د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ټوله نړۍ کې په کرونا د مړو شوېو کسانو شمېر له څلور میلیونو واوښت.
پرون (ډبلیو.ایچ.او ) دا رسمي شمېرې خپرې کړې، خو روغتیاپالان بیا په دې نظر دي چې د مړو شوېو نارسمي شمېر تر دې ډېر زیات دی.
اوس د کرونا ویروس د ډیلټا بڼې ډېر هېوادونه اندېښمن کړي او ځینو یې له سره بندیزونه لګولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې نړۍ د دې وبا له اړخه په خطرناک حالت کې ده.
ټاکل شوې جاپان چې د المپیکي سیالیو کوربه دی، د کرونا له کبله نوي بندیزونه ولګوي. Читать дальше...
کابل ښار کې ورځ تر بلې له لمريزې برښنا ګټه اخیستنه زیاتېږي.
په ښکاره له لمریزې برښنا ګټه اخیستنه په وروستیو پر دې ښار د وارداتي برښنا د پرې کېدو له امله زیاته شوې ده.
اوس هره ورځ ډېر شمېر کابل مېشتي د لمريزې برښنا سيسټم فعالوي، څو خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه مخته یوسي.
هاخوا د افغانستان برښنا شرکت وايي، په يو داسې پلان کار کوي چې خلک له وارداتي برښنا سربېره له لمريزې برښنا هم ګټه واخلي.
بشپړ ویډیويي راپور یې دلته وګورئ:
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېره شپه د بادغیس مرکز قلعه نو ته تازه دمه ځانګړي ځواکونه رسیدلي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ډېر ژر به دا ښار له طالبانو په بشپړ ډول چاڼ کړي.
دغه وزارت پرون ماښام وویل چې طالبان یې له قلعه نو نه په شا کړي، خو له نننۍ خبرپاڼې داسې ښکاري چې یوشمېر طالبان لا په ښار کې شته.
دفاع وزارت ویلي چې عملیات یې چټک شوي او په هوایي بریدونو کې یې د قلعه نو په بېلابېلو برخو کې ۶۹ طالبان وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو د قلعه نو د جګړې په اړه تازه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتونه غواړي هغو افغان مېرمنو ته ویزې ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې ممکن ژوند له خطر سره مخامخ شي.
دا خبره رویټرز خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي په حوالهچې نوم یې نه دی څرګند، کړې ده.
دغه چارواکي ویلي، د جوبایډن اداره زیان لیدونکو افغانانو ته د ویزو په ورکولو غور کوي چې دې ډله کې سیاستوالې، خبریالانې او فعالانې هم شاملې دي.
له دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو له سپینې ماڼۍ غوښتي چې فعالو افغان مېرمنو ته لږ تر لږه دوه زره ځانګړې ویزې صادرې کړي.
سپینې ماڼۍ... Читать дальше...
د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړيو درېيو میاشتو کې په افغانستان کې د ۱۹۳ قضيو په تړاو ۲۵۳ تنه نيول شوي او له دوی سره زرګونه کيلوګرامه نشه مواد هم نيول شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز يو راپور ښيي چې په تېرو درېيو مياشتو کې د نيول شوېو نشه يي موادو ډېره برخه کېمياوي نشهيي مواد دي لکه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ او مورفين.
د دې مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل چې دوی په تېرو درېيو میاشتو کې ۳۸۸ کيلوګرامه هيرويين، ۲۴۴ کيلوګرامه مورفين، ۱۳۵۷ کيلوګرامه ښیښه او ۱۱ کیلو ګرامه... Читать дальше...
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې دولت او طالبان باید د رسنیو استقلالیت ته درناوی وکړي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د رسنیو د ښه او قانونمنده نشراتو په اړه په کابل کې یوې مشورتي ناستې ته اشاره کړې چې له رسنیو غوښتل شوي، څو په روانو حساسو شرایطو کې د ملي ګټو په پام کې نېولو او حساس وضعیت ته په کتو اطلاعات خپاره کړي،که نه نو له مجازاتو سره به مخ شي.
ورځپاڼې لیکلي، حکومتي چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په خپل کنټرول لاندې سېمو کې پر سیمه ییزو راډیو ګانو محدودیتونه لګولي دي.
د لېکوال... Читать дальше...
