که څه هم په افغانستان، په تېره بیا کندز ولایت کې د نظام بدلون له امله ګڼ شمېر پانګه والو خپل فعالیتونه محدود کړي او پر دې سربېره یو شمېر تولیدي شرکتونه هم په ټپه ولاړ دي، خو په کندز کې د 'صفا' د مالوچو او د غوړیو د تولید شرکت مسوولین وايي، دوی خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د دوی د خبرو له مخې چې پر دې شرکت د ۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ ټنو مالوچو د تولید وړتیا لري.
د نوموړې شرکت استازې صلاح الدین سعید ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د مالوچو او د غوړیو تولیدي او صنعتي شرکت خپل فعالیت پیل کړی دی. Читать дальше...
کابل کې د طالبانو په واکمنۍ کې جنايي جرمونه او هدفي وژنې هم په زياتېدو دي.
د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي په اندېښنې سره وايي، د طالبانو په لومړۍ دوره کې جرمونه د پام وړ راښکته شوي وو، خو دا ځليې په راتګ سره لا هم کابل کې جنايي پېښې ترسره کېږي.
د کابل د ۱۲مې حوزې اوسېدونکی ګل حسين وايي، د سې شنبې په ماښام موټرسايکل سپرو کسانو چې پر موټرسایکلیې د طالبانو بيرغ هم لګولی و، د ده ورور او د ورور زوی په ډزو ويشتي چې ورور يې ټپي او ورارهيې وژل شوی دی.
دی په دې پېښه طالبان ملامتوي.
ګل حسین زیاتوي... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو په عمومی اسامبلې کې وویل چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسیدو سره د امریکا د یوې ثابتې او دوامداره دیپلوماسۍ فصل پیل شو. بایډن له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو دفاع وکړي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه د سې شنبې په ورځ په نیویارک کی پیل شوې. طالبانو له دې سازمان غوښتي چې په دې غونډه کې د دوي استازي ته د وینا فرصت ورکړل شي، خو ملګروملتونو دغه غوښتنې ته تر اوسه ځواب ندی ورکړی.
نوموتې افغان سندرغاړې نغمې له ازادي راډیو سره خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې پر موسیقۍ دې بندیز نه لګوي او افغان ښځو او نجونو ته دې کار او تعلیم اجازه ورکړي. میرمن نغمه چې اوس په امریکا کې ژوند کوي له احمد تکل سره خبرو کې د خپلو نويو هنري کارونونه په اړه غږیدلې او هغه سندره یې زمزمه کړې چې ثبت شوې خو لا خپره شوې نه ده .
یو شمېر ښځې چې دوه اوونۍ مخکې یې په کابل او نورو ولایتونو کې په مظاهرو کې ګډون کړی و، وايي د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي.
دوی ازادي راډیو ته وویل، په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ورته خطر پېښ دی او طالبانيې تعقیبوي.
راضیه بارکزۍ د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۳۱» ازادي راډیو ته وویل، د ګواښونو له امله څو ځلې اړ شوې چې د اوسېدو ځای بدل کړي.
اغلې بارکزۍ زیاتوي: "ټولو ښځو چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو ضد مظاهرو کې ګډون کړی، له ګواښ او تعقیب سره مخ دي، په ټیلیفونونو او له نورو لارو څخه... Читать дальше...
کابل پوهنتون چې د هېواد یو له سترو او مهمو پوهنتونونو دی، د طالبانو له لوري ورته د نوي مشر ګمارنه له نیوکو او انتفادونو سره مل ده.
طالبانو د خپلو ګمارنو په لړ کې، تازه پوهاند محمد عثمان بابري چې د دکتورا تر کچې یې زدهکړې کړي، د پوهنتون له نوموتو استادانو او د افغانستان لپاره مهم علمي کدر ګڼل کېږی له دندې ګوښه او پر ځای یې د همدې پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي لېسانس محمد اشرف غیرت ګمارلی دی.
په خواله رسنیو د ټولنې بېلابېلو قشرونو خپلې نیوکې او نظرونه لیکلي دي او دا بدلون او ګمارنهیې مناسبه نهده بللې. Читать дальше...
په جلالاباد ښار کې نن یوه وسلهواله حمله او لږترلږه درې چاودنې وشوې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د جلالاباد ښار سرحدي لوا ته څېرمه د نامعلومو وسلهوالو په ډزو درې تنه ملکیان وژل شوي دي.
