د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره امنیتي پلان اعلان کړ.
دغه امنیتي پلان نن په دفاع وزارت کې په یوه غونډه کې چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د انتخاباتي کمېسیونونو رئیسان، په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان او په کابل کې د امریکا سفیر حاضر ول، په یوه غونډه کې تشرېح شو.
دغه امنیتي پلان په درې مرحلو، له انتخاباتو مخکې، د انتخاباتو په جریان او له هغې وروسته وضعیت کې تطبیق کېږي.
ټاکل شوې چې دغه انتخابات د تلې یا میزان میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي وايي، دغه نڅا یو وخت له مړي سره د خدای په امانۍ پر مهال کېده.
وانچ د نورستان د موسیقۍ اصلي اله ده چې د مړو لپاره په مراسمو کې غږول کېده.
نور حال په دغه وېډیويي راپور کې ووینئ.
ایډیټ: تمیم اخګر
د ازبکستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وایي، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف له ولسمشر شوکت میرضایف سره نن په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړه.
دا د جولای له ۲۱مې راهیسې له کله چې په ټولنیزو رسنیو او د روسي رسنیو لهخوا په نا تأیید شویو راپورونو کې د بردي محمدوف د مړینې اوازې خپرې شوي، لومړنی بیان دی او هغه پر دې دلالت کوي چې نوموړی مړ نه، بلکې ژوندی دی.
د بشري حقونو ډلې ترکمنستان هغه هېواد بللی چې ټولنهیې تر ټولو تړلې او حکومتیې په نړۍ کې یو مستبد حکومت بلل کېږي چې... Читать дальше...
د طالبانو یوې سرچینې مشال ريډيو ته تایید کړې چې په قطر کې د زندانانو تبادلې په اړه په خبرو بوخت دي.
د پاکستان صدراعظم د افغانستان د لانجې په اړه له امریکایي چارواکو سره یو لړ ژمنې کړې دي. بل لورته پاکستانیان د خپل هیواد اقتصاد ته اندیښمن دي. دا به هم دلته وګورئ چې اروپا څرنګه تودو څپو په سر اخیستې.
یو شمېر افغان سیاسي شنونکي وايي، ولسمشر ټرمپ غیر مسؤلانه څرګندونې کړي او باید افغان ولس ته په دې اړه وضاحت ورکړي.
له اجرائیه ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې ښاغلي زلمي خلیلزاد افغانستان ته د خپل تازه سفر د هدف په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ملا بهرام یوه وکیل برخوردار اڅکزي له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې ملا بهرام به سبا د جولای پر ۲۵مه نېټه د کوټې له مرکزي زندانه پرېښودل شي.
د کرویشیا دفاع وزارت تأیید کړه چې هغه سرتېری یې چې نن په کابل کې په چاودنه کې له دوو نورو ملګرو سره ټپي شوی و، ساه ورکړه.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن ازادي راډیو ته ویلي و چې دا پېښه نن سهار د دهسبز ولسوالۍ د ترهخېلو په تنګي کې هغه مهال وشوه چې د سړک د غاړې یو ماین د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر قطار وچاودېد.
د کرویشیا دفاع وزیر دامیر کرستیچویچ چې ننیې پلازمینه زاګریب کې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل چې پر ځواکونو یې دغه چاودنه د کابل په ځنډه کې یوې پوځي اډې ته نږدې شوې ده.... Читать дальше...
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي هېواد یې د راتلونکې بینالافغاني خبرو کوربهتوب ته تیار دی.
د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د خبر له مخې د هغې اعلامیې له مخې چې د دې وزارت لهخوا نن خپره شوې ویل شوي چې د بینالافغاني خبرو بل دور ته د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره کار کوي او سمرقند به د دغو خبرو کوربه وي.
د دغو خبرو د ترسره کېدو مشخصه نېټه نهده ښودل شوې، خو ویل شوي چې په راتلونکې اګسټ میاشت به دغه غونډه وشي.
