Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2021

Новости за 02.09.2021

د پارا المپیک افغان لوبغاړې ذکیه خدادادي خپلې دواړه لوبې وبایللې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پارا المپیک لوبغاړې ذکیه خدادادي د تکواندو په برخه کې خپلې دواړه لوبې وبایللې. خدادادي نن له اوکراین سره مخ شوې وه او تر هغې مخکې یې هم له ازبکستان سره لوبه درلوده. د دواړو لوبو په بایللو سره ذکیه د پارا المپیک له دوام پاتې شوه. د پارا المپیک لوبې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې روانې دي. له افغانستانه یوازې دوو لوبغاړو ذکیه خدادادي او حسین رسولي ګډون په‌کې کړی.

امام علي رحمان برهان‌الدین رباني او احمد شاه مسعود ته دولتي نښان ډالۍ کړ

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د افغانستان پخواني ولسمشر برهان‌الدین رباني او د هغه وخت دفاع وزیر احمد شاه مسعود ته د اسماعیل ساماني دولتي نښان ډالۍ کړی.  د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال مومن احمدي په دې اړه زیاته کړه: "د تاجکستان حکومت ویلي چې له پخواني شوروي د دې هېواد د خپلواکۍ د ګټلو د ۳۰مې کلیزې په مناسبت د تاجکستان عالي دولتي نښان د افغانستان دوو پېژندل شویو څېرو ته ورکوي ځکه هغوی د تاجکستان د جګړې پر مهال دواړه خواوې د خبرو مېز ته کېنولې." تمه ده د تاجکستان د خپلواکۍ ورځ د سپټمبر په نهمه ولمانځل شي. Читать дальше...

د ملي مقاومت جبهه: مذاکرات د طالبانو د شخصي غوښتنو له امله وځنډول شوې

Pa.azadiradio.com 

د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ماتېدل او د پنجشېر په څنډو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې د جګړې شدت. ‎د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت د دوهمې جبهې د رسنیو د دفتر مشر فهیم دشتي وایي، د مذاکراتو د ماتې لامل د ښاغلي مسعود څخه د طالبانو شخصي غوښتنې وې. ‎هغه وايي چې د څوکۍ تخصیص او د طالبانو په حکومت کې شاملېدل هغه وړاندیزونه دي چې د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیر خان متقي د ښاغلي مسعود سره د ټیلیفوني خبرو اترو له لارې مطرح کړل، خو د دشتي په وینا، د دې غوښتنو په ردولو سره ښاغلي مسعود... Читать дальше...



طالبان: د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر به ډېر ژر بېرته د ټولو الوتنو لپاره چمتو شي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر چې یو وخت‌یې له فضا څخه په ورځ کې شااوخوا ۴۰۰ بار وړونکي او د مسافرو طیارې تېرېدلې، خو نن دغه شمېر صفر ته راښکته شوی. طالبان وايي، دوی د دې ډګر د بیا فعالېدو لپاره کار کوي او ډېر ژر به بېرته د ټولو الوتنو لپاره چمتو شي. په طالبانو کې یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د پاکېدو چارې بشپړې شوې او د تخنیکو سیستمونو د بیا فعالېدو چارې هم پیل شوې دي. د دې سرچینې په حواله، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د بیا ژر... Читать дальше...

کریم خلیلي: طالبان دې یو نوي کړکېچ ته د افغانستان د داخلېدو مخنیوی وکړي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د نوي حکومت جوړېدو ته لږ وخت پاتې دی، خو د سیاسیونو ترمنځ د دغه حکومت د جوړېدو په اړه نظرونه بېلابېل دي. په دې وروستیو کې د افغانستان جمهوري ریاست پخواني مرستیال کریم خلیلي طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د افغانستان په تاریخ کې د کړکېچونو او جګړو یو له اصلي لاملونو څخه د حاکم لوري له‌خوا د واک انحصار و. ښاغلي خلیلي په خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان خلکو د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې ښودلې چې دوی د خپلواکۍ او خپل عزت او حیثیت څخه د دفاع له لارې د میدان ګټونکي وو، خو د سیاسي نظام... Читать дальше...

