د جولای پر ۲۸مه، د انتخاباتي کمپاینونو پر لومړۍ ورځ وسله والو په کابل ښار کې د زرغون بهیر پر دفتر حمله وکړه. د زرغون بهیر مشري د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح کوي. د خان محمد سیند رپورټ. وېډیو او اېډېټ: ذکریا صفري
د انتخاباتي کمپاینونو په لومړۍ ورځ وسلهوالو حمله کوونکو په کابل ښار کې د زرغون بهیر پر دفتر حمله وکړه.
د زرغون بهیر دفتر د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح پورې اړه لري.
شفیع کريمي له نورو جزئیاتو سره.
وېډیو او اېډېټ: ذکریا صفري
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو شورا د يوې اعلاميې په استولو سره د افغانستان د 1398 کال د ولسمشرۍ د انتخابات د تحريم ګواښ وکړ.
دا شورا له دولسو نوماندانو څخه جوړه ده.
د انتخاباتي سياليو او د تحريم د ګواښ د لاملونو په اړه د تميم اخګر په دې ويډيويي راپور کې:
ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
د اصلاح مرکزونو کې د ۲۴ نجونو په شمول دغه ماشومان ډېری په جنایي جرمونو، بد لمنۍ او د وسلهوالو ډلو سره د همکارۍ په تور ساتل کېږي.
وېډیو او اېډېټ: لېمه هادي
د ټاکنیزو کمپاینونو په لومړی ورځ درېيو نوماندانو محمد اشرف غني، ډاګتر عبدالله عبدالله او عنایت الله حفیظ خپل کمپاینونه پیل کړل.
په دوی کې اشرف غني او عبدالله عبدالله د یو بل پر وړاندې په کنایو د خپلو کمپاینونو ډګر ته راودانګل.
وېډیو ذکریا صفري او نصرت پارسا:
وړاندې کوونکی: شفیع کریمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي چې نن مازیګر ۴ بجې او ۴۰ دقیقې د کابل ښار د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې اورانوس هوټل ته مخامخ چاودنه شوې.
په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلکو ځينو استازو او د ولایتي شورا ځينو غړو ازادي راډيو ته وویل چې یاده ولسوالۍ د تېرې شپې راهیسې وسله والو طالبانو محاصره کړې ده.
دوی وايي، پر یادې ولسوالۍ تېره شپه هم وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي خو وايي چې که یادې ولسوالۍ ته اضافي سرتېري ونه رسېږي، سقوط به وکړي.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین هم مني چې یاده ولسوالۍ وسله
والو طالبانو محاصره کړې، خو وايي چې هېڅ کله به هم سقوط ونه کړي.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمد ازادي راډيو... Читать дальше...
ولسمشر او اجرائیه رئیس خپلو پلویانو ته د تېرو ژمنو په بیا ځلې ویلو سره خپل کمپاینونه پیل کړل، دواړو طرفونو هغه ژمنې تازه کړې چې پنځه کاله وړاندې یې خپلو پلویانو ته کړې وې.
چارواکي وايي، د جولای ۲۸مې پر مازیګر د افغانستان په پلازمېنه کابل کې چاودنه شوې. یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې صالح
دا اوونۍ مو د پیرصابر شاه سره خبرې کړې دي. نوموړی د مسلم لیګ نواز ډلې او د خیبر پښتونخوا پخوانی وزیراعلی دی. هغه اوسمهال د پاکستان د سېنېټ غړی دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره انتخاباتي سیالۍ نن یکشنبه پيل شوې او ټاکل شوې چې دوه میاشتې دوام وکړي.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا هم دا خبر تأییدوي او وایي چې دا شورا د انتخاباتو د تحریم په اړه وروستۍ پرېکړې ته لا نه ده رسېدلې.
تاجکستان نن یکشنبه ۸۰ افغان بندیان په شېرخان بندر کې افغان لوري ته وسپارل.
په دوشنبې ښار کې د افغانستان د سفارت مستشار سید معصوم بدخش د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریال ته وویل: نن موږ د دواړو خواوو د پلاوو په حضور کې ۸۰ تنه ولېږدول، موږ شېرخان بندر او د تاجکستان پولې ته راغلي یوو، دا ۸۰ تنه موږ افغانستان ته وسپارل.
