د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون په پېښور کې هم مخالفو ګوندونو د ۲۰۱۸ز کال د جولای ۲۵مې ټاکنو کې د شوي درغلۍ او د تحریک انصاف د حکومت پرضد د لاریون لپاره هلې ځلې پیل کړی دی. اپوزیشن په تېرو ټاکنو کې د درغلۍ تورونه لګوي خو د پي ټي ای حکومت یې نه مني. پېښور پرېس کلب کې د مشال راډيو همکار غلام غوث د اپوزیشن له ځايي مشرانو سره خبرې کړې.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له نوي مشرتابه سره د نږدې همکارۍ ډاډ ورکړ. په افریقا کې د ابولا وژونکي وایروس سره مبارزه روانه ده. د مخدره موادو تر ټولو لوی قاچاقچي مکسیکویي ال چاپو ګوزمن په عمربند محکوم شو.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
راشد خان وايي، د هنرمندانو تحفظ او د هغوی بچيانو ته د صحت او تعليم اسانتياوې برابرول، د دوی د ټولنې له لومړيتوبونو څخه دي.
په سپينه ماڼۍ کې په شوي ملاقات کې دوی له ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې له پاکستاني وزيراعظم سره د ليدو پر مهال په هغه هېواد کې د لږکيو حالت په اړه ورسره وغږېږي.
د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو د ډلهييز برید پر وړاندې د افغان ځواکونو تصفيوي عملیات پای ته رسيدلي دي.
د پاکستان د اداري فساد پرضد اداره وايي، د دې هېواد پخوانی صدراعظم يې د اداري فساد په تور نیولی دی.
دغې ادارې ويلي چې نن د پنجشنبې په ورځ یې په لاهور کې د ښاغلي عباسي موټر ودراوه او دی يې توقیف کړ.
چارواکي په هغه قرارداد کې د عباسي رول پلټي چې په قطر کې د طبعي ګازو یوه شرکت ته ورکړل شوی وو او عباسي برخه پهکې درلوده.
ده هر ډول تورونه رد کړي دي.
تر دې مخکې د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف په لسو کلونو او لور يې په اوو کلونو بند محکوم شول. پر هغوی تور وو چې په لندن کې يې د لوړې بیې اپارتمانونه پیرلي وو. Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د اسیا جام او د ملتونو د اتلولۍ د جام د مقدماتي دور په پنځم ګروپ کې خپل بخت وازمايي.
د افغانستان د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان وايي، پهدغه ګروپ کې به د هېواد ټیم د قطر، هند، عمان او بنګلهدېش له لوبډلو سره مخ شي.
د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون د پچې اچونې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ به په مالیزیا کې واچول شوې، د اسیایي هېوادونو ۴۰ لوبډلې به په ۸ ګروپونو کې یو تر بله سیالۍ وکړي.
له دغو ټیمونو نه به ۱۲ غوره ټیمونه په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اسیا... Читать дальше...
په پام کې ده چې د افغانستان د فوټبال د ۱۹کلنو او ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دغه سیالۍ به سبا د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د کابل ښار د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال د ۱۹ کلنو او ۱۶ کلنو لوبډلو، د اسیا د ملتونو د سیالیو د جام او د اسیا د نړیوالې اتلولۍ د جام په درشل کې دي.
د فوټبال د فدراسیون په خبره، د دغو لوبډلو سیالۍ د راتلونکو سیالیو د چمتوالي لپاره مهمې دي.
د افغانستان د موی ټای لوبډله، د موی ټای په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف نن د پنجشنبې په ورځ ټایلینډ ته لاړه.
د افغانستان د بدني روزنې ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل، پهدغه لوبډله کې نهه هلکان او دوه نجونې ورزشکارانې شاملې دي.
د پیمان په خبره دغه سیالۍ د ۱۰۷ هېوادونو ترمنځ سبا د جمعې په ورځ پیلېږي.
ده هیله وښوده چې افغان ورزشکاران پهدغو سیالیو کې ښه وځلېږي.
د افغانستان د موی ټای لوبډله په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له دغو سیالیو نه د بُرونز مډال خپل کړی و.
که په افغانستان کې د سوېډن د کمېټې د روغتیايي کار کوونکو پر وړاندې ګواښونه دوام وکړي، دغه کمېټه به خپل فعالیتونه ودروي.
د ایران دولتي ټلوېزیون راپور وايي، د دې هېواد د سپاه پاسداران اسلامي انقلاب غړیو یو بهرنۍ ټانکر له ۱۲ تنه عملې سره یو ځای نیولی دی.
د راپور له مخې دا ټانکر د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه نيول شوی دی چې غوښتل يې له ایراني قاچاق وړونکو څخه تېل بهرنیو پېرېدونکو ته ولېږدوي.
همدا راز ویل شوي چې د تېلو دا ټانکر په هُرمز تنګي کې یوه ایراني ټاپو ته نېږدې نیول شوی دی.
د ټانکرانو څارونکو بیا پر انټرنېټ معلومات خپاره کړي چې دا بېړۍ د متحده عربي اماراتو وه چې د جولای په ۱۴مه د ایران اوبو ته ننوتتې وه، خو... Читать дальше...
