Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2021

Новости за 18.09.2021

جلالي: افغانستان د امپراتوریو هدیره نه، د جګړې قرباني دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د واشنګټن په ملي-دفاعي پوهنتون کې استاد، علي احمد جلالي په دې باور دی، چې طالبان که غواړي د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي، په خپل لیدلوري کې دې بدلون راولي. ښاغلي جلالي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د ځینو انګېرنو خلاف، افغانستان د «امپراتوریو هدیره» نه، بلکې د امپراتوریو د جګړې قرباني دی. احمد تکل له ښاغلي جلالي سره پر سکایپ خبرې کړي

عمران خان طالبانو سره د یوه ټول­ شموله حکومت په اړه خبرې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم وايي، له طالبانو سره یې د یوه ټول­ شموله حکومت په اړه چې تاجکان، هزاره او ازبکان په کې حضور ولري، خبرې پیل کړي دي. عمران خان نن په خپل ټویټر کې لیکلي، دغه خبرې یې به دوشنبې کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنې او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر تفصیلي بحث وروسته پیل کړي دي. ده زیاته کړې د څلورو لسیزو تر جګړو وروسته د حکومت ټول شموله اوسېدل په افغانستان کې له سولې او ثبات سره چې د عمران خان په خبره د سیمې په ګټه دی، مرسته کوي. د پاکستان صدراعظم... Читать дальше...

د قزاقستان پولیسو لږ تر لږه ۶ فعالان د اعتراض پرمهال نیولي

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان پولیسو لږ تر لږه شپږ فعالان د هغه اعتراض پرمهال ونیول چې د قزاقستان د ډموکراتیک ګوند په نوم د ناراجسټر شوي سازمان له خوا تنظیم شوی و. په لسګونو کسانو په جنوب ختیځ ښار الماتې کې په لاریون کې برخه واخیسته او د پخواني مستبد ولسمشر نورسلطان نظربایف پرضد یې شعارونه ورکړل. ګومان کېږي چې نظربایف اوس هم د پردې تر شا دغه هېواد کنټرولوي. اعتراض کوونکو د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او د حکومت هغه پلان یې وغانده چې غواړي د ځینو حکومتي سیسټمونو د ډجیټل کولو لپاره له یوې روسۍ کمپنۍ کار واخلي. Читать дальше...



پنټاګون په کابل کې د ۱۰ ملکي وګړو د وژنې له امله بښنه غوښتې ده

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي، چې یوې څیړنې ثابته کړې چې شاوخوا یوه میاشت مخکې په کابل کې د امریکايي ځواکونو د هوایي برید قربانیان ملکي وګړي وه. د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندي قوماندان جنرال مک کینزي د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې غلطۍ او "غمیزې" مسوولیت مني. هغه د قربانیانو خپلوانو ته خپله خواخوږي وړاندې کړه او ویې ویل چې هغه د دې لپاره "په کلکه بښنه غواړي" د اګست په ۲۹ مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه پر یوه کور هوايي برید د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل.

د هایتي زرګونه پناه غوښتونکي د امریکا تکزاس ایالت کې راغونډ شوي

Pa.azadiradio.com 

د هایتي په زرګونو پناه غوښتونکي د امریکا د متحدو ایالاتونو د تکزاس ایالت په یوه کوچني سرحدي ښارګوټي کې تر یوه پله لاندې راغونډ شوي دي. دا موضوع د ولسمشر جو بایډن د د مهاجرت پالیسیو لپاره یو ازمېښت ګڼل کېږي. تر پرون پورې د هغو پناه غوښتونکو شمېر تر لسو زرو واوښت چې په ديل ریو ښارګوټي کې تر یوه پله لاندې راغونډ شوي دي. د امریکا د ګمرکونو او سرحدي خوندیتوب ادارې او محلي چارواکو ویلي چې اټکل کېږي په را روانو ورځو کې به په زرګونو نور کسان همدغه ځای ته ورسېږي. هغه مقررات چې د ۲۰۲۰میلادي کال په... Читать дальше...

