محمد جان له ډېرو هیلو سره د خاورو لاندې شو
۲۵کلن محمد جان چې د کندهار د قبایلو چارو په ریاست کې مأمور وو د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندهار پر امنیه قوماندانۍ د وسلهوالو طالبانو د حملې پر مهال ووژل شو .محمد جان د خپلې کورنۍ یوازنی سرپرست و.د محمد جان مور د هغه د وژل کېدو کیسه داسې کوي.
