د بریتانیا د رسمي ارقامو پر اساس، د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو له لوري د ۲۸۹ ملکي وګړو د وژلو تاوان ورکړی دی.
د بریتانیا د دفاع وزارت اسناد ښيي چې په وژل شوېو کسانو کې ۱۶ ماشومان هم شامل دي.
په سند کې دا هم راغلي چې د بریتانیا پوځ ټولټال ۶ لکه ۸۸ زره پونډه تاوان ورکړی چې په متوسط ډول د هر قرباني په سر ۲ زره ۳۸۰ پونډه کېږي.
ویل شوي چې دا کسان د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ وژل شوي دي.
په یاده موده کې اکثره بریتانیايي پوځیان په هلمند ولایت کې مېشت وو او د دوی له لوري... Читать дальше...
روسیه وايي چې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان غوره بولي چې په افغانستان کې د طالبانو اقدامات په ځیر وڅاري.
د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف دا خبره د رسنیو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا روسیه غواړي چې په افغانستان کې د نویو چارواکو کوم استازي ته د مسکو بلنه ورکړي؟
پیسکوف وویل، د نړۍ د اکثرو نورو هېوادونو په څېر ښه دا ګڼي چې وګوري طالبان په افغانستان کې څه کوي؟ د حکومت جوړښت یې څه بڼه خپلوي او څرنګه خپلې ژمنې عملي کوي.
د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د چهارشنبې... Читать дальше...
د هند د ښځینه ژورنالیستانو شبکې (ښځې په رسنیو کې) په افغانستان کې له ژورنالیستانو او نورو ګیر پاتې ملکیانو په تېره بیا ښځو سره د پیوستون لپاره د افغان ښځینه خبریالانو لپاره د بسپنې ټولول پیل کړي دي.
د دې شبکې په وینا، د سېپټمبر په نهمه یې دا نوښت پیل کړ او په دوو اوونیو کې یې ۳۷ لکه هندي روپۍ چې ۵۰ زره امریکايي ډالره کېږي، ټولې کړي دي.
'ښځې په رسنیو کې' شبکه هیله لري چې نورې پیسې به هم ټولې کړي او په دې توګه به د افغان ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي.
دوی دا پیسې د افغان ښځینه خبریالانو د الوتکو د ټکټونو، وېزو او نورو لګښتونو لپاره ټولوي.
د کرایي کورونو او اپارتمانونو انلاین کمپنۍ'Airbnb' غواړي چې د امریکا په متحدو ایالاتونو کې شل زره نورو افغان پناه غوښتونکو ته وړیا موقتي کورونه ورکړي.
دې کمپنۍ چې مرکز یې د امریکا په سانفرانسسکو کې دی، تر دې وړاندې هم ۲۰ زره افغانانو ته وړیا موقت هستوګنځي برابر کړي وو.
'ایر بي اېن بي' د امریکا د خلکو له سخاوت او مېلمه پالنې مننه کړې چې د لسګونو زره افغانانو لپاره یې وړیا کورونه ورسپارلي دي.
د اګسټ په پنځلسمه نېټه د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته لسګونه زره افغانانو چې ژوند یې په... Читать дальше...
هغه افغان ترجمانان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له ترک پوځیانو سره کار کړی، شکایت کوي چې د نورو هېوادونو په شان ترکیه دوی ته پناه نه ورکوي.
دوی وايي چې شمېر یې له یو سلو لسو تر یو سلو شلو کسانو ته رسېږي خو په میدان پرېښودل شوي دي.
دوی وايي، له ناټو هم غواړي چې مرسته ورسره وکړي ځکه چې په افغانستان کې یوازې د طالبانو له ګواښ سره نه دي مخامخ بلکې د داعش او نورو سختدریځو ډلو له لوري هم ګواښل کېږي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، طالبان کېدای شي د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان واوسي.
عمران خان له نیوز ویک مجلې سره په مرکه کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا د ولسمشر جو بایډن سخت دریځ غیر ضروري وباله، ویې ویل پاکستان لېواله دی چې د ترورېزم پر ضد د امریکا همکار واوسي.
ده د سیمې د قدرتونو او امریکا ترمنځ همکاري د ناورین د مخنیوي لپاره چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته یې احتمال زیات شوی دی، مهم وباله.
د پاکستان صدراعظم د طالبانو له لوري په څلوېښتو کلونو... Читать дальше...
