصطفیالکاظمي به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په کتنه کې له عراقه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش په اړه خبرې وکړي.
مصطفیالکاظمي به د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.
که څه هم متحده ایالات او ایران د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د مبارزې په مسئله کې ګډ دریځ لري، خو الکاظمي په کور دننه د ایران پلویو ډلو لهخوا تر جدي فشار لاندې دی څو په عراق کې د دېره دوهنیم زره امریکايي سرتېرو د وتلو غوښتنه وکړي.
شیعه افراطي ډلې چې د حشدالشعبي د وسلهوالې... Читать дальше...
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له افغان کډوالو سره د امریکا نوې اعلان شوې مرسته به پر هغو کورنیو بېځایه شویو ولګول شي چې شمېر یې په زیاتېدو دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ له هغو افغان کډوالو سره چې په افغانستان کې د وروستي امنیتي وضعیت له کبله زیانمن شوي د مرستې لپاره د بېړنیو مرستو له حسابه د ۱۰۰ ملیون ډالرو د ځانګړي کولو امر وکړ.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند رضا باهر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دا مرستې تر اوسه افغان حکومت ته نهدي رسېدلي. Читать дальше...
ډیجیټل ژورنال
انلاین خپرونې ډیجیټل ژورنال هند ته د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د سفر او پر افغانستان د بحثونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.
د لیکنې په حواله، بلېنکن به په خپل دغه سفر کې را روانه چهارشنبه له صدراعظم ناریندرا مودي او د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر سره خبرې وکړي.
هند له هغو څخه هېوادونو دی چې د ډیجیټل ژورنال په لیکنه په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې پر بېلابېلو پروژو تر ۳ میلیاردو ډالرو زیاتې پیسې لګولي دي.
د جنوبي اسیا لپاره د امریکا مخکښ ډیپلومات ډین ټامپسن ویلي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В "Локомотиве" иронично отреагировали на ничью в матче ЦСКА со "Спартаком"
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Медведев остался лучшим среди россиян в обновлённом рейтинге ATP, Рублёв — восьмой
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года
Путин в России и мире
Москва
Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Александр Розенбаум
Певец Розенбаум похвастался возрождением сети советских пивных в Петербурге
Москва
Проще, чем кажется: как сэкономить на пикнике
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net