پرتګال ځینې افغان ښځینه فوټبالرانو ته پناه ورکړه
![پرتګال ځینې افغان ښځینه فوټبالرانو ته پناه ورکړه](https://gdb.rferl.org/E8D1C40D-148F-4178-B136-7608E64CD3D9_w800_h450.jpg)
پرتګال د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو یو شمېر غړیو ته پناه ورکړه.
د راپورونو له مخې له افغانستانه د دې لوبغاړو د وتلو خبره له طالبانو سره وار له مخه شریکه شوې وه.
دا نجونې د یکشنبې په ورځ پلازمېنې لیزبون ته ورسېدې.
د کابل له هوایي ډګره د دې نجونو او د هغوی د کورنیو د ایستلو چارې څو ځله ځنډیدلې وې.
تر دې مخکې د افغانستان د نجونو د فوټبال یو شمېرغړې پاکستان ته تللې وې.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي و چې دا لوبغاړې د وږې په ۲۴مه د تورخم له لارې اسلام اباد ته رسیدلې وې.