امریکا: په نړیواله کچه د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته لا وخت شته

Pa.azadiradio.com 

که څه هم طالبان د حکومت اعلان ته چمتوالی نیسي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته لا وخت شته او دوی (طالبان) باید ځان ثابت کړي. د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې ویکټوریا نولانډ تېره ورځ خبري ناستې ته ویلي چې طالبان باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې د ورځې د غونډې ټاکلو معیارونو ته ژمن پاتې شي. اغلې نولانډ زیاته کړه: "دوی څه ډول چې پوهېږي، د خپلې مخینې له مخې د ځان ثابتولو لپاره ډېر څه لري، دم ګړۍ دوی همدا شان کولای... Читать дальше...

طالبان او د مقاومت ډله یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي

Pa.azadiradio.com 

د مقاومت ډله او طالبان یو بل ته د درنې مرګژوبلې د اړولو ادعاوې کوي. د مقاومت د ډلې یوه غړي د نوم له اخیستلو پرته ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې د دوی جنګیالیو لسګونه طالبان وژلي دي. د فرانسې خبري اژانس هم د مقاومت له یوه قوماندان سره خبرې کړي چې ادعا یې کړې ده د دوی جنګیالیو ۵۵ طالبان وژلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ادعا کړې چې د مقاومت دېرش غړي چې په کې د هغوی دوه قوماندانان هم شامل دي د طالبانو له خوا وژل شوي او لس پوستې یې نیول شوي. د طالبانو ضد مقاومت بیا وايي، د طالبانو وسله... Читать дальше...

د ژورنالستانو د خوندیتوب کمیټه: ایران دې امیر عباس ژر خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټه له ایراني چارواکو غواړي چې یو ژورنالیست امیر عباس ازارم وند سمدستي له قید او شرط پرته خوشې کړي. دې کمیټې پرون چهارشنبې( د وږې په ۱۰مه) وویل چې د خبریالانو بندیانو په دې خاطر چې خپله دنده ترسره کوي د سانسور وحشتناکه بڼه ده چې باید پای ته ورسیږي. ازارم وند دا اوونۍ په تهران کې د سیسټم پر وړاندې د پروپاګند په تور ونیول شو او ایوین زندان ته واستول شو. هغه د ایران دولتي اقتصادي ورځپاڼې اس ام ټي لپاره کار کوي. د راپورونو له مخې دا خبریال په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کې د هم د ژورنالیسټیک کار لپاره نیول شوی و.



هرات کې اعتراض کوونکې مېرمنې وايي طالبان دې یې حقونه رعایت کړي

Pa.azadiradio.com 

شااوخوا پنځوس ښځې د هرات سړکونو ته راوتلي او له طالبانو غواړي چې د دوی حقونه رعایت کړي.  د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د مظاهرې ګډونوالو ویل چې تحصیل، کار او امنیت یې حق دی.  دوی زیاته کړې چې سره متحدې دي او نه وېریږي.  د دې مظاهرې یوې ګډونوالې بصیره طاهري فرانس پرېس ته ویلي چې طالبان دې له ښځو سره مشورې وکړي او په خپله کابینه کې ځای ورکړي.  په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمدعباس ستانکزي تازه بي بي سي ته ویلي چې ښځې به په نوي پراخ بنسټه حکومت کې رول ولري، خو نه د وزارت په کچه.

بریتانیا وایي، داسې ژر به طالبان په رسمیت و نه پېژني 

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب وايي، داسې ژر به طالبان په رسمیت ونه پېژني. هغه دا خبره نن پنجشنبه (د وږي په ۱۱مه) په دوحه کې له خپل قطري سیال شیخ حمد بن تمیم ال ثاني سره په یوه خبري کنفرانس کې وکړه. راب د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی. هغه زیاته کړه چې طالبان باید د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره مسووله وګرځول شي. د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر د دې مسالو تر څنګ له افغانستانه د پاتې بریتانویانو د خوندي ایستلو په مسالې ټېنګار وکړ او همدا راز یې هغو افغانانو ته... Читать дальше...

پارا المپیک لوبې: افغان لوبغاړې له ماتې وروسته هم د مډال چانس لري

Pa.azadiradio.com 

د پارا المپیک په تکواندو لوبو کې افغان لوبغاړې ذکیه خدادادي لومړۍ لوبه په ازبیکستان وبایلله، خو لا د مډال د لوبې چانس لري.  دا خبره د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد په خپل فیسبوک ورکړی.  هغه لیکلي ذکیې لومړۍ لوبه بېګا د ازبکستانۍ لوبغاړې په وړاندې ۱۷ پر ۱۲ وبایله خو له دې چې سیاله یې نیمه پایلوبې ته ورسېده ذکیې ته هم د بل پړاو چانس په لاس ورغی.  اوس به ذکیه له اوکراینۍ لوبغاړې سره مخ کېږي او که یې وګټي نو دوه لوبې نورې هم باید وکړي څو د پارا المپیک برنزو مډال وګټي.  د توکیو د پارا... Читать дальше...

