په قطر کې د طالبانو د دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی نن سهار اندونیزیا ته ولاړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې او زیاتوي چې دغه پلاوی به له اندونیزیایي چارواکو سره د افغانستان د سولې او راتلونکې همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال شوی چې تمه ده، راتلونکې میاشت په اندونیزیا کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان د علماوو کنفرانس جوړ شي.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د دې کنفرانس نېټه د اګست ۲۷ مه یادوي.
دا د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو دوهمه غونډه ده. Читать дальше...
په کوټه کې د اپوزیشن له لورې د تورې ورځې په مناسبت د جولای پر ۲۵مه ولسي غونډې ته د مسلم لیګ ن مرستیالې مشرې مریم نواز، د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي، د نېنشل پارټۍ مشر ډاکټر مالک او د عوامي نېشنل پارټۍ په ګډون ګڼو سیاسي مشرانو ویناګانې وکړې. مریم نواز وویل پلار یې د اییني بالادستۍ لپاره په زندان کې دی.
یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د ختمېدو لپاره د مذاکراتو له لارې هڅو ته په محتاطانه ډول خوشبینې ښودلې ده.
د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورد نن جمعه په بغداد کې رسنیو ته دا خبره د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو هڅې ته په پام کړې ده.
نوموړي ویلي، موږ محتاطانه خوشبیني لرو، په دې مانا چې د افغانستان د سولې لپاره زلمی خلیلزاد اوس هغه څه کوي چې موږ په افغانستان کې د اوسېدو په ټوله موده کې ونه لیدله. Читать дальше...
پاکستان وایي، د افغانستان د سولې په برخه کې د اسلام اباد رول د پیاوړي کوونکي په توګه پاتې کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل تېر ماښام په یوه خبري غونډه کې وویل چې هېواد به یې د افغانستان د سولي په پروسه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ده وویل: زموږ رول به د افغانستان د سولي د خبرو د پیاوړي کوونکي په توګه پر ځای وي، موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر غوښتونکي یوو، د دې پروسې د اسانتیا په برخه کې زموږ رول د ټولو له خوا تایید شوی دی.
کابل تل د پاکستان پر عملي اقداماتو ټینګار کړی دی.
د افغانستان اسلامي حزب وايي چې هغه سوله چې د افغانستان د خلکو اراده، قرباني، ملي ازرښتونه او استقلال په کې له پامه وغورځول شي، د افغانستان خلکو او په تېره د افغانستان اسلامي حزب ته د منلو نه ده.
د خېبر پښتونخوا د مومندو په یکه غونډ کې د قبایلي سیمو لپاره د اوبو پرمختيايي ادارې لخوا یو باراني بند جوړېږي چې۷۰ میټره جګوالی لري.
په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیرې د امریکا د ملي امنیت شورا له چارواکو سره د افغانستان د سولې او انتخاباتو په ګډون پر روانو موضوعاتو خبرې کړي دي.
په واشنګټن کې د افغانستان له سفارته په یوې اعلامیې کې راغلي چې مېرمن رویا رحماني په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ملي امنیت د شورا مرستیال چارلز کوپرمن او د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د ملي امنیت د شورا د مسؤلې لیزا کورټېس سره لیدلي دي.
د اعلامیې له مخې، په پرونیو خبرو کې امریکایي چارواکو د افغانستان سفیرې ته د افغانستان د جګړې په ختمولو او... Читать дальше...
د غزني چارواکي د خوګیاڼو ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان د وژل کېدو خبر تأیید کړ.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې سمېع الله پوپل د دې ولسوالۍ پر مرکزي قرارګاه د طالبانو د برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
ده وویل: د دواړولورو ترمنځ یو ساعت سخته نښته وشوه چې په ترڅ کې یې د خوګیاڼو د امنیې قوماندانۍ د سرپرست سمېع الله پوپل په ګډون درې تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي، دغه راز څلور وسله وال هم وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا... Читать дальше...
وسله والو په غزني ښار کې یو قومي مشر وژلی او یو خبریال یې ټپي کړی
د غزني چارواکي خبر ورکوي چې نن غرمه د غزني په مرکز کې یو قومي مشر معلم عبدلرازق وژل شوی او تر څنګ یې د احمد شاه احمدي په نوم د ملي ټلویزیون یو تصویر اخیستونکی ټپي شوی دی.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، معلم عبدالررازق او احمدشاه احمدي د قلعه سبز په سیمه کې د برښنا شرکت ته څېرمه په یوه دوکان کې ناست و چې غرمه دولس بجې ورباندې ناڅرګندو کسانو د بې غږه وسلې په وسیله برید کړی.
تر اوسه پورې... Читать дальше...