له جلال اباد څخه د ترلاسه شوېو راپورونو له مخې، په دې ښار کې په تېرو دوو ورځو کې په مرموز ډول د ۶ تنو وژل شوېو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
یوې ځايي سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې په ورځ د درې تنو مړي په داسې حال کې وموندل شول چې لاسونه یې تړل شوي وو. د دغو کسانو مړي د جلال اباد ښار جنوب ته د هډې فارم په سیمه کې موندل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر دې یوه ورځ وړاندې هم په همدې سیمه کې په ډزو د درې تنو نورو وژل شوېو کسانو جسدونه موندل شوي وو.
په ننګرهار... Читать дальше...
افغان سوداګرو او پانګوالو له افغانستان بانک څخه وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي ستونزو د مخنیوي او د کاراوبار د جریان لپاره د زیاتو پیسو ایستلو ته اجازه ورکړي.
د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو وروسته بانکونه او مهم سوداګري مرکزونه بند شوي، خو بانکونو په محدوده پیمانه فعالیت بېرته پیل کړی دی.
اوس عام خلک په اوونۍ کې ۲۰۰ ډالره یا ۲۰ زره افغانۍ له خپل حسابه ایستلی شي، خو شرکتونو ته اجازه ده چې په اوونۍ کې تر ۲۵ زره ډالرو پورې وباسي.
د افغانستان د سوداګري او پانګونې د خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي چې په ۲۵ زره ډالرو څوک تجارت نه شي کولی. Читать дальше...
د بشري حقونو د څار اداره په افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو پر اقداماتو اندېښنه ښيي.
د دې سازمان د ښځو د برخې مشرې هیډربار ازادي راډیو ته وویل، طالبان اکثره هغه پالیسۍ چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ عملي کولې، بیا تطبیقوي چې یو وار بیا د ښځو حقونه ورسره محدودېږي.
اغلې بار زیاته کړه: "مهمه ده چې را په زړه یې کړو چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې طالبانو ونه ویل چې نجونې زده کړې نه شي کولی، دا یې ویلي وو چې اوس امنیتي وضعیت ښه نه دی او باید انتظار وباسي. یقیناً په هماغه کلونو کې چې واک یې په لاس... Читать дальше...
په ارزګان کې طالب چارواکي د انسان تښتوونکو د یوې اته کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.
د ارزګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر کامران اخندزاده نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ډلهیې په دهراوود ولسوالۍ کې نیولې ده.
ښاغلی اخندزاده زیاتوي: "کومو کسانو چې دوه ورځې وړاندې یې په دهراوود ولسوالۍ کې یو کس تښتولی او د دغه کس له کورنۍ څخهیې پیسې غوښتې، د خوشحالۍ ځای دی چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د ډېرو کوښښونو وروسته هغه راخوشې شو او په تړاو یې ټول کسان ونیول شول."
اخندزاده زیاته کړه چې له تحقیقاتو ورورسته... Читать дальше...
ایراني چارواکو په زندان کې د شاهین ناصري مړینه تأیید کړې ده.
نوموړي ادعا کړې وه چې د غېږې نیولو اتل نوید افکاري مخکې له دې چې اعدام شي، شکنجهیې په خپلو سترګو لیدلې وه. افکاري چې د یوه قتل په تور په اعدام محکوم شوی و، تېر کال پرې دغه سزا تطبیق شوه.
د زندان چارواکو پرون پنجشنبې وویل چې د نوید د مړینې په اړه څېړنه کوي.
دوه ورځې مخکې په اوسلو کې مېشت د ایران د بشري حقونو ډلې د باوري سرچینو له قوله ویلي و چې ناصري وروسته له هغې چې د تهران په یوه لوی زندان کې کوټه قلفۍ ته ولېږدول شو، په مرموز ډول مړ شوی دی. Читать дальше...
په کابل کې لسګونه کسانو په یوه اعتراضه لاریون کې له امریکا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه.
د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۲» له غرمې وروسته په کابل کې دغه لاریون د افغانستان د مسلمانو ځوانانو (نجم) په نوم د غیر دولتي بنسټ له لارې ترسره شو.
د لاریون ګډونوالو ویل چې افغانان د افغانستان د پیسو د کنګل کېدو له امله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د امریکا له لوري د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل کېدو د افغانستان د بانکونو اقتصادي چرخش هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.
... Читать дальше...
د روسیې روغتیایي چارواکي وایي، د کرونا له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲۸ کسان مړه شوي چې دا د دغې وبا له خپرېدو راهیسې په روسیه کې په یوه ورځ کې د مړو شویو کسانو نوی ریکارډ دی.