فوټبال؛ رونالډو نړۍ کې د ۱۱۱ ملي ګولونو نوی ریکارډ جوړ کړ

Pa.azadiradio.com 

کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې د ۱۱۱ ملي ګولونو نوی ریکارډ جوړ کړی. رونالډو بېګا د ایرلنډ پر وړاندې لوبه کې دوه ګولونه ترسره کړل او په دې ترتیب یې د ایراني لوبغاړي علي دایي د ۱۰۹ ملي ګولونو ریکارډ نه یوازې مات نه کړ بلکې نورو ته یې نوی ریکارډ پرېښود. د نړۍ د فوټبال دغه وتلي ستوري تر لوبې وروسته په خپله مشهوره انسټاګرام پاڼه کې یو اوږد پیغام ولیکه او ویې ویل چې "د ټولو هغو ریکارډونو په ډله کې چې مات کړي مې دي دا یو ډېر خاص دی." رونالډ د ایران د فوټبال د ملي ټيم د وتلي ستوري علي دایي ستاینه هم... Читать дальше...

چارواکی: طالبانو د نوي حکومت د اعلان لپاره چمتووالی نیولی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ادارې د نوي حکومت د اعلان لپاره چمتووالی نیولی دی. دا خبره رویټرز اژانس د طالبانو د چارواکو په حواله نن پنجشنبه (د وږې په ۱۱مه) راپور ورکړې. رویټرز د احمدالله متقي په نوم د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د غړي په حواله لیکلي چې په ارګ کې په دې تړاو پنجشنبه د یوې غونډې ترتیب نیول شوی دی. تر دې دوه ورځې مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شېر محمدعباس ستانکزي ویلي و چې دوی به نوی حکومت په دوو ورځو کې اعلان کړي. نړیوالې ټولنې ویلي چې د طالبانو اعمال څاري او د هغه په مطابق به مخته ځي. طالبانو... Читать дальше...

عکسونه؛ د افغانستان پوځي وسایط ایران کې لیدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوځ د زغروال ګاډو او هاموې ټانکونو عکسونه په ایران کې خپاره شوي. یوه ټلیګرامي کانال چې د افغانستان خبرونه خپروي پرون چهارشنبه (د وږې په ۱۱مه) یو لړ دا عکسونه نشر کړي. په هغو عکسونو کې چې په ټوېټر خپاره شوي لیدل کېږي چې امریکايي زره هاموې له افغانستانه ایران ته لیږدول شوي. د دغو ګاډو د شمېر او د نورو تجهیزاتو په تړاو جزییات نشته او دا چې په ایران کې به یې وروستی تمځای چېرته وي. ایراني چارواکو او طالبانو تازه د دې خبر په تړاو غبرګون نه دی ښودلی. مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله... Читать дальше...

د تاریاکو بیې لوړې شوي؛ ځینې بزګران: طالبانو خبر نه دی راکړی چې مه یې کرئ

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې اروپايي ټولنې د طالبانو له نوي حکومت سره د خپلو مالي مرستو د دوام او د هغوی د حکومت پر رسميت پېژندلو د غور کولو لپاره د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو له توليده لاس اخېستل شرط ايښی، ځينو امريکايي رسنيو ويلي چې طالبانو د کوکنارو د کښت منع کولو هڅې پيل کړي دي. د وال سټريټ ژورنال په تازه ليکنه کې يادونه شوې چې طالبانو همدا اوس ځينو ولايتونو کې بزګرو ته ويلي چې په خپلو ځمکو کې کوکنار و نه کري، خو د کندهار او هلمند ولايتونو ځيني بزګرو چې نه غواړي د ځینو مواردو له امله خپل نومونه واخلي... Читать дальше...

