د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د څلورمې قطعې د ټولي قوماندان نن د سې شنبې په ورځ د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د خاکريز ولسوالۍ امنيه قوماندان نظر علي ازادي راډيو ته وويل چې احمد سرحدي نن تر غرمې مخکې د خاکريز ولسوالۍ په اروغ سيمه کې د سړک د غاړې ماين چاودنه کې ووژل شو او يو بل ملګری يې تپي شو.
د يادولو وړ ده چې د خاکريز په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عمليات د جوزا پر لومړۍ نېټه پيل شوي اوس هم جريان لري.
د دې چاودنې مسؤليت تر اوسه چا نهدی منلی.
په کونړ کې پلوشه او همزولي یې د جګړې له امله نهیوازې له خپلو کورونو بېځایه شوي، بلکې له تعلیمه هم لیرې پاتې دي.
هغوی د افغان پوځیانو او داعش جنګیالیو ترمنځ د جګړې پای ته چې په قمچۍ کلي کې روانه ده شپ او ورځ دعا کوي.
روحالله انوري له کونړ څخه راپور لري.
قطر چې د بین الافغاني ديالوګ کنفرانس د توافقه لیک هرکلی کړی دی. چین له امريکا غوښتي چې تایوان ته دې د وسلو پلورلو پرېکړه بیرته واخلي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
د افغانستان د هوايي چلند اداره د دې هېواد له هوایي حریم څخه د الوتنو د دوو نویو کرښو د پرانېستلو خبر ورکوي.
دغې ادارې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دغه کرښې د افغانستان د خاورې پر سر له لویدیځ نه تر ختیځ پورې غځېږي او د تاجکستان پر سر له چین سره نښلول کېږي چې د الوتنو فاصله ډېره را لنډوي.
په بیان کې ویل شوي چې له دغو کرښو به د فلای دوبۍ، امارات، قطر او یو شمېر نور هوایي شرکتونه کار اخلي.
له دې مخکې دې ادارې ویلي چې پاکستان د الوتنو پر مخ د خپل هوایي قلمرو په بندولو سره د هغو الوتنو چې د... Читать дальше...
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې چاودنې يو کس وژلی او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادي راډيو ته ويلي چې پهدې چاودنه کې يو ډاکټر وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
چاودنه د ډاکټر په شخصي کتنځي کې شوې ده.
که څه هم عمر ځواک ونه ويل، خو ويل کېږي دغه ډاکټر چې عبدالقيوم ذکي نومېږي د لښکرګاه په مرکزي زندان کې د صحت د امر دنده درلودله.
چاودنه مازديګر مهال شوې ده.
تر اوسه د دغه چاودني مسؤليت چا پر غاړه نهدی اخېستی.
اپوزيشن ګوندونو په اسلام اباد کې د جولای پر پنځمه پرېکړه کړې وه چې پر جولای پر نهمه نېټه به د سېنېټ چیېرمېن پرضد د بې باورۍ قراداد راوړي.
د دارلامان ماڼۍ به تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې پرانېستل شي.
د دغه ماڼۍ د بیارغونې کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی او ټاکل شوې چې د زمري د میاشتې په ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستنې د۱۰۰ کلېزې په مناسبت د ولسمشر غني لهخوا پرانېستل شي.
پهدغه راپور کې لیمه هادي تاسې د دارلامان ماڼۍ ځینو برخو ته بیايي.
ویډيو: لیمه هادي او شفیع کریمي
اېډېټ: شفیع کریمي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې نن سهار یې له طالبانو سره خبرې وکړې او اوس چین ته په لاره دی.
د قطر په دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالب استازیو ترمنځ د سولې د مذاکراتو اووم دور، له دوه ورځني ځنډ وروسته د سې شنبې په ورځ له سره پیل شو.
د پېښور او تورخم ترمنځ د خېبر درې پر لوی سرک افغانستان ته د مال وړونکیو ګاډيو مالکان وايي، د ګمرک (کسټم) ادارې کارمندانو د هړتال له وجې یې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په مالونو بار ګاډي ولاړ دي او غوښتنه کوي چې سرکار دې یې دغه ستونزه هواره کړي.
په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
په انګلستان کې د کرکټ د نړیوال جام نیمه پایلوبه د هند او نیوزلند د ټیمونو ترمنځ روانه ده.
دغه لوبه د انګلستان په مانچسټر کې ترسره کېږي، پچه نیوزیلنډ وګټله او د توپ وهلو پریکړه یې کړې.
نیوزیلنډ په ۳۶ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۳ منډې کړي دي.
هند د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام کې له نهو لوبو اووه ګټلي او تر اوسه په ګروپي لحاظ لومړی مقام لري.
نیوزیلنډ پنځه لوبې ګټلي او د څلورو غوره ټیمونو وروستی ځای لري.
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او ویلز په کوربهتوب د جون په ۲۹مه پیل شوی او د جولای په ۱۴مه به ختم شي. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ بورډ یو شمېر مسؤلین د دغه ادارې په اجرائیوي چارو کې د چارواکو له مداخلو شکایت کوي.
د تکواندو په نړیواله درجه بندۍ کې يو شمېر افغان لوبغاړو پرمختګ کړی دی.
د تکواندو نړیوال ویبسایټ (ورلډ ټي. کې. ډي) د بېلابېلو هېوادونو د تکواندو د نږدې دوه زره لوبغاړو نوې درجه بندۍ اعلان کړي چې څو افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي.