د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې دغه غونډه به بریالۍ وي.
تر دې مخکې مسکو دوه ځلې او دوحه یو ځل د دا ډول غونډو کوربانه وو.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د جولای پر۲۴مه د تاجرانو اتحادیې په غوښتنه هړتال دی او ټول کاروباري مرکزونه تړلي پراته دي. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت حقوقي سلاکاره صبرۍ اندړ چې خپله هم یوه معلوله ده وايي، هڅه کوي له خپلو واکونو په استفادې د افغان معلولینو د حقونو د خوندیتوب برخې ته کار وکړي.
د اغلې صبرۍ خبرې دلته په دې وېډیو کې.
ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
۲۵کلن محمد جان چې د کندهار د قبایلو چارو په ریاست کې مأمور وو د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د وسلهوالو طالبانو د حملې پر مهال ووژل شو .
محمد جان د خپلې کورنۍ یوازنی سرپرست و.
د محمد جان مور د هغه د وژل کېدو کیسه داسې کوي.
د پېښور په یوه شاته پاته سیمه فقیر اباد کې د مور پلار یوازنۍ بچۍ امنه چې په ډېره بې وزلۍ کې یې د ډاکټرۍ زده کړې کولې خو ناڅرګندو غلو یې د ژوند د یوې څرګندې ټاکلې لارې مخه ورډب کړه او له تېرو دوو میاشتو راهیسې د فیس نه لرلو په وجه پوهنتون ته نه شي تلای. د مشال راډيو له خبریال ځلاند یوسفزي سره په مرکه کې دې له حکومته د مرستې غوښتنه هم کړې.
د جنوبي کوریا چارواکي وایي، روسیې په دې اړه چې یوه پوځي الوتکهیې د هېواد هوایي حریم ته داخله شوې، ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د جنوبي کوریا یانهوپ خبري اژانس د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جه اېن له قوله نن خبر ورکړ چې ویلي یې دي مسکو سئول ته ویلي چې ښایي یوه تخنیکي ستونزه د دې سبب شوې وي چې دغه پېښه وشي.
د خبر له مخې روسیې ویلي چې دفاع وزارت بهیې په دې اړه سمدستي څېړنه پیل او اړین اقدامات وکړي. د روسیې لهخوا دغه پیغام پرون د روسیې پوځي اتشې سئول ته لېږدولی دی.
د جنوبي کوریا د پارلمان د بهرنیو... Читать дальше...
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وايي، د انټرنټي خدمتونو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی.
محمد فهیم هاشمي نن یوې خبري ناستې ته وویل: "له ډېرو هڅو او ځینو اقدامانو وروسته وتوانېدو چې د انټرنټ بیې د پام وړ راټيټې کړو، هغه انټرنټ چې تاسې په کورونو او دفترونو کې په ۹۶ ډالرو باندې کاراوه له دې وروسته تاسې کولای شئ چې په ۶۰ ډالرو یې وکاروئ."
نوموړي وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ کار روان دی چې په دې سره به د انټرنټي خدماتو کیفیت لاښه او بیې یې نورې هم راټیټې شي.
رابرټ مولر به چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه څېړنه کړې، نن د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې برخه واخلي.
ځانګړی مفتش مولر درې میاشتې وروسته له هغې چې په دې اړهیې له نږدې دونیمو کلونو څېړنو وروسته خپل وروستی راپور خپور کړې په دې ځانګړې غونډه کې ګډون کوي.
د نوموړي د راپور نتیجه ښیي چې د امریکا استخباراتي ادارې دې نتیجې ته رسېدلي چې روسیې په دې انتخاباتو کې چې په نتیجه کې یې ډونالد ټرمپ بریالی شو، مداخله کړې ده.
مولر نن لومړی د استازو جرګې قضایي کمېټې او وروسته... Читать дальше...
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا غږ اشنا سره په یو مرکه کې ویلي چې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خبرو په ځواب کې د افغان حکومت غبرګون کمزوری دی. هغه وايي امريکا دې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.