خو یوې ځايي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه طالبان او یو عام وګړی وژل شوي دي.
حمله کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.
له دې بریده یو ساعته وروسته د ښار په دوهمه ناحیه کې درې چاودنې وشوې.
د شاهدانو په وینا په دې چاودنو کې لږترلږه یو طالب او یو لاروی ژوبل شوي دي.
تر اوسه... Читать дальше...
د چین ولسمشر ژمنه وکړه چې هېواد بهیې هغه برېښناکوټونه چې ډېر سکاره پهکې سوځول کېږي، له خپلې خاورې دباندې جوړ نهکړي.
شي جین پېنګ دا ژمنه په داسې حال کې پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو په عمومي اسامبلۍ کې وکړه چې پر چین په برېښناکوټونو کې د سکرو د کارولو په خاطر فشارونه زیات شوي دي.
دا فشارونه د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس د موافقې د هدفونو د پوره کېدو په خاطر دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو پر رعایت کېدو ټینګار وکړ.
ښاغلي بایډن تېره شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په دې اړه وویل: "امنیت شورا یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې د افغانانو د پرمختګ لپاره څه ډول ملاتړ وشي. له طالبانو د بشري حقونو په برخه کې څرنګه تمه کېدای شي. موږ ټول باید د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وکړو څو دوی له اقتصادي سیاسي او اجتماعي پلوه له خپل ټول ځواکه کار واخلي او د خپلو هیلو لار پرته له تعصب او خشونته تعقیب کړي."
افغان... Читать дальше...
ملګرو ملتونو په دې خاطر چې په افغانستان کې روغتیايي خدمات په ټپه ونهدرېږي، له دې هېواد سره د ۴۵ ملیونه ډالرو بېړنۍ مرسته تصویب کړه.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږوونکي مارتین ګریفتس په یوه بیان کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې درمل، طبي مرستې او سونګ مواد په ختمېدو دي.
ملګري ملتونه وايي چې ۴۵ ملیونه فوري مرسته به د افغانستان روغتیايي سیستم له سقوطه راوګرځوي.
امکا یا د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه په افغانستان کې د بې کارۍ له امله د یو بشري ناورین خبرداری ورکوي.
د دغې ټولنې رئيس معروف قادري نن چهارشنبه (د وږي په ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مهال میلیونونه وګړي بې روزګاره دي چې دې وضعیت ګڼ افغانان اندېښمن کړي دي.
قادري زیاتوي: "د کارګرو قانون نور نشته، میلیونونه وګړي بې کاره دي، څوک د چا غږ نه اوري، اندېښمن یو، شدیده اندېښنه لرو، یو بشري ناروین سره به مخ شو."
نوموړی اندېښنه لري که حکومت د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره نه کړي، وېره شته د افغانستان خلک له سختې بې وزلۍ سره مخ شي.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال به په دغه ولایت کې ۱۳۰۰ جريبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شي.
د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد دا خبرې نن چهارشنبه (د وږې په ۳۱مه) د همکارو پروژو له چارواکو سره په یوه ناسته کې وکړې و یې ویل، دا شمېر بڼونه به په را روانو درې میاشتو کې جوړ شي.
ریاست په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بڼوالۍ ارزښت ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال د نیالګیو روزونکو ټولنې د ننګرهار په بېلابېلو قوریو ۳۷۵ زره اصله د مالټو، لیمو، شفتالو،... Читать дальше...
بریتانیا چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو د همغږۍ مشري کوي، هڅه یې دا ده چې د افغانستان د امنیتي خوندیتوب په اړه د دې شورا دایمي غړي یوه خوله کړي.
روسیې او چین ډېر کله د افغانستان په اړه د هغو تګلارو مخالفت کړی چې امریکا او لویدیځو متحدانو یې په امنیت شورا کې مطرح کړي دي.
اوس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز ټرس وايي، هېواد به یې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له چین او روسیې وغواړي چې د یوې همغږې شوې نړیوالې تګلارې سره هوکړه وکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل نه شي. Читать дальше...
ناپیژنده وسله والو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې درې تنه په ډزو ووژل.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې نامعلومو وسله والو نن چهارشنبه (د وږي په ۳۱مه) سهار شااوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند سرحدي لېوا ته څېرمه پر ملکي وګړو ډزې وکړې چې په کې درې تنه ملکیان وژل شوي دي.
