د پاکستان يو شخصي ټيليويژن جيو نيوز روانو چارو د يو پروګرام کېپيټل ټاک کوربه حامد مير وايي چې د جولای په لومړۍ نېټه يې د پخواني ولسمشر، د قامي اسمبلۍ غړي او اپوزېشن ګوند پيپلز پارټۍ شريک مشر، اصف علي زرداري مرکه له څو منټو نشرېدو وروسته بنده کړل شوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان د تروریستانو لابراتوار بللی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: ایران په اور لوبې کوي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
په کندهار کې ۲۸۰ مېرمنې د غالۍ په اوبدلو بوختې دي.
دوی وایي، تولید يې د سیمې په کچه دی او د پلور لپاره یې مناسب بازار لاهم نه دی پېدا شوی.
د یوې ورځې په تېرېدو سره بیا هم افغان حکومت نهدی توانېدلی چې د تېرې ورځې د انتحاري او وسلهوالې حملې د تلفاتو په اړه دقیق ارقام وړاندې کړي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغې پېښه کې د ملکیانو ترڅنګ د ملي اردو څلور منسوبین هم وژل شوي دي.
تېره ورځ د کابل ۱۶مې ناحیې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې له موټر بمب چاودنې وروسته وسلهواله حمله وشوه.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې له شااوخوا اووه ساعته نښتې وروسته دغه جګړه د پنځو حمله کوونکو په وژل کېدو سره مازیګر مهال پای ته ورسېده. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په کابل کې د طالبانو پرونی برید وغانده او ویې ویل چې دا برید ښیي چې عاملان یې د ملکي وګړو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي.
د یوناما له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل، د خلکو د هستوګنو په سیمو کې د چاودېدونکو توکو کارول عامو افغانانو ته ډېر زیان رسوي او دغه ویروونکي اعمال باید سمدستي پای ته ورسېږي.
په کابل کې د تېرې ورځې په برید کې چې د دفاع وزارت پر لوژستیک ریاست وشو، د چارواکو... Читать дальше...
د نړۍ قدرتونو له ایرانه وغوښتل چې د اټمي تړون شرطونو ته ژمن پاتې شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر چې هېواد یې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون کلک ملاتړی دی، د ایران له خوا له ټاکلې حده د غني شویو یورانیمو زیاتوالي ته په اشارې وویل چې تهران دې له زغمه کار واخلي.
سرګي لاوروف دغه څرګندونې نن د ایرلنډ د بهرنیو چارو له وزیر سیمون کووینې سره په مسکو کې تر کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړه.
ده وویل: موږ پر خپلو ایراني همکارانو غږ کوو چې له زغمه کار واخلي او په هېڅ ډول احساساتي... Читать дальше...
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره د ویندویانو له خوا رسنیو ته په اطلاع رسولو کې ځنډ د حکومت له لوري د اطلاع رسونې محدودول ګڼي.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د جولای پر لومړۍ نېټه د ډزو او یوې درنې چاودنې د پېښې حال له لېمې هادي څخه اورو چې د پېښې ځای ته تللې او په اړه یې دا ویډیويي راپور برابر کړی دی. د طالب وسله والو په هغه برید او چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۰۵ ژوبل دي چې پکې ۵۰ د یوه ښوونځي ماشومان دي.
۸ کلنه فېروزه د افغانستان د دفاع وزارت پر انجنیرۍ او لوجستیک ریاست د برید یوه قرباني ده.
کومه چې خپلو هیلو ته تر رسېدو مخکې ورژېده.
خو دا پېښه څنګه رامنځته شوه؟
لېمه هادې د پېښې ځای ته تللې او په اړه یې دا ویډیويي راپور برابر کړی دی.
ويډیو: شفیع کریمي
اوکراین وايي، دوه سرتېري یې د اوکراین په ختیځ کې له روس پلوه بېلتونپالو سره په نښته کې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت نن وویل چې بېلتونپالو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ ځلې له اوربنده سرغړونه کړې او د مینسک د سولې د موافقې خلاف یې لسګونه د توپ ګولۍ ویشتې دي.
پوځ دغه راز ویلي چې په متقابلو ډزو کې یې درې بېلتون غوښتونکي وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، له طالبانو دې له ترهګرۍ سره د اړیکو شلولو ترڅنګ، دا ژمنه هم واخیستل شي چې د کوکنارو له کښت او د مخدره موادو له تولید او قاچاقه لاس واخلي.
د جولای پر دوهمه نېټه د عوامي نیشنل ګوند سلګونو غړيو په پېښور کې د خپل ګوند د يوه مشر د وژنې پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه. په دې مظاهره کې چې د ګوند مشرانو هم ګډون پکې کړی و له حکومته غوښتنه وکړه چې د سرتاج خان قاتلين دې ونيسي. د غلام غوث ویډيو راپور
د ګوند يو مشر ميا افتخار حسېن پر دې مهال وويل چې په تېرو وختونو کې هم د انتخاباتو پر مهال ځینو قوتونو دوی ته حالات خراب کړي وو چې اوس بيا هغه عمل تکرارېږي.
د عوامي نېشنل ګوند د پېښور ښار مشر سرتاج خان د تېرې شنبې په ورځ په پېښور کې ووژل شو.
ياد ګوند د نننۍ... Читать дальше...
