مولانا صوفي محمد د ۹۴ کلنۍ په عمر مړ شو
د صوفي محمد د کورنۍ غړو تأیید کړه چې هغه نن د پنجشنبې په ورځ په پیښور کې مړ شو او د ورځې په وروستیو کې به خاورو ته وسپارل شي.
نوموړی په ۲۰۰۹ میلادي کال وروسته له هغې چې له افغانستانه بېرته پاکستان ته ستنېده ونیول شو او د جرمونو د څو مواردو پر اساس په بند محکوم شو.
نوموړی تېر کال د روغتیایي دلایلو له امله له بنده خوشې شو.
د امریکا متحدو ایالاتونو او افغانستان تل پاکستان سخت دریځو ته په پناه ورکولو تورن کړی، خو اسلام آباد دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا هېواد په خپله په کوردننه د ټوکیدلې سخت دریځۍ قرباني دی.