د دغو معلوماتو له مخې، بریدګر وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي، خو د موندلو هڅې یې روانې دي.
هاخوا یوې ځایي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط ازادي... Читать дальше...
د اسټرالیا د سپورټ اتحادیې یوې چارواکې وویل چې د افغانستان د ټکواندو ۷ تنه ښځینه ورزشکارانې چې په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیته تښتېدلې وې، د اسټرالیا په میلبورن کې استوګنې شوې.
د اسټرالیا د ټکواندو ادارې اجرایه مدیرې، هیدر ګاریوک (Heather Garriock) د چهارشنبې په ورځ وویل، دغو ښځینه ورزشکارانو روانه اوونۍ د قرنطین موده بشپړه کړه.
د طالبانو چارواکو ویلي چې په ورزشي سیالیو کې د ښځو ګډون ته به اجازه ورنه کړل شي.
مېرمن هیدر د اسټرالیا د حکومت مننه کړې چې له افغانستانه یې د دغه ښځینه ټکواندوکارانو په ایستلو کې همکاري کړې ده.
د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په درشل کې تر ۲۰۰۰ زیاتو بندیانو ته عفوه اعلان کړه.
د ترکمنستان د خپلواکۍ ورځ د سېپټمبر پر ۲۷مه لمانځل کېږي.
د دغه هېواد دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې مستبد ولسمشر محمدوف د ۲۰۶۴ بندیانو د خوشې کېدو فرمان "د نیکونو له لارښوونې سره سم د زړه سوي او بشرپالنې د اصولو له مخې لاسلیک کړ."
ویل شوي په دغو بندیانو کې شپږ تنه یې بهرنیان دي، خو د هغوی هېوادونه نه دي مشخص شوي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، طالبانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د روانې اوونۍ په عمومي غونډه کې د نړۍ رهبرانو ته د وینا غوښتنه کړې ده.
د دغه سازمان ویاند، سټیفن دوجاریک پرون سې شنبه (د وري ۳۰مه) وویل، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په دې اړه د طالبانو لیک ترلاسه کړی دی.
د ده په وینا په لیک کې طالبانو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په لوړه کچه د شراکت غوښتنه کړې ده.
ویل شوي، دغه لیک د سېپټمبر پر ۲۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې تر پیل یوه ورځ مخکې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو... Читать дальше...
د نیویارک مجله
د نیویارک مجلې د افغانستان په تړاو خپله مقاله په دې پوښتنې پیل کړې چې ایا طالبان به افغانستان اداره کړای شي؟ په خپله لیکوال ځواب ورکړی چې "ښايي نه." او عواقب بهیې ډېر ناوړه وي.
په مقاله کې راغلي چې طالبانو اوس په افغانستان ولکه ټینګه کړې او یو سرپرست حکومتیې هم اعلان کړی، خو نړۍ ته به ژر دا معلومه شي چې واک ته رسېدلي د مجلې په خبره جنګیالي به رښتیا هم په دې وتوانېږي چې د هېواد چارې مخته یوسي او یا بهیې راساً لا پسې ځوړ یوسي.
لیکوال زیاتوي د طالبانو لهخوا د کابینې اعلان... Читать дальше...
د امریکا متحد ایالاتونه وایي، په لسګونو زره افغانان چې دې هېواد ته ورغلي دي خطرناکه ناروغۍ یې امریکا ته له ځانونو سره وړي دي.
یو شمېر امریکایي رسنیو د امریکا د ناروغیو د کنټرول د مرکز په وینا پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) خبر ورکړچې دغو افغانانو د ملاریا، شري او توبرکلوز ناروغۍ امریکا ته له ځانونو سره لېږدولې دي.
دغو افغانانو ته ویل شوي دي چې د شري ضد واکسین وکړي.
د راپورونو له مخې تراوسه د شري شپاړس پېښې ثبت شوي دي.
کومو کسانو ته چې دا واکسین ورکړل شوی دی باید درې اوونۍ قرنطین شي.
دغو افغانانو... Читать дальше...
پرتګال د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو یو شمېر غړیو ته پناه ورکړه.
