د کاپیسا پولیس: نامعلومو وسله والو په کوهستان کې ۲ ملکیان وژلي
د کاپیسا ولایت پولیس وایي، د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ دوهمه حصه کې دوه ملکیان د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شول.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش د دې خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه اته نیمې بجې دوه ملکیان عبدالروف او مجاهد چې پلار او زوی او دوکانداران وو، کور ته د تګ پر مهال د کوهستان دوهمې حصې ملاخېل سیمه کې د نامعلومو کسان له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د شورش په خبره، د دې پېښې لامل تر اوسه نه دی روښانه خو څېړنې روانې دي.
تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.