په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د روانو حالاتو دوام ته سخت اندېښمن دي.
یو شمېر کابل مېشتي خبریالان وایي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی دی. دوی وايي، خبریالان اوس په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریال ذبیحالله جهانمل وايي: "د طالبانو له راتګ سره اوس یو شمېر رسنۍ نهشي کولای د اطلاعاتو ترلاسه کولو لپاره ساحې ته لاړ شي، په ډېرو مواردو کې موږ ولیدل چې خبریالان نهپرېښودل کېږي ان تر دې چې وهل کېږي او وسایلیې ترې واخیستل... Читать дальше...
که څه هم طالبانو د خپلې واکمنۍ د ټینګېدو په لومړیو ورځو کې عمومي بخښنه اعلان کړې، خو په غور ولایت کې د یوې پخوانۍ ښځینه پولیسې او په کابل کې د یو دیني عالم وژل کېدو ګڼې پوښتنې پیدا کړې دي.
د دغو کسانو خپلوان د دوی د قاتل عاملین طالبان بولي، خو طالبان بیا دا ادعا ردوي.
غور کې د پخوانۍ پولیسې افسرې نګار زوی محمد حنیف وایي مور یې د ده د سترګو پر وړاندې ناپېژانده وسلهوالو ووژله.
محمد حنیف وایي د جمعې په شپهیې درې وسلهوال کسان کور ته ورغلي او اومېندواره مور یې د دوی تر مخې په ډزو وژلې ده. Читать дальше...
ایران نن اعلان وکړ چې د دې هېواد د اټمي لانجې د حل په مقصد خبرو ته به دوام ورکړي.
له دې یوه ورځ مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او فرانسوي سیالیې امانوئل مکرون په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د ایران د اټمي لانجې د حل لپاره د خبرو په اړه چې په اپرېل میاشت کې په ویانا کې پیل شوې دي، بحث وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده نن خبریالانو ته وویل چې قطعاً به دې خبرو ته ډېر ژر دوام ورکړي، خو دا جزئیاتیې روښانه نهکړل چې د ولسمشر رئیسي لهخوا ټاکل شوی ټیم به څه وخت دا خبرې پیل کړي. ... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د صحتمندۍ په نوم د یوې روغتیايي پروژې د بودجې بندېدل به په افغانستان کې څه باندې ۲،۰۰۰ روغتيايي مرکزونه د بندېدو له خطر سره مخامخ کړي.
«WHO» په یوه راپور کې چې نن د وږې په ۱۵مه یې پر خپله رسمي وېبپاڼه خپور کړی، د صحتمندۍ پروژه په افغانستان کې د صحي مرستو یوازنی امکان بللی، خو وايي چې د دې پروژې بودجه له اګسټ میاشتې راهیسې بنده شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د دې پروژې له لارې، شااوخوا ۲۰ زره روغتیاپالان د ټول افغانستان په کچه د څه باندې ۲،۳۰۰ صحي مرکزونو له لارې خلکو ته صحي خدمات رسوي. Читать дальше...
په مزار شریف کې نن یو شمېر ښځو د یوې اعتراضیه مظاهرې پر مهال په نوي حکومت کې چې طالبان وايي، ډېر ژر به اعلان شي، د مشارکت غوښتنه کړې.
د لسګونه ښځو په ګډون د دې مظاهرې یوې تنظیموونکې شکریې رحیمي ازادي راډیو ته د خپل هدف په اړه وویل: "په دې حساس وخت کې چې د حکومت جوړول په پام کې دي، باید خپل غږ اوچت کړو، څو هغه کسان چې راتلونکی حکومت او قوانین جوړوي، له نارینهوو سره د انډول انسان په توګه زموږ فردي، ټولنیز او مدني حقوق او ازادي رعایت کړي."
مېرمن رحیمي ادعا وکړه چې خبریالانو ته د دوی د مظاهرو له... Читать дальше...
د طالبانو د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود وايي، د طالبانو پر ضد مبارزې ته به دوام ورکړي.
احمد مسعود په یوه غږیز پیغام کې چې پر خپله فېسبوک پاڼهیې له نامعلوم ځایه خپور کړی ویلي دي چې د ده تر مشرۍ لاندې د ملي مقاومت جبهه به هم د جګړې او هم په سیاسي ډګر کې له مبارزو سره ملګرې وي.