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره خبر ورکوي چې په زابل کې د څلورو بندونو د جوړېدو تړونونه د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک شوي دي چې پردې بندونو به دوه میلیارډه افغانۍ لګښت راشي.
د دې ادارې ویاند نظام خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې هیلمند دی چې د میزانې، مرکوک، اجه کلي او علاالدین بندونو عملي کارونه ژر پیل شي.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه: "دغه بندونه به پنځه زره درې سوه دوه شپېته هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، د درې اعشاریه څلور پنځوس مېګا واټه برښنا د تولید ظرفیت به ولري او په زرګونو هېوادوالو... Читать дальше...
د کاپیسا ولایت پولیس وایي، د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ دوهمه حصه کې دوه ملکیان د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شول.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش د دې خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه اته نیمې بجې دوه ملکیان عبدالروف او مجاهد چې پلار او زوی او دوکانداران وو، کور ته د تګ پر مهال د کوهستان دوهمې حصې ملاخېل سیمه کې د نامعلومو کسان له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د شورش په خبره، د دې پېښې لامل تر اوسه نه دی روښانه خو څېړنې روانې دي.
تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.
دیجیټال ژورنال
ډیجیټال ژورنال خپرونې د بادغیس ولایت وروستیو امنیتي پېښو ته کتنه کړې او لیکي، په داسې حال کې چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، وسلهوالو طالبانو د لومړي ځل لپاره د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د یوه ولایت پر مرکز پراخې حملې پیل کړې.
د خپرونې په لیکنه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل راهیسې دا پر افغان امنیتي ځواکونو یوه لویه حمله بلل کېږي.
دیجیټال ژورنال لیکي، وسلهوالو طالبانو چې د چهارشنبې سهار وختي یې پر قلعهنو حملې پیل کړې... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر د قطر د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي سره پر افغان سوله خبرې وکړې.
مطلق بن ماجد القحطاني د سې شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او پرون چهارشنبه(د چنګاښ په ۱۶مه نېټه یې په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان سولې د بهیر ترڅنګ په دې لیدنه کتنه کې د افغانستان او قطر تر منځ د دوه اړخیزه موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې شوي دي.
د تاجکستان د ګورنو بدخشان ولایت چارواکي وایي، تر زرو ډېر افغان کډوال یې منلي دي چې د بدخشان له جګړو یې پناه ور وړې ده.
رویټرز اژانس څرګندوي چې د دې کډوالو اکثریت ښځې، ماشومان او زاړه دي.
د تاجکستان د ګورنو بدخشان چارواکو پرون چهارشنبه(د چنګاښ په ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل چې له دې افغان کډوالو سره د مرستې لپاره له ملګرو ملتونو او اغا خان بنسټ سره په خبرو دي، څو دوی ته خواړه چمتو کړي او روغتیایي اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
دې ملکي افغانانو په داسې وخت کې په تاجکستان کې پناه اخیستې ده چې څه باندې... Читать дальше...
په کابل کې د پاکستان سفارت هڅې پیل کړي دي چې په دغه ښار کې په زرګونو ایسار پاکستانیان د ځمکې له لارې خپل هېواد ته واستوي.
دا کسان وروسته تردې په کابل کې بند پاتې شول چې سعودي عربستان د کرونا وبا په خاطر له کابله جدې ښار ته الوتنې وځنډولې.
ریاض تر دې مخکې له پاکستانه د کرونا وبا له امله الوتنې ځنډولې وې چې له همدې کبله به یو شمېر پاکستانیانو له کابله جدې ته سفر کاوه.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دغو پاکستانیانو شمېر شااوخوا څلورو زرو ته رسېږي چې پاکستان ته یې د لېږلو چارې روانې دي. Читать дальше...
لېتوانیا وایي، ګاونډی بلاروس له بهره کډوال خپل هېواد ته راولي چې بیا یې نورو اروپایي هېوادو ته ولېږي چې د دې د مخنیوي لپاره پر پوله موانع جوړوي او پوځیان ځای پرځای کوي.
د بلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکا شااوخوا یوه نیمه میاشت مخکې ویلي و چې هېواد به یې تردې وروسته د کډوالو مخه ونه نیسي چې پر پوله اوړي او د اروپایي ټولنې هېوادونو ته ځي.
