د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلنسکي ګوند د دغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې.
د ملت د خادم ګوند چې زلنسکي نوی جوړ کړی په پارلماني ټاکنو کې ۴۴ فیصده رأی خپلې کړي.
دا د اوکراین د خپلواکۍ را وروسته د پارلمان په ټاکنو کې تر ټولو لوړ سلنه رای دي چې یو ګوند یې په یوازې سر ګټي.
د مسکو ملاتړی اپوزیسیون په دوم ځای کې دی او دولس فیصده رای یې ګټلي.
د اوکراین د پارلمان پرونۍ ټاکنې یوازې د دغه پارلمان نیمايي برخې ته ځانګړې وې او نیمایي نور وکیلان مستقیماً له ولسوالیو انتخابیږي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسؤلين وایي دغه ولايت کې وروستي بريد سوداګرو ته له ۳۰۰ ميليونه افغانيو څخه زيات زيان اړولی چې باید جبران شي.
ولایتي چارواکي هم وایي د وروستي خونړي بريد د اقتصادي زيان د محاسبې په موخهیې تازه څېړني پیل کړي.
وېډیو: صادق رښتینی
اېډېټ: ذکریا صفري
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د پخوانیو غړو دوسیې له اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي دي.
د پاکستان حکومت په وینا، د هغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر جنرال فیض حمید هم له وزیراعظم سره
کالاش (کیلاش) د پاکستان په شمال کې یوه سیمه ده چې اوسېدونکي یې خپل جلا دین، کلتور، دودونه او ژبه لري. په سیمه کې د خلکو مسلمانېدو عمل دومره په تېزی روان دی چی اکثره کالاشيان د خپل کلتور او مذهب د ژوندي ساتلو اندېښنو پسې اخیستي دي. د کالاش وادۍ په درو کلیو – بمبورېت ، بيرير او رامبور - کې د کالاشيانو شمېر له درو څخه تر ۴،۰۰۰ پورې دی. له مشال راډیو سره د ځايي خلکو له خبرو او د رسنيو له رپورټونو سره سم، په څو کلونو کې شاوخوا ۳۰۰ کالاشيان مسلمانان شوي دي.
د پکتیا له رسنیز دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې چاودنه کې د قوماندان عزیز الله یو ساتونکی او د پکتیا پوهنتون څلور محصلان هم
ولسمشر محمد اشرف غني د سره صلیب د ارتوپیدي څانګې د مشر البرتو کایرو زحمتونه د افغانستان په افتخاري تابعیت ورکولو وستایل.
کایرو یا مسټر البرتو د خپل نوي تابعیت هرکلی وکړ.
په دې نور تفصیل د تمیم اخګر په ويډيویي راپور کې وګورئ:
ویډیو: ذکریا صفري او تمیم اخګر
تدوین: تمیم اخګر
د افغانستان د انتخاباتو کمېسیونونه په خپل وخت د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کوي.
په هغې ګډه اعلامیه کې چې دواړو کمېسیونونو له دوه ورځنیو غونډو وروسته نن خپره کړې، ویل شوي چې دغه انتخابات به هرو مرو د تلې یا میزان په ۶مه ترسره کېږي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: د کمېسیونونو نوی مشرتابه د ۱۳۹۸ کال د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره تراوسه توانېدلی چې عملیاتي او د استخدام پلانونه، طرزالعملونه او لوایح د دغو انتخاباتو... Читать дальше...
له فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې د ګډې خپلواکې کمېټې"میک" په تازه راپور کې راغلي چې ملي شورا په ځینو مواردو کې د فساد ښکار شوې ده.
د دوو لېوانو په منځ کې نجلۍ؛ خیالي تصویر چې د سحر رحماني په وړو جادوګرو لاسونو نقاشي شوی دی.
سحر یوازې یوه اماتوره نقاشه نه، بلکې د کالیو طراحه هم ده.
