سوریه کې دوه ترکي پوځیان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي
ترکیه وايي، دوه پوځیانیې د سوریې په شمال کې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د ترکیې دفاع وزارت پرون/ شنبه وویل، پوځیانو تهیې هغه مهال مرګژوبله واوښته چې د هغو پر کاروان برید وشو.
دغه وزارت همداراز ویلي چې له دې پېښې وروسته د ترکیې ځواکونو غچ اخیستونکي عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.
ویل شوي چې پر ترک پوځیانو د ترکیې د شمال په الباب سیمه کې برید شوی دی.