د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته له سفر څو شېبې وړاندې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، کابل تهیې وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک و.
په افغانستان کې د ازادي راډیو رئیس سمېع مهدي له ښاغلي خلیلزاد سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.
خلیلزاد وویل، د افغانستان په باب په پاکستانۍ تګلاره کې مثبت بدلون لیدل کېږي او اسلام اباد غواړي چې د سولې پروسې سره مرسته وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ملي یووالي حکومت له چارواکو سره د څو ورځنیو خبرو وروسته، له طالبانو سره د خبرو په هدف دوحې ته روان شو.
د هرات- کندهار پر لویه لاره د ماین چاودلو په نتيجه کې پنځه دېرش کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي. جنوبي کوریا تایید کړه چې شمالي کوریا یو شمېر راکټونه تجربه کړي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د خوست دیني عالمانو او ځوانانو د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې په دې هېواد کې د روانو ناخوالو او وژنو د پای ته رسولو په خاطر په خپلو کې سوله وکړي.
د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې په مناسبت، څه باندې سلو ښځو خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې.
شفیع کریمی دغه نندارتون ته تللی او راپور یې چمتو کړی دی.
وېډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
د افغانستان د مشهورو تصویري رسنیو د بازار موندنې مسؤلینو ته ځینو نوماندانو ویلي ځکه خپل تبیلغاتي اعلانونه نهخپروي چې د انتخاباتو په ترسره کېدو شک لري.
اسوشيېټډ پرېس اژانس لیکي، په کیلېفورنیا کې یوه فېډرالي قاضي ګارلینډ برېل په خپله فیصله کې ویلي چې په مقدمه کې د حامد حیات وکیله کم تجربه وه نو د هغه سم استازیتوب یې نه وو کړی.
په سېنټ کې د حکومتي ګوند تحريک انصاف مشر شبلي فراز دا تورونه رد کړل چې ګنې سنجراني له رايي اچونې مخکې په استعفا ورکولو غور کوي.فراز زياته کړه چې سبا د اګست په ړومبۍ نېټه به د عدم عتماد پر تحريک رايي اچونه کيږي.
د جرمني نوې دفاع وزیرې نن (چهارشنبه) په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي سره وکتل.
وروسته له دې چې مېرمن کرمپ کیرینبویر د روانې جولای په لومړیو کې د جرمني دفاع وزیره وټاکل شوه، دا لومړی ځل دی چې بروکسل ته ځي.
تر دې وړاندې کان واندرلاین د جرمني دفاع وزیره وه او اوس د اروپا د کمېسیون رئیسه ټاکل شوې ده.
ټاکل شوې چې د جرمني نوې دفاع وزیره د ناټو له سرمنشي سره له ناټو څخه د امریکا د ولسمشر د غوښتنو په اړه خبرې وکړي.
ډونالد ټرمپ د ناټو له غړو غوښتي چې خپله مالي ونډه زیاته کړي.
ورځپاڼه لیکي، امرالله صالح کره اطلاعات ترلاسه کړي و چې په لنډ راتلونکي کې به برید پرې وشي او د همدې لپارهیې خپل وصیت هم لیکلی و.
د قدرتي ناورینونو سمبالولو قامي اداره وايي ۱۳۸ کورونه په بشپړه توګه وران شوي دي، د ادارې په وینا په بارانونو کې کورونه ځکه ویجاړېږي چې په خوړونو او باراني نالیو کې جوړ دي.
په دې وروستیو کي د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د محلي خلکو او زورواکو لهخوا تاریخي سیمې غصب او بیا په شخصي ملکیتونو اوړي.
پامپیو د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې دا خبره هم وکړه چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې رښتونی پرمختګ شوی دی.
په ننګرهار کې ډاکترانو او د درملو عمده پلورونکو د ناامنیو له امله د کار نهکولو اعتصاب کړی دی.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه اعتصاب تېره ورځ پيل شوی دی.
حاجي اغا زیاتوي: "د اعتصاب لامل نا امني ده، دوی غوښتنه کوي چې زموږ امنیت دې خوندي شي، د دواګانو دوه درې عمده فروشيو ته ماینونه ایښودل شوي."
دا لومړی ځل نهدی چې په ننګرهار کې یو شمېر ډاکتران او د درملو عمده پلورونکي د کار نهکولو اعتصاب کوي، بلکې له دې مخکې هم د ځینو لاملونو له امله ورته اعتصابونه شوي دي. Читать дальше...
شمالي کوریا نن دوه لنډ واټن ویشتونکي راکټونه ازمویلي دي.
دا په یوه اوونۍ کې دوهم وار دی چې شمالي کوریا راکټونه ازمويي.
تېر وار د جولای په ۲۵مه شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکي یو راکټ ازمویلی و چې ګڼ غبرګونونهیې وپارول.
نن د جَنوبي کوریا چارواکو تأیید کړې چې د شمالي کوریا دواړه بالیستیک راکټونو ۳۰ کیلومتره ارتفاع او ۲۵۰ کیلومتره واټن وهلی دی.
۴۵ افغان پناه غوښتونکي نن له جرمني کابل ته ورسېدل.
د دوی د پناه غوښتونلیکونه په جرمني کې نهو منل شوي.