ویډیو او اېډېت: شفیع کریمي
د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې نن د یکشنبې په ورځ مازیګر درې نیمې بجې د مرکز ګردېز د دوهمې حوزې په سیمه کې چاودنه شوې چې د زرمت ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان عزیزالله په کې وژل شوی دی.
د پکتیا له رسنیز دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې د قوماندان عزیزالله یو ساتونکی او د پکتیا پوهنتون څلور محصلان هم ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنه د پکتیا پوهنتون او ملکي حوزوي روغتون ترمنځ په یوه کوڅه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، چاودنه د لارې... Читать дальше...
نن اوکراینیان د دې هېواد د پارلمان لپاره له وخته مخکې انتخاباتو کې رأیې ورکوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې له ټاکلې نېټې درې میاشتې مخکې یې د دې انتخاباتو د ترسره کېدو اعلان کړی و، ویلي چې له محاکمه کېدو د وکیلانو معافیت باید پای ته ورسېږي.
هغه له وخته مخکې د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه ځکه کړې وه چې د ده په وینا، تلونکی پارلمان یې له مخالفینو ډک و او د ده د اصلاحاتو د عملي کېدو مخه یې ډب کړې وه.
نظرشمېرنې ښیي چې د هغو ګوندونو کاندیدان ښايي ډېرې رأیې وګټي چې د زیلینسکي د پروګرامونو ملاتړ کوي.
د ایران دولتي ټېلېوېژن د جولای پر ۲۱مه وویل چې پېښه د جولای پر ۲۰مه د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې شوې.
د افغانستان افتخاري تابعیت اخیستونکی البرتو کایرو چې په اصل کې د اېټالیې اوسېدونکی دی، افغانستان خپل کور بولي او د افغانستان افتخاري تابعیت د ځان لپاره ویاړ ګڼي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي چې بشري مرستندویو ادارو په افغانستان کې له پنځو ميلیونو زیاتو وګړو ته چې وچکالۍ زیانمن کړي، مرستې رسولي دي.
دغې ادارې نن په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د جون تر۳۰مې یې ۵ ميلیونه او دوه سوه زره کسانو ته چې وچکالۍ زیانمن کړي، مرستې رسولي.
د دې ادارې په وینا، له دې ډلې شااوخوا ۴نیم لکه یې هغه کسان دي چې په نورو سیمو کې اوسي او پاتې نور له خپلو سیمې نه دي کوچېدلي.
اوچا ویلي چې پر یو شمېر وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې ناامني او نورې ستونزې د دې سبب... Читать дальше...
د غزني چارواکي وایي، په وروستیو عملیاتو او چاودنو کې شاوخوا ۳۰ وسلهوال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن رسنیو ته په یوه استولي غږیز پیغام کې ویلي چې د هوایي بریدونو، کوماندو ځواکونو او پر وسلهوالو د یوه ځانمرګي برید کوونکي د واسکټ د چاودنې په ترڅ کې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په قره باغ او ناوې ولسوالیو کې اوښتې:"د قره باغ ولسوالۍ لپاره د سيلاب په نوم د طالبانو د یوه سرګروپ او د دې ولسوالۍ لپاره د ملا ذاکر په نوم د طالبانو د استخباراتو د یوه مسؤل... Читать дальше...
د پاکستان پولې ته څېرمه نامعلومو وسلهوالو د ایران د سپاره پاسداران انقلاب ځواکونو دوه غړي په ډزو وژلي دي.
د ایران دولتي ټلوېزېون نن خبر ورکړ چې دا پېښه پرون د ایران د سیستان بلوچستان ولایت کې چې په تیرو وختونو کې هم د سُني وسله والو او د مخدره موادو د قاچاق وړونکو ترمنځ پهکې نښتې شوې، رامنځ ته شوې ده.
د دولتي ټلوېزېون د خبر له مخې د دې پېښې مسؤل ترهرګر بلل شوې خو دا نهدي ویل شوي د ترهګرو کومه ډله؟
په تیره فبروي میاشت کې له القاعده سره تړلې یوې ډلې پر یوه بس چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب... Читать дальше...
