د اپتا هوکړه لیک د تعدیل په اړه په کابل کې مشورتي ناسته وشوه
د اپتا هوکړه لیک د تعدیل په اړه په کابل کې د افغان چاروکو ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۰مه) ازادي راډيو ته که څه هم د دې ناستې کره نېټه ونه ښوده، خو زیاته یې کړه چې د دغې ناستې په اړه د ټولو سوداګرو او پانګوالو وړاندیزونه واخیستل شول.
د ښاغلي احمدي په خبره ممکن تر راتلونکي یو میاشت پورې د اپټا ناسته ترسره شي، خو د خصوصي سکټور لازمې مشورې د دې ناستې د هوکړه لیک د تعدیل په اړه راټولې شوي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د اپټا هوکړه لیک د افغانستان او پاکستان تر منځ په ۲۰۱۱میلادي کال کې لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې افغانستان واګه سواګریز بندر، ګوادر بند او د پاکستان کراچۍ بندر ته لاره ومونده، په مقابل کې پاکستان د حیرتان او اسلام قلعه بندرونو له لارې ازبیکستان، تاجیکستان او حیرتان ته بندرونو ته لاره ومونده.