دا د ۲۰۱۶ کال له ډسمبره ۲۶ وار دی چې د افغان پناه غوښتونکو ډله له جرمني ایستل شوي او کابل ته استول شوي دي.
۶۰۰ کسان تر اوسه بېرته کابل ته لېږل شوي.
جرمني داسې وخت دا پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استولي چې په دغه هېواد کې ورځ تر بلې د مرګونو بریدونو شمېر زیات شوی او پهکې ملکیان قرباني کېږي.
د امریکا دفاع وزارت په کندهار کې د دوو وژل شویو امریکايي سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړل.
پنټاګون ویلي چې د دوی سرتېري برنډون کرېشیر او مایکل نانسي نومېږي.
برنډن ۲۰ کلن او د اوهایو و او مایکل نانسي هم ۲۴ کاله عمر درلود او د شیکاګو ایالت و.
دوی د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ په یوه پوځي اډه کې د یوه افغان پوځي لهخوا ووژل شول.
افغان پوځي په ځوابي ډزو کې ټپي او ونیول شو.
امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري او د روان کال له پیله تر وروستۍ پېښې ۱۱ سرتېري وژل شوي و.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل فېسبوک لیکلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ نور ولسي افغان وګړي د دې چاودنې ښکار شوي دي.
د لیکوال په باور د جګړې شعارونه او څېرې بدلېږي، خو پای ته رسېدلیې ګران دي، یو لاملیې همدغه دی چې جګړه پردۍ ده، ترې راوتل اسانه هم نهدي.
په کشمیر کې د پاکستان او هندوستان د بېلتون پر کرښه پر یو بل ډزو کې یو هندي او یو پاکستاني سرتېری وژل شوي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو تېر ماښام په دې اړه خبر ورکړ.
دا د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په سیمه کې پر بېلتون کرښه د دواړو خواوو د پولهساتو د متقابلو ډزو تازه پېښه ده.
هند او پاکستان په ۲۰۰۳ م کال کې د دې کرښې دواړو خواوو ته اوربند اعلان کړی خو دا اوربند وخت ناوخت ماتېږي.
هند او پاکستان دواړه کشمیر سیمه د خپلې خاورې برخه بولي او په ۱۹۴۷ م کال کې د خپلواکۍ او دواړو د بېلتون راهیسې... Читать дальше...
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یوې چاودنې څلور کسان وژلي دي.
چارواکي وايي، د سې شنبې په ماښام په شوې دې چاودنه کې پر څلور وژل شویو سربېره تر ۲۰ زیات نور ټپیان شوي هم دي.
د چاودنې هدف د کوټې ښار په یوې مرکزي سیمه کې د پولیسو د ګزمې موټر وو.
په بلوچستان ایالت کې د پولیسو او اقلیت شیعه مسلمانانو پر ضد دا ډول پرلهپسې بریدونه او چاودنې کېږي.
د کوټې د مرکزي روغتون یو ډاکتر سلیم ابرو ویلي، څلور مړي چې دوه ماشومان او یوه ښځه پهکې شامل دي روغتون ته وړل شوي دي. د نوموړي په وینا د پېښې... Читать дальше...
په ۲۰۱۸ م کال کې په نړۍ کې ۱۲ زره ماشومان وژل شوي او یا معلول شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د سې شبې په ورځ په یو راپور کې وویل، په ۲۰۱۸ م کال کې په نړۍ کې په پوځي کړکېچونو کې تر ۱۲ زرو زیات ماشومان وژل شوي او یا معلول شوي دي.
ملګرو ملتونو په دې راپور کې همدارنګه د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴ زره قضیې هم یادې کړې چې پهکې د جنسي زور زیاتي، پر ښوونځیو د بریدونو او د سرتېرو په توګه د ماشومانو د نیولو موارد شامل دي.
ښاغلي ګوترش ویلي، په دې سرغړاویو کې د غیر دولتي وسلهوالو... Читать дальше...
د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین له ستونزو سره مخ شوی دی.
د پولیو واکسین د کمپاین د عامه اړیکو مسؤل ډاکتر میرا جان راسخ ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت مخالف وسلهوال په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ د واکسین د کمپاین مخه نیسي.
د ښاغلي راسخ په وینا د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې راهیسې یې کور په کور د پولیو د واکسین کمپاین پپل کړی، خو په عملي کولو کې یې ستونزې او خنډونه د دې سبب شوي چې دا وایروس لا هم په سیمه کې پاتې شي او ماشومان پرې اخته شي.
د ډاکتر راسخ... Читать дальше...
د افغانستان ملي اردو وايي، په غزني او پکتیا کې یې په جلا جلا پېښو کې ۵۸ وسلهوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل: "افغان هوايي ځواکونو د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د لویې لارې او سدوزیو په سیمو کې پر وسلهوالو طالبانو هوايي بریدونه کړي چې پهکې ۱۸ وسلهوال وژل شوي او پنځه تنهیې ټپیان شوي."
په همدې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو سرتېرو د غزني د دهیک ولسوالۍ په تاسنګ پوستې د وسلهوالو ډلهییز برید په شا تنبولی چې پنځه تنه وسلهوالیې وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net