ښاغلی مسعود زیاتوي: "موږ له خپلو هېوادوالو سره که د هندوکش، پنجشېر او اندراب په جغرافیه کې د مقاومت په لیکو کې حاضر دي او کهیې زموږ د باعزته خویندو په څېر په هرات او کابل کې د عدالت غوښتنې غږ اوچت کړی، له تاسو سره یو."... Читать дальше...
د امریکا حکومت د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې مشر انتوني فاوچي وایي، مسؤل چارواکي به ډېر ژر د 'کووېډ-۱۹' پر ضد د فایزر او بایو اېن ټېک واکسین درېیم یا تقویتي ډوز ته هم اجازه ورکړي.
ښاغلي فاوچي ویلي چې د دې واکسین د درېیم ډوز تطبیق ښایي د روانې میاشتې په وروستیو کې پیل شي. د امریکا روغتیايي چارواکو د اګسټ په ۱۸مه وویل چې د دوی د څېړنو له مخې د فایزر او بایو اېن ټېک واکسینونو اغېز د وخت په تېرېدو سره راکمېږي.
ښاغلي فاوچي ټینګار وکړ چې د دواړو واکسینونو تقویتي ستنې به خوندي وي، خو ده... Читать дальше...
ایران پر پنجشېر د طالبانو د تېرې شپې حملې په کلکه غندلي او وايي، له دې ولایت څخه رارسېدلي خبرونه د اندېښنې وړ دي.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده نن په تهران کې په یوه خبري غونډه کې په پنجشېر کې د طالبانو او د مخالفې مقاومت جبهې جګړو ته اشاره وکړه او ویېویل چې د افغانستان د رهبرانو وژنه د خواشینۍ وړ ده.
هغه په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه.
خطیبزاده د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نهکړ، خو د احمد مسعود په مشرۍ جبهې... Читать дальше...
طالبان وايي چې ډېر ژر به نوی حکومت اعلان کړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د نوي حکومت څرنګوالی به وروسته معلوم شي، خو ښاغلي مجاهد اټکل وکړ چې نوي چارواکي به د سرپرستانو په توګه وګومارل شي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: "موږ به تر هغه صبر وکړو چې حکومت اعلان شي بیا به معلومه شي چې بڼه بهیې څه ډول وي، خو یوې بلې خبرې ته هم باید پاملرنه وکړو چې زما وړاندوینه دا ده چې نوی حکومت به د اوس لپاره د سرپرستۍ په بڼه خپل کار پر مخ بوځي د دې لپاره چې د تغییراتو او اصلاحاتو... Читать дальше...
له اووه ورځو جګړې وروسته طالبان وايي، پنجشېر یې نیولی دی. هغه ادعا چې د دوی مخالفه د مقاومت جبههیې ردوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۵» رسنیو ته وویل، له پرون مازدیګر یې د پنجشېر ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او نن سهار یې ځواکونه د ولایت مقام ته دننه شول.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: "موږ هڅه وکړه چې د سولهییزې لارې دا ستونزه حل کړو، خو متأسفانه ونهشول. افغانان حق لري چې د خپلې جغرافیې د امنیت لپاره چېرې چې تهدید وي، لهمنځه یې یوسي. دا په ټوله نړۍ کې کېږي،... Читать дальше...
په افغانستان کې د اوبلن ګازو یو شمېر سوداګر د هېواد په لویو لارو کې د دوی د ټانکرونو له نهخوندیتوب او د غیر قانوني پیسو اخیستو له امله اندېښمن دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره په ناسته کې نن دوشنبه (د وږې په ۱۵مه) یو شمېر سوداګرو او د اوبلن ګازو واردوونکو شکایت وکړ چې لا هم په لویو لارو کې ترې غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي او ټانکرونهیې خوندي نهدي.
سوداګر د نظام بدلون، په وارداتو کې ستونزې، د اسعارو بیې لوړوالی د اوبلن ګازو د بیې د لوړوالي له اساسې لاملونو یاد کړل.
... Читать дальше...
په کابل کې د اسعارو د لوی مارکېټ شهزاده سرای په پرانیستل کېدو سره صرافان د بانکونو لهخوا د پیسو له محدودیت سره مخ دي.
د دغه مارکېټ مرستیال حاجي دادګل نن دوشنبه (د وږې په ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، بانکونو صرافانو ته په اوونۍ کې د ۵ سلنه ډالرو او ۲۰ سلنه افغانیو د ورکړې ژمنه کړې چې دا د صرافانو ستونزې نههواروي.
