د شانګهای د همکارۍ سازمان لپاره د روسیې استازی وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د دې سازمان په اجنډا کې شامله نهده، خو له دغه ځواک سره چې اوس په افغانستان کې واک په لاس کې لري، تماسونه نیسي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې استازي بختیار حکیموف پرون (پنجشنبه) په یوه انلاین کنفرانس کې وویل: "طالبان په روسیه کې د یوه ترورېستي تحریک په توګه غیر قانوني دي، خو اوس دا یو حقیقت دی چې د طالبانو تحریک واک په لاس کې لري. نوی موقت حکومتیې جوړ کړی. په اوس وخت... Читать дальше...
د بریتانیا دفاع وزارت یو وار بیا په دې بخښنه وغوښته چې د نورو افغان ترجمانانو په اړه معلومات ورڅخه افشا شوي دي.
د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، وړمه شپه د ۵۵ نورو افغانانو چې ویل کېږي د هغو کسانو په لېست کې شامل دي چې باید بریتانیا ته ولېږدول شي، معلومات څرګند شوي دي.
تر دې وړاندې د ۲۵۰ افغان ترجمانانو معلومات په ورته ډول افشا شوي وو.
د دغو کسانو په اړه معلومات یوازې هغو کسانو ته سهواً استول شوي چې د بریتانیا له پوځ سرهیې د ترجمانانو په توګه کار کړی دی.
وروسته له دې چې د هند د ګوجرات ایالت په بندر کې دغه هېواد ته د هیروئینو تر ټولو د سترې جوپې قاچاق کشف شو، هندي چارواکي وايي چې دوه تنه افغانانیې هم په دې تړاو نیولي دي.
د هند د ګوجرات ایالت د عوایدو او ګمرکونو د ادارې رئيس د سې شنبې په ورځ (سنبله ۳۰) وویل چې ۳ زره کیلو هیروئینیې چې ارزښتیې ۲ میلیارده او ۷۰۰ ملیون ډالرو ته رسېږي او له افغانستان څخه د ایران د بندر عباس له لارې د ګوجرات موندرا بندر ته وروړل شوي وو، کشف کړي او په دې تړاو یې دوه هندیان نیولي دي.
هندي چارواکي اوس وايي چې دوه تنه... Читать дальше...
د طالبانو د تحریک د تېر حکومت د عدلیې وزیر او د دې ډلې یو مؤسس وايي چې بیا به د لاس پرې کولو او اعدامونو په شان سختې جزاوې عملي کړي.
ملا نورالدین ترابي له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې د طالبانو له لوري په تېره دوره کې پر اعدامونو انتقادونه رد کړل.
طالبانو د خپل حکومت په تېره دوره یعنې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې عموماً په لوبغالي کې د زرګونه خلکو په مخکې اعدامونه کول، خو ترابي وايي چې ښايي دا ځل مجرمانو ته د خلکو په مخکې سزا ورنهکړل شي.
ده په عین حال کې وویل، هر چا په لوبغالي کې زموږ... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ چې په یمن کې ۱۶ ملیونه انسانان د لوږې په درشل کې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام پر اساس، که د اړتیا وړ مالي مرسته ونهشي، راتلونکې اکټوبر میاشت به د ملیونونو یمنیانو خوراکي مرستې پای ته ورسېږي.
د دې پروګرام رئیس ډېوېډ بېسلي پرون (پنجشنبه) وویل، د روان کال په لومړیو کې جنګځپلي یمن ته د بشري مرستو بودجه خلاصه شوه او یوازې د امریکا، جرمني، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او څو نورو هېوادونو د مالي مرستو په نتیجه کې دوی د بشري ناورین مخه ونیولای شوه.
ده خبرداری... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ایران اټمي موافقې ته د تهران او واشنګټن د بېرته ستنېدو لپاره له ډیپلوماتیکو لارو پر کار اخیستو ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، ښاغلي بلېنکن پرون (پنجشنبه) د چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د خبرو اترو له لارې د ایران د اټمي پروګرام د بېلابېلو اړخونو په اړه د اندېښنو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
ده ویلي، امریکا د داسې لارو هڅه کوي چې د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه ټولې اندېښنې پای ته ورسوي.
له بلې... Читать дальше...
د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې خبرداری ورکړی که طالبان د یوې اوونۍ په اوږدو کې د لوړو زدهکړو او مرکزي او ولایتي پوهنتونونو په اړه په خپلې پرېکړې بیا کتنه ونهکړي، اتحادیه او د پوهنتون استادان به جدي پرېکړه وکړي.