افغان حکومتي چارواکي وايي چې په قطر کې د بین الافغاني ناستې جزیات لا تراوسه له دوی سره نه دي شریک شوي.
زلمي خلیلزاد له جرمني او قطر څخه مننه کړې چې د بینالافغاني ډيالوګ کنفرانس د کوربهتوب چارې يې پر غاړه اخیستي.
د پاکستان په پنجاب صوبه کې یوه کس خپله مېرمن، دوه زامن او د کورنۍ شپږ نور غړي په ډزو وژلي او د هغوی مړي یې سوځولي دي. محمد اجمل ویلي دي چې دغه کار یې پرون په دې خاطر کړی دی چې میرمن یې له یوه بل کس سره "ناروا اړیکې" درلودې.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، ایران له اور سره لوبې کوي. دا تر هغې وروسته ده چې ایران وویل چې د غني کړو یورانيمو کچه یې د نړیوالو طاقتونو سره د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون له مخې تر ټاکل شوي حده اووښتې ده.
د میدان وردګ ولایت سیمهییز امنیتي مسؤلین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۳۰۰ وسلهوال طالبان وژلي او یو شمېر ټپیان کړي دي.
د دغه ولایت د پولیسو مشر محمد ویس صمیمي ازادي راډيو ته وویل چې په یادو کسانو کې د وسلهوالو طالبانو لوړپوړي مشران او یا هم قوماندانان شامل دي.
دي وايي، وسلهوالو طالبانو ته په میدان وردګ ولایت کې ډېر سخت تلفات اوښتي، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې د
دوی ۳۰۰ کسان وژل شوي.
قوماندان... Читать дальше...
د جنوبي کوریا ولسمشر د امریکا او د شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ وروستۍ کتنه چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ پوله کې یې ترسره کړه، د هېوادونو ترمنځ د دښمنیو لپاره پای وبلله.
مون جه اېن دغه څرګندونې نن د خپلې کابینې غونډې ته وکړې او ویېویل چې د ټرمپ او کېم کتنه دا معنی لري چې دواړو هېوادونو د دښمنۍ اړیکو د پای ته رسولو او د سولې د یوه نوي پړاو د پیلولو اعلان وکړ.
ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون د جون په ۳۰مه پر دې پوله سره وکتل.
د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا د اټمي لانجې د سولهییز هواري لپاره هڅه کړې چې د ټرمپ او کېم ترمنځ ډیپلوماسي پیل شي. Читать дальше...
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن تأیید کړه چې د سایبریا په ایرکوتسک سیمه کې د وروستیو سېلابونو د مړو شمېر ۱۴ تنو ته زیات شوی او ۱۳ تنه تر اوسه تری تم دي.
د دې وزارت لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په سیمه کې د موسمي بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو په نتیجه کې ۱۹۱ کسان ټپيان شوي او روغتونونو کې یې درملنه کېږي.
د ټپیانو له ډلې ۳۸یې ماشومان دي.
د دغو سېلابونو له امله زرګونه کورونه هم وران شوي او له ۲۰۰۰ زیات کسان له سېلاب ځپلو سیمو ایستل شوي دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل وایي، په قطر کې بینالافغاني خبرې به په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم فرصت وي او جرمني هیلهمند دی چې دغه خبرې د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ باور رامنځته کړي.
ټاکل شوې چې د جرمني او قطر په کوربهتوب دغه خبرې د راتلونکې یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قطر کې ترسره شي.
په هغه اعلامیه کې چې د ښاغلي پوتزل لهخوا نن خپره شوې، دا واضح شوې چې په دې خبرو کې ټول ګډونوال به په انفرادي او مساویانه توګه برخه اخلي.
طالبانو هم له دې مخکې... Читать дальше...
د سرتېرو رخصتي او د ملي اردو ځواکونو ته د ځینو وړو ضرورتونو پوره کول اړین دي.
د کندهار چارواکي وایي، یوه ځانوژونکي چې غوښتل یې د کندهار د شپږمې حوزې د امنیت پر امر حمله وکړي، هدف ته تر رسېدو مخکې د پولیسو په ډزو ووژل شو.
د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر قسيم ازاد ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د کندهار د شپږمې حوزې اړوند د خندق په سيمه کې وشوه.
ده وویل، نن سهار شااوخوا اته نیمې بجې یوه ځانوژونکي چې غوښتل یې د شپږمې حوزې پر امر فیض محمد باندې انتحاري وکړي، د حوزې مخ ته د پولیسو لهخوا وپېژندل شو، کله چې پولیسو ډزې پرې وکړې، دی په خپله وچاودېد او لهمنځه ولاړ، په دې پېښه کې یو ماشوم ژوبل شوی دی. Читать дальше...
د میدان وردګ ولایت چارواکي په کابل کې د خپل یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمتالله دراني نن ازادي راډيو ته وویل، قاضي فهیمالله فدايي چې د میدان وردګ ولایت په محکمه کې یې د قاضي په توګه دنده ترسره کوله، تېره ورځ ناوخته د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د باغ داوود په سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو وواژه.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نهدی اخیستی.
ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو په کابل کې د دوشنبې د ورځې په مرګوني برید مقالې لیکلي دي.
د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې نور د زور ازمویلو وخت هم تېر شوی، د سولې خبرې ان د موافقې تر سرحده وړاندې تللي، نو بیا دغه زور ازمویل او وینه تویول د څه لپاره دي؟
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net