ناټو له افغانستان سره د دوامدارې مرستې ډاډ وښود
د مې له لومړۍ نېټې راهیسې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي او ناټو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل شوې، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او لسګونه ولسوالۍ یې نېولي دي.
د مې له لومړۍ نېټې راهیسې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي او ناټو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل شوې، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او لسګونه ولسوالۍ یې نېولي دي.
د کابل طبي پوهنتون بایو میډیکل انجینرینګ ډلې د اکسیجن يوه داسې اله جوړه کړې چې په يوه دقيقه کې پنځلس ليټره اکسيجن تولیدوي. دې شپږ کسیزې ډلې له دې تجربې وروسته د علي اباد له روغتونه د لسو نورو ورته الو د جوړولو غوښتنه ترلاسه کړې ده. د دې ډلې مشري پښتنه بنايي احمدزۍ وايي، حکومت باید د دوی لاس نیوی وکړي، څو د ورته طبي وسایلو په جوړولو کې لا پرمختګ وشي. افغانستان کې داسې وخت د اکسیجن د تولید لپاره هڅې کېږي چې دا هېواد د کرونا د درېیمې څپې په اوج کې د اکسیجن له کمښت سره مخ دی. دم ګړی په افغانستان... Читать дальше...
د اپتا هوکړه لیک د تعدیل په اړه په کابل کې د افغان چاروکو ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډيو ته که څه هم د دې ناستې کره نېټه ونه ښوده، خو زیاته یې کړه چې د دغې ناستې په اړه د ټولو سوداګرو او پانګوالو وړاندیزونه واخیستل شول. د ښاغلي احمدي په خبره ممکن تر راتلونکي یو میاشت پورې د اپټا ناسته ترسره شي، خو د خصوصي سکټور لازمې مشورې د دې ناستې د هوکړه لیک د تعدیل په اړه راټولې شوي. د افغانستان د صنعت... Читать дальше...
د افغانستان په شمال کې د ملي اردو چارواکي ادعا کوي چې په بلخ ولایت کې یې ۳۳ وسله وال طالبان وژلي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې افغان هوايي ځواکونو پرون چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) ددې ولایت په کلدار او شورتیپه ولسوالیو کې د طالبانو په سنګرونو بمبارۍ کړي دي. اعلامیه کې ادعا شوې چې په دې بریدونو سره د طالبانو د څو قوماندانانو په شمول ۳۳ تنه وژل شوي او ۱۹تنه نور یې ټپیان دي. وسله والو طالبانو تر اوسه د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه د افغان چارواکو د دې ادعا په تړاو تبصره نه ده کړې.
د هرات چارواکي وایي، پر غوریان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله له ماتې سره مخامخ شوې ده. د هرات والي عبدالصبور قانع وایي، د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې د طالبانو د سرې قطعې د اوو غړېو په ګډون د دې ډلې لس وسله وال وژل شوي دي. ښاغلي قانع زیاته کړه: "تېره شپه وسله والو طالبانو پر غوریان ولسوالۍ پراخه حمله وکړه. لومړی یې موټر بم چاودنه وکړه او ورپسې یې وسله والو برید پیل کړ. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مېړانه د غوریان ولسوالۍ دفاع وکړه او حمله یې په شا وتمبوله."... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ننګرهار ولایت کې د رُب او مربا د دوو سترو فابریکي د جوړیدو خبر ورکوي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډيو ته وویل، پر دغه دواړو فابریکو ۲۵.۳میلیونه ډالر لګښت راځي چې نږدې ۵۰ سلنه يې د اسيا پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي. ښاغلی رستمي وايي، دغه فابریکي په ډېر ژر فعاله شي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې د رُب فابریکه به په یو ساعت کې د ۴ مټریک ټنه رُب د مربا جوړېدونکي فابریکه به په یو ساعت کې ۰.۵ مټریک ټنه د بېلابېلو... Читать дальше...
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ډونالډ رمسفېلډ پرون چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) د ۸۸ کلنۍ په عمر ومړ. دی دوه دورې له ۱۹۷۵ تر ۱۹۶ او له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ کلونو تر منځ د امریکا د دفاع وزیر و. په دوهمه دوره کې دی په افغانستان او عراق باندې د امریکا د بریدونو له اصلي مدیرانو بلل کېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د دفاع دا پخوانی وزیر یو وطنپاله کس بللی چې د ده په خبره "د ۲۱مې پېړۍ د څو لانجمنو پرېکړو په مرکز کې و." ښاغلي خلیلزاد که څه هم له رمسفیلډ سره د خپلو مخالفتونو... Читать дальше...