"موږ روغتیايي مرکز جوړول غوښتل، خو اوس وایو چې له افغانستانه ووځو"

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو بيا له واک ته رسېدو سره، سم د نورو برخو تر څنګ د معتادينو د درملنې په برخه کې پانګونه هم مخ پر کمېدو ده. يو ځوان او مېرمنه يې چې غوښتل يې د معتادينو د درملنې لپاره روغتيايي مرکز جوړ کړي، د اوسني بدلون له امله يې پرېکړه کړې چې خپل پلان د نامعلوم وخت لپاره وځنډوي. رضا خُرمي او فاطمه نظري چې له دوو کالو راهيسې د دې مرکز په پلان بوخت وو، اوس يې لومړيتوب د دې مرکز جوړول نه، بلکې لومړيتوب يې دا دی چې له افغانستان څخه ووځي. په دې روغتيايي مرکز کې نه يوازې دا چې د معتادينو... Читать дальше...

ځینې ننګرهار میشتي د بانکونو بندښت له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار اوسېدونکي وايي، د بانکونو بندېدو له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي. د بانک په اوږدو لیکو کې یو شمېر ولاړو کسانو ازادي راډیو ته وویل، که بانکونو ته د فعاليت اجازه ورنه کړل شي، نو خلک به د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ شي. په کابل کې بیا یوازې د بانکونو مرکزي څانګې پرانېستل شوي او خلک له څو ورځو راهیسې په اوږدو لیکو کې د پېسو اخیستلو لپاره انتظار کوي. تردې وړاندې بیا یو شمېر کوچني کاروباریان وایي چې بانکونه په اوونۍ کې ډېرې کمې پیسې د دوی په واک کې ورکوي چې خپل کاروبار پرمخ نه شي وړلی. ... Читать дальше...

ځلا ځاځۍ وايي د پخوانیو ښځینه پولیسو ژوند په خطر کې دی

Pa.azadiradio.com 

ځاځۍ ازادي راډیو ته چې که څه هم له هېواد بهر ده خو د نورو ښځینه پولیسو په اړه سخته اندېښمنه ده. هغې وویل طالبان دې د ښځو حقونه او د ژوند خوندیتوب ډاډمن کړي. ځلا ځاځۍ د خوست د امنیه قومندانۍ افسره وه چې وايي له سختو ګواښونو وروسته یې هېواد پرېښود. صفي الله ستانکزي ورسره مرکه کړې.

افغان چارواکي: ۲۴ ساعتونو کې له پاکستانه ۲۷۶ کانټیرونه را اوښتي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي،په تېرو ۲۴ساعتونو کې له تورخم لارې ۲۷۶ سوداګریز کانټینرونه له پاکستانه افغانستان ته اوښتې دي. د دغې خونې مرستیال یونس مومند وویل چې د تورخم په ګډون ټولې لارې د سوداګرو پرمخ پرانېستل شوي دي. دی وايي: "د افغانستان ټولې لارې د سوداګرو پرمخ خلاصې دي، هېڅ مشکل نه شته،۲۷۶ موټر په ۲۴ساعتونو کې له پاکستانه راغلي دي،همدارنګه ۳۶۳ موټر له افغانستانه تللي دي." نوموړي همدارنګه وویل چې د سوداګرو پر مخ یو شمېر خنډونه موجود دي چې ډېر ژر به حل شي. ښاغلی مومند وایي،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Песня

Рассылка Песни или Музыки на все Радиостанции России, СНГ и Мира, а также по всем СМИ России.





Персональные новости
#123ru.net

НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.





 بریتانیا له قطر سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب نن دوحې ته سفر وکړي او له خپل قطري سیال شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دې ملاقات کې به د کابل هوایي ډګر د فعالیت په بیا پیلېدو او د هغو افغانانو په خوندي ایستلو خبرې وشي چې له بهرنیانو سره یې کار کړی او نه دي توانیدلي چې د تخلیې عملیاتو پرمهال ووځي. امریکا او متحدانو یې د اګسټ له ۱۴مې د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې څه باندې ۱۲۳ زره افغانان د کابل هوايي ډګر له لارې و ایستل. Читать дальше...

