د افغانستان د هوايي چلند ادارې د الوتنو ۲ نوي کرښې پرانېستي
دغې ادارې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دغه کرښې د افغانستان د خاورې پر سر له لویدیځ نه تر ختیځ پورې غځېږي او د تاجکستان پر سر له چین سره نښلول کېږي چې د الوتنو فاصله ډېره را لنډوي.
په بیان کې ویل شوي چې له دغو کرښو به د فلای دوبۍ، امارات، قطر او یو شمېر نور هوایي شرکتونه کار اخلي.
له دې مخکې دې ادارې ویلي چې پاکستان د الوتنو پر مخ د خپل هوایي قلمرو په بندولو سره د هغو الوتنو چې د افغانستان له هوایي قلمرو به تېرېدې، شمېر کم کړی او له دې پلوه ورته د ۱۵ میلیونه ډالرو زیان رسېدلی دی.