نوموړي وویل که څه هم سرای شهزاده بېرته په نورمال ډول خپل کارونه پیل کړي، خو د بانکونو په اجراأتو کې خنډونه او ټکني حالت اکثره صرافان له ستونزو سره مخ کړي.
تر دې وړاندې عامو خلکو هم... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن په قطر کې د دې هېواد له چارواکو سره وګوري او مننه به ترې وکړي چې له افغانستانهیې د خلکو په ایستلو کې ورسره مرسته کړې ده.
قطر له افغانستانه د امریکایانو او افغانانو په ایستلو کې چې بهیر یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت په وروستي پړاو کې د کابل له هوایي ډګره په الوتنو کې ترسره شو، مهم رول لوبولی دی.
په قطر کې د امریکا پوځي اډه د ټولو هغو کسانو چې د امریکا په پوځي الوتکو کې له افغانستانه ایستل شوي، د نږدې نیمایي برخې کوربنه وه. Читать дальше...
طالبان وایي، پنجشېر ولایتیې په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راووست. هغه ولایت چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د مقاومت د ملي جبهې په نوم ډلې په کنټرول کې و.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه بیان کې وویل چې په دې بري سره افغانستان په بشپړ ډول له جنګ جګړو څخه راووت.
ښاغلي مجاهد په دغه بیان کې د پنجشېر ولس ته ډاډ ورکړی چې په هېڅ ډول به ورسره توپیري چلند نهکېږي او په ګډه به د یوه هېواد او یوه هدف لپاره سره خدمت کوي.
خو د مقاومت د ملي جبهې یوه ویاند علي میثم نظري د طالبانو... Читать дальше...
په غور کې د یوې پخوانۍ ښځینه پولیسې وژل کېدو غبرګونونه راپارولي دي او له وژل کېدو وروسته صحنهیې ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي.
دا مېرمن چې کورنۍ یې ویلي، اومېندواره هم وه، وړمه شپه په غور کې د نامعلومه کسانو لهخوا په ډزو وژل شوې ده.
د نګار په نوم د وژل شوې پخوانۍ پولیسې د کاکا زوی پیر محمد ازادي راډیو ته ویلي چې درې کسانو دا مېرمن له پولیسو سره د همکارۍ په تور په ډزو ووژله.
د غور لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مسؤل نېک محمد حذیفه ازادي راډیو ته ویلي، دوی په دې تړاو دوه تنه نیولي او پلټنې یې ترې پیل کړې دي. Читать дальше...
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي افغانستان ته د همکاریو او مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
مارتڼ ګرفتس او ورسره مل پلاوي یې دا ډاډ پرون کابل کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ته د لیدو کتو پر مهال ورکړی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر ټویټر لیکلي، دواړو لورو پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې سره کتلي دي.
د نعیم په وینا، د ملګرو ملتونو دغه استازي ویلي، د مرستندویه هېوادونو په راتلونکې ناسته کې به افغانستان ته د لازیاتو مرستو د جلبولو هڅه وکړي.
په پنجشېر کې د طالبانو په ضد د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي له طالبانو سره جګړه کې وژل شوی دی.
د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې پر خپله فېسبوک پاڼه د ښاغلي دشتي د وژنې خبر تأیید کړی او هغهیې یو ښه خبریال او د خبریالانو ملاتړی یاد کړی دی.
دشتي له تېرو شااوخوا درېیو لسیزو راهیسې د خبریالۍ دنده مخته وړله او څو کلونه د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې اجرایي مشر هم پاته شوی دی.
ښاغلي دشتي ته یو شمېر نږدې خبریالانو او د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو هم تېر ماخوستن د هغه د وژلو خبرونه خپاره کړل.
طالبان وایي، دوی کابل کې د یوه مشهور دیني عالم عبیدالله متوکل او د هغه د یوه شاګرد په وژلو کې لاس نهلري.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی متوکل او شاګرد یې څو ورځې وړاندې اختطاف شوي وو چې پرونیې جسدونه وموندل شول.
په اعلامیه کې دا کار د "شریرې" کړۍ کار بلل شوی چې د طالبانو په باور د تفرقې اچولو په هدفیې ترسره کړی دی.
طالبان وایي، استخباراتو یې د پېښې د عاملانو د نیولو هڅې پیل کړې دي.