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ یو بل ته د بندیانو د سپارلو موافقه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کتنه کې وشوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني سیال سره لیدلي دي.
عمان چې د تهران او واشنګټن ترمنځ په ترینګلتیا کې یې د ناپیلتوب اعلان کړی، مخکې ویلي وو چې غواړي د دواړو لورو ترمنځ د منځګړي رول ترسره کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د شنبې په ورځ له خپل عماني سیال یوسف بن علوي سره لیدلي.
علوي د مې په میاشت کې یوې عربي ورځپاڼې ته ویلي وو، که د امریکا او ایران ترمنځ جګړه ونښلي، دا به د ټولې سیمې لپاره یو لوی خطر وي.
په دې اړه چې د ایران او عمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په لیدنه کې دې... Читать дальше...
طالبانو د افغان وزیر دا خبره رد کړې چې ګواکې له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو پلان لري. په قطر کې د طالبانو
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره به بین الافغاني خبرې وروسته له هغې د یو جامع او ملي مرکچي پلاوي له خوا پیل شي چې امریکا له دې ډلې سره خپل توافقات نهايي کړي.
نوموړي وروسته له هغې پر ټوېټر دا څرګندونې کړي چې افغان چارواکو وویل، راتلونکو دوو اوونیو کې له طالبانو سره د دوی مخامخ خبرې پیلېږي.
د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر سلام رحیمي د شنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي وو، تر راتلونکو دوو اوونیو به د یوه مرکچي پلاوي تشکیل او د سفر چارې بشپړې شي. Читать дальше...
په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د "هیپټاټیس بي" یا تور زېړي ۲۲۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د پاکستان چیف جسټس یا مشر قاضي اصف سعید کوسه وايي، په هیواد کې د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه به ډېر زر ځانګړي عدالتونه په کار پیل وکړي.
په غزني کې بمي چاودنې څلورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د غزني د ملکي شفاخانې چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د بمي جاودنې له امله د دوی روغتون ته څلور قرباني شوي کسان وروړل شوي دي.
د شفاخانې رئیس باز محمد همت د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د چاودنې له ځایه دوه تنه مړي او دوه تنه ټپیان وروړل شوي دي.
بازمحمد همت زیاته کړه: دغه ټول ملکیان دي.
چاودنه نن سهار اته نیمې بجې د غزني ښار ته څېرمه د کابل کندهار پر لویه لاره د کابل هډې ترڅنګ رامنځته شوه.
تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. Читать дальше...
په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي مخابراتي شرکتونو له خوا انټرنټ له هغې بیې چې پېري یې، نېږدې شل چنده لوړ پلورل کېږي.
د مسکو پولیسو تر ۱۳۰۰ زیات کسان په دې خاطر ونیول چې د پلازمېنې د ښاروالۍ د انتخاباتو لپاره په تیاریو کې د سرغړونو خلاف یې اعتراض کړی و.
د نیول شویو کسانو شمېر (اووي ډي اینفو) خپلواکې ادارې اعلان کړ.
دا اداره د نیول شویو مظاهره چیانو شمېر څاري.
دا مظاهرې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د اپوزیسیون د غړو د نومونو له ثبتولو د روسي چارواکو د انکار په غبرګون کې شوي دي.
بلواضد پولیسو چې برقي ډنډې یې په لاسونو کې وې، دا کسان پرون د مسکو د ښاروالۍ مخې ته په غونډه کې ونیول.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ لپاره پر کاندیدانو غږ وکړ چې د انتخاباتي مبارزو د لګښتونو له قانون سره سم عمل وکړي.
په کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزو ورکول محدود کړي دي. سفارت د جولای په ۲۸مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل، دا کار يې له دې وجې کړی چې په کابل کې
له انتخاباتي مهالوېش سره سم نن یکشنبه د جمهوري ریاست د ۱۸ کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ پيل شوې او ۶۰ ورځې به دوام وکړي.
کابل چاپ نننیو نږدې ټولو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاین د پيل او څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net