د تهران او لندن ترمنځ د دواړو لورو له خوا د تېلو د کښتیو د نیول کېدو پرسر اړیکې ترینګلې شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کمانډو ځواکونو د ډلهییزې وژنې په اړه هر اړخېزې څېړنې کوي.
پولیس وایي چې حمله کوونکو نن په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر یوه ماموریت ډزې وکړې او وروسته یې د روغتون په دروازه کې چې ټپیان ورلېږدول کېدل، چاودنه وکړه چې په نتیجه کې یې اته کسان چې څلور یې پولیس وو، وژل شوي او له دېرشو زیات ټپيان شوي دي.
د دېره اسماعیل خان د پولیسو مشر سلیم خان ازادي راډیو ته وویل چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د کوتله سیدان د تلاشۍ په پوستو کې دوه پولیس په ډو ووژل او وروسته یوې ښځینه ځانوژونکې د روغتون په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه چې د دوو پولیسو په ګډون یې شپږ تنه ووژل. Читать дальше...
په کابل کې د شپږکلنې وژل شوې ماشومې مهسا تښتونکو او قاتلین نن د یکشنبې د استناف د سترې محکمې لهخوا په دېرش – دېرش کاله بند محکوم شول.
لندن په فارس خلیج کې د بریتانیا د بیرغ لرونکې بېړۍ نیول غندلي او ویلي یې دي، دې بېړۍ د عمان په اوبو کې قانوني فعالیت کاوه چې د ایراني ځواکونو له خوا ونیول شوه.
دا وروسته له هغې ده چې د ایران سپاه پاسدارن ځواک د تېلو د دې لېږدوونکې بېړۍ د نیول کېدو ویډیويي تصویرونه خپاره کړل.
په دې تصویرونو کې د ایران چټکې ځغاستونکې کښتۍ ښکاري چې د تېلو د دې ټانکر سره خوا کې ځغلي او ورپسې مخ پټي سرتېري د کښتۍ پر غولې له هلیکوپټر ښکته کېږي.
په هرمز تنګي او ورڅېرمه اوبو کې وروستیو اقداماتو د ایران او لوېدیځ ترمنځ... Читать дальше...
لږترلږه دوو لوېدیځو هوايي شرکتونو د ناڅرګندو امنیتي اندېښنو له کبله پرون د مصر پلازمېنې قاهرې ته الوتنې وځنډولې.
د بریتانیا هوايي شرکت بریټیش ایروېز او د جرمني هوايي شرکت لوفت انزا د شنبې په ورځ په ناڅاپي توګه قاهرې ته الوتنې ودرولې او د خپل دې کار په اړه یې هېڅ ډول توضېح ور نه کړه.
بريټيش ایروېز په یوې اعلامیې کې ویلي، دوی په منظمه توګه د نړۍ په ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو کې امنیتي ترتیبات څېړي.
د دې هوايي شرکت په وینا، قاهرې ته یې د اوو ورځو لپاره خپلې الوتنې ځنډولي او څېړنو ته دوام ورکوي. Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه په خپل یوه تازه ټوېټ کې د خپل نوي ماموریت د پیلېدو په اړه ویلي او د لا زیاتو پرمختګونو هیله یې کړې ده.
د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې پر پولیسو وسلهوال او ځانمرګي برید پولیسو او ملکي وګړیو ته مرګژوبله اړولې ده.
د ډېره اسماعیل خان ځايي امنیتي چارواکي وايي، نامعلومو وسلهوالو د یکشنبې په ورځ سهار د ډېره اسماعیل خان په کوټله سیدان سیمه کې پر پولیس چیک پوسټ ناتاره ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۲ پولیس ووژل شول.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر سلیم ریاض له ډان خبري ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي:
"په کوټله سیدان کې پر پولیسو تر برید وروسته چې کله پولیسو وژل شوي پولیس ځايي روغتون ته یووړل،... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net