ویلینوس پر بلاروس تور پورې کوي چې کډوالو ته د بندیزونو په ځواب کې لاره ورکوي چې لېتوانیا ته را واړوي.
اروپایي ټولنې پر بلاروس وروسته تردې سخت بندیزونه ولګول... Читать дальше...
وسله والو طالبانو د بادغیس پر مرکز قلعه نو نن سهار (د چنګاښ ۱۶) ډله ییز بریدونه وکړل.
دفاع وزارت وایي، له څو ساعته جګړې وروسته یې د ښار ځیني برخې بیرته ونیولې.
نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
د افغان سولې په تړاو د تهران پر غونډې د قلعه نو جګړې سیورۍ وغوړاوه، خو بیا هم د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پرونۍ غونډې په پیل کې تمه ښکاره کړه چې د افغان دولت او طالبانو استازي به مهمې پرېکړې وکړي.
د دې غونډې له جوړېدو سره په یوه ورځ طالبانو د بادغیس پرمرکز قلعه نو سخت برید وکړ، دې ښار ته ورننوتل او د ورځې په وروستیو کې دولتي چارواکو وویل چې طالبان یې له ښاره وایستل.
د افغانستان له لوري د ملي مصالحې د عالي شورا پلاوی د پخواني مرستیال ولسمشر یونس قانوني په ګډون د تهران په غونډه کې برخه... Читать дальше...
د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو کمېسیون د غیرقاني پیسو د سپینېدو د مخنیوي لپاره نوي اصول ټاکلي دي او وایي، که چېرته کوم غړي هېواد سرغړونه کوله د هغه پر ضد به قانوني اقدامات کېږي.
اروپایي ټولنه غواړي چې د غیرقانوني پیسو مخه ونیسي او د پیسو د انتقال لپاره شفاف سیسټمونه رامنځته کړي.
رویټرز اژانس د چهارشنبې (د چنګاښ ۱۶مه) په ورځ څرګنده کړه چې اروپایي ټولنه وروسته تردې تر فشار لاندې راغله چې یو شمېر هېوادونو په استونیا کې د ډانسک بانک له یوې وړې څانګې د دې لپاره تحقیقات پیل کړل چې دې څانګې ته د... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د نړۍ له هرو پنځو ښځو څخه يوازې يوه يې د نشې پرېښودلو صحي امکانات په واک کې لري، خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د څېړنو له مخې روغتيايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی او روغتيايي مرکزونو ته د ښځو د ورتګ شمېرې تر دې هم ټيټې دي.
د دې ترڅنګ چې د معتادینو لپاره د درملنې مرکزونه لږ دي، په کورنیو کې د نارينه او ښځينه معتادينو تر منځ توپيري چلند هم د دې لامل شوی چې ښځينه معتادينو ته په روغتيايي مرکزونو کې د بستري کېدو اجازه ورنه کړل شي او له هغوی سره د يوه زنداني په شان چلند وشي. Читать дальше...
افغان روغتیا پالان وايي، په ارزګان ولایت کې زیات شمېر ښځې جګړې، کورني تاوتریخوالي او فقر په روانې ناروغیو اخته کړي دي.
جان بي بي خپلې ستونزې داسې بیانوي
د دې ولایت یوه اوسیدونکې ۲۲ کلنه جان بي بي چې د واده یې یو کال کیږي، د کورني تاوتریخوالي سره مخ ده.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل، خواښې یې ورسره ظلم کوي چې له امله یې په رواني ناروغیو اخته شوې.
جان بي بي وايي، د درملنې پیسې نه لري، خو په بدل کې یې د هغه ډاکټر د جامو غاړه په مزدوري جوړوي: "ټول عمر مې په درمل خوړلو تېره شوه، هر ډاکټر ته چې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге про финал Всероссийской олимпиады школьников
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Двенадцать казахстанских теннисистов поднялись в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Погода на 9 мая в Москве и по России: Синоптики пугают аномальными холодами
Путин в России и мире
Москва
Почему в Москве принимают Пашиняна после всех его скандальных заявлений о России: Политолог назвал пять причин
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: Белоруссия реагирует на обострение обстановки вблизи границ страны
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В США прокомментировали подготовку покушения на Зеленского
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Юрий Шатунов
Вдова Шатунова призвала поклонников прекратить мракобесие на могиле певца
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net