دوی وايي چې په کابل پوهنتون او ځینو نورو پوهنتونونو کې وروستۍ ګمارنې غیر علمي او ورته د منلو نهدي.
دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، له طالبانو غوښتي چې په علمي او اکاډمیکو بستونو کې په علمي معیارونو برابر او مناسب کسان وټاکي.
د دوی په وینا، په ټوله نړۍ کې سیاستوال... Читать дальше...
د قرغزستان د ولسمشر امنیتي مرستیال طلعت بېګ او څو نور چارواکي نن کابل ته تللي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په خپل ټویټر باندې دا خبره کړې ده.
د مجاهد د ټویټر له مخې د قرغزستان د ولسمشر امنیتي مرستیال طلعت بېګ او د بهرنۍ پالېسۍ مشر ژین بېګ نن د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره خبرې کړې دي.
متقي د قرغزستان له مرستو مننه کړې ده او په دواميې ټینګار کړی دی.
د طالبانو ویاند زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د هر اړخیزه اړیکو او دوامداره همکاریو ژمنې وشوې.
د... Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې افغانستان او د دغه هېواد ګاوڼدیانو سره ۵۰۰ ملیونه یورو مرسته کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هایکو ماس دا خبره پرون د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړه.
تر اوسه پورې د هغو هېوادونو نومونه نهدي یاد شوي چې جرمني غواړي د افغانستان ترڅنګ له هغوی سره هم مرسته وکړي.
هایکو ماس ویلي اصلي لومړیتوبیې دا دی چې په افغانستان کې نوي راپیدا شوي بشري ناورین ته رسیدګي وشي.
د هغه په خبره دا ناورین د سیمې ټیکاو ته یو ګواښ دی. Читать дальше...
امريکا او جرمني په افغانستان کې د ترهګرو د بيا فعاله حضور او په دغه هېواد کې د دوی لپاره د خوندي پټنځايونو د بيا جوړېدو په اړه اندېښنې لري.
د دغو دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ويلي، په افغانستان کې اوسنيو حالات د دې چارې د حقیقت کېدو لپاره تر ډېره لاره پرانيستې، خو په وینا یې دوی يې پر وړاندې د مبارزې په حل لارو خبرې کوي.
د امريکا د اېفبيای مشر کريستوف ري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۳۱» د کانګرس د ځينو غړو په يوه غونډه کې ويلي چې لاهم له افغانستانه دا اندېښنه زياته موجوده ده چې دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو په پټنځاي بدل نهشي. Читать дальше...
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند له څپرې او نورو سیمو راکډه شوې کورنۍ شکایت کوي چې مرستې ورته نه رسیږي.
د دوی په خبره چې د پاکستانیو ځواکونو د توپچې او نورو وسلو د ډزو له امله يې خپل کورونه پرې ايښي دي.
۳۵ کلن ذاکرالله چې ماشومان يې همدا نن له خپل کلي څپري د سرکاڼو ولسوالۍ مرکز ته را رسولې وايي، پاکستاني پوځونه يې شپه او ورځ پر کورونو او کلیو د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي چې په کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د هغه په خبره چې د ډېرو ډزو له امله يې په خپله سېمه کې ژوند کول ګران شوی،... Читать дальше...
د کندهار اوسېدونکې بي بي شبنم د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې ده، خو اوس د افغانستان د نظام بدلون له سره یې د زده کړو بهیر له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
شبنم اندېښمنه ده او وایي چې د طالبانو په راتګ سره د تعلیم لپاره یې هیلې او خوبونه له اوبو سره لاهو شوې: "د نظام په بدلون سره ټولې نجونې په کورونو ناستې دي، برخلیک یې نا معلوم دی، دوی وایي چې ژر به بېرته درس پیل شي، خو هېڅ معلوم نه دي، خلک په بد اقتصادي حالت کې دي د خوراک لپاره هېڅ نه لري."
شبنم د خپلې کورنۍ او خلکو د خراب اقتصادي حالاتو له امله... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی محمد نبي په نړۍ کې د شل اوریزو لوبو د الرونډرانو ( توپ وهونکو او توپ اچونکو) تر منځ لومړی مقام خپل کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا تازه رده بندۍ پرون خپرې شوې چې په کې محمد نبي په ۲۸۵ نمرو په دې ډله کې لومړي مقام ته ورسېد.
په یو ورځنیو لوبو کې بیا محمد نبي دویم مقام لري.
محمد نبي تر دې مخکې هم څو واره د الرونډرانو په ډله کې د درېیو لومړیو لوبغاړو په ډله کې راغلی و.
