د خیبر پښتونخوا د ریاستونو (ډایرېکټرېټ) افسرانو د جولای پر ۲۹مه د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، حکومت دې د سېکرېټرېټ د افسرانو په څېر د دوی د تنخاګانې او مراعات هم زیات کړي. دوی همداراز وايي چې حکومت دې د دوی او د سېکرېټرېټ د افسرانو په تنخاګانو کې توپیر هم ختم کړي. د خیبر پښتونخوا حکومت د افسرانو د احتجاج په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د تنخاګانو او مراعاتو د مسلې هواري لپاره یې یوه کمېټي جوړه کړې چې د افسرانو له استازو سره مذاکرات کوي. ویډیويي رپورټ.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي که طالبان غواړي چې د افغاني ټولنې برخه شي، دوی باید د خپلو جنګي جرمونو مخه ونیسي.
یو شمېر افغان ښځینه سیاسي او حقوقي فعالانو د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۷» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دوی د یوې خپرې کړې اعلامیې له مخې له جنګي ډلو د سمدستي او غیر مشروط اوربند غوښتنه، د ملکي وګړو د نهوژلو، له ښځو د جنسي غلامانو په توګه د ناوړه ګټې اخیستنې د بندولو، د جبري ودونو او د طالبانو لهخوا د جنکي غلامانو... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او فرهنګي ادارې (یونسکو) په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې د افغانستان د درې ملموسو فرهنګي میراثونو د ثبتولو وړاندیز منلی دی.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتیې یوه لاسته راوړنه ګڼي.
دغه وزارت وايي، په دغو میراثونو کې یو په مستقله توګه د افغانستان په نوم او دوه د ګاونډیو هېوادونو له میراثونو سره په ګډه، د یونسکو لهخوا په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې په ۲۰۲۲کال کې ثبتېږي.
دغه وزارت زیاتوي، د افغانستان د میناتورۍ سبک به په مستقله توګه د افغانستان په نوم د نړیوالو میراثونو په توګه ثبت شي. Читать дальше...
په پاکستان کې ټرانسپورټران د چمن او سپین بولدک د لارې بیا پرانیستو خوشاله کړي دي. پاکستان دا لار د جولای پر ۱۴مه تر هغې وروسته د سوداګرۍ پر مخ وتړله چې د کندهار سپین بولدک ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده. د پاکستان حکومت د جولای پر ۲۶مه د چمن ور بیا پرانیست. ډرېوران وايي، په افغانستان کې ناامنیو اندېښمن کړي او وېرېږي خو هلته له مال وړلو پرته بله چاره نه لري. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) وايي چې د طالبانو پراخې حملې افغان حکومت له بشري ناورین سره مخ کوي.
دغې ادارې نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۷» د امریکا کانګرس ته د خپل راپور په وړاندې کولو سره ويلي چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ ساسي هوکړې نهیوازې دا چې سولې ته لاره هواره نهکړه، بلکې د جګړو شدت سره د ملکي تلفاتو کچه له پخوا لوړه شوه.
د دې راپور د معلوماتو پر بنسټ، یوازې د سږ کال د اپرېل میاشتې له پیله تر مې میاشتې پورې ۷۰۵ ملکي کسان وژل شوي او ۱،۳۳۰ نور ټپیان دي. Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د نوميالي سندرغاړي ايوب استاد د ژوند او هنر ته ځانګړې کړې. نوموړی د جولای پر ۲۷مه تر اوږدې مودې ناروغۍ وروسته د ۸۲ کلونو په عمر کې ومړ او مړی يې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو. په خپرونه کې د جلال اباد د هنرمندانو د ټولنې د مشر کمين ګل، د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي او د افغانستان د ملي راډيو او ټېلېوېژن د يوه مشر افسر غني مدقق د تاثراتو ترڅنګ د ايوب استاد مشهورې سندرې هم اورېدای شئ.
دا په داسې حال کې ده چې امریکې د راتلونکې اګست میاشتې تر پایه له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستلو ویلي دي او په عین حال کې په دې هېواد کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.
نن د زمري اوومه، په افغانستان کې د ملي بیرغ ورځ چې په وروستیو کلونو کې ولسمشر محمد اشرف غني د بیرغ د ملي ورځې په توګه نومولې، په ګڼو ښارونو، ولایتونو او سیمو کې ونمانځل شوه.
ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې دا بیرغ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټول ارزښت او د وینې په قیمت ساتلی دی.
ښاغلی غني وايي: "بیرغ زموږ د ویاړ او یووالي نښته ده، نن چې زموږ ملي امنیتي ځواکونه چې دلته ولاړ دي د دې بیرغ د ساتنې، پالنې او او درناوي لپاره هره ورځ وینه ورکوي."... Читать дальше...
د نورستان ولایت په ختېځه کامدېش ولسوالۍ کې تېره شپه سېلاو د میردېش کلي زیاته برخه ویجاړه کړې او په لسګونو کسان يې وژلي دي.
د افغانستان په مېډیکل کالجونو کې د پاکستان شااوخوا ۵۰۰ زده کوونکيو چې د کورونا وبا بندیزونو یې خپلو درسونو ته د بیرته ورتګ مخه نیولې، پر خپل سرکار غږ کړی چې دوی ته دې د تورخم لار د تلو لپاره وازه شي. له مشال رېډيو سره په خبرو کې د دوی وینا وه چې تر روزې وړاندې خپلو کورونو ته ورغلي خو اوس یې خپلو زده کړو ته د ستنېدو مخه په داسې حال کې نیول شوې چې راروانه اګست میاست یې کلني امتحانونه دي. د شاهنواز تره کزي راپور
د بلوچستان په سرکاري هسپتالونو کي ځوان ډاکټرانو کاربندیز پیل کړی او غوښتنه کوي چې پروسږ کال په لنډمهالې توګه لګېدلي نرسان دې پاخه کړل شي خو حکومت یې کاربندیز ناقانونه بولي او وايي له دې څخه ناروغانو ته ستونزې جوړېږي. د ایوب ترین راپور
د مشال راډیويي مجلې ګرانو اورېدونکو! دا ګڼه مو د بالیووډ د وتلي فلمي ستوري دلیپ کمار ژوند او کار ته ځانګړې کړې ده. موږ له پښتنو فلمي ستورو اصف خان، امان خان او ببرک اکبري سره د هغه د ژوند پاڼې اړولي او هڅه مو کړې چې د یوسف خان یا دلیپ کمار د ژوند په اړه لا زیات معلومات درکړو.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزات په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي عاملین طالبان بولي، هغه څه چې طالبان يې ردوي.
په دغه وزارت کې د تاوتریخوالي د کمښت د څار رئیس سید عبدالله هاشمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې په روان لمریز کال کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له ۲۲ زره زیاتې حملې کړي.
د نوموړي په وینا په دغو حملو کې مخامخ نښتې، انتحاري حملې، چاودنې، راکټي بریدونه، قتلونه او هدفي وژنې او ترورونه شامل دي.
ښاغلي هاشمي دغه حملو کې ۲۵۶۶ ملکیان وژل شوي او ۳۰۲۱ نور ټپیان دي... Читать дальше...
د هند په هماچل پردیش ریاست کې د غره ښوېدو په یوه پېښه کې په کورونو، ګاډو او یو پل د لویو ډبرو ورختو لوجې نهه کسان مړه شوي دي. سږکال د پشکال بارانونو او سېلابونو د دغه هېواد په لوېدیځو ریاستونو کې لږ تر لږه ۱۵۹ کسان مړه کړي او په لسګونو زره یې بې کوره کړي دي چې د مرستو لپاره یې د حکومتي او غیر حکومتي ادارو هلې ځلې دوام لري. په هند کې د وروستیو بارانونو، سېلابونو او غرونو ښوېدو د پېښو په اړه تفصیل په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.ویډیو: اې ایف پي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې اندېښنې لپاره پېکنګ د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو نهه کسیز پلاوي ته د جولای پر ۲۸مه بلنه ورکړې وه.
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په میردېش کې سیلابونه په سلګونه کورونه وړي او زیات شمېر کسان يې وژلي دي.
خلک له حکومت او مرستندویه ټولنو د مرستو غوښتنه کوي.
د نورستان ولایت په ختېځه کامدېش ولسوالۍ کې تېره شپه سیلاب د میردېش کلي زیاته برخه ویجاړه کړې او په لسګونو کسان يې وژلي دي.
د یادې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی عبدالرحمن وايي: "بېګاه میردېش کلي کې سیلاب راغلی دی، تقریباً اوو سوه-اته سوه کوره کلی و، ټول يې وړي دي."