د عبیدالله متوکل کورنۍ رسنیو ته ویلي، د هغه جسد یې سر پرې کړی موندلی دی.
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وایي، هېواد یې باید له طالبانو سره د هغو افغانانو د ایستلو په تړاو خبرې وکړي چې له دوی سرهیې کار کړی دی.
مېرکل پرون یکشنبه خبریالانو ته وویل دوی له طالبانو سره پر دې خبرې کوي چې څنګه خپل همکاران په خوندي ډول له افغانستانه وباسي.
د جرمني صدراعظمې ویلي، هېواد یې غواړي له هغو نړیوالو بشرپالو سازمانونو سره هم مرسته وکړي چې د افغانستان دننه د بشري مرستو د همغږۍ چارې مخته وړي.
له دې وړاندې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل هم ویلي و چې د طالبانو له جوړېدونکي... Читать дальше...
د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) وایي، د هغو افغانانو په وړاندې د اروپایي ټولنې چلند ورته د منلو نهدی چې د طالبانو له ولکې تښتېدلي او اروپا کې د ښه ژوند په لټه کې دي.
د دغه سازمان په تازه راپور کې چې پرون خپور شو راغلي، اروپایي ټولنې کډوالو سره د همدردۍ پر ځای، هغوی ته ویلي چې د غو هېوادونو کې دې د پناه اخیستو سوچ هم نهکوي.
هیومن رایټس واچ خپل راپور کې د اروپایي ټولنې هغې غونډې ته هم اشاره کړې چې د اګسټ په ۳۱مه ترسره شوې ده.
راپور کې راغلي، دې غونډه کې د اتریش، ډنمارک او... Читать дальше...
د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر د یوه درې ورځني سفر په مخه افغانستان ته رسېدلی دی.
پیټر مورېر به د دې سفر په ترڅ کې د روغتیایي ادارو، له جګړو او ناروغیو د زیانمنو شویو د لاسنیوي له مرکزونو لېدنه وکړي او هم به له خپلو همکارانو سره وګوري.
پیټر افغانستان ته له رسېدو مخکې ویلي: "زه به د سره صلیب فعالیتونه وڅارم او هم به له افغانانو سره خبرې وکړم چې د هغوی لنډمهالي، متوسط او اوږدمهاله غوښتنې څه دي. له چارواکو سره به هم غږېږم څو دا یقیني شي چې دوه اړخیز، بېپرې او خپلواک بشري عمل به زموږ د کار اساس جوړوي... Читать дальше...
طالبان وایي، په پنجشېر کې د دوی مخالفانو د خبرو لپاره ورکړل شوی فرصت ضایع کړ او اوس د دوی په باور د خبرو وخت تېر شوی دی.
دوی وایي، اوس د خبرو فرصت لهمنځه تللی او غواړي چې د پنجشېر مسئله په" قاطع" ډول حل کړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی نهغواړي چې افغانستان کې د دوی ترڅنګ د واک یوه بله جزیره هم موجوده وي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: "اوس د خبرو او مذاکراتو وخت تېر شوی دی، موږ غواړو چې اقدام وکړو، نهغواړو چې په هېواد کې مو یو جلا ځای وي او د هېواد لپاره ستونزه او جزیره... Читать дальше...
مېل انلاین (Mail Online)
د بریتانیا انټرنټي خپرونې مېل انلاین پرون یکشنبه په پنجشېر ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د پرمختګ او د یوه امریکايي جنرال د خبرداري په باب لیکنه خپره کړې ده.
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي خبرداری ورکړی چې افغانستان ښايي له کورنۍ جګړې سره مخامخ وي چې دا به د ترورېزم بیا ټوکېدو ته ډېره زمینه برابره کړي.
ښاغلي ميلي په دې اړه هم شک څرګند کړ چې طالبان به چې هڅه کوي له چریکي ځواک څخه په یوه حکومت بدل شي، خپل قدرت ټینګ وساتلی شي.
وسلهوال طالبان چې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Чья компания сильнее всех?
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Теннисист Медведев потеряет место в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Более 600 деревьев высадили в дендропарке Ногинска
Путин в России и мире
Москва
Кадыров встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Игорь Бутман
Бутман и Агутин выступят на фестивале «Ангара-джаз» в Иркутске
Москва
"Победа" не собирается прекращать выполнять зарубежные рейсы
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net