عمران خان: طالبان ښايي ژر کابل کې د امریکايي پوهنتون استادان خوشې کړي
خان دا خبره په واشنګتن کې کړې ده.
هغه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ویلي چې اسلاماباد به ډېر ژر د امریکايي استاد کیوین کېنګ او اسټرالیايي استاد تیموتي وېکس په اړه ښه خبرونه ولري.
په کابل کې امریکايي پوهنتون له دې مخکې ټینګار کړی و چې دا استادانیې باید خوشې کړای شي.