د هند پر وړاندې د کشمیر د جلا غوښتونکو یو مشر 'علي شاه ګیلان' ومړ

Pa.azadiradio.com 

د هند پر وړاندې د کشمیر د جلا غوښتونکو یو ستر مشر علي شا ګیلاني د ۹۲ کلونو په عمر وفات شو. ګیلاني له اوږدې ناروغۍ وروسته پرون چهارشنبه (د وږي په ۱۰مه) په سرینګر کې د خپل کور دننه ساه ورکړه. نوموړي د خپل ژوند وروستي ۱۱ کاله تر ډېره په کورني حبس کې تېر کړل. د ده له مړینې وروسته هندي چارواکي د احتمالي ګډوډۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي او سرینګر کې له خلکو غوښتل شوي چې له کورونو ونه وځي. پولیسو د هغه د کور شااوخوا لارو کې اغزن سیم درولی دی. د کشمیر پر سر تر اوسه دوو سیالو هېوادونو پاکستان او هند دوه ځله جګړه کړې ده.

نیویارک ټایمز: طالبان به حکومتي جوړښت کې نور اړخونه هم ومني؟

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې د طالبانو د اسلامي حکومت پر جوړښت تمرکز کړی دی.  ورځپاڼې د طالب چارواکو په حواله لیکلي، دا ډله هوډ لري چې ملا هبت الله اخندزاده د خپل مشر په توګه معرفي کړي.  د لیکنې په دوام کې راغلي، تر اوسه معلومه نه ده چې دا اداره به څه وخت کار پیل کړي او جوړښت کې به یې یوازې طالبان وي او که نور اړخونه هم؟  د نیویارک ټایمز په باور، د افغانستان نوی حکومت به د بشري او اقتصادي بحران په ګډون له یو شمېر جدي ننګونو سره مخامخ شي او ګڼ افغانان به اړ شي چې هېواد پریږدي. Читать дальше...

هغه افغان ژباړونکی چې بایډن یې ژغورلی و ونه توانېد، له افغانستانه ووځي

Pa.azadiradio.com 

هغه ژباړونکی چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د واورې له یوه توپانه ژغورلی و، ونه توانېده چې تېرو دوو اونیو کې په الوتکو کې د کابل له هوایي ډګره بهرته ولاړ شي. دی اوس پټ دی. د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، په دوه زره اتم کال کې جو بایډن سناتور و او هغه وخت د کانګرس دوه نورغړي جان کري او چېک هېګل له ده سره یوځای په هیلکوپټر کې سپاره وو چې د واورې توپان شو او هیلکوپټره مجبوره شوه چې په یوې لېرې سیمه کې کښیني. په دې وخت کې دا اندېښنه وه چې طالبان... Читать дальше...

ساسولي: اروپايي ټولنې د پام وړ افغان کډوال خپلو هېوادونو کې نه دي منلي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې پارلمان د دې ټولنې پر چلند سخت انتقاد وکړ چې د افغانستان کړکېچ ته یې سم ځواب نه دی ورکړی او د پام وړ افغان کډوال یې په خپلو هېوادونو کې نه دي منلي. د دې ټولنې د پارلمان رییس ډیوېډ ساسولي چې خپله ایټالوی دی پرون د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو په یوه غونډه کې چې په سلوونیا کې وه، وویل: "موږ له اروپایي ټولنې بهر یو شمېرهېوادونه د افغان کډوالو د اقامت لپاره معرفي کړي او هرکلی مو کړی دی، خو د اروپایي ټولنې هېڅ هېواد مو نه دی لیدلی چې داسې څه وکړي." ډیوېډ ساسولي دا خبرې وروسته تردې... Читать дальше...

ملګري ملتونه: څو اوونیو کې به د افغانستان د خوراکي توکو زېرمې خالي شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو په وینا په څو اونیو کې به په افغانستان کې د خوراکي موادو هغه زېرمې خالي شي چې له هغو بې وزلو افغانانو سره مرستې کېږي. د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي خبرداری ورکړ چې ښایي روانه سېپټمبر میاشت په افغانستان کې د خوراکي موادو د کمبود یو بحران رامنځته شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سیمه ییز همغږه کوونکی رمیز الاکبروف وایي، د افغانستان له درېیو یوه برخه خلک خوراکي موادو ته بېړنۍ اړتیا لري. الاکبروف زیاتوي چې ژمی را روان دی، سخته وچکالي ده، نو د افغانانو د خوړو لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا شته. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В ОЭЗ «Технополис Москва» выпустили серию автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ирина Хромачёва

Россиянки Хромачёва и Сизикова пробились в финал парного турнира в Рабате


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения





Путин в России и мире
Москва

BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в секторе Газа


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Игорь Бутман

Джазовый оркестр Бутмана выступит в Китае



Москва

Ректор РГГУ отказался переименовывать школу Ильина

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net