اسرائیلو د سوریې د پوځ او ملاتړو ځواکونو پر مرکزونو برید کړی
د سوریې د دولتي خبرې اژانس سانا د خبر له مخې اسرائیل دغه حمله د تل الحرا په سیمه کې کړې ده.
د خبر له مخې په دغه برید کې دغو مرکزونو ته مالي زیانونه اوښتي.
په لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو ډلې هم د اسرائیل لهخوا د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې په درعا او څنګلوري ولایت کې دوه سیمې اسرائیل په نښه کړې وې.
دغې ډلې په دغو بریدونو کې د تلفاتو خبره کړې، خو په دې اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړي.
د اسرائیل پوځ تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.