افغان لوبغاړی رامش حسیني په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې ۸۱م، احمد بخشي په ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې ۹۳م، حسین لطیفي په ۶۸ کیلو ګرامه وزن کې ۲۰۴م، نثار احمد عبدالرحیمزي په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې ۲۳۶ او احمد سیر خالقي بیا په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې ۲۳۶ مقامونه خپل کړي دي.
د تکواندو په... Читать дальше...
په کابل کې د مرکزي زون د باولېنګ ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
د افغانستان د باولېنګ فدراسیون رئیس ادریس فاروقي ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له کابل ولایته ۲۲ لوبغاړو په درېیو پړاوونو کې د يو بل پر وړاندې سیالۍ وکړې چې په پایله کې یې شپږ غوره څېرې د مرکزي زون د لوبډلې لپاره غوره شوې.
د ښاغلي فاروقي د معلوماتو له مخې، همایون شجاعي د ۵۷۸ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی، محمودالحق د ۵۲۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دوهم او عبدالناصر بیا د ۵۱۸ نومرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ. Читать дальше...
د زابل په شاجوې ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې یو شمېر پولیسو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د تېرې شپې ر اهیسې د زابل د شاجوی ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو پر یو شمېر پوستو حملې کړي چې په نتیجه کې یې ۱۳ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د حق بیان په وینا وسلهوالو طالبانو د امنیتي ځواکونو یو شمېر پوستې هم سقوط کړي او د دغه ولسوالۍ بازار ته داخل شوي.
د زابل ولایت د والي... Читать дальше...
امنیتي چارواکي وایي، په فاریاب کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د یوه ازبکستاني په ګډون د طالبانو شپږ وسلهوال وژل شوي دي.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه د دې ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ترسره شول.
دی وايي:"د دغو ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د ازبکستان یو تبعه او د طالبانو د ډلې پنځه ترهګر ووژل شول او د نبيالله په نوم د دې ډلې یو مهم قوماندان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره ونیول... Читать дальше...
افغان چارواکي وايي، د ارزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو یوه پوسته سقوط کړې.
په یاده ولسوالۍ کې د ملي اردو د کنډک قوماندان کریم الله نن سې شنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د یادې ولسوالۍ د بازار په سیمه د ملي پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ چې پر مهال يې د ملي پولیسو یوه پوسته سقوط کړه.
نوموړی وايي، د یاد برید پر مهال یو پولیس هم وژل شوی.
خو د ملي اردو د کنډک قوماندان هغه راپور رد کړه چې ګنې یاده ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو محاصره کړې.
نوموړی وايي، په... Читать дальше...
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي ستونزې د هواري لپاره په لومړي ځل د زرغون اقلیم له نړیوال صندوقه بودجه تر لاسه کړه.
دوی وايي، د یادې لارې زیاتې برخې د وسلهوالو طالبانو سره دي او هره ورځ د درنو جګړو شاهد وي.
په نړیوال کنفرانس کې د سیمې، ګاونډیو او نورو ھېوادونو له لورې په افغانستان کې د نه لاسوھنې ژمنې او توافق باندې ټینګار کوي.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي چې د قطر د بین الافغاني ناستې دواړه لوري دې د پرېکړه لیک مادو ته ژمن پاتې شي او عملي دې یې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د سولې پروسې پر ګډون په یو لړ مساېلو خبرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تدامیچي یاماموتو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې کتلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پهدې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په خبرو کې د افغانستان د سولې او بیارغونې... Читать дальше...
د کونړ ولایت وټهپور ولسوالۍ له قمچۍ کلي د داعش یا اسلامي ډول ډلې له وېرې په سلګونو کورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چین له سخت اعتراض سره-سره پر تایوان د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د پلورلو معامله تصویب کړه.
پهدې معامله کې ۱۰۸ ابراهام ډوله ټانکونه، ۲۵۰ ستنګر دافع هوا توغندي او نور پوځي تجیزات شامل دي.
د بهرنیو چارو وزارت د امریکا کانګرس ته د دې وړاندیز په اړه خبر ورکړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په تېره جون میاشت کې له واشنګټنه وغوښتل چې تایوان ته د وسلو د ورکولو مخه ونیسي.
چین تایوان ته د خپل یوه یاغي ولایت په سترګه ګوري او هېڅکله یې په خپل قلمرو کې د... Читать дальше...
د هانګ کانګ اجرائیه رئیسه وايي چې له چین سره د بېرته سپارلو یا استرداد لانجمن قانون نور نو مړ دی.
د دې قانون له مخې هغه کسان چې په هانګ کانګ کې نیول کېږي، باید د محاکمې لپاره چین ته واستول شي.
د هانګ ګانګ اجرائیه رئیسې کاري لمَ Carrie Lam نن د جولای په نهمه وویل، د استرداد قانون چې په سیمه کې د پراخو مظاهرو باعث شو مړ شوی دی.
لم د تېرې جون میاشتې په لومړیو کې هڅه وکړه چې د دې قانون په ځنډولو سره معترضان راضي کړي، خو دې مظاهرو چې سلګونه زره کسانو ګډون پهکې وکړ او په ترڅ کې يې څو ځلي تشدد هم پېښ شو، دوام وکړ. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net