د روسیې د کرونا په وړاندې د مبارزې مرکز نن وویل چې په دې موده کې له ۲۱ زرو ۳۷۹ زیات کسان په کرونا اخته شوي چې یوه ورځ مخکې تر دې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر لږ زیات و، یعنې ۲۱ زره او ۴۳۸ کسان پرې اخته شوي وو.
دا پرلهپسې څلورمه ورځ ده چې په روسیه کې له ۸۰۰ زیات کسان د کرونا له امله مري. دا په اروپا کې د دغې وبا له امله د مړینو تر ټولو لوړه شمېره ده. Читать дальше...
د سپټمبر پر ۲۳مه د يو شمېر نورو پښتني سيمو غوندې په کوټه ښار کې هم د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه او د پښتو د ژوند ژواک پر ارزښت خبرې وشوې.
دا ورځ په ۲۰۱۵ز کال کې د پښتو اکاډمۍ کوټې لهخوا د یوه نړيوال کنفرانس پر مهال اعلان وشوه چې اوس هر کال د سپټمبر پر ۲۳مه لمانځل کېږي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن پر طالبانو غږ وکړ چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي چې ټولې سیاسي ډلې او قومونه پهکې ګډون ولري.
ښاغلي رحمن دغه څرګندونې پرون پنجشنبه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته له مخکې په یوه ثبت شوې وینا کې کړي او ویلي یې دي چې دا ډول یو حکومت به په دغه جګړهځپلي هېواد کې کړکېچونه کم کړي.
ښاغلي رحمن په افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه خپلې اندېښنې بیا مطرح کړې او هغهیې د سیمې سولې او ثبات ته یو جدي ګواښ بللی.
طالبانو د تېرې اګسټ میاشتې په ۱۵مه کابل ونیو چې ورسره د مرکزي... Читать дальше...
د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې په پېښه کې د درې ماشومانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.
د کونړ سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي، خو د اسعداباد روغتون مسؤلینو دې روغتون ته د درې ټپیانو د وروړلو خبره تأیید کړې او د یوه ټپي وضعیتیې خطرناک ښودلی.
د شلتن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شوکتالله ماموند ازادي رادیو ته د دې پېښې د څرنګوالي په اړه وویل: "نن سهار د کونړ سیند پر غاړه ماشومانو د هاوان یوه نا چاودې مرمۍ چې د مخالفینو لهخوا که د پخواني... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به نن په حضوري بڼه د هند پاسیفیک د تړون د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه وي.
دغه کتنه چې نن به په سپینه ماڼۍ کې ترسره شي، پهکې د هند صدراعظم نرېندرا مودي، د جاپان صدراعظم یوشیدا سوګا او د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن ګډون وکړي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دغه کتنه به ولسمشر بایډن ته یو فرصت وي چې له فرانسې سره راپورته شوي وروستي اختلافات یوې خواته کړي.
فرانسه د امریکا، بریتانیا او استرالیا پر هغه امنیتي تړون چې څو ورځې مخکې اعلان شو،... Читать дальше...
د راپورونو له مخې مسکو په کابل کې د طالبانو له حکومت سره پر دې خبرې کوي چې که یو پلاوی یې له مسکو څخه کتنه ترسره کړي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د روسیې ریا نیوز خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله نن جمعه ورکړی دی.
ریا اژانس دغهراز د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د مرستیال وزیر او ویاند ذبیحالله مجاهد هغه خبره هم را اخیستې چې ویلي یې دي، د طالبانو حکومت د دغسې ارتباطاتو په لټه کې دی.
د تېرې اګسټ میاشتې له ۱۵مې راهیسې چې طالبانو کابل نیولی او وروستهیې نوی... Читать дальше...
د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پتر زایجرتو «Peter Szijjarto» وایي، هېواد یې نور افغانان په خپله خاوره کې نهشي منلی.
نوموړي د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې اروپایي ټولنه باید هغه د ۲۰۱۵ کال تجربه چې د ده په وینا د دې ټولنې له جنوبي پولو سره سوریایان راټول شوي و او اوسیې ځای افغانانو نیولی، تکرار نهشي.
د هنګري د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې هم ورته خبرداری ورکړ او ویېویل: "موږ باید د دې مخه ونیسو چې افغانستان د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل نهشي. موږ... Читать дальше...
د خوست سیمهییز چارواکي د غلام خان بندر له لارې د سوداګرۍ د زیاتوالي خبر ورکوي.
د غلام خان د ګمرک رئیس مولوي موسی کلیم مجاهد زاده ازادي راډیو ته وویل چې پر دې لارې سوداګري ځکه زیاته شوې چې په لارو کې د قاچاق او د سوداګرو د بېځایه ځورولو مخه نیول شوې ده.