د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د عباسي د نيولو غندنه کړې او دا ګام يي سياسي انتقام بللی دی.
د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د پلټنې او تلاشۍ عمليات پیل شوي دي.
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسين خان وايي، امنیتي ځواکونه له نن سهار څخه د هوايي قواوو په مرسته د دغو عملياتو پړاوونه پر مخ وړي.
ده وویل چې په تېرو څو ورځو کې په نهر سراج، موسی قلعه، کجکي، مارجه او ګرمسیر ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۴۰ د دولت وسلهوال مخالفان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو پهدې اړه څه نهدي ويلي.
د هلمند ناارامه مارجه ولسوالۍ د دې ولایت مرکز لښکرګاه ته په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
په پاکستان کې د حافظ سعید د نیول کېدو په اړه د امريکا د ولسمشر پر څرګندونو انتقادونه شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هندوستان په ممبۍ ښار کې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د حملو د طراح حافظ سعید د نیول کېدو په اړه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې هغه تر لس کاله لټون وروسته ونیول شو.
په ممبۍ کې په حملو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې د ډونالډ ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر ټويټر لیکلي چې حافظ سعید له لسو کلونو راهیسې په ازاده توګه ژوند کاوه او په تیرو اتلسو کلونو کې اته ځلي نیول شوی وو. Читать дальше...
د افغان حکومت اجرائیه رئيس وايي، د سولې پر وړاندې باید مسؤلانه چلند وشي.
د افغانستان جمهوري ریاست که څه هم د پاکستان له لوري د حافظ سعید نیول کېدل ښه اقدام بولي، خو وايي چې ډېر ناوخته ترسره شوی.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چارواکي په خپل یو تازه راپور کې وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی په ګراف کې د تېر کال په پرتله ۵۰ فیصده کموالی راغلی.
د غزني ولایت اوسېدونکي د ملکي روغتون له خدمتونو څخه شکایت لري.
د امريکا ولسمشر ډونلد ترمپ له دې کبله له نيوکو سره مخ دی چې نوموړی وايي، پاکستان د ممبۍ د ۲۰۰۸م کال بريدونو ترشا مبينه لاس لرونکی حافظ سعيد د ۱۰ کالو تر لټون وروسته نيولی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر وړاندې د امریکا سیاستونه وغندل او د ولسمشر ټرمپ اداره یې تورنه کړه چې د اقتصادي بندیزونو په لګولو سره یې د بېګناه وګړو ژوند سخت کړی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د دري ژبې په اړه وايي، دري ژبه د خلکو د یوځای کېدو او د تمدن ځای دی، خو په افغانستان کې ورته لږ کار شوی دی.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت په مهمو او سیاسي دولتي بستونو کې د ښځو ګمارنو ته خوشبینه دی.
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
ملګرو ملتونو نن په یوه اعلاميه کې ويلي چې د دې کمېسیون د نوې مشرې له اعلانېدو سره سم غواړي ټينګار وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې به له دې کمېسیون سره همکاري ته دوام ورکړي.
د افغانستان جمهوري رياست پرون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د رئيس او ٨ کمېشنرانو د بدلون خبر ورکړ.
ويل شوي چې د دغه کمېسيون د پخوانۍ رئيسې سيما سمر پرځاى مېرمن شهرزاد اکبر ټاکل شوې ده.
جمهوري رياست د بشري حقونو... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف څرګنده کړې چې امریکا پر ایران د نویو بندیزونو په لګولو، دده په وینا پر «اقتصادي ترهګرۍ» لاس پورې کړی او له ایران سره له اټمي تړون څخه په وتلو یې «خپله پښه په مردکي ویشتي.»
نوموړي چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې خبرې کولې وویل، د ولسمشر ټرمپ یو اړخېز بندیزونه، دده په وینا نا مشروع سیاسي اهدافو ته دې رسېدو لپاره تر ډېره ملکي وګړي هدف ګرځوي.
جواد ظریف په دې اړه د بلومبرګ ټلویزون سره خبرې کړې دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال له ایران سره د شپږو... Читать дальше...
د دې راپور په سر کې لیکل شوي چې د افغانستان د جګړې نيږدې اتلس کاله کېږي چې د درېیو امریکايي...
Спорт в России и мире
Москва
Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Рафаэль Надаль
Теннисист Надаль навестил в больнице 16-летнюю российскую теннисистку Корнееву
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Институт СТЭИ при поддержке Комитета общественных связей и молодежной политики города Москвы реализует проект "Вода Москвы"
Путин в России и мире
Москва
Пашинян подготовил "подарок" Путину к его инаугурации. Запад будет доволен
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
«Набей им морду, покажи им, что ты настоящий белорус». Лукашенко о поездке спортсменов на Олимпиаду
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Цинизм зашкалил: Елена Зеленская повеселилась в Киеве с герцогиней Эдинбургской
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
В Госдуме предложили увеличить МРОТ в России до 30 тысяч рублей
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net