په روسیه کې نن هم پارلماني ټاکنې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې نن هم خلک په پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د رایې ورکولو مرکزونو ته روان دي. د دغو درې ورځنیو ټاکنو پرمهال د ټلګرام په څېر مشهور اپلېکېشن، د چټ کولو ټولې برخې ځنډولي، چې په روسیه کې د انتخاباتي کمپاین لپاره کار ورڅخه اخیستل کېده. دا د سیاسي اپوزیسیون د زنداني شوي مشر الکسي ناوالنۍ لپاره یو ګوزار ګڼل کېږي چې د رایې ورکولو ځیرک اپلکېشنونه یې مخکې د اپل او ګوګل له سټورونو لېرې کړای شول. له دغو اپلکېشنونو د ټاکنو د لارښوونې لپاره کار اخیستل کېده. د متحدې روسیې ګوند چې کرملین یې ملاتړ کوي، تمه لري چې دغه پارلماني ټاکنې وګټي.

د پرمختللي ژوند په لټه کې کابل ته راکډه شوي کډوال بېرته خپلو مېنو ته ستېږي

Pa.azadiradio.com 

په تېرو شلو کلونو کې د ناامنیو، روزګار پيدا کولو، تعلیم، ښاري ژوند او اسانتیاوو ته د لاس رسي په لټه له ولایتونو کابل ته را کډه شوي، بېرته خپل اصلي مېنو ته ستنېږي. دوی چې زیاتره یې د پخواني دولت کارکوونکي دي وايي، د څو میاشتو تنخوا یې نه ده اخیستې، کار او بار نشته، اقتصادي ستونزې زیاتې دي او خپل راتلونکې ته سخت اندېښمن دي. له دې ډلې احمدا وایي:"دولتي کارکوونکی یم، له بده مرغه له څو میاشتو راهیسې مې معاش نه دی اخیستی، کوم کور مې چې په کرایه نیولی و، کرایه یې رانه غوښته، له کومو دوکانونو چې موږ... Читать дальше...

په افغانستان کې ښوونځي او دارالعلمونه یوازې د هلکانو پر مخ پرانېستل شول

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له اته میاشتني ځنډ وروسته ښوونځي پرانیستل شول. ‎د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې خپره کړې خبرپاڼې سره اعلان کړی چې سر له نن شنبه دې ټول نارینه زده کوونکي او ښوونکي بېرته خپلو ښوونځیو ته حاضر شي. ‎په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د وږي میاشتې له ۲۷مې نېټې په ټول هېواد کې د نارینه وو رسمي مدرسې او دارلعلومونه دې بېرته پرانیستل شي او تدریس دې بېرته په کې پیل شي. ‎د طالبانو دې اعلان یو شمېر کابل ښاریان او د ښځینه وو زده کوونکو کورنۍ اندېښمنې کړي دي. ‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې د کابل اوسېدونکې او... Читать дальше...



د ښځو چارو وزارت د نوم بدلون او په اړه یې غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د ښځو چارو وزارت نوم په "دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر" بدلولو په کابل کې  غبرګونونه را پارولي دي. په دې وزارت کې ځینو پخوانیو ښځینه کارکوونکو چې په دې اداره کې یې کلونه کلونه کار کړی، دا اقدام د ښځو حقونه تر پښو لاندې کول او  له ټولنې د مېرمنو حذف کول ګڼي. د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "نن زموږ بحث د افغانستان د مېرمنو بحث دی چې د نفوس نیمایي برخه جوړوي. هغه مېرمنې چې کلونه کلونه یې مبارزه کړې، تعلیم یې کړی او لوړې زده کړې... Читать дальше...

جلال اباد کې ۳ او کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، په جلال اباد کې درېیو او په کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان وژلي او شا و خوا ۲۰ کسان ټپیان کړي دي. په ننګرهار کې یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د جلال اباد په بېلابېلو برخو کې دغه چاودنې، د طالبانو پر رنجر موټرو د سړک غاړې ماینونو له کبله شوي دي. سرچینه وايي، په چاودنو کې درې ملکیان وژل شوي او په ټپیانو کې طالبان هم شامل دي. په ننګرهار کې د طالبانو ادارې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او د دغو پېښو مسوولیت هم چا نه دی منلی. بل خوا نن د کابل په دیارلسمه... Читать дальше...

