شاه محمود قرېشي: پر کلبهوشن به پاکستانی قانون عملي کېږي
د اروپايي هیواد هالېنډ په ساحلي ښار هېګ کې موجود د انصاف نړیوال عدالت په پاکستان کې هند ته د جاسوسۍ په تور بندي کلبهوشن جادهو په اړه خپله پرېکړه واوروله.
د اروپايي هیواد هالېنډ په ساحلي ښار هېګ کې موجود د انصاف نړیوال عدالت په پاکستان کې هند ته د جاسوسۍ په تور بندي کلبهوشن جادهو په اړه خپله پرېکړه واوروله.
پاکستان مسلم لیګ نواز او پپلز ګوند وايي ، د عمران خان په مشرۍ کې واکمن د تحریک انصاف حکومت امرانه بڼه خپله کړې ده.
د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې د شمالي وزیرستان په سره روغه (سور راغه) کې ځايي ورزښکارانو او د لوبو مېنوالو د مشال او ډیوه راډيو په نامه د کرېکټ ټورنمنټ جوړ کړی وو چې پکې نه یوازې د شا او خوا سیمو ځوانانو بلکې له لیرې لیرې څخه لوبغاړیو برخه اخیستې وه.
په ژوب ښار کې د هلکانو لومړنیو زده کړو ښوونځي وداني ورسته شوې. د سکول چلوونکي د برېښنا او اوبو نه شتون هم پرېشانه کړي دي او د ستونزو هواري غوښتنه کوي. د بلوچستان په اسمبلۍ کې د واکمن ګوند غړی وايي، د سکولونو مشکلاتو حلولو ته ژمن دی. له ژوبه د رفیع الله مندوخېل ویډیو.
د غزني په قره باع ولسوالۍ کې د درېیمې پلې لوا قوماندان وژل شوی دی. د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال وايي، په قرباغ ولسوالۍ کې یو برید شوی چې د درېیمې پلې لوا د قوماندان عبدالمبین محبتی په ګډون درې تنه پکې وژل شوي او ځیني نور ټپیان دي. امان الله کامراني د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه نیمې بجې افغان او بهرنیو ځواکونو دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و چې دا پېښه رامنځته شوې ده. دی زیاتوي، کله چې له غونډې څخه وروسته تیاره پورته کېږي، نو د ګودام له سره د ملي اردو دوه سرتېري پر دوی ډزې کوي. Читать дальше...
په کابل کې د چاپېریال ککړتیا له امنیتي ګواښه کمه نه ده. د ماشوم د روغتیا د روغتون ګمارل شوي ډاکتران وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۹ ماشومان د ککړې هوا له امله مړه شوي دي. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت د ملي عمل ټولنه هڅه کوي چې د حکومت په جدي همکارۍ د حساب د ورکړې او شفافیت د پروګرامونو دوهم پلان پیل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزات په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وزیر اعظم به له ولسمشر ټرمپ سره د سیمې پر امنیت، په ځانګړی توګه افغانستان کې د سیاسي
ولسمشر محمد اشرف غني د حاجي عبدالغفار احمدزي د جنازې د درناوي مراسم پرځای کړل. په دې اړه د ارګ په فېسبوک پاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د نوموړي د جنازې په مراسمو کې وویل، زموږ ژمنه دا ده چې د شهید احمدزي کورنۍ او اولادونو ته به د مسؤلینو له لوري پر وخت رسيده ګي کېږي. عبدالغفار احمدزی چې تېره ورځ په کابل کې د مقناطیسي ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو، د ولسمشر غني د کور د ساتونکو مشر او پخوانی جهادي قوماندان و.
په بادغیس کې شااوخوا پنځه ویشت تنه کومانډو سرتېري د طالبانو له خوا وژل شوي دي. دا خبره د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل چې دا پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ د دې ولایت د آب کمري ولسوالۍ په میده قل سیمه کې شوې ده. ښاغلي ملکزي وویل، دغه سرتېري له محلي ادارې سره له هماهنګۍ پرته په هغه سیمه کې چې طالبان پرې نفوذ لري، له الوتکو راکوز کړای شوي وو. دی وایي: فکر کوم چې کوردینات دقیق نه وو، تقریباً یو کیلومتر لېرې راښکته شوي وو، هلته ځنګل و، ځنګله هم اور اخیستی و، په دې ځای کې... Читать дальше...
د بلوچستان په بېلا بېلو میډیکل کالجونو کې د داخلې نه ورکولو پرضد زده کوونکیو په کېمپونو کې پر احتجاج دي. له کوټې د ایوب ترین ویډیو راپور.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي مني چې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په ګډون نورو مخالفو ډلو د دې ولایت یو شمېر ځنګلونه ولکه کړي او د لرګیو له قاچاق کوونکو د ټکس په اخیستلو خپلې مالي اړتیاوې پوره کوي.
د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې د قبايلي سيمو د خلکو لپاره څه ارزښت لري او دا به په مجموعي توګه د قبايلي ضلعو پر ټولنيز، اقتصادي او سياسي ژوند څه اغېز وکړي؟
د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي وايي، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د پاکستان په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد ادارې په دغه هېواد کې د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد نيولی دی.
