ولي محمد نوري د ځغاستې هغه افغان لوبغاړی دی چې په هلمند کې په يوه بمي چاودنه کې یې خپلې دواړه سترګې له لاسه ورکړي.
خو د هغه په خبره، دغې پېښې نهدی مأيوسه کړی او غواړي چې د نړۍ په کچه د ځغاستې اتلولي وګټي.
واصل وصال په دغه راپور کې د هغه ژوند او لاسته راوړنو ته کتنه کړې.
اېډېټ: ذکریا صفري
په پیښور او نورو ښارونو کې نانوایانو خپل تنرونه تړلي او غوښتنه کوي چې د ۱۵۰ ګرامو وزن پخې ډوډۍ نرخ دې ورته پنځلس روپۍ کړي. د خیبر پښتونخوا نانوایانو ټولنې صوبايي مشر مشال ریډیو ته وویل، دوې اونۍ وړاندې یې له ضلعي انتظاميۍ سره تر مذاکراتو وروسته د ۱۴۰ ګرامه ډوډۍ نرخ یې ۱۲ روپۍ کړی وو.
حاجی محمد اقبال وايي، مخکی به یې د اوړو دوه منیزه ګونۍ/بورۍ په درې نیم زره روپۍ پېرودله خو اوس یې نرخ څلور زره او څلور سوړ روپیو ته ختلی دی.په دې اړه د طارق اورکزي ویډیويي وګورئ.
زیات نفوس د ګڼو کورنیو ژوند ستونزمن کړی دی.
په افغاني ټولنه کې لا هم په قبیلوي شکل د زیاتو وګړو لرونکې کورنۍ شته چې ان د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.
د جولای میلادي میاشتې یوولسمه د نفوسو نړیواله ورځ ده.
د ازادي راډيو خبریالې پهدې راپور کې د یوې ۴۵ کسیزې کورنۍ کیسه راخېستې.
ویډيو او ایډيټ: لېمه هادي
د کوټې او پنجاب تر منځ د اورګاډو ټکر شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې.
بریټانیا ویلي ایران د دوی یوه تیل وړونکې بیړۍ نیوله.
نن د نفوسو نړیواله ورځ وه او افغانستان له ګڼمیشتی سره مخ دی.
د کابل یوه ګرځنده کتابتون کې ماشومان مطالعه کوي.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د قطر په ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي یو شمېر غړي وايي، کوم بدلون چې د طالبانو په رویه کې لیدل شوی د سولې د خبرو پیل او د ښځو راتلونکي ته پهکې خوشبینې پیدا شوې ده.
د جولای پر۱۱مه د خیبر په باړه کې د ټولو قبایلي ضلعو صنعتونو تولنې په یوه احتجاجي غونډه کې له حکومته د نویو ټېکسونو د لیرې کېدو غوښتنه کوله.
په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
په شمالي وزیرستان کې د میرامشا روغتون ډاکټران، ناروغان او د سیمې خلک وايي، د بجلي نشتوالي ناروغي دوه چنده ډېره کړې.
په دې اړه د عمر وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
ایران د بریتانیا هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې وو، درې ایراني کښتیو په هُرمز تنګي کې د تیلو د یوې بریتانوۍ کښتۍ د مسیر د بدلولو هڅه وکړه چې د دې هېواد یوې جنګي بیړۍ یې مخه ونیوله.
د ایران د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دغه ادعا بې ځایه بللې او هدف یې کړکېچ ته لمن وهل بللي دي.
د بریتانیا حکومت نن په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې درې ایرانۍ بېړۍ په هُرمز تنګي کې بریتانوۍ هریتیج کښتۍ ته نژدې شوې او د هغې د مسیر د بدلولو هڅه یې وکړه.
د بیان له مخې په سیمه کې... Читать дальше...
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي ریل ګاډي او یوه بار وړونکې ریل ګاډي د ټکر په پېښه کې د مړو شمېر۱۶ تنو ته اوچت شو.
پهدې پیښه کې چې نن سهار د پاکستان په ختیځ کې کې پېښه شوه ۷۸ تنه ټپیان شوي چې د ځینو روغتیایي وضعیت یې خطرناک ښودل شوی.
د پولیسو یوه مشر عمر سلامت وویل، دغه ریل ګاډی له لاهوره بلوچستان ایالت ته په لاره و چې رحیم یارخان ښار ګوټي ته نژدې د والهار د اورګاډي په تم ځای کې له یوه بار وړونکي اورګاډي سره یې ټکر وکړ.
د اکبر ایکسپرېس په نوم د مسافر وړونکي ریل ګاډي اینجن ویجاړ شوی او څو ډبې له کرښې اوښتې دي. Читать дальше...
د ستارې يونس مورنۍ ژبه پښتو نه ده، خو زیاتره سندرې یې پښتو دي.
د هرات چارواکي وایي، د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې پهدې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی او د هرات لپاره د طالبانو نومول شوی والي ټپي شوی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې پهدغو عملیاتو کې چې له څلورو ورځو راهیسې د پښتون زرغون ولسوالۍ څخه تر اوبه ولسوالۍ پورې ساحه کې پیل شوي، له پنځوسو زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې: "یوازې تېره شپه د کفګان په سیمه کې د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۷ وسلهوال طالبان وژل شوي چې ملا نجیب او صفيالله چپات هم پهکې شامل دي. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په روانه میلادي میاشت کې چې نن يې دولسمه ورځ ده سلګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سروردانش د اندېښنو په ښودلو سره وايي، که په پوهنتونونو کې افراطي کړنې روانې وي، هېواد به د بحران خوا ته لاړ شي.