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا یو بیان 'لومړی مثبت ګام" وباله

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالاتونو ومنله چې تېره میاشت په کابل کې د دوی د پوځ په یوه هوايي حمله کې لس ملکیان وژل شوي، د بښنې نړیوال سازمان د امریکا دغه بیان 'لومړی مثبت ګام" وباله. په دغه سازمان کې د کړکېچ د چارو مخکښ سلاکار، براین کسټ­نر وویل، هغه کسان باید په یوه عادلانه محاکمه کې مجازات شي چې د دې پېښې مسوول دي. د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، جنرال کېنټ مککنزي  د جمعې په ورځ وویل، د اګسټ پر ۲۹مه د کابل هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د پوځ د بې پېلوټه الوتکې حمله یوه تېروتنه وه... Читать дальше...

ایران: افغانستان سره پر پوله د داعش ظهور ته اجازه نه ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر وايي، هېواد یې له افغانستان سره پر پوله د داعش ډلې ظهور ته اجازه نه ورکوي. ابراهیم رئیسي دا خبرداری نن شنبه تاجکستان ته د خپل سفر په پای کې د خبرو پر مهال ورکړ: "په افغانستان کې د داعش حضور نه یوازې افغانستان، بلکې سیمې ته هم خطرناک دی. موږ په هېڅ ډول نه شو منلی چې تروریستي جریان او داعش زموږ د پولې په اوږدو کې ځای پرځای شي،  نورو هېوادونو، سیمې یا هم افغانستان ته ضربه ورکړي."  له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، طالبانو څه باندې میاشت مخکې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه. Читать дальше...

د روسیې د پارلماني ټاکنو په دویمه ورځ د پراخو درغلیو ادعاوې شوي

Pa.azadiradio.com 

نن د روسیې د پارلماني ټاکنو په دویمه ورځ د پراخو درغلیو ادعاوې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له ټلګرامه د زنداني شوي سیاسي مشر، الکسي ناوالنۍ د ځیرکې رایې اچونې برخه ورکه شوه. د اپل او ګوګل له سټورونو هم د ناوالنۍ اړوند ځیرک اپلکېشنونه چې د رایو لپاره کارول کېدل، لېرې کړای شوي دي. اټکل کېږي چې د روسیې واکمن ګوند متحده روسیه چې کرملین یې ملاتړ کوي، په دغو ټاکنو کې چې درې ورځې دوام کوي، ډېرې رایې وګټي. د ګولوس په نوم د ټاکنو د څارنې خپلواک بنسټ پرون د ټاکنو په لومړۍ ورځ د ۲۰۰۰ سرغړونو موارد ثبت کړي وو چې ښیي رایې په پیسو رانیول شوي دي.

د مالیې وزارت: ټولو دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ماليې وزارت په يوې اعلاميه کې ټولو دولتي کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې مياشتنی معاش به يې په منظم ډول ورکول کېږي. د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دولتي کارکوونکو د معاشاتو د اجراء په پروسه کې چې ځينې تخنيکې ستونزې رامنځته شوې وې، د دې وزارت په پوره هڅو سره د له منځه تلو په حال کې دي. د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برخه کې د اړوند ادارو سره په جدي ډول د دې مسالې د ژر حل کېدو په تړاو هڅې روانې دي. نوموړي وزارت ټول دولتي کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې خپلو دندو ته دې په ورځني ډول حاضره اوسي.

د کرنې وزارت او خوړو نړیوال پروګرام له ۲۵۰ کورنیو سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د خوړو نړيوال پروګرام «WFP» سره په همغږۍ له ۲۵۰ بې وزله کورنيو سره مرسته کوي. د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د پروان او کاپيسا ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې به پر ۲۵۰ بې وزله کورنيو چې بزګران او اړمنې کورنۍ دي اصلاح شوي تخمونه، د شېدو اوزې او د هګيو چرګان ووېشي. د دې وزارت له قوله ويل شوي چې دغه مرستې به د روانې میاشتې په لړ کې اړمنو کورنيو ته ورسېږي. د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دا د بزګرانو له اړمنو کورنيو... Читать дальше...