د راپورونو له مخې له افغانستانه د دې لوبغاړو د وتلو خبره له طالبانو سره وار له مخه شریکه شوې وه.
دا نجونې د یکشنبې په ورځ پلازمېنې لیزبون ته ورسېدې.
د کابل له هوایي ډګره د دې نجونو او د هغوی د کورنیو د ایستلو چارې څو ځله ځنډیدلې وې.
تر دې مخکې د افغانستان د نجونو د فوټبال یو شمېرغړې پاکستان ته تللې وې.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي و چې دا لوبغاړې د وږې په ۲۴مه د تورخم له لارې اسلام اباد ته رسیدلې وې.
د هند صدراعظم ناریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له افغانستانه د ترورېزم احتمالي خپریدو ته اندېښنه ښکاره کړه.
د هند د صدراعظم دفتر خبر ورکوي چې مودي له ښاغلي مکرون سره پرون د ټیلیفوني خبرو پر مهال همدا راز له افغانستانه د مخدر موادو، انسانانو او وسلو د قاچاق په اړه خبرې وکړې.
د هند او فرانسې مشرانو ټینګار وکړچې باید په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو د حقونو په برخو کې ډاډ ترلاسه شي.
تمه ده چې د هند صدراعظم ناریندرا مودي د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر جوبایډن سره هم خبرې وکړي.
د طالبانو سرپرست رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) په کابل کې د روسیې، چین او پاکستان له استازیو سره وکتل.
د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان او د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاو یونګ سره د غونډې پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د دوی د مالیې سرپرست وزیر هدایت الله بدري هم وو.
ښاغلي متقي په خپل ټویټر کې د دې غونډې عکسونه خپاره کړي دي، خو نور جزییات یې... Читать дальше...
قطر پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی منزوي نه کړي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته دا خبره هم وکړه چې له افغانستان سره دې نړیوال بشري مرستې وکړي.
نوموړي وویل: "موږ د نړیوالې ټولنې پر اهمیت ټینګار کووچې په دغه سخت حالت کې د افغانستان ملاتړ وکړي او د سیاسي اختلافاتو سربېره بشري مرستې ورسره وکړي. موږ همدا راز له طالبانو سره د خبرو د ادامې پر اهمیت ټینګار کوو ځکه چې دوی ته شا اړول اختلافات رامنځته کوي او عکس العملونه زیږوي... Читать дальше...
د امریکا د ولسمشر په توګه جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله لومړۍ وینا کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه.
ده پرون سې شنبه (د وري ۳۰مه) په نیویارک کې عمومي غونډې ته وویل چې متحد ایالاتونه اوس له افغانستان سره د نوې ثابتې ډپلوماسۍ په لور درومي.
بایډن زیاته کړه: "موږ په افغانستان کې شل کلن کړکېچ ته خاتمه ورکړه او د دوامداره جګړې فصل مو وتاړه، اوس د نوې ثابتې ډپلوماسۍ نوی فصل پرانیزو."
ولسمشر بایډن زیاته کړه که چېرته له ترهګرو سره د مبارزې لپاره اړتیا... Читать дальше...
له تېرو څو ورځو ډېری ځوانان په خواله رسنیو کې «له خور پرته ښوونځي ته نه ځو» هشټک کاروي او په هېواد کې د نجونو د تعلیم د دوام غوښتنه کوي.
دوی وايي، څنګه چې ټولنه تعلیم یافته وګړو ته اړتیا لري، نو طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پر وړاندې د تعلیم دروازې پرانیزي، څو هغوی وکولی شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
په غزني کې یو شمېر ښځینه محصلینې د ځوانانو دا کار ستايي او وايي، د نجونو له تعلیمه پرته د زده کړو بهېر نيمګړی دی.
په غزني کې هم زرګونه نجونې په کور ناستې او پر مخ یې د زده کړو دروازې تړلي دي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Финал командного чемпионата ФНТР по настольному теннису пройдет в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: «Ингушетия может стать настоящим открытием даже для опытных туристов»
Путин в России и мире
Москва
BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в секторе Газа
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Владимир Путин прибыл с двухдневным визитом в Белоруссию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Comedy Club
«Жуки» возвращаются: телеканал ТНТ и Comedy Club Production объявляют о продолжении народного хита про трех айтишников в деревне
Москва
Финал командного чемпионата ФНТР по настольному теннису пройдет в Москве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net