د نوموړي په وینا پر دې لاره واردات د پخواني نظام په پرتله درې چنده زیات شوي او هره ورځ له ۱۳۰ لاریو نیولې تر ۱۵۰ پورې په دې لاره تګ او راتګ کوي، خو د لاریو او لویو ګاډو افغان چلوونکي وايي، پاکستان باید د دوی موټرو ته هم اجازه ورکړي چې د دې هېواد... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي لا یې د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پيل په اړه پرېکړه نهده کړې.
د دغه وزارت په فېسبوک پاڼه نن په یوه اعلامیه کې هغه کسان مخرب او متعصب بلل شوي چې ویلي یې دي د نجونو ښوونځي بېرته پیلېږي.
په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په اړه په یوه طرحه کار روان دی او پایلې یې وروسته له خلکو سره شریکېږي.
د طالبانو حکومت د همدې اوونۍ په سر کې د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا نهدي پيل شوي.
د دوی ویاندویانو له... Читать дальше...
د امریکا په تینیسي ایالت کې یوه بریدګر دوه کسان په ډزو وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.
پېښه پرون د تینیسي ایالت مرکز میمفس ښار ته نږدې په یوه پلورنځای کې شوې.
د سیمې د پولیسو مشر ډېل لېن رسنیو ته ویلي چې بریدګر په پلورنځي کې په عامو خلکو ډزې کړي له ډلې یې دوه تنه وژلي او ۱۲ کسانیې ټپیان کړي.
ډېل زیاته کړې ټپیان روغتون ته وړل شوي، خو د ځینو حال ښه نهدی.
د پولیسو دغه مشر زیاته کړې چې بریدګر په خپله له برید وروسته مړ موندل شوی او ښکاري چې خپل ځانیې وېشتی دی.
د بریدګر په اړه زیات معلومات نهدي خپاره شوي.
په ارزګان ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې يې په دغه ولايت کې د نشهيي موادو د پلورونکو يا ساقيانو د نيولو لپاره تصفيوي عمليات پیل کړي دي.
د ارزګان ولایت د امنيت امر کامران اخندزاده ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیاتيې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې پیل کړي چې په نتيجه کې يې د نشهيي موادو ۱۱ پلورونکي یا ساقیان نیولي دي.
ښاغلی اخندزاده زیاتوي: "په لومړي پړاو کې مو هغه خلک نيولي چې پوډر، هيروئين او ترياکيې خرڅول او عام خلکيې ساقيان بولي، دوی مو نيولي او محبس ته مو اچولي دي. Читать дальше...
د افغانستان بیارغونې لپاره د څار امریکايي بنسټ يا سيګار له افغانستان څخه د بهرنيو پوځي ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته په خپل تازه راپور کې، په تېرو څو کالو کې له نشهيي موادو سره د مبارزې ستونزې ارزولې دي.
سيګار دغه راپور کې ويلي، تېرو ۲۰ کالو کې چې څومره پيسې له نشهيي موادو سره د مبارزې لپاره لګول شوي، په نتيجه کې يې د نشهيي موادو کښت، توليد او قاچاق نهدی کم شوی.
د سيګار څېړنې ښيي چې د امريکا متحده ايالاتو او افغان دولت لږ تر لږه په تېرو ۱۲ کلونو کې ونهشوای کولای چې د نشهيي موادو د کښت، توليد... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب په یوه صوتي پیغام کې منلې چې طالبانو له دې سره سره چې عمومي عفوهیې اعلان کړې، غچ اخیستونکې وژنې کړې دي.
په دې پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی، ویل شوي چې ځیني کسان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
ملا یعقوب زیاتوي: "په دې وروستیو کې دوه یا څو پېښې وشوې، په ځینو برخو کې په خپل سر کسان وژل شوي دي. دوه یا درې تنه وژل شوي. اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې ده او هېڅ مجاهد حق نهلري چې د عفوې ژمنه ماته کړي او یا د هغې خلاف غچ واخلي."
... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В ОЭЗ «Технополис Москва» выпущена серия автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Людмила Самсонова
Самсонова с «баранкой» разгромила Хаддад-Майю и вышла в полуфинал турнира в Страсбурге
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о перспективах развития туризма в Ингушетии
Путин в России и мире
Москва
НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Пётр Чайковский
В Якутии фестиваль классического балета «Стерх» откроется бессмертной классикой Петра Чайковского «Лебединое озеро»
Москва
Творческие способы использования мозаики из стекла в садовом дизайне
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net