په اسیا کې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې چټکې خپرېدا ته په پام په بنګله دېش کې له نن پنجشنبه(د چنګاښ ۱۰مه) څخه سخت ټولبند لګول شوی او اندونیزا هم بېړني اقدامات کړي دي. د بنګله دېش حکومت د یوې اوونۍ په مخه اعلان شوي ټولبند د عملي کېدو لپاره پوځیان او پولیس ځای پرځای کړي دي. د دغه ټولبند له مخې به ټول پلورنځي او دفترونه بند وي او د دې هېواد ۱۶۸ میلیونه وګړي به هم په خپلو کورونو کې پاتې کېږي. دا به دغه بې وزلی هېواد لا له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي. په بنګله دېش کې هم په دې وروستیو کې د کرونا د ډیلټا د بڼې پېښې ډېرې زیاتې شوي دي. Читать дальше...
د چین ولسمشر شي جېن پینګ د کمونېست ګوند لاسته راوړنې وستایلې او بهرنیو مخالفانو ته یې د پټکو پر وړاندې خبرداری ورکړ. نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۹مه) د پیکینګ د تیانانمن لوی میدان کې یوې لویې غونډې ته په وینا کې وکړې. شي د کمونېست ګوند په زرګونو غړیو ته په وینا کې د چین د اقتصادي هوساینې او نړیوال حیثیت په برخو کې د کمونیست ګوند پر رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د چین وګړي نه یوازې د زړې دنیا په ورانولو کې ښه دي، بلکې دوی نوې نړۍ هم جوړه کړې ده. شي وویل، د چین بریالیتوب په ګوند پورې تړلی. Читать дальше...
جګړه د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار تر څنډو رسېدلې، اوسېدونکي یې د ښار د سقوط په اړه اندېښمن دي. وسله وال طالبان د بدخشان د څو ولسوالیو له سقوط وروسته اوس هڅه کوي چې مرکز فیض اباد ونیسي. جګړه د دغه ښار تر درېيمې ناحیې رسېدلې او د ښکېلو اړخونو ترمنځ سخته نښته روانه ده. د ښار په شااوخوا کې د طالب جنګیالیو موجودیت د فیض اباد د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړي دي. بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ:
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې ښاغلی محب به له روسي چارواکو سره د کتنې پر مهال په امنیتي همکاریو خبرې وکړې. د دغې شورا ویاند رحمت الله اندړ نن پنجشنبه(د چنګاښ ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې سیمه ییزه او امنیتي همکاري د سفر اساسي موخه ده: "د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن روسیې ته ولاړ او هلته به روسیه کې له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره وګوري، د سفر موخه به دا وي چې د امنیتي همکاریو او په سیمه کې اړوندو موضوعاتو باندې به بحثونه وکړي." ښاغلی محب روسیې ته داسې مهال سفر کوي چې په افغانستان... Читать дальше...
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او د طالبانو کړنې د سولې په خبرو کې د دغه ډلې جدیت تر پوښتنې لاندې راولي. د پنټاګون ویاند جان کربي د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) یوې خبري غونډې ته وویل چې متحده ایالات د سیاسي پروسې ملاتړ کوي چې له امله یې باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي. د مې میاشتې راهیسې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی ډیر شوی او طالبانو په لسګونه ولسوالیو ولکه ټینګه کړې ده. Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۹مه) ترکیه کې روسي خبري اژانسونو ته وویل چې هیله لري د جولای میاشتې په نیمايي کې به د امریکا او روسیې پلاوي د وسلو د مخنیوي او کمولو پر موضوع غونډه سره جوړه کړي. ده زیاته کړه چې دا لومړینۍ د سلا مشورې غونډې به دواړو لوریو ته د منلو وړ موافقه رامنځته کړې. د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ده روسي سیال ولادیمیر پوتین د جون په شپاړسمه په جنیوا کې توافق کړی و چې د اټمي وسلو د کنټرول په اړه به خبرې پيلوي. دا خبرې به د نیوسټارټ موافقې... Читать дальше...
داسې حال کې چې له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ د دې هېواد د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړي، د ناټو یو لوړپوړي چارواکي یو ځل بیا د افغانستان سره د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی. افغانستان کې د ناټو لوړپوړي ملکي استازي سټیفانو پونټي کوروو، تیر ماښام پر خپل ټویټر خپاره کړي ویډیويي پیغام کې وویل:" داسې حال کې چې ناټو له افغانستان څخه د پوځي ځواکونو وتل بشپړوي، غواړم له دې فرصت څخه په ګټې یو ځل بیا خپلو افغان شریکانو او ملګرو ته زموږ د مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکړم. دا زموږ د مشارکت پای نه ده. Читать дальше...
نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده چې سرلیکیې دی "امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او د کابل هوايي ډګر به د ځواکونو وروستۍ قرارګاه وي." ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په جګړه کې د امریکا او متحدانو د مهمو اډو په تړل کېدو، له ترکیې سره د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په اړه خبرې روانې دي. د لیکنې لیکوال وايي، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امریکا او نورو متحدو هېوادونو د ډیپلوماتیک حضور لپاره مهم دی. نیویارک ټایمز وايي، اوس دا هوايي ډګر په افغانستان... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.