د اپوزیشن ګوندونو د رهبر کمېټې استازیو د جولای پر نهمه نېټه د سېنېټ د چیېرمین پرضد د بې باورۍ قراداد جمع کړی وو.
ولي محمد نوري د ځغاستې هغه افغان لوبغاړی دی چې په هلمند کې په يوه بمي چاودنه کې یې خپلې دواړه سترګې له لاسه ورکړي او نړۍ یې ورته د تل لپاره تیاره کړه، خو د اتلولۍ هیله یې لا هم ژوندۍ ده.
د بریتانیا حکومت تأیید کړه چې درې ایراني کښتیو په هُرمز تنګي کې د تیلو د یوې بریتانوۍ کښتۍ د مسیر د بدلولو هڅه وکړه چې د دې هېواد یوې جنګي بېړۍ یې مخه ونیوله.
تردې مخکې تهران بریتانیا ته خبرادری ورکړی و چې په جبل الطارق کې د هغه هېواد د شاهي سمندري ځواک لهخوا د تیلو د یوې ایرانۍ کښتۍ نیول کېدل به بې ځوابه پرې نهږدي.
د بریتانیا حکومت نن د پنجشنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې درې ایرانۍ بیړۍ په هُرمز تنګي کې بریتانوۍ هریتیج کښتۍ ته نژدې شوې او د هغې د مسیرد بدلولو هڅه یې وکړه.
د... Читать дальше...
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو فيصله کړې وه چې د جولايي ۲۵ مه نېټه به د تورې ورځې په توګه لمانځي. تېرکال هم په ۲۵ مه جولايي په پاکستان کې عام انتخابات شوي وو چې په نتيجه کې يې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف زياتې چوکۍ ګټلې وې او حکومت يې جوړ کړی وو. اپوزيشن ګوندونه په ټاکنو کې د داندلۍ تور پورې کوي خو انتخاباتي کمېشن دا الزامونه ردوي. د اپوزيشن د فیصلې په رڼا کې پرون په کوټه کې د مختلفو ګوندونو مشرانو ګډه غونډه وکړه او په ۲۵ مه جولايي يې د تورې ورځې د لمانځلو د تياريانو جاج واخیست. په دې اړه له کوټې... Читать дальше...
د میدان وردګ د چغتو اوسېدونکی مسیح الرحمن چې ۳۸ کاله عمر لري وايي، څومیاشتې وړاندې يې افغان او بهرنیو ځواکونو په کورهوايي حمله وکړه چې پهکې د ده د کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول.
د فاریاب چارواکي وایي چې په بلچراغ ولسوالۍ کې شپږکلي له وسلهوالو طالبانو تصفیه شوي دي.
د فاریاب امنیه قوماندان عبدالکریم یورش نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې د شاهین ۱۰۳ په نوم دغو تصفیوي عملیاتو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نورې یې ژوبل شوي دي.
د هغه په وینا په وژل شویو کې د طالبانو یو سرګروپ هم دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
مولانا صوفي محمد چې پاکستانی مذهبي تُندلاری ګڼل کېده او په ۲۰۰۱ میلادي کال افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو له پیلېدو وروسته د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د جګړې لپاره دې هېواد ته تللی و، د ۹۴ کلنۍ په عمر مړ شو.
د صوفي محمد د کورنۍ غړو تأیید کړه چې هغه نن د پنجشنبې په ورځ په پیښور کې مړ شو او د ورځې په وروستیو کې به خاورو ته وسپارل شي.
نوموړی په ۲۰۰۹ میلادي کال وروسته له هغې چې له افغانستانه بېرته پاکستان ته ستنېده ونیول شو او د جرمونو د څو مواردو پر اساس په بند محکوم شو.
نوموړی تېر کال د روغتیایي دلایلو له امله له بنده خوشې شو. Читать дальше...
په چین کې د امریکا سفارت نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پیکنګ کې دی.
د سفارت ویاند چې نوم یې نهدی په ډاګه شوی پهدې اړه چې ښاغلي خلیلزاد له کومو چارواکو سره کتلي، نور جزئیات نهدي ورکړي خو نوموړی په پیکنګ کې د افغانستان د سولې په اړه د یوې پلان شوې غونډې مخکې چین ته تللی دی.
ښاغلي خلیلزاد د تیرې سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازیو سره اووم پړاو خبرې پای ته ورسولې.
هغه له ازادي راډیو... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ایران د بندیزونو سختولو دړکه ورکړی او یو ځل بیا يې د ایران او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ شوی اټومي لوظنامه غندلې ده.
په پاکستان کې د اورګاډي سیسټم بحال ساتلو لپاره په کلني بجټ کې لږې پیسې لري، بل درغلۍ هم زیات ځپلی دی، درېم نه رغونه او مرمت یې هغه علتونه دي چې ټرېنونه بیا بیا له پېښو سره مخامخېږي.
د پنجاب له مرکز لاهوره د بلوچستان مرکز کوټې ته تلونکې يو اور ګاډي يو بل اور ګاډي سره ټکر خوړولي.
د پنجاب له مرکز لاهوره د بلوچستان مرکز کوټې ته تلونکې يو اور ګاډي يو بل اور ګاډي سره ټکر کړی دی.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net