د ولایتې شورا رئیس سعدالله پاینده زوی بیا وایي چې په میردېش کې سیلاب سل کورونه د انسانانو... Читать дальше...
په امریکا کې د کرونا وبا د واکسین په تړاو نوې پالیسي اعلانیږي.د سپېنې ماڼۍ چارواکو ویلي، جمهور رییس جو بایډن به اعلان کړي چې د متحده ایالاتونو ټول فدرال کار کوونکي باید د کووېډ-۱۹ واکسینونه ولګوي یا منظم ټېسټونه وکړي.
پر دې مسالې خبرو چارواکو ویلي چې بایډن د پنجشنبې په ورځ د کرونا وبا د چټکې خپرېدونکې ډېلټا بڼې له امله د رامنځته شوېو اندېښنو په اوج کې دا نوې پالیسي اعلانوي.
د ولسمشر بایډن پلان شوې پالیسي به په ټوله امریکا کې څلور میلیونه او دوه لکه فدرال کار کوونکي چې په کې پوځیان هم شامل دي تر پوښښ لاندې راولي. Читать дальше...
په صوابۍ کې لا هم خلک د څارويو له څرمنو کټونه جوړوي خو د خيبر پښتونخوا په زياتره برخو کې دغه دود اوس ختم شوی دی.د صوابۍ زريداد خان کاکا وايي چې څو لسيزې وړاندې په هر کلي کې د څرمنې کټونو استادان وو خو اوس په ټوله سيمه کې د ګوتو په شمېر استادان پاتې دي.نوموړی وايي، لومړی به یې يوازې خپل کلي کې کار کاوو خو اوس کټونو جوړولو لپاره لېرې لېرې کلیو ته ځي او له دوه څخه تر درې زرو روپو پورې د يو کټ مزدوري اخلي. زريداد خان د صوابۍ پرمولو کلي ته د يو کټ جوړولو لپاره ورغلی دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
په خوست کې د فکر جوړونې په نوم یو شمېر ځوانان له خلکو اظافي کتابونه راټولوي او د دې لپاره چې په ولس کې کتاب لوستنه دود شي، په خلکو يې په وړیا توګه ویشي.
خوستي روڼ اندي دا نوښت ستايي او وايي، په افغاني ټولنه کې د شته ستونزو د هوارولو یو ښه او اغېزمنه لاره همدا ده چې خلک کتاب ولولي.
دوی د کتاب مینه وال هڅوي چې کتاب له مطالعې وروسته نورو خلکو ته ډالۍ کړي.
په خوست کې له دوو کلونو راهیسې د فکر جوړونې په نوم یو شمېر ځوانان له خلکو کتابونه راټولوي او وروسته يې په نورو ویشي او یا د خلکو په ګڼ مېشتو سیمو کې واړه کتابتونه جوړوي. Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې د افغانستان په روان وضعیت او پر سقوط شویو بندرونو ګڼې مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی، د دې تړوني په کېکاږلو سره یې ولولئ:
ویسا
ویسا ورځپاڼې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وروستیو جګړو ته په اشارې لیکلي چې د روان وضعیت دوام د طالبانو په ګټه نه دی.
وړاندې راغلي چې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو سره د عمومي مرګ ژوبلې سربېره لیدل کېږي چې په ځینو هغو سیمو کې چې د طالبانو لاسته ورغلي لکه د... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو لاس ته د افغانستان د شمالي سیمو د لوېدو په اړه لیکنه خپره کړې او دا پوښتنهیې کړې چې دا سیمې ولې د طالبانو لاس ته په اسانه ورغلې حال دا چې یو وخت په دې سیمو کې د طالبانو پر ضد زیات مقاومت کېده؟
د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، قومي او سیاسي اختلافات سبب شوي چې طالبان ورڅخه ګټه واخلي.
ورځپاڼه وايي، د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو په شاوخوا ۱۰۰ ولسوالیو کې پرمختګ وکړ چې اکثرهیې په شمال کې دي.
ډېرو نورو لوېدیځو ورځپاڼو او نشریو له افغانستانه... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об эффективности программ по формированию здорового образа жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о догазификации СНТ
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Баста отметит свой день рождения концертом в Москве
Москва
Подготовку к запуску фонтанов начали в Шаховской
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net