پاکستاني چارواکي وایي چې د هغې اسلامي سخت دریځې ډلې مشر چې په ۲۰۰۸ کال د ممبي د حملې اصلي طراح بلل کېږي، نیولی یې دی. په دې حمله کې چې هند یې په پاکستان کې دېره جماعت الدعوه ډله مسؤله بللې، ۱۶۶ کسان وژل شوي وو. د دې ډلې د مشر حافظ سعید د نیول کېدو خبر یوازې څو ورځې مخکې تر هغې ورکول کېږي چې په پام کې ده د پاکستان صدراعظم عمران خان د جولای په ۲۲مه واشنګټن ته لاړ شي او په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري. د پاکستان د پنجاب د ایالتي حکومت ویاند شهباز ګیل وویل چې سعید د پاکستان ګجران... Читать дальше...
افغان خبریال جاوېد کارګر چې شاوخوا یو نیمه میاشت مخکې په کابل کې په یو برید که ټپي شو، د چهارشنبې په ورځ یې پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان وايي د هغوي او قبايلي سیمو اولس يوازنۍ غوښتنه دا نه وه چې له سيمې څخه دې د فاټا کرښه ختمه شي بلکې دوی ته دې پر خپلو وسايلو اختیار هم ورکړل شي. د جولای پر ۱۶مه د مومندو په پنډیالۍ کې د حلقه ۱۰۳ او ۱۰۴ کې یوې انتخاباتي جلسې ته په وینا کې هغه وويل، نن هم خلک راځي د دې سیمې د غرونو په دولتونو پسې. نن له پنجابه خلک راځي وايي چې په مومندو کې ښکلي کانونو دي، ټېکه يې اخلي او د کروړونو روپیو ټېکه په زرګونو روپو واخلي او ځايي تن پکې په دياړۍ ولګوي. شاهنواز تره... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پهدې اړه چې امریکا نهشي کولای پر ترکیې د «F- 35» جټ جنګي الوتکې وپلوري ځکه دې هېواد د روسیې د هوایي مدافعې «اېس ۴۰۰» توغندیو د پیرلو پریکړه کړې، خواشیني څرګنده کړې ده. ټرمپ دغه څرګندونې پرون د کابینې له غونډې مخکې وکړې، خو نوموړي د هغو بندیزونو په اړه چې پهدې خاطر یې پر انقرې د لګولو ګواښ کړی، څه ونه ویل. ټرمپ وویل، دا عادلانه نهده چې امریکا پر ترکیې د سلو الوتکو د پلورلو معامله لغوه کړې او پخوانۍ ولسمشر بارک اوباما یې ګرم وباله چې ویې نهشو کړای... Читать дальше...
د بونیر ۲۱ کلنه حورین نه خپل کور لري، نه د ګټې وټې لپاره ورور بلکې مور یې په پردیو کورونو کې خواري مزدوري ورله کوي او پر دې په عبدالولي خان پوهنتون کې زده کړې کوي. پلار یې ورک وواو لس کاله پس چې راپیدا شو نو دماغ یې کار نه کوي. له پېښوره د شبیر احمد جان ویډيو راپور
په بدخشان کې په ۲زره ۴۵ هکټاره ځمکه کې ځنګل جوړېږي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې سره به یو شمېر خلکو ته کارې زمینې هم برابرې شي. د کرنې وزارت مخکې تر دې په ځینو نورو ولایتونو کې هم یو شمېر ځنګلونه چې ډېری یې د پستې دي، جوړ شوي دي. په دغه هېواد کې نوي ځنګلونه په داسې حال کې جوړېږي چې ډېره ځنګلونه په غیر قانوني توګه وهل شوي او لرګي یې له هېواده بهر قاچاق شوي دي.
د امریکا د استازو جرګې پرون سې شنبه هغه پرېکړهلیک تصویب کړ چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې هغه تبعیضي بلل شوي، غندي. د دې جرګې یوه خپلواکه او څلورو جمهوري غوښتونکو غړو له ۲۳۵ ډموکرات غړو سره یوځای د دغه پرېکړهلیک ملاتړ وکړ. د پرېکړهلیک متن په سختو ټکو د ټرمپ د توپیر پالنې څرګندونې چې د نویو امریکایانو او د بېلو رنګونو خلکو پر ضد کرکه او اندېښنې زیاتوي او هغه قانوني کوي، غندي. دغه لانجه وروسته له هغې راپورته شوه چې ټرمپ په ټویټري پیغامونو کې د کانګرس څلورو ډموکراتو ښځینه غړو ته وویل چې بېرته دې خپلو هېوادونو ته لاړې شي. Читать дальше...
افغان سوداګر په یوه درې ورځنۍ ناسته کې چې نن پیل شوې، د پاکستان، هند، ایران، ترکمنستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له تجارتي اتشو سره د ویډيو کنفرانس له لارې خبرې کوي. د افغانستان د متشبثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن د دغه مطلب په څرګندولو سره ازادي راډيو ته وویل، له دغې غونډې هدف دا دی چې د افغان سوداګرو ستونزې مطرح او ورته د حل لارې چارې ومندل شي. ده وویل: هغه انتقادونه او وړاندیزونه چې د سوداګرو له لوري موجود دي، ورته ویل کېږي، دا مهال سوداګر د ټرانزیټ او مارکېټنګ په اړه د نظر تبداله کېږي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.