د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا په تازه خپرو شوېو درجه بندیو کې د افغانستان د کرکټ مشهوره څېره... Читать дальше...
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اېف بي ای مشر کریستوفر رې ویلي، چارواکي اندېښمن دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له راوتلو وروسته ممکن دا هېواد بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل شي.
د اېف بي ای رییس دا خبره پرون د امریکا د استازیو جرګې د کورني امنیت د کمېټې په استماعیه غونډه کې وکړه.
هاخوا د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې هېڅکله به افغانستان د ترهګرو په امن ځاله بدل نه شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې هایکو ماس پرون د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې دا څرګندونې کړي. Читать дальше...
د امریکا یوې لویې پوځي اډې فورټ مک کای خبر ورکړی چې هلته مېشتو شوېو ۹۷ فیصده افغان کډوالو ته واکسینونه لګول شوي دي.
فورټ مک کای کې چې په ویسکانسن کې موقعیت لري امریکا ته د تازه لېږدول شوېو افغان کډوالو له ډلې ۱۲۷۰۰ کسان په کې مېشت شوي دي.
د دې پوځي اډې چارواکو ویلي چې په ډله ییزه توګه یې افغان کډوال د کووېډ نولس، سرخکان/شري، چیچک او نورو څو ویروسو په وړاندې واکسین کړي دي.
په دومره لوی شمېر د افغان کډوالو د بشپړ واکسینولو خبر داسې وخت ورکول کېږي چې تازه امریکا ته د ستنو شوېو افغان کډوالو... Читать дальше...
د امریکا متحد ایالاتونو، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې د افغانستان په اړه په خپله غونډه کې طالبانو ته یو لړ وړاندیزونه وکړل.
د امنیت شورا دغو پنځو دایمي غړیو پر طالبانو غږ وکړ چې داسې حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان ځانونه په کې وویني او د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو د افغانستان په اړه ګډ دریځ خپل کړ. دوی د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې په نیویارک کې وویل، پر طالبانو به فشار راولي چې اوس تر پوځي واکمنۍ وروسته ټولشموله شي.
چین او روسیې د طالبانو... Читать дальше...
د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د دوه سوه میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې.
د دې سازمان د اقتصادي برخې مسوول عارف حسین پرون خبرداری ورکړ چې د ژمي په درشل کې په افغانستان کې خوراکي موادو ته اړتیا خورا زیاته شوې ده.
نوموړي وویل، په تېرو دوو اونیو کې شااوخوا پنځوس په سلو کې افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ شوي دي.
د ده په خبره، اوس یې وخت دی چې د دغه ناورین مخنیوی وشي او د دې لپاره دوه سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د خوړو د نړیوال سازمان د موندونو پر بنسټ یوازې پنځه په سلو کې افغانان درې وخته سمه ډوډۍ ترلاسه کولی شي. Читать дальше...
د افغانستان ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د پرېکړې پر بنسټ د برېښنايي مالياتي اظهار ليکونو وړاندې کوونکی سيسټم «e-Filing» نن بېرته فعال شو.
د مالیې وزارت په یو بیان کې ویلي، له دې وروسته ټول ماليه ورکوونکي کولی شي چې خپل مالياتي مکلفيتونه لکه د پخوا په څېر وړاندې او تاديه کړي.
د دغه سیستم فعالیت پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته ځنډیدلی و چې نن بېرته فعاله شو.
مالیې وزارت ټېنګار کړی چې ټول ماليه ورکوونکي باید تر دې وروسته خپل مالياتي مکلفيتونه ژر تر ژره وړاندې او تاديه کړي.
وزارت وایي،... Читать дальше...
د روسیې په لېرې ختیځ کې چارواکي داسې باور کوي چې د یوې لادرکه شوې الوتکې د لوېدو سیمه یې موندلې ده.
د خباروفسک په سیمه کې دا الوتکه پرون تر پورته کېدو وروسته د ۳۸ کیلو متره واټن کې د رادار له کرښې ووته.
دا الوتکه په یوه تخنیکي ماموریت بوخته وه او په کې د سپرو شپږو تنو عملې د برخلیک په اړه معلومات نشته.
تاس خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې د دې الوتکې ټوټې یې پيدا کړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د یوه باثباته افغانستان لپاره سره یوه خوله شوي دي.
دا خبره د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د امریکا، بریتانیا، چین، فرانسې او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته کړې ده.
دا کتنه د افغانستان په وخت تېره شپه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې شوې ده.
ګوتیریش زیاته کړې: "ټول پنځه قدرتونه داسې سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي چې بشري مرستې په کې له ستونزې او تبعیض پرته وویشل شي."
نوموړي ویلي، نړیوال قدرتونه... Читать дальше...
د بې پولي خبریالانو ټولنې د طالبانو له لوري د افغان خبریالانو لپاره نوي لارښود ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
د بې سرحده خبریالانو د ټولنې مشر کریستوف ډیلوار پرون په یوه بیان کې وویل، طالبانو یو تنظیمي چوکاټ رامنځته کړی دی چې له ژورنالېزم سره په ټکر کې دی او ظالمانه تفسیر ته لار پرانیزي.
طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې د خبریالانو لپاره یوولس اصوله وضع کړل.
لومړۍ درې مادې یې دا دي چې هغه راپور به څوک نه خپروي چې له اسلام سره په ټکر کې وي، ملي شخصیتونو ته په کې توهین شوي وي يا د خلکو شخصي حریم په کې نقض شوی وي. Читать дальше...
د افغانستان تر ۱۹ کلونو لږ عمره کرکټ لوبغاړو د بنګله دېش تر نولس کلنو لږ عمره لوبغاړو د څلور ورځنۍ لوبې په لومړي پړاو کې په۱۶۲ منډو وسوځول.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "یوه څلور ورځنۍ لوبه پیل شوې ده چې پرون یې لومړۍ او نن یې دوهمه ده. انشاء الله لوبغاړي دې لوبې ته ښه چمتوالی لري او تمه ده چې افغان لوبغاړي ښه نتیجه له دې لوبې ترلاسه کړي."
د بنګله دېش د ۱۶۲ منډو په ځواب کې افغان لوبغاړو پرون څلویښت منډې وکړې او دوه لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د سارک د غړیو هېوادونو اوسمهالي مشر نیپال، د پاکستان دا وړاندیز رد کړی دی چې د سارک د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په راتلونکي غونډه کې دې د افغانستان په استازیتوب د طالبانو استازی برخه واخلي.
البته تراوسه اسلام اباد رسماً دا خبر نه دی تایید کړی چې له کټمنډو څخه یې داسې غوښتنه کړې ده.
نیپال، بنګله دیش، بوتان، هند، مالدیف، پاکستان، سریلانکا او افغانستان د سارک سازمان غړي دي.
ټاکل شوې ده چې د حکومتونو ترمنځ د دې سیمه ییز سازمان د بهرنیو چارو وزیران په نیویارک کې د شنبې په ورځ غونډه وکړي.
د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د دوه سوه میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
د دې نړیوال سازمان د اقتصادي برخې مسوول عارف حسین پرون خبرداری ورکړ چې د ژمي په درشل کې په افغانستان کې خوراکي موادو ته اړتیا خورا زیاته شوې ده: "په تېرو دوو اوونیو کې شااوخوا پنځوس په سلو کې افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ شوي دي. اوس یې وخت دی چې د دغه ناورین مخه ونیسو. موږ دوه سوه میلیونه ډالرو ته سخته اړتیا لرو چې د ژمي په درشل کې خلکو ته خواړه ورسوو."
د خوړو د نړیوال سازمان د سروې له مخې یوازې... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، له یو شمېر هېوادونو سره به د کرونا ضد پنځه سوه میلیونه ډوزه واکسین مرسته وکړي.
ولسمشربایډن د کووېډ-۱۹په غونډه کې چې پرون یو شمېر مشرانو انلاین برخه په کې اخیستې وه، وویل، تمه یې دا ده چې د دې واکسینونو له لارې هغه هېوادونه پر کرونا برلاسه شي چې دا وبا په کې ډېره خپره ده.
د جوبایډن له دې ژمنې سره د متحد ایالاتونو د مرسته شوېو واکسینونو شمېر یو اعشاریه یو میلیارډ ډوزه ته رسېږي.
بایډن ویلي دي چې دا پنځه سوه ډوزه واکسین فایزر واکسین دی چې بې وزله او مخه پر ودې هېوادونو ته به یې ولېږي.
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт оценила развитие района Филевский парк
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Хромачёва и Сизикова пробились в финал турнира WTA в Рабате в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Жителям Подмосковья ограничили посещение лесов на большей части региона
Путин в России и мире
Москва
НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин назвал санкции источником проблем и возможностями для развития России
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
"Зеленскому приготовиться". В Киеве раскрыли, что задумал Порошенко
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Булат Окуджава
В Душанбе открылась книжная выставка, посвящённая Юлии Друниной и Булату Окуджаве
Москва
Стресс и РПП от телефона во время еды: доктор Кутушов предостерегает от последствий
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net