د مشال راډيويي مجلې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې ګڼه کې درته د یو داسې پښتون ځوان خبرې در اوروو چې د رقص یا نڅا له لارې د امن پیغام خورول غواړي. دا ځوان خانزاده اسفندیار خټک دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، دې ته تیار دی چې ایران ته ولاړ شي او د هغه هېواد ولس ته ووايي چې د مشرانو کړنو یې څرنګه هېواد ته تاوان رسولی دی.
ملګرو ملتونو سازمان ویلي څه باندې دوه میلیونه افغان ماشومان د بیوزلیو په خاطر درنو کارونو ته اړ شوي.
نړیوال بانک بیا ویلي چې د افغانستان له نیمايي زیات خلک د ورځې له یوه ډالره په کم عاید ژوند تېروي.
په دغه ویډیويي راپور کې داسې ماشومان ګورئ چې په سخته ګرمۍ کې هم د خښتو په بټیو کې کار کوي.
د ترکیې ولسمشر د راتلونکي کال په اپرېل کې د روسیې د (S-400) توغندویي دفاعي سېستم د پیلېدو پلان بیا تکرار کړ.
رجب طیب اردوغان نن جمعه په انقره کې د خپل عدالت او پرمختیا ګوند په یوې غونډه کې وویل: په راتلونکي پسرلي کې که خدای غوښتي وو، د ۲۰۲۰ په اپرېل کې به موږ وتوانېږو چې له دې سېستمه کار اخيستل پیل کړو.
د امریکا او ناټو پوځي چارواکو له اوږدې مودې راهیسي له روسیې څخه د (S-400) ډوله توغندویي دفاعي سېستم له اخيستلو سره مخالفت ښودلی او وایي چې دا سېستم په لوېدیځ کې د ترکیې د متحدینو له پوځي سېستمونو... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ټېلېفوني خبرو کې هوکړه کړې چې په افغانستان کې د سولې هڅې باید چټکې شي.
د امریکا سنا جنرال مارک میلي د دې هېواد د لویو درستیزانو د کمېټې د مشر په څوکۍ تأیید کړی دی.
میلي به د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې د اوسني مشر جنرال جوزیف ډانفورد ځای ونیسي.
د ډانفورد د کار دوره د اکټوبر په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.
د امریکا سنا جرګې میلي د یوې مخالفې رأیې په وړاندې په ۸۹ موافقو رأیو تأیید کړ.
مارک میلي چې دا مهال د امریکا د پوځ د لوی درستیز پر څوکۍ دنده ترسره کوي، تر دې مخکې په عراق او افغانستان کې هم دندې ترسره کړي دي.
د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر د دې هېواد... Читать дальше...
یوه بې نومه امریکايي چارواکي فاکس نیوز ته ویلي، ایران د منځني واټن ویشتونکی شهاب ۳ توغندی ازمویلی دی.
که چېرې دا خبر تأیید شي، دا به د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې چې لا د مخه ترینګلې دي، نورې هم کړکېچنې کړي.
د پنجشنبې په ورځ ناوخته فاکس نیوز د یو بل لوړ پوړي امریکا چارواکي له قوله هم وویل چې له ایرانه د یوه توغندي د توغول کېدو له راپورونو خبر دی، خو دا مهال پرې نوره تبصره نه کوي.
لومړني امریکایي چارواکي ویلي، د توغندي دا ازموینه د چهارشنبې په ورځ شوې او دا توغندی د نږدې ۱۰۰۰ کیلومترو په... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د سفر لېوالتیا ښودلې ده.
مایک پامپیو د پنجشنبې په ورځ له بلومبرګ ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: که لازمه شي، په خوشالۍ به هلته (ایران ته) ولاړ شي.
پامپیو زیاته کړه چې تهران ته د سفر پر مهال به تبلیغاتي خبرې ونه کړي، بلکې د ایران خلکو ته به حقایق ووايي چې د دې هېواد مشرتابه څه کړي او ایران ته یې څومره زیان اړولی دی.
د واشنګټن او تهران ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له ایران سره د شپږو پیاوړو هېوادونو له اټمي تړونه ووت او پر دې هېواد یې بېرته بندیزونه ولګول.
د کندهار امنیه قوماندان وایي، دې ولایت کې ۶۱ وسله وال وژل شوي دي.
تادین خان نن پر خپل ټوېټر لیکلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د شورابک او ریګستان پر ولسواليو بریدونه کړي.
د تادین خان په وینا، د هوایي بمباریو او امنيتي ځواکونو په مقاومت کې ۶۱ وسله وال طالبان وژل شوي او تر دېرشو زیات نور ټپيان شوي دي.
