نن افغان سوداګر د ځينو هېوادونو له سوداګرو سره د نظر تبادله کوي
د افغانستان د متشبثینو د عالي بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن د دغه مطلب په څرګندولو سره ازادي راډيو ته وویل، له دغې غونډې هدف دا دی چې د افغان سوداګرو ستونزې مطرح او ورته د حل لارې چارې ومندل شي.
ده وویل: هغه انتقادونه او وړاندیزونه چې د سوداګرو له لوري موجود دي، ورته ویل کېږي، دا مهال سوداګر د ټرانزیټ او مارکېټنګ په اړه د نظر تبداله کېږي.
دغه ناسته د سوداګری او صنایو وزارت له خوا جوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان سوداګرو شکایت کاوه چې له ګاونډيو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې ګڼې ستونزې لري.
