د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو برید شوی
د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال وايي، په قرباغ ولسوالۍ کې یو برید شوی چې د درېیمې پلې لوا د قوماندان عبدالمبین محبتی په ګډون درې تنه پکې وژل شوي او ځیني نور ټپیان دي.
امان الله کامراني د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه نیمې بجې افغان او بهرنیو ځواکونو دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و چې دا پېښه رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي، کله چې له غونډې څخه وروسته تیاره پورته کېږي، نو د ګودام له سره د ملي اردو دوه سرتېري پر دوی ډزې کوي.
په برید کې د درېیمې پلې لوا قوماندان وژل شوی، د هغه ساتونکی ټپي شوی، خو د دې ترڅنګ درې تنه بهرني سرتېري چې تر اوسه یې د وضعیت په اړه معلومات نشته، هم ویشتل شوي دي.
کامراني وايي، وروسته د بلې الوتکې له لوري د ګودام پر عسکرو برید کېږي چې دغه دوه تنه په کې وژل شوي دي.
کامراني وايي، کیدی شي چې په دغه برید کې نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو کره معلومات لا نه دي ورکول شوي.
بل لوري ته وسله وال طالبان د دغې پېښې مسؤلیت مني او وايي چې دغه برید د دوی یوه نفوذي کس ترسره کړی دی.
ذبیح الله مجاهد په دې اړه رسنیو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې په دغه برید کې یې ۴ امریکايي سرتېرې، ۲ کومانډویان او د پلې لوا قوماندان وژلي دي.