قطر ته له کابله ۱۷۰ کسان په چارتر الوتکه کې ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د قطري چارواکو په وینا له کابله ۱۷۰کسان پرون په چارتر الوتکه کې قطر ته ورسېدل. د رویټرز اژانس د راپور له مخې په دوی کې د یو شمېر افغانانو ترڅنګ د متحد ایالاتونو، بلجیم، بریتانیا، کروایشیا، جرمني، هالنډ او ایټالیا اتباع شامل دي. د امریکا حکومت د اګسټ په وروستیو دوو اونیو کې شااوخوا یو سل او څلوېښت زره کسان له افغانستانه وایستل او بیا یې دا ماموریت داګسټ په ۳۱مه پای ته ورساوه. له دې نېټې را وروسته دا درېیمه چارتر الوتکه ده چې له افغانستانه خلک بهر ته وړي. قطر له طالبانو سره دا موافقه کړې ده... Читать дальше...

طالبانو د ښځو وزارت په 'امربالمعروف او نهی عن المنکر' باندې بدل کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ښځو چارو وزارت د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف او نهي عن المنکر په وزارت بدل کړ.  رویټرز اژانس خبر ورکړ چې په کابل کې د ښځو چارو د وزارت پر ودانۍ د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت لوحه نصب شوې ده.  بل لور ته د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې له هلکانو غوښتې دي چې سر له ننه ښوونځيو ته ولاړ شي.   په دې خبرپاڼه کې ښوونځيو ته د نجونو د تګ خبره نه ده یاده شوې او دا نه ده څرګنده چې نجونې به کله ښوونځيو ته ځي.  د نوېیمې میلادي لسیزې په دوهمه نیمایي کې د... Читать дальше...

د الجزایر پخوانی ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه د ۸۴ کلنۍ په عمر ومړ

Pa.azadiradio.com 

د الجزایر پخوانی ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه د څلور اتیا کلونو په عمر ومړ.  د الجزایر دولتي تلویزیون پرون دا خبر ورکړ.  بوتفلیقه په ۱۹۹۹م کال کې د الجزایر ولسمشر شو او شل کاله وروسته پراخو مظاهرو اړ کړ چې استعفی وکړي.

ملګري ملتونه: طالبان دې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو امنیت شورا په خپل پریکړه لېک کې له طالبانو وغوښتل چې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي. داسې حکومت چې پکې د ښځو بشپړ، مساوي او معناداره ګډون خوندي شوی وي او بشري حقونه تر پښو لاندې شوې نه وي.  امنیت شورا دا پریکړه لېک پرون په غوڅ اکثریت تصویب کړ او پکې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتو سیاسي ماموریت، یوناما د شپږو نورو میاشتو په مخه تمدید کړ.  د امنیت شورا پنځلس غړیو په دې ډول طالبانو ته دا ښکاره پیغام ورکړ چې د دوی کارونه به له نژدې څاري.


Музыкальные новости
Полина Гагарина

Актриса Самбурская заступилась за сыгравшую в «Красных линиях» певицу Гагарину





Персональные новости
Владимир Путин

Кадыров пригласил Путина посетить Чечню





ډفینس پوسټ: طالبان خپلو لیکو کې د سولې ساتلو له سختې ازموینې سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا نېشنل پوسټ ورځپاڼه د کاناډا نېشنل پوسټ ورځپاڼې د یوه کاناډايي په اړه چې په افغانستان کې یې کلونه کار کړی، لیکنه خپره کړې ده.  دا کاناډايي مټ انډرسن نومېږي چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د بیارغونې په یوه ډله کې یې په کندهار کې کار کړی دی.  انډرسن په وروستۍ یوه میاشت کې په دې خوابدی دی چې د افغانستان حکومت وپرزېده. دی د هغو کارونو یادونه کوي چې په کندهار کې یې خلکو ته کړي او وايي، ماشومانو ته یې قلمونه او کتابچې ورکولې.  دی وايي، خوابدي یې په دې ده چې له هغو خلکو سره چې ده لیدلي او کار یې ورته کړی، یو ډول ارتباط لري. Читать дальше...