په فراه کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې لږترلږه څلور پولیس وژل شوي او دوه ټپیان شوي.
دا خبره د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محبالله محب کړې او ویلي یې دې چې په دې پېښه کې چې د سې شنبې د ورځې ناوخته شوې، دوه وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
هغه نهدي ویلي چې دا پېښه چې طالبانو یې مسؤلیت اخیستی، چېرې شوې، خو د فراه اکثره ولسوالۍ ناامنې دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي چې په ده سبز ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو یو ماین چاودلی.
د دې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د ترهخېلو په تنګي کې شوې ده.
ښاغلی فرامرز وايي: "د سړک د غاړې ماین پر بهرنیو ځواکونو چاودلی. دا چې تلفاتیې اړولي او کنه په دې اړه به نړیوال ځواکونه خبرې وکړي."
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دغه ځانوژونکې حمله دوی کړې او د امریکا د استخباراتو د ادارې کارکوونکي په نښه شوي و.
طالبانو په دې حمله کې... Читать дальше...
د راپورونو له مخې اسرائیلو نن سهار وختي د سوریې په جنوب کې جولان لوړو ته نږدې د سوریې د پوځ او ملاتړو ځواکونو پر مرکزونو د توغندیو برید کړی دی.
د سوریې د دولتي خبرې اژانس سانا د خبر له مخې اسرائیل دغه حمله د تل الحرا په سیمه کې کړې ده.
د خبر له مخې په دغه برید کې دغو مرکزونو ته مالي زیانونه اوښتي.
په لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو ډلې هم د اسرائیل لهخوا د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې په درعا او څنګلوري ولایت کې دوه سیمې اسرائیل په نښه کړې وې.
دغې ډلې په دغو بریدونو کې د تلفاتو خبره کړې، خو په دې اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړي. Читать дальше...
فرحان یوسفزی د افغان کرکټ بورډ د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې فرحان یوسفزی د کرکټ بورډ د غړي او عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
د ارګ په فېسبوک پاڼه کې د ښاغلي یوسفزي په اړه نور معلومات نهدي خپاره شوي.
له دې وړاندې عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ عمومي رئیس و.
دا د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو له پای ته رسېدو راپه دېخوا چې افغان لوبډلې پهکې هېڅ بریا خپله نهشوه کړای په افغان کرکټ بورډ کې په لوړه کچه څو وم بدلون دی چې رامنځته کېږي.
له دې وړاندې د کرکټ بورډ... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي طالبان ښايي ژر د کابل د امریکايي پوهنتون دوه استادان چې د ۲۰۱۶ کال په اګسټ کې تښتول شوي وو، خوشې کړي.
خان دا خبره په واشنګتن کې کړې ده.
هغه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ویلي چې اسلاماباد به ډېر ژر د امریکايي استاد کیوین کېنګ او اسټرالیايي استاد تیموتي وېکس په اړه ښه خبرونه ولري.
په کابل کې امریکايي پوهنتون له دې مخکې ټینګار کړی و چې دا استادانیې باید خوشې کړای شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي هیلهمند دی چې د افغانستان د سولې په برخه کې په راتلونکو ورځو او میاشتو کې دوامداره پرمختګ وګوري.
هغه پرون په واشنګتن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره تر لیدنې وروسته دا خبره په خپله ټویټر کړې.
پامپیو د افغانستان د سولې د پروسې په شمول له ترورېزم سره د مبارزې، سیمهییز امنیت او سوداګرۍ په برخه کې د دوامداره پرمختګ هیله ښودلې.
د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون په واشنګټن کې د سولې انسټټیوټ ته ویلي چې د امریکا له سفر وروسته له طالبانو سره ګوري... Читать дальше...
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وايي، د افغانستان راتلونکي انتخابات باید ټولشموله واوسي او طالبان هم باید پکې برخه واخلي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net