نوموړي افغان ځواکونو ته د تلفاتو څه نه دي ویلي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټيليفوني خبرې یې ګټورې وې.
ښاغلي پامپیو له ولسمشر غني سره د چهارشنبې په ورځ له ټيليفوني خبرو وروسته پرون پنجشنبه پر ټوېټر په یو پیغام کې ولیکل، موږ موافقه وکړه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې د سولې هڅې چټکې شي او د افغانستان جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.
دا ټيليفوني خبرې وروسته له هغه کېږي چې ښاغلي غني د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه له واشنګټنه د وضاحت غوښتنه وکړه.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د پاکستان... Читать дальше...
د چک جمهوریت پوځ څلور کسان د یوه افغان کومانډو د وهلو ټکولو او بالاخره وژنې په تور نیولي دي.
د چک یوه څارنوال پرون پراګ راډیو ته وویل چې دا کسان د یوه جنایت په اړه د حقیقت په پټولو تورن شوي دي.
د وحیدالله خان په نوم د افغانستان د کومانډو سرتېری تېرکال په اکتوبر میاشت کې په دې تورن شوی و چې د افغان ځواکونو له منځه د ناټو پر سرتېرو د حملو په لړۍ کې یې د شینډنډ په هوايي اډه کې د توماش پروخازکا په نوم چکی سرتېری وژلی او دوه نور چکي سرتېري یې ټپیان کړي دي.
د چک جمهوریت دفاع وزیر لوبومیر میتنار تېر... Читать дальше...
په خوست ولایت کې د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د رغونې کار پرون پیل شو.
سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ودانیو د رغونې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
د ښوونځیو دا ودانۍ د ۵۴۷ میلیونو افغانیو په لګښت د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې رغول کېږي.
د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان ازادي راډیو ته وویل چې د دې پروګرام له مخې ډېری دا ودانۍ په لېرې پرتو سیمو کې او تر ډېره د نجونو د ښوونځيو لپاره رغول کېږي.
دهع وویل: تمرکز مو پر هغو ولسوالیو دی چې د ودانیو د نشتوالي له کبله نجونې زده کړو ته لاسرسی... Читать дальше...
د تونس لومړنی ولسمشر باجي قاید السېبسي چې د ډموکراتیکو انتخاباتو په پای کې دې مقام ته رسېدلی و، پرون پنجشنبه د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو.
هغه چې د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې بریالی شو، د تونس په یوه پوځي روغتون کې یې سا ورکړه.
السېبسي په تېرو څو اوونیو کې درې ځلې بستر شوی و.
د تونس دولتي خبري آژانس TAP د السېبسي له مړینې څو ساعته وروسته خبر ورکړ چې د پارلمان رئیس محمدالناصر د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
د تونس د قوانینو له مخې، د پارلمان ریئیس یوازې درې میاشتې د موقت ولسمشر په توګه دنده ترسره... Читать дальше...
د امریکا حکومت په تېرو شپاړسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په پام کې لري چې پر یو شمېر کسانو د اعدام حکم تطبیق کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، ټاکل شوې چې په اعدام پر محکوم شویو پنځو تنو بندیانو د اعدام حکم د راروانې ډېسمبر میاشتې له پیله تطبیق شي.
وروسته له دې چې په ۲۰۱۴ کال کې د زهرلرونکې پیچکارۍ په وسیله د یوه محکوم بندي د وژنې هڅه ناکامه شوه، د هغه مهال ولسمشر بارک اوباما هدایت ورکړ چې په دې طریقه د بندیانو د وژنې په برخه کې دې له سره غور وشي.
د امریکا د عدلیې وزارت د دې څېړنو له بشپړېدو... Читать дальше...
وروسته له دې چې محکمې پرون د اوکراین له پخواني ولسمشر پټرو پوروشینکو څخه د هغه د کښتۍ جوړولو د فابریکې د پلور او پېر په قضیه کې پوښتنې او ګروېږنې وکړې، څلورو کسانو د هغه پر موټر حمله وکړه او یو تن د موټر سر ته ور پورته شو.
د پېښې په ویډیويي تصاویرو کې د پوروشینکو ګاردان لیدل کېږي چې یو تن د موټر له سره راکښته کوي او هغه پر ګاردانو سپرې پاشي.
یو بل ګارد په داسې حال کې لیدل کېږي چې د چترۍ په وسیله د بریدکوونکو کسانو پر وړاندې د ځان دفاع کوي چې وروسته لاس او ګرېوان او وهل ټکول پیلېږي او د پولیسو له رارسېدو وروسته برید کوونکي تښتي. Читать дальше...
بریتانیا وايي چې له دې وروسته به یې کښتۍ په هرمز تنګي کې د سمندري ځواکونو په وسیله بدرګه کېږي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net