جنرال مککنزي کابل کې د لسو ملکیانو د وژنې په خاطر بښنه وغوښته

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ مککنزي په کابل کې د لسو ملکیانو د وژنې په خاطر بښنه وغوښته. جنرال مککنزي بېګا په یوه ټلوېزیوني پيغام کې تایید کړه چې د امریکا له خوا د اګسټ په ۲۹مه نېټه په کابل کې په یوه برید سره لس ملکیان وژل شوي: "تر لسو پورې ملکیان چې په کې اوه تنه ماشومان هم شامل وو، په هغه تراژیک برید کې ووژل شول. سربېره پردې موږ ته اوس جوته شوه چې دا لرې خبره ده چې موټر او هغه کسان چې وژل شوي له داعش خراسان څانګې سره کومه تړاو لرلی وي یا یې امریکا ته مستقیم ګواښ پېښ کړی وي. Читать дальше...

د هند صدراعظم: د افغانستان تحولاتو د سیمې ننګونې لا را برسېرې کړې

Pa.azadiradio.com 

د هند صدراعظم نارېندر مودي وايي، د افغانستان وروستیو تحولاتو د امنیت او سولې په څېر د سیمې لویې ننګونې لا را برسېرې کړې. مودي دا خبرې پرون جمعه (د وږي ۲۶مه) د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه وکړې. مودي زیاته کړه: "زه باور لرم چي د دې سیمې لویې ننګونې له سولې، امنیت او د باور په کموالي تړلي دي. لوی علت یې هم د تُندلارۍ زیاتېدل دي. د افغانستان وروستیو تحولاتو دا ننګونې لا را واضحې کړې. شانګهای سازمان باید په دې موضوع د یوه لومړیتوب په څېر کار وکړي." ... Читать дальше...

شېرمحمد: ارزګان کې یو پخوانی امنیتي منسوب وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې یو پخوانی امنیتي منسوب وژل شوی او یو بل پخوانی قوماندان ټپي دی. د وژل شوي او ټپي د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه دا کسان هدف ګرځولي. د ټپي شاولي قوماندان د کورنۍ نږدې غړي شېرمحمد ازادي راډیو ته وویل: "دواړه د پوستي قوماندانان وو، طالبان وايي، موږ عمومي عفوه کړې دا څنګه عفوه ده؟ دوی تېره شپه د کوره راوتل طالبانو برید پرې کړی او یو چې شاولي نومېږي، زما ماما دی ټپي دی او بل نعمت الله نومېږي وژل شوی دی." پر ارزګان ولایت واکمن طالب مشران په دې اړه نا خبري ښيي. Читать дальше...

د افغانستان نولس کلنو کرکټ ټيم بنګله دیش ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

تر درېیو پرله پسې ماتو وروسته د افغانستان نولس کلنو کرکټ ټيم بنګله دیش ته ماته ورکړه. د دغو ټیمونو تر منځ څلورمه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره لوبه پرون د بنګله دیش په سیلهټ سټډيوم کې وشوه چې په کې افغان ټیم ۲۱۰ منډې وکړې او په ځواب کې یې ټول بنګله دیشي لوبغاړي په ۱۹۱ منډو وسوځېدل. د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان له نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلې د بنګله دیش نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلې ته په پنځوس اووریزه سیالۍ کې د نولسو منډو په توپیر ماته ورکړه. ټاکل شوې راتلونکې... Читать дальше...

د هالنډ دفاع وزیرې د ځینو افغانانو په تړاو استعفی ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ دفاع وزیرې هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو په تړاو د پڅ کار په خاطر استعفی ورکړه. انک بیجلولد پرون د جمعې (د وږي ۲۶مه) په ورځ وویل چې د بهرنیو چارو د وزیرې سیګرید کاګ په څېر د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې د چلند په تړاو له خپلې دندې استعفی ورکوي. د هالنډ د پارلمان اکثره غړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د زرګونو هغو افغانانو په را ایستلو کې په پڅ عمل تورنوي چې د هالنډ د پناه په شرایطو برابر ګڼل کېدل. د هالنډ دفاع وزیرې انک بیجلولد غوښتل خپل ماموریت پای ته ورسوي او هغه... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В ОЭЗ «Технополис Москва» выпущена серия автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Людмила Самсонова

Самсонова с «баранкой» разгромила Хаддад-Майю и вышла в полуфинал турнира в Страсбурге


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения





Путин в России и мире
Москва

Кадыров встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

«Подкупает, что Баста не умничает и не лезет в футбольную работу» — тренер «СКА‑Ростова» Попов



Москва

Аварийные службы участвовали в гидроиспытаниях теплосетей в 5 округах Подмосковья

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net