د ایران اټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره پر ډيپلوماتیکو لارو د بلېنکن ټینګار
![د ایران اټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره پر ډيپلوماتیکو لارو د بلېنکن ټینګار](https://gdb.rferl.org/1e20d7d9-bb5f-4204-b142-196fefd92621_w800_h450.jpg)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ایران اټمي موافقې ته د تهران او واشنګټن د بېرته ستنېدو لپاره له ډیپلوماتیکو لارو پر کار اخیستو ټینګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، ښاغلي بلېنکن پرون (پنجشنبه) د چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د خبرو اترو له لارې د ایران د اټمي پروګرام د بېلابېلو اړخونو په اړه د اندېښنو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
ده ویلي، امریکا د داسې لارو هڅه کوي چې د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه ټولې اندېښنې پای ته ورسوي.
له بلې خوا یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره د خبرو لور ته د ایرانیانو نهلېوالتیا د دوی زغم پای ته رسوي.
دغه امریکايي چارواکي چې خبري اژانسونو یې نوم نهدی څرګند کړی پرون (پنجشنبه) وویل، ایران تر تله اټمي خبرو ته د راګرځېدو وخت نهلري.
ده دا هم ویلي، سره له دې چې له ایران سره لا هم پر اټمي موافقه د خبرو بیا پیلولو ته وخت شته، خو د